د مصر اهرام

مصري اهرام لرغونې ډبرینې ودانۍ دي چې په مصر کې موقعیت لري.

سرچینې لږ تر لږه د ۱۱۸ پېژندل شوو هرمونو روایت کوي. نږدې ۸۰ هرمونه  چې په اوسني سوډان هېواد کې پراته دي، د کوش د ټولواکۍ پر مهال ودان شوي وو. د هغو هرمونو له جملې څخه چې په اوسني مصر کې پراته دي، زیاتره یې د زړې او منځنۍ دورې د ټولواکیو په بهیر کې د دې هېواد د فرعونانو او د هغوی د مېرمنو د مقبرو په توګه ودان شوي دي.

د مصر تر ټولو لومړني هرمونه د ممفس ښار په سقره سیمه کې موندل شوي دي، که څه هم چې په سقره کې د زینه ډوله هرم په څېر یو جوړښت موندل شوی دی چې تاریخ یې لومړنۍ سلسلې ته رسېږي: مصطبه ۳۸۰۸، د کومې نسبت چې انجېب فرعون ته ورکول کېږي، او د نوموړي د دورې څخه په ډبره لیکل شوې کتیبه او د ځمکپوهنې اړوند نور پاتې شوني ورسره موندل شوي دي چې د نورو دغه ډول جوړښتونو د شتون وړاندوینه کوي. له یاد احتمال پرته د نوموړو هرمونو په منځ کې تر ټولو لرغونی یې د زوسر هرم دی چې په شاوخوا ۲۶۳۰-۲۶۱۰م.ز کې د دریمې سلسلې په بهیر کې جوړ شوی دی. دغه هرم او د هغه چاپېره احاطه عموماً د نړۍ تر ټولو زاړه یادګاري ساختمانونه دي چې د د تیږې د نازکې نما (dressed masonry) په واسطه جوړ شوي دي.

د مصر له اهرامو څخه تر ټولو مشهور یې هغه هرمونه دي چې د قاهرې په څنډو کې  په جیزه کې موندل شوي دي.  د جیزې څو هرمونه د هغو لویو ابادیو څخه شمېرل کېږي چې تر اوسه جوړې شوې دي. د خوفویا خئوپس هرم د مصر تر ټولو لوی هرم دی. نوموړی هرم د نړۍ د اووه ګونو عجایبو څخه یوازینی هغه دی چې تر اوسه موجود دی، سره له دې چې د ۲۰۰۰ کلونو په عمر سره د عجایبو په منځ کې تر ټولو زوړ هم دی.

نوم

په مصري کې هرم د مېر (په انګلیسي تلفظ: myr) په نامه بلل کېږي چې د ګارډنر د نښانو په لېست کې له O24 علامې سره ښودل کېږي. مېر پخوا د دریو نورو نښو په واسطه د فونېټیک په توګه ښودل کېده. د مېر معنا څرګنده نه ده، ځکه چې یواځې جوړ شوي شي ته راجع کېږي. په پرتلیز ډول، د ورته جوړښتونو معماري لکه ، پېر-کا 'معبد' د 'کور' او د 'روح' یو ترکیب دی. داسې انګېرل کېږي چې مېر د کلیمو له یوې مجموعې سره تړاو لري لکه دجېد او انخ، کوم چې هغه څیزونو ته راجع کېږي کوم چې مخکې له هغې چې مصري ژبه له افریقایي-آسیایي ژبو څخه جلا شي، موجود وو. د مېر یوه معموله معنا د 'لوړ ځای' په توګه یاده شوې ده. د ګرافیکي تحلیل پر بنسټ، د مېر لپاره د بن بن په څېر عین نښانه، O24 کارول کېږي. بن بن د پایښت هغه تپه ده چې د مصر د خلقت افسانه کې د راهبې په نامه وادي څخه رامنځته شوې ده. د مېر او بن بن تر منځ اړیکه د اهرامو او څلیو (اُبِلیسکونو) د تبۍ ډبرې د معمارۍ له عنصر سره لا واضح شوې ده، کومه چې د بن بن د تانیث په توګه د بن بنېت په نامه یاده شوه.

