د موسیقي تاریخ ، د موسیقي تاریخي پرمختګونه او شتون یې له تاریخ دمخه تر نن ورځي پورې دوام لري.
که څه هم د موسیقي تعریفونه په ټوله نړۍ کې ډېر توپیر لري او هر پېـژندل شوي کلتور په کې ونډه لري، موسیقي ته د یوه نړیوال کلتور په سترګه کتل شوي دي.
د موسیقي رېښه پېــژندل یو اوږد بحث ته اړتیا لري. ډېـری موسیقي پېــژندونکې د موسیقي رېښي د ژبي په رېښي پوړې تړلی بولي. یوه بله د اختلاف موضوع داده چې موسیقي د ژبي له پیدایښت وړاندې که وروسته رامنځته شوې ده.
په دې اړه د بېلا بېلو څانګو د پوهانو له خوا ډېري نظريي وړاندې شوې دي، خو یوه نظریه هم په پراخ ډول نه ده منل شوې . زیاتره کلتورونه د موسیقي د جوړېـدو په اړه خپلې اسطوروي سرچینې لري چې په ټوله کې د دوی اسطورې له مذهبي او فلسفي عقیدو سره اړیکه لري.
له تاریخ دمخه کلتورونو، د موسیقي تاریخ په بشپړ ډول د پیالیویتیک دورې د هډوکو د فلوټونو له پیداکېدلو وروسته له نن څخه آن ۴۰۰۰۰ کاله پخوانی دی.
که څه هم دا نه ده معلومه چې د دې اصلي رېښې په منځني پیالیویتیک دورې پورې اړه لري او کنه، خو تر تاریخ د وړاندې موسیقي په اړه ډېر لږ معلومات موجود دي او دا نښي نښانې په ټولیز ډول د ځينو ساده فلوټونو او ضرب وهوونکو الاتو پورې تړلي دي.
په هر حال، داسې نښې نښانې شته چې موسیقي تر یوې اندازې تر تاریخ دمخه ټولنو کې شتون درلود، لکه د ژیا لړۍ او د سند د درې تمدن. د لیکني د صنعت له پراختیا سره د سواد لرونکو تمدنونو موسیقي او بیا لرغوني موسیقي په چینايي، مصري، یوناني، هندي، فارسي، بین النهریني او په منځنيو ختیځو ټولنو کې شتون درلود.
دا سخته ده چې د لرغوني موسیقي عمومي کول دې په ټوليزه توګه وشي خو د هغه څه پر سر چې پېژندل کېږي هغه تر ډېـره نوښت او مونوفوني ده. د لرغونو سندرو په شکل کې لیکل به له موسیقي سره نژدې ترتیب شوي و.
د دغې دورې د موسیقي پخوانۍ لیکنې ساتل شوې دي او داسې لیکني هم شته چې د دوی له موسیقي سره له تړاو پرته ساتل شوې، لکه ریګودا او د شایجینګ کلاسیکه شاعري. د ورېښمو د لارې راڅرګندېدل او د کلتورونو تر منځ د اړیکو پراخېدل، د کلتورونو د موسیقي د نظریو د لېـږد او تبادلې لامل شول .
د نظرونو دا ډول تبادله د دې لامل شوه چې د تنګ د لړۍ موسیقي د مرکزي اسیا د دودونو تر سخت اثر لاندې راشې، په داسې حال کې چې جاپاني دربارکوونکو موسیقي د چینايي او کوریايي دودونو د جذب لامل شوه.
په تاریخي ډول، مذهبونه ډېــری د موسیقي لپاره کتـلستونه دي. د هندويیزم ویدونو په کلاسیکي هندي موسیقي ډېر اغېز کړی، په داسې حال کې چې د کنفیوشینیزم پنځو کلاسیکو د چينايي موسیقي بنسټ کېښود.
په شپـږمه پېړۍ کې په چټکۍ سره د اسلام دین تر خپريدو وروسته اسلامي موسیقي په فارس او عربي نړۍ واکمنه شوه او د اسلام طلايي دوره د موسیقي د نامتو او مهمو نظریو شاهده وه.
لیکنۍ موسیقي د لومړنیو عیسوي کلیساوو له خوا په بشپړ ډول د لوېديځي کلاسیکي موسیقي دود کړه، کومې چې د منځنیو پېـړیو په موسیقي کې دوام وکړ ، چېرې چې د فیلفوني د کاروونکو لیکني او د ځینو پرمختللو الاتو نوي ډولونه جوړشول.
د یوې ټولنې موسیقي له دین څخه پرته ، د هغې ټولنې د کلتور له ټولو اړخونو متاثره وي، لکه د ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو تجربي چې موسم او ټیکنالوژي ته له لاسرسي څخه اغېزمنې وي.
ځيني کلتورونو موسیقي له نورو هنرونو سره یوځای کوي، لکه چینايي څلورهنرونه او د منځنيۍ دورې کودریــم. هغه احساسات او نظريې چې موسیقي یې بیانوي، په هغو حالاتو کې چې موسیقي په کې غږول او اورېدل کېـږي ، له سندرغاړو او کمپوزرانو سره چلند، په سیمو او دورو کې توپیر لري.
زیاتره کلتورونه د هنري موسیقي ( یا کلاسیکي موسیقي ) محلي موسیقي او په دې وروستیو کې د مشهوري موسیقي تر منځ توپير لري ، په بله معنا توپیر یې اوږد مهاله دي.
موسیقي ته د یوه نړیوال کلتور په سترګه کتل شوي ، که څه هم دغه تعریف د تاریخ په اوږدو کې په پراخ ډول له یو بل سره توپیر لري. لکه د انسان د نورو وړتیاوو د پېژندنې په څېر دا خبره ګونګه پاتې ده چې د موسیقي رېښې به تر کومه بریده وڅيـړل شي، خو ډېری څېړونکي قطبي درېځونه غوره بولي.
د موسیقي پر رېښو زیاتره وخت د ژبي د رېښو تر څنګ بحث کېـږي او د دوی تر منځ د اړیکو ارزښت د بحث یوه ګرمه موضوع ده. په هر حال، د ۲۰مې پېــړۍ په نیمايي کې دواړو موضوعاتو ته زیاته پاملرنه شوې ده.
د دغې موضوع د بیا له را ژوندي کېدو وروسته د مخالفت اصلي سرچیني په درېو نظریو ویشل شوې دي:
آیا موسیقي د لومړنیو ژبو د یوه ډول له لارې پیل شوې ( د یووالي لامل و ) کوم چې د ژبي لامل کېـږي؟
ایا موسیقي یو سپنډرل ده ( د پرمختګ فینوټایپيک یو فرعي محصول ) چې د ژبې لامل شوه؟
او که موسیقي او ژبه دواړه له یوې لرغونې سرچیني اخیستل شوې دي ؟
د موسیقي د بنسټــیزو رېښو په باره کې د هرې ځانګړي نظریې په اړه لږ همغږي شته ده، په کوم کې چې د لرغونپوهانو، ادراکي ساینسپوهانو، دودیزې موسیقي پيـژندونکيو، د ژوند د تکامل پيژندونکو، ژبه پوهانو، د عصبي علومو پوهانو، له تاریخ وړاندې انسان پيژندونکو، فیلسوفانو او ارواپوهانو ( پرمختیايي او ټولنیز) نظريې شاملي وې چې ځیني ډېري مشهورې نظريې په لاندې ډول دي :
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د موسیقي تاریخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.