د کلیوپاترا سلطنت

د مصر د بطلیموسي پاچاهۍ د اومې کلیوپاترا سلطنت د هغې د پلار بطلیموس یوولسم آولېتس له مړينې وروسته چې د مخزېږدیز د یو پنځوسم کال د مارچ په میاشت کې مړ شوی و پيل شو.

دا سلطنت د هغې له خوا په ځان وژنه د مخزېږدیز دیرشم کال په اګست میاشت کې پای ته ورسېد چې د هیلینیستیک د دورې پای او له یوه رومې ولایت سره د مصر الحاق ښیي.  هغې د پخوانیو یونانيانو په څېر په مصر او نورو سیمو باندې د یوې مطلقې سلطنتي څېرې به توګه سلطنت وکړ که څه هم رومي جمهوریت د هغې په داخلي چارو کې مداخله وکړه . د هغې شخصي رول په مصر کې په کرهنه، پرمختللې سوداګرۍ ، له نورو دولتونو سره په جګړه، د فساد په مخنیوي، د بیوروکراسۍ په ستراتیژیک مدیریت او سترو ساختماني پروژو باندې په اتکاء ځانګړی کېده.

کلیوپترا په پیل کې د خپل وړوکې ورور دیارلسم بطلیموس سره یوځای  تخت ته ورسېده خو د هغوی ترمنځ اختلاف د داخلي جګړې د رامنځ ته کېدو لامل شوه. ډېر اړودوړ هغه وخت پېښ شو چې رومي قونسول جولیس قیصر خپل رقیب پومپي بطلیموسی مصر کې چې دروم تابع دولت و تعقیب کړ.  له رسېدو سره سم قیصر  وموندله چې پومپي د یارلسم بطلیموس په امر وژل شوی و. قیصر هڅه وکړه چې د پومپي له خبلوانو سره سوله وکړي خو ناراضي دیارلسم بطلیموس او دهغه سلاکار بوتینیوس د قیصر او کلیوپاترا په وړاندې ځواکونه راپورته کړل. کومکي ځواکونو د ۴۷ مخزېږدیز کال په لومړیو کې محاصره پاي ته ورسوله او دیارلسم بطلیموس لږ موده وروسته د نیل په جګړه کې ومړ. څلورم ارسینو د کلیوپاترا کوچنۍ خور  او رقیبه د  تخت ادعا کوونکې تبعید شوه او قیصر چې اوس یو دکتاتور و کلیوپاترا او دهغې کوچنی ورور څوارلسم بطلیموس د مصر مرستیال حکمرانان کړل. قیصر روم ته له سکندریې څخه تر تګ دمخه  له کلیوباترا سره خصوصي رابطه درلوده چې د کاسریون په نامه یو زوي ترې پیدا شو.

کلیوپاترا له روم څخه په ۴۶ او ۴۴ مخزیږدیز کلونو کې د وکالت کوونکې ملکې په توګه ليدنه وکړه، په ۴۴ مخزیږدیز کال کې د قیصر تر مرګ ورسته، کلیوپاترا هڅه وکړه چې کا سیریون د قیصر وارث ونوموي خو د قیصر د وراره زوی يې مخالفت وکړ. کلیوپاترا وروسته څوارلسم بطلیموس وواژه او کاسیریون ته یې د خپل نایب السلطنه درجې ته ارتقا ورکړه. د لبرېتورز سیویل وار ( دا د جولیوس قیصر د کسات اخیستلو لپاره جګړه وه چې د دویم تریوم ویرات له خوا پیل شوه) په جګړه کې په ۴۳ او ۴۲ مخزېږدیز کلونو کې پېښه شوه، له دویم تیومویرات څخه ملاتړ وکړ او د دې ‌ډلې له یوه غړې مارک انتوني سره شخصي اړيکې جوړې کړې چې درې ماشومان ترې پیدا شول. انتوني په دوامداره توګه د کلیوپاترا د ګټې لپاره د خپل درې ګونی صلاحیت څخه کار اخیست او په زیاتېدونکي ډول په ختيځو قلمروونو باندې د یرغلونو لپاره د هغې په تمویل او نظامي مرستو اتکاء کوله. په ۳۴ مخزېږدیز کال کې د سکندریې بخششونه( دا یو سیاسي عمل و چې د کلیوپاترا او مارک انتوني له خوا تر سره شو چې له مخې یې کلیوپاترا ماشومانو ته هغه ځمکې ووېشلې چې د روم او پارشیا په لاس کې وې په دې بخششونو کې ځينې القاب هم شامل و. ) چې په هغو کې کلیوپاترا او دهغې ماشومانو  د انتوني د درې ګونې صلاحیت په اساس مختلف القاب او ځمکې ترلاسه کړې، او له دې سره د د انتوني له خوا اوکتاویان د خور اوکتاویا طلاق پېښ شو هغه د عطف نقطه شوه چې د اوکتاویان له خوا د کلیوپاترا په وړاندې د جګړې د اعلان لامل شوه. په ۳۱ مخزېږدیز کال کې، انتوني او کلیوپاترا د اکتیوم ( دا د روم یوه مستعمره وه) په لوري د اوکتاویان د جنرال اګریپا په وړاندې د سمندري قواوو په واسطه یرغل وکړ چې په پایله کې د دې قواوو له تېښتې وروسته دې جنرال جګړه یوړه. په راتلونکي کال کې اوکتاویان ځواکونو په مصر یرغل وکړ. که څه هم دې جوړې ( کلیوپاترا او انتوني) نظامې مقاومت وکړ خو اوکتاویان د هغوي ځواکونه مات کړل او انتونې یې ځان وژنې ته اړ کړ. کله چې کلیوپاترا پوه شوه چې اوکتاویان غواړي هغه روم ته د خپل فتح شویو ملکیتو له لارې ته ولېږدوي، نو هغې هم د انتوني په څېر ځان وژنه وکړه، د راپورونو له مخې دا ځان وژنه د زهرو په واسطه وه.