تاریخي پراختیا

د مصر د اهرامو طرح، په ځانګړې توګه د تر ټولو زړو اهرامو زینه ډوله طرح ( په سقره کې د زوسر طرح چې تاریخ یې ۲۶۰م.ز ته رسېږي) ښایي په بین النهرین کې د زیګوراتونو له بڼې څخه چې لرغونتیا یې له ۴۰۰۰م.ز -۳۵۰۰م.ز ته رسېږي، تکامل کړی وي.

له دې څخه مخکې ښایي د نایجېریا په ساحاران سیمه کې د صحرا، د قبرونو پُښتې (tumuli ) د مېګالایتیکو (لویو تخته ډول ډبرو) یادګاري بناوو سره ان په ۴۷۰۰م.ز کال کې رامنځته شوې وي. دا هم ممکنه ده چې د نایجېریا په صحرایي سیمه  او ختیځه صحرا کې یادې مېګالایتیکې یادګاري بناوې د مصطبه ګانو او د لرغوني مصر د اهرامو لپاره یوه مخینه وي. د سلسلو له دورې څخه په مخکې مصر کې، د قبرونو پُښتې په بېلابېلو موقعیتونو (لکه، نقاده او حلوان)  کې موجودې وې.

د لومړنۍ سلسله یې دورې له وخته (شاوخوا له ۲۶۸۶م.زڅخه تر ۳۱۵۰م.ز کال پورې) مصریان په پوره معنا سره د یو مېز په څېر جوړښتونو کې چې مصطبه بلل کېدل، ښخېدل. په سقره کې ۳۸۰۸ شمېره مصطبه چې تاریخ یې د لومړنۍ سلسلې وروستیو ته رسېږي، په مستقله بڼه د جوړ شوي یو لوی زینه ډوله هرم  جوړښت یې درلود چې د مصطبې د بهرنۍ نما په واسطه چاپېر شوی و. د لرغون پوهنې پاتې شوني او کتیبې وړاندوینه کوي چې ښایي له دغې دورې سره تړلې نورې بناوې هم شتون ولري.

په تاریخي لحاظ د دریمې سلسلې فرعون زوسر ته د مصر پېژندونکو له خوا د لومړني مستند شوي مصري هرم په توګه، نسبت کېږي. که څه هم مصر پېژندونکي د نوموړي فرعون وزیر امحوتپ د دغو بناوو معمار ګڼي، په داسې حال کې چې د سلسلې اړوند مصریان پخپله په هماغه وخت کې یا د وروسته دورو په لیکنو کې نوموړي شخصیت ته د زوسر د هرم یا د تیږو د معمارۍ د اختراع نسبت نه کوي. د زوسر هرم د لومړي ځل لپاره د یوې مصطبې په څېر د مربعي جوړښت په بڼه جوړ شوی و، کومې چې د اصولو له مخې په معمول ډول مستطیل ډوله جوړېدې، او څو څو ځله د یوې لړۍ لایه یي لوړولو په واسطه پراختیا ورکړل شوې ده تر څو د هغه زینه یي هرم بڼه غوره کړي چې موږ یې اوس وینو. مصر پېژندونکي په دې باور دي چې دغه ډیزاین د یوې داسې لویې زینه یي لارې په توګه عمل کاوه د کومې په واسطه چې د مړ شوي فرعون روح کولی شوای تر څو اسمانونو ته وخېژي.

که څه هم چې نورو اهرامو ته له زوسر نه وروسته له دریمې سلسلې سره تړاو ورکړل شوی دی، خو هرمونو له زینه یي بڼې څخه د هرمونو سمې بڼې ته په څلورمه سلسله کې لېږد موندلی دی، په کومه کې چې مېدوم، دهشور او جېزه هرمونو ظهور وکړ. د څلورمې سلسلې وروستی فرعون سپسکاف کوم هرم جوړ نکړ او د پنځمې سلسلې له پیل سره، د بېلابېلو دلایلو له کبله، د ودانولو دقت او لوی مقیاس په د پام وړ توګه راښکته شو چې ورسره دغه وروستني هرمونه کوچیني، او له ودانیز پلوه کمزوري شول او د جوړولو وخت یې راکم شو. د شپږمې سلسلې په پای کې، د هرم جوړول تر ډېره پای ته رسېدلي وو تر هغې پورې چې منځنۍ ټولواکي پورې لوی اهرام بیا جوړ شول، که څه هم په دې دوره کې د تیږې پر ځای د خټو خښتې اصلي ساختماني مواد ګڼل کېدل.

