د هالند جولینا

جولیانا لویس ایما ماری ویلهلمینا ( اپرېل ۳۰ ۱۹۰۹- ۲۰ مارچ ۲۰۰۴) له کال ۱۹۴۸ څخه په کال ۱۹۸۰ کې د هغې تر استعفا پورې د هالند ملکه وه.

جولینا د ملکې ویلهلمینا او د مکلینبرګ سچورین د شهزاده هنري یوازینی ماشوم و. هغې خصوصي زده کړې ترلاسه کړې او د نړیوالو قوانینو زده کړه  یې د لیدن په پوهنتون کې تر سره کړه. هغې په کال ۱۹۳۷ کې له د لیپ بیستر فیلد له شهزاده برنارد سره واده وکړ چې له هغه څخه یې څلور لونې درلودې: بیتریکس، ارېن، مارګریت او کریستینا. په دویمه نړیواله جګړه کې په هالند باندې د جرمنې د یرغل په مهال، شاهې کورنۍ برتانیا ته ولېږدول شوه او له هغې وروسته جولینا له خپلو ماشومانو سره بې ځایه کړل شوه خو ویلهلمینا او برنارد په برتانیا کې پاتې شول. شاهي کورنۍ د هالند له خپلواکۍ وروسته هالند ته راستنه شوه.

د ویلهلمینا د خرابېدونکې روغتیا له امله، جولینا په ۱۹۴۷ او ۱۹۴۸ کې د شاهې دندوڅه برخې په غاړه واخیستې. د کال ۱۹۴۸ د سپتمبر په میاشت کې ویلهلمینا استعفا وکړه او د هالند تخت جولینا ته پاتې شو. د هغې د سلطنت په مهال دچ اسیت اندیز ( اوسنۍ اندونیزیا) او سورینیم خپلواک او له استعمار څخه خلاص شول. د یوشمېر مناقشاتو سره سره چې شاهي کورنۍ په کې ښکېل وه، جولینا په هالند کې یوه مشهوره څېره پاتې شوه.

د کال ۱۹۸۰ د اپرېل په میاشت کې، جولینا د خپلې مشرې لور بیتریکس په خوښه اسعتفا وکړه او په کال ۲۰۰۴ کې د ۹۴ کلونو په عمر د مرګ په مهال د نړۍ د اوږدې مودې ملکه وه.

د ژون لومړي وختونه او زده کړې

جولینا د کال ۱۹۰۹ د اپرېل په ۳۰ د هاګ د نوردایند په مانۍ کې وزېږېده او د هالند په شاهي کورنۍ کې د ملکې ویلهلمینا یوازينی ماشوم و. هغه د هالند په شاهي کورنۍ کې په کال ۱۸۸۰ کې  د ملکې ویلهلمینا د زوکړې راهيسې لومړی ماشوم و. ملکې ویلهلمینا دوځله  د جنین غیرعمدې سقط او یوځل د مړ ماشوم پېدا کېدل زغملي و او د یوه راتلونکې غمیزې په تمه وه.  

د ملکې ډېر نژدې خپل د کوستریتز شهزاده دوه دېرشم  هنریچ ریوس و چې له جرمني سره د هغه نژدې اړیکې په هالند کې هغه بدنام کړی و نو له همدې امله د جولینا زوکړې د شاهي کورنۍ بقا یقینې کړه. د هغې مور د جولینا له زوکړې وروسته هم دوځله ماشوم زیان کړی و او جولینا د شاهي کورنۍ د جوړې یوازینی ماشوم شو. د ځینو سرچینو په وینا، جولینا په دې خوښه وه چې د کورنۍ یوازينی ماشوم وي ځکه هغه به اړه نه وي چې د پام اړولو لپاره جګړه وکړي.

جولینا د ماشومتوب وختونه په اپېلدوم کې د هیتلو، نوردایند، او د هاګ په هویستین بوسچ په ماڼیو کې تېر کړل. د ښوونکې جان لیګتارت په مشوره هغې ته د نوردایند په ماڼۍ کې د ښوونځي یو ټولګی جوړ شو ترڅو شهزادګۍ  و کولای شي له شپږکلنۍ څخه وروسته له خپلو همزولو سره یوځای لومړنۍ زده کړې تر لاسه کړي، دا ماشومان بارونس ایلایس بینتینک، بارونېس الیزابت وان هاردنبروک او جونکرو مېک ماری دې جونګ و.

لکه څنګه چې د هالند اساسي قانون جوته کړې وه چې شهزادګۍ جولینا باید  په اته لس کلنۍ کې د تخت د ترلاسه کولو کولو لپاره چمتو وي، نو د هغې زده کړې د نورو ډېریو ماشومانو په پرتله په چټکۍ سره ترسره شوې. له پنځه کلونو لومړنیو زده کړو وروسته، شهزادګۍ د ثانوي دورې زده کړې ( له پوهنتون د مخه تعلیمي کچه) له خصوصي ښوونکو څخه ترلاسه کړې.

د کال ۱۹۲۷ د اپرېل په ۳۰، شهزادګې جولینا خپله اته لس کلنۍ کلیزه نمانځله او د اساسی قانون له مخې په رسمي توګه هغه عمر ته رسېدلې وه چې که اړینه وي د شاهي ارٍثي حق مستحقه وه. دوه ورځې وروسته د جولینا مور هغه د راد وان ستېت ( دولتي شورا) کې وګمارله.

په همدې کال کې، شهزادګۍ جولینا د لېدین په پوهنتون کې د زده کړیالې په توګه شامله شوه. د پوهنتون د دورې په لومړي کال کې شهزادګۍ د ټولنپوهنې، حقوقو، اقتصاد، د مذهب تاریځ، د پارلمان تاریخ او د اساسي حقوقو په اړوند لکچرونو کې حاضرېدله. شهزادګې همدارنګه د خپلو زده کړو په بهیر کې د سورینیم  او هالند انتیلېس کلتور،  نړیوالو چارو، نړیوالو قوانینو، تاریخ او اروپايي قانون په اړه لکچرونو کې حاضرېدله. شهزادګۍ په کال ۱۹۳۰ کې په نړیوالو قوانینو کې د لیسانس په کچه فارغه شوه. شهزادګۍ ته د سوفیا انتونیادیس له خوا چې په پوهنتون کې لومړنۍ ښځینه پروفیسوره وه یوناني ادبیات تدریس شول.

واده

په کال ۱۹۳۰ کې، ملکې ویلهلمینا د خپلې لور لپاره د یوه وړ مېړه لټول پیل کړل. په دې وخت کې د هاوس آف اورېنج ناسو ( په هالند کې شاهي کورنۍ) په نړۍ کې ډېره سختګیره مذهبی شاهي کورنۍ وه او دا ستونځمنه وه چې یو پروستانت شهزاده چې په معیارونو برابر وي پیدا شي. د برتانیا او سویدن شهزادګان تر څېړنې لاندې ونیول شول خو یا ونه منل شول او یا د شهزادګۍ له خوا رد شول.

د کال ۱۹۳۶ د ژمنیو المپیکې لوبو په مهال چې په باوریا کې تر سره کېدې شهزادګې د ليپ بیستر فېلد شهزاده برنارد سره چې یو جرمنۍ ځوان شهزاده و او دهغې اوم د ترور زوی  او دواړه د انهالت زیتز هویم د شهزاده په نسب پورې اړوند و  و لید. د هغه درجه او مذهب وړ وبلل شول نو د شهزادګۍ جولینا د شاهي کوژده د هغې د مور له خوا تنظیم شوه. شهزادګې جولینا په ژوره توګه  په خپل کوژدن زړه بایلود اوپه پام کې وه چې دا مينه يې په ټول ژوند کې دوام ومومې او د هغه بیلتون په وړاندې مقاومت وکړې چې لامل یې جګړه، له واده بهر د برنارد اړیکې اود برنارد نامشروع ماشومان و. ملکې چې ترهغه وخته پورې په نړۍ کې خورا بډایه ښځه وه هیڅ پرې نښودل چې د یوه چانس په توګه ترې کار واخلي. ملکې ویلهلمینا حقوقي مشاورینو څخه وغوښتل چې داسې یو هوکړه لیک چمتو کړې چې روښانه کړې جرمنی الاصله شهزاده څه کولای شي او څه نه شي کولای او له شاهې ملکیت څخه څومره پیسې ترلاسه کولای شي. د دې جوړې د کوژدې  د مراسمو نېټه د کال ۱۹۳۶ د سپتمبر ۸ اعلان شوه. 

د واده اعلان هغه هېواد چې  د هتلر تر سلطې لاندې په جرمني یې اعتماد نه درلود ووېشه.  له واده څخه د مخه د کال ۱۹۳۶ د نومبرپه ۲۴ بر نارد ته د هالند تابعیت ورکړل شو او د هغه د نوم املاء له جرمني څخه هالندې ته واړول شوه. هغوی د کال ۱۹۳۷ د جنورۍ په ۷ په هاګ کې واده وکړ، داهغه نيټه وه چې د جولیانا نیکه پاچا دریم ویلیم او د هغې نیا ملکې اېما اته پنځوس کاله پخوا واده کړی و. د واده مراسم د هاګ د ټاون په هال کې تر سره شول او د واده دعا د هاک د سینت جاکوب سکرک په ستره کلیسا کې ترسره شوه. د شهزادګې جولیانا له خوا ټاکل شوې نديمې ( هغه ښځې  یا نجونې چې د واده په ورځ له ناوې سره نژدې وي او له هغې سره د اړتیا په وخت کې مرسته کوي) یا د هغې خپلوانې وې او یا د هغې د کورنۍ ملګرې وې چې په هغو کې د میکلنبرګ سچورین دچس وییزلاوا فیودورا ( د هغې د ترور لومړی لور)، د میکلنبرګ سچورین دچس تیرا ( د هغې د ترور دویمه لور)، د روسیا د ګرند دچس کیرا کیریلونا ( د هغې د ترور بله لور) د سېکس میمار ایسیناچ شهزادګۍ سوفیا، او د برنارد دوه د ترور لوڼې سیګلیند د لیپ شهزادګۍ او د لیپ بله شهزادګۍ الیزابت شامله وه.

د واده سوغات د پیت هېن په نامه یوه کوچنۍ بېړۍ وه  او ځوانه جوړه په بارن کې د سویستدیک مانې ته روان شول. د هغوی له څلورو لورګانو څخه لومړنی شهزادګۍ بیتریکس وه چې  د کال ۱۹۳۸ د جنورۍ په ۳۱ نيټه وزېږېده او شهزادګۍ ایرین له هغې وروسته د کال ۱۹۳۹ د اګست په ۵ وزېږېده.

په کانادا کې تبعید

د کال ۱۹۴۰ د مې په ۱۲، د دویمې نړیوالې جګړې په مهال په هالند باندې د جرمني د یرغل له امله شهزاده برنارد او شهزادګۍ جولیانا برتانیا ته ولېږدول شول تر څو په راتلونکې کې د ملکې ویلهلمینا او دهالند حکومت سره چې په  برتانیا کې یې یو جلاوطنه حکومت جوړ کړی و یوځای شي. شهزادګې مخکې له دې چې خپل ماشومان د کانادا پلازمېنې اوتاوا ته ولېږدوي په برتانیا کې پاتې شوه. هغه د کانادا د راکلیف پارک په ستورنوې کې مېشته شوه، مور اومېړه یې په برتانیا کې د هالند له جلاوطنه حکومت سره پاتې شول.  

سرچينې

Tags:

د هالند جولینا د ژون لومړي وختونه او زده کړېد هالند جولینا وادهد هالند جولینا په کانادا کې تبعیدد هالند جولینا سرچينېد هالند جولینا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پنسلينارواپوهنې تاريخپيغمبران په قرآن کېښوونځیله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلشاه حسين هوتکغڼهارغندابسلمان ابن عبدالعزیز آل سعودنېلسن مانډېلاانزايمپنجوايي ولسوالۍپښتانهحضرت سلطان ولسوالۍلاوساحتمالکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)ویلزي ژبهعبدالروف بېنواښيښهبهرنۍ پورخاکرېز ولسوالۍقرغیزي ژبهاروپايي ټولنهد هند سمندرانا لله و انا الیه راجعونمېډياويکيد افغانستان غټ ټکيويکيمېډيا بنسټسمندر۴۰۰ (عدد)امام بدر الدین عینيلمانځه ترجمهاسلامي بیداري ( احیا)د افغانستان اقتصادخروټيسل سوالونهدولتي پورمالیهانټرنېټمحمد (ص) په اسلام کېجلغوزهخوست ولايتبدخشان ولايتتور زېړیمسکود خوست پوهنتونهسپمدیترانې سمندرګیهلمند ولايتکوټیلیا چانکیاپاکستانتاليومکتابتونمحمد عثمان نژندملا محمد عمرفضل عمر مجدديد افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )د امپراطوریو هدیرهجگتورنسلېمان ماکولوی اقتصادبلخ ولايتلاهور🡆 More