د فرانسې ولسمشر

د فرانسې ولسمشر