يهودي تاريخ د يهوديانو او د هغوی د قوم، دين او کلتور تاریخ دی، چې څه ډول يې وده کړې او له نورو خلکو، دينونو او کلتورونو سره مخامخ شوي.
سره له دې چې يهوديت د يوه دين په توګه په يوناني سندونو کې د هلنيستي پړاو پر مهال (۳۲۳-۳۱) راڅرګند شوی او تر ټولو دمخه د اسرائيلو يادونه د مرنپتاح پر ډبرليک له میلاد مخکې په ۱۲۱۳-۱۲۰۳ نېټه شوې ده. مذهبي ادبيات وايي چې: د اسرائيلو کيسه له میلاد مخکې لږ تر لږه ۱۵۰۰ ته رسېږي. د يهودو ډله یيز کوچ، د اشوريانو له نيولو سره پيل شو او د بابليانو په نيولو سره يې په پراخه پيمانه دوام درلود. يهوديان په رومي سترواکۍ کې خپاره وو او دا چاره په مرکزي او ختيځه مديترانه کې د بيزانس د واکمنۍ پر مهال تر کمې کچې روانه وه. په ۶۳۸ ز کال کې بيزانس سترواکي د شام واکمني له لاسه ورکړه. د خليفه حضرت عمر(رض) تر واکمنۍ لاندې د عربو اسلامي سترواکي، اورشليم، د بين النهرين سيمې، سوريه او مصر ونيول. په هسپانيه کې د يهودي کلتور زرين پړاو، د اروپا له منځنيو پېړيو سره برابر شو، چې په دې موده کې په ټوله ايبريا ټاپووزمه کې د مسلمانانو حکومت و. په هغه وخت کې، په عمومي ډول يهوديان، په ټولنه کې منل کېدل او يهودي دين، کلتور او اقتصادي ژوند وغوړېد. د دولسمې او پنځلسمې پېړۍ تر منځ، اشکنازي يهوديان په مرکزي اروپا کې له خورا بد ځورسره مخامخ شول، کوم چې پولنډ ته د دوی د ډله ييز کوچ لامل وګرځېد.
د عثماني لرغوني پړاو پر مهال (۱۳۰۰-۱۶۰۰) د سترواکۍ له نورو ډېريو ټولنو سره يهوديان هم تر يو بريده، له نېکمرغۍ څخه برخمن وو. په اولسمه پېړۍ کې په لويديځه اروپا کې د پام وړ يهوديان مېشت(استوګن) و. د اروپايي رنسانس او روښانتيا په پړاو کې، په يهودي ټولنو کې د پام وړ بدلونونه راغلل. په اتلسمه پېړۍ کې يهوديانو، له محدودونکو قوانينو څخه د دوی ژغورلو او په اروپايي ټولنه کې د ضم کېدلو هڅې پيل کړې. په داسې حال کې چې په لويديځه اروپا کې يهوديانو ته د قانون په وړاندې مخ پر زياتېدونکې برابرتيا ورکړه شوه، دوی د اوسېدو په سيمه کې له زياتو ځورېدلو او قانوني محدوديتونو سره مخامخ شول، په دې کې پراخه ډله ييزې وژنې هم شاملې وې، کوم چې په ۱۸۸۱ او ۱۹۲۴ ز کلونو کې، له دوه ميلیونو څخه زيات يهوديان متحده ايالاتو ته کوچ کولو ته اړ کړل. په ۱۸۷۰ او ۱۸۸۰ ز کلونو کې اروپا مېشتو يهوديانو، په پراخه کچه اسرائيلو ته د کوچېدو او په خپله ملي خاوره کې د بيا ځای پر ځای کېدو په اړه بحثونه پيل کړل. په ۱۸۹۷ ز کال کې په رسمي ډول صیهونيستي ګوند بنسټ کېښودل شو. په همدې وخت کې د اروپا او متحده ايالاتو يهوديانو د ساينس، کلتور او اقتصاد په برخه کې برياوې تر لاسه کړې، په دوی ټولو کې پېژندل شوي کسان يې ساينسپوه البرټ انشټاين او فيلسوف لودويګ ويتګنشتاين وو. د اوس په څېر، د نوبل جايزې ډېری ګټونکي هم يهوديان وو.
په ۱۹۳۳ ز کال کې، په المان کې د اډولف هیټلر او نازيانو له خوا د واک له تر لاسه کولو سره سم، د يهوديانو حالت نور هم خراب شو. اقتصادي کړکېچ، د يهودو پر ضد توکميز قوانين او د راتلونکې جګړې وېرې يهود اړ کړل چې له اروپا څخه فلسطين، متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ته وتښتي. په ۱۹۳۹ ز کال کې دويمه نړيواله جګړه پیل شوه او تر ۱۹۴۱ ز کال پورې هیټلر د پولنډ او فرانسې په ګډون نژدې ټوله اروپا نیولې وه، چې هغه مهال په پولنډ کې ميليونونه يهوديانو ژوند کاوه. په ۱۹۴۱ زکال کې د شوروي اتحاد له بريد وروسته، وروستۍ حل لاره پيل شوه او د يهوديانو د پوپناه کولو په موخه بې مخينې منظم او پراخه عمليات پيل شول. په سياسي اروپا کې د يهوديانو ځورول او وژل پېښ شول، چې په دې کې شمالي اروپايي افريقا (د نازيانو پلويان وېشي-شمالي افريقا او ايټالوي ليبيا) هم شامل و. دا ټولوژنه، چې په هغې کې نږدې شپږ ميليونه يهود په منظم ډول له منځه يووړل شول، د هالوکاسټ په نوم پېژندل کېږي او يا په عبري ژبه کې د شوا په نوم. په پولنډ کې درې ميليونه یهوديان، د اجباري کار د پنډغالو په ګازخونو کې ووژل شول، يوازې يو ميليون يهوديان، د اشتويتس په پنډغالي کې ووژل شول.
فلسطين چې له ۱۹۲۰ ز کال راهيسې، د بریتانيې تر واک لاندې و، د هالوکاسټ پر مهال او له هغې مخکې په پراخه کچه د يهودي کډوالۍ د څپو شاهد و. کله چې په ۱۹۴۸ ز کال کې دا واکمني پای ته ورسېده، ډايويډ بين-ګورين د مۍ په څوارلسمه نېټه په ارتس اسرائيل کې د يوه يهودي هېواد د رامنځته کولو ادعا وکړه، چې د اسرائيلو هېواد په نوم پېژندل کېده. ډېر ژر ګاونډيو عرب هېوادونو بريد وکړ، خو نوي جوړ شوي اسرائيلي پوځ مقاومت وکړ. په ۱۹۴۹ ز کال کې جګړه پای ته ورسېده او د اسرائيلو دولت، د هېواد په جوړولو پیل وکړ. له ټولې نړۍ څخه يې سلګونه زره يهوديان جذب کړل. په ۲۰۲۰ ز کال کې اسرائيل يو پارلماني ديموکراتيک هېواد دی، چې نفوس يې نهه اعشاريه دوه ميليونه خلکو ته رسېږي، شپږ اعشاريه اوه ميليونه يې يهوديان دي. د يهوديانو سترې ټولنې په اسرائيلو او متحده ايالاتو کې دي، په فرانسې، کاناډا، ارجنټاين، روسيه، بریتانيه، استراليا او المان کې هم د يهودو سترې ټولنې شته. (د نويو يهوديانو د شمېرو په اړه دې معلوماتو لپاره د يهودو نفوس وکتل شي).
د يهوديت او يهوديانو تاريخ په پنځو پړاوونو وېشل کېدای شي: (۱) له يهوديت مخکې لرغوني اسرائيل، له پيل څخه تر ۵۸۶ قبل الميلاد پورې، (۲) له میلاد مخکې په شپږمه او پنځمه پېړۍ کې د يهوديت پيل، (۳) له ميلاد وروسته اويايم کال کې د دويم عبادتځای له ويجاړېدو وروسته د حاخامي يهوديت جوړېدل، (۴) د حاخامي يهوديت پړاو، له ميلاد وروسته په ۳۱۲ ز کال د قسطنطين ستوراک د واکمنۍ پر مهال سياسي واک ته د مسيحيت له پورته کېدو څخه په اتلسمه پېړۍ کې د مسيحيانو د سياسي واک تر پای ته رسېدو پورې، او (۵) د ډول - ډول يهوديت پړاو، له فرانسوي او امريکايي اوښتون څخه وروسته تر اوسه.
د لومړيو يهوديانو او دهغوی د ګاونډيانو تاريخ، په ښېرازه مياشت (ښېرازه مياشت هغو سيمو ته کارېدونکې اصطلاح ده ، چې د دجلې او فرات سيندونو په څنډو کې پرتې دي) او د مديترانې سمندرګي په ختيځو غاړو تمرکز لري. د هغو خلکو له منځه پيلېږي، چا چې د نيل سمندر او بين النهرين تر منځ پرتې سيمې نيولې وې. د کنعان ځمکه «چې نږدې اوسني اسرائيل، فلسطين، اردن او لبنان په کې شامل دي»، د تمدنونو د راټولېدو ځای و، هغه سيمه چې د مصر او بابیل لرغوني کلتورونه، د عربو ساراګانې(صحراوې) او د کوچنۍ اسيا لوړې ځينې راچاپېرې دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د يهوديت تاريخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.