د مصر د خپلې هرم جوړونې له دورې څخه ډېر را په دې خوا، وروسته له هغې چې د مصر زیاته برخه چې هغه وخت په ناپاتا کې مستقره وه د کوش د ټولواکۍ تر واکمنۍ لاندې راغله، په هغه سیمه کې چې اوسنی سوډان دی د هرم جوړولو په برخه کې په اصطلاح یو انفجار رامنځته شو. ناپاتایي واکمني چې د ۲۵مې سلسلې په نامه مشهوره وه، له ۷۵۰م.ز څخه تر ۶۶۴ م.ز پورې پای ته ورسېده. هغه وخت چې د یادې ټولواکۍ پلازمېنه مرواه وه (تقریباً د ۳۰۰م.ز او ۳۰۰ز کلونو تر منځ)، د کوشیانو د تاریخ مرواهي دورې د هرم جوړولو پوره احیا تجربه کړه، په داسې توګه چې له مصر څخه د الهام اخیستل شویو ۱۸۰ ځايي سلطنتي هرمي شکله قبرونو شاهده وه چې د ټولواکۍ پلازمېنو ښارونو ته څېرمه جوړ شوي وو.

د صلاح الدین ایوبي د ودورې د مصر دویم ټولواک العزیز عثمان (له ۱۱۷۱-۱۱۹۸ز کال پورې) هڅه وکړه تر څو د جیزې د هرمونو مجموعه ونړوي. نوموړی یوازې د منکور هرم له ورانولو وروسته له دې کار څخه منصرف شو ځکه دا کار ورته یو ډېر لوی کار ثابت شو.

د نښو په واسطه د اهرامو افاده کول

داسې انګېرل کېږي چې د مصر د اهرامو بڼه د هغې لومړنۍ تپې ښودنه کوي له کومې څخه چې د مصریانو په عقیده ځمکه پیدا شوې ده. د یو هرم د شکل په اړه داسې انګېرنه هم کېږي چې د لمر د راښکته کېدونکو وړانګو ښودنه د وکړي، او زیاتره هرمونو ته د پالش شوې ډېرې انعکاسي سپینې چونې نما ورکړل شوې وه، تر څو له یو واټن څخه ورته د کتلو پر مهال ځلاند وبرېښي. اهرامو ته کله نا کله داسې نومونه ورکولو کېدل چې د لمر ځلاندوالي ته اشاره وه. د بېلګې په توګه، په دهشور کې کوږ هرم سوېلي ځلاند هرم، او په اللاهون کې دویم سنوسریت هغه سنوسریت ځلا بلل کېده.

سرچينې

Tags:

د مصر اهرام نومد مصر اهرام تاریخي پراختیاد مصر اهرام د نښو په واسطه د اهرامو افاده کولد مصر اهرام سرچينېد مصر اهرام

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کابل بانکمتالورژيساراتوفبټي کوټ ولسوالۍیوکاریوتد افغانستان اسلامي امارتاروپايي ټولنهدریم جورجu9ly0مسکوخوست ولايتپلار څوک دیبودجهګوګلامام بخاريامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )وختټولنيزې رسنۍمصرملاله ميوندوالهد امریکا د متحده ایالاتو اقتصاددپښتو اصل او ريښهدعناصرو دوراني جدولپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهبست کلاد فلم تاريخانګلیسيانزايمنیوتروني ستوریکفناردو ژبهسولهد افغانستان باندنۍ اړيکېپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونپښتو ويکيپېډياد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچولادمیر پوتیند انسان جنسي غوښتنېد افغانستان اقتصادمومنداندونيزياځاځيتوېرامام الدين جمعه دينلېزرسردار علي ټکروچکۍ تبه (محرقه)د کمپيوټر امنيتManganeseد غواگانو روزنهمالېزياعبدالرحمان باباجنتیکد انټرنټ تاریخمحاسبهمينهد افغانستان وزارتونهچندړد کتاب نړيواله کره شمېرهلېږد ۴۵د وینې لوړ فشارازاد شعراسټرالیاد المان هیواد آیالاتونهپښتو متلونهډنمارکشاه شجاعغازي محمد جان خان وردگعبدالله مقری🡆 More