تخت ته رسېدل

بطلیموس یوولسم آولېتس د مصر په بطلیموسي شاهې حکومت  حاکم فرعون په خپل وصیت کې جوته کړه چې دهغه لور کلیوپاترا ۷ او دهغې ورور دیارلسم بطلیموس به  دهغه د مرګ په صورت کې د همکارو حاکمانو په توګه سلطنت کوي. لکه څنګه چې په  دنداره کې د هاتور په معبد کې یوه ډبرلیکه ښیي، د ۵۲ مخزېږدیز کال د مې په ۳۱ کلیوپاترا د دولسم بطلیموس نایب السلطنه ټاکل شوې. دوون ودبلیو رولر ( دا یو امریکایي لرغون پېژندونکی دی) تصدیقوي چې یوولسم بطلیموس ښايي د ۵۱ مخزېږدیز د مارچ له  ۲۲ څخه د مخه مړ شوی وی خو جو ان  فلېچر ( یوه مصر پېژندونکې او د یورک په پوهنتون کې د لرغون پېژندنې د برخې غړې ده) دهغه مړینه د ۵۱ مخزېږدیز کال د مارچ ۷ بولې او مایکل ګرنت ( یو امریکایي لیکوال) وایي چې دا مړینه د همدې کال د مې د میاشتې په وروستیو کې پېښه شوې ده. د ملکې په توګه د کلیوپاترا لومړنۍ کړنه د ۵۱ مخزېږدیز کال د مارچ په ۲۲ وه او دا تیبېس ته نژدې هرمونتیس ته د ۵۱ مخزېږدیز کال د مارچ په ۲۲ د هغې سفر و.د سفر موخه د  بوچیس په نامه د یوه نوی سپېڅلي غوایي نصبول و چې  د مصر په پخواني مذهب  کې د مونتور په نامه د یوه خدای لپاره د یوه واسطه کېدونکې په توګه عبادت کېده. د روم سنا ( په پخواني روم کې یوه اداره کوونکې او مشورتي ټولنه وه) چې د تابع دولت په توګه یې بطلیموسې مصر څخه څارنه کوله د یوولسم بطلیموس له مړينې څخه د ۵۱ مخزېږدیز د جون تر ۳۰ یا اګست تر ۱ پورې خبر نه و. ښایي دا معلومات د کلیوپاترا له خوا پټ ساتل شوي وي تر څو خپل قدرت ټینګ کړي.

کلیوپاترا ښایي له خپل ورور دیارلسم بطلیموس سره واده کړی وي خو دا نه ده معلومه چې دا واده به تر سره شوی وی که نه. د ۵۱ مخزېږدیز کال د اګست تر ۲۹ بورې اړوند رسمي اسناد کلیوپاترا د یوې مجردې واکمنې په توګه پېژني. کلیوپاترا هغه شواهد هم ردوي چې د هغه ورور ګواکې دهغې مرستیال واکمن و. کلیوپاترا تخت ته تر رسېدو وروسته له څو ځپونکو مسایلو او عاجلو حالاتو سره مخ شوه، چې د وچکالۍ او د نیل دسیند د وچېدو له امله کاختي، د خوراکې توکو کمښټ او د وسله والو غلو په واسطه یرغلونه  پکې شامل دي.بله ستونځه چې هغه ورسره مخ شوه هغه غیر قانوني چلند و چې د ګبینانیانو ( په مصر کې مېشت رومي ځواکونه) له خوا تر سره کېده، دا ځواکونه بې دندې، سره یوکړل شوي او ډېری یې  رومې ګالیکي اوجرمنې عسکر وه چې د اولوس ګبینیس ( رومي جنرال او سیاستوال و)  له خوا د مصر ګارنیزون ته د دولسم بطلیموس له راوستلو او له قدرت څخه د هغه د لور څلورمې برینایس له لرې کېدو وروسته پرېښودل شوي و.  د خپل سلطنت د یوې هوښیارې مالي اداره کوونکې په توګه، هغې د مالیااتې او بهرني سوداګرۍ  ګډې پانګې له درکه هر کال ۱۲۰۰۰ ټالنټونه ( دا په پخوانۍ نړۍ کې د وزن واحد و او ډېری وخت د سروزرو او نورو فلزاتو د وزن د واحد په توګه کارېده)  هیواد ته راوړل او د پانګې په ټولولو کې له خپلو ځینو پخوانیو بطلیموسي اجدادو څخه وړاندې شوه. په ورته وخت کې، هغې ته د پلار پورونه په میراث پاتې و او په ۴۸ مخزېږدیز کال کې الکساندریې ته د جولیوس قیصر تررسېدو هغه د روم د جمهوریت ۱۷.۵ میلیونه دراکما ( د لرغونې یونان پولي واحد) پوروړې وه.

په ۵۰ مخزېږدیز کال کې، مارکوس کالپور نیوس بیبولوس د سوریې پرو کنسول ( یو مامور و چې په پخواني روم کې د کنسول په استاذولۍ کار کاوه) خپل دوه مشران زامن مصر ته واستول، ډېر په دې احتمال چې له ګبینیانيانو سره خبرې وکړي اوهغوی د عسکرو په توګه وګماري ترڅوله سوریې څخه په بهر کې د پارتیانو څخه دفاع وکړي. ګبیانیانو پارتیان د کلیوپاترا د محکمې د سرکښو لوړپوړو مدیرانو لکه د غصه ناک پوتینیوس په پټه هڅونه  ووژل او شکنجه کړل. دا د دې لامل شو چې  کلیوپاترا ګبینیاني مجرمین بیوبولوس ته د بندیانو په توګه واستوي او هلته د هغه د قضاوت انتظار وباسي. د ځوانې ملکې د ظاهرا یوه زیرکانه عمل په مهال، بیوبولوس دا بندیان بیرته کلیوپاترا ته واستول او هغه یې د روم په کورنیو چارو کې د مداخلي له امله تر نیوکې لاندې ونیوله او ورته ویې ویل چې د روم چارې باید په خپله د روم د سنا له خوا ترسره شي. دا چې بیوبولوس د  قیصر په کورنۍ جګړه کې د ستر پومپي ( یو رومي سیاست وال و چې د جولیوس قیصر مخالف و او خو دهغه له خوا ماته ورکړل شوه) ملاتړ وکړ او وروسته په دې متهم شو چې په یونان کې یې د قیصر د سمندرې ځواک د ښکته کېدو مخه نیوله. هغه په دنده کې پاتې راغی او او دې جولیوس قیصر ته اجازه ورکړه چې مصر ته د پومپي په تعقیب سره ورسېږي.

که څه هم کلیوپاترا په ۵۱ مخزېږدیز کال د خپل ګډ واکمن په توګه خپل یوولس کلن ورور رد کړی و، خو دیارلسم بطلیوس لاهم د پوتينیوس په ګډو چې  د هغه د ملکیتونو اداره کوونکي او استاد و قوی ائتلافونه له ځان سره وساتل.  په پیل کې د قیصر په ګډون رومیانو هغه د تخت تر شا یو ځواک باله.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

محمد (ص) په اسلام کېگل پاچا الفتډاکټر محمد نعیم وردګپلازمېنهد افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعودمیاشتنی عادتانګلیسيکاظم خان شيداد کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسینننګرهار ولایتسيندولتي پورکرنهسيد آباد ولسوالۍارچنا کاويڅوکری، پښۍ (رواش)افغان سوری اتلانمطالعهټولنهجنرال عبدالرازقد افغانستان امارتد خلق ډموکراتيک ګوندزاويهاورګاسمافغانستاندېواليرنبیر کپورمحمد نادر شاهپکتيا ولايتناروغيساپوهنهکندهارد عرض البلد دایرهاوبړۍاندونيزيابدخشان ولايتهستوي وسلېاحتمالتوماس اډیسونرونډاغني خانخواړهامريکا لويه وچهمحمد عثمان نژندروديومد بشري منابعو مديريتسینه بغلافغاننور محمد ترکینا خالص داخلي تولیدپر افغانستان د متحده ايالاتو بريدپښتوولادمیر پوتینسردار محمد يوسف خاند کتاب نړيواله کره شمېرهبارانعبدالله بن عبدالعزیز آل سعودويکيوینا ته د متن اړولپښتو ټولنهشاه حسين هوتکقاموسونه ټکی کاممارکوپولوپه اسلام کې د مېرمنې حقوقد افغانستان اقتصادلمن لگښتانګلستاند خوست پوهنتون🡆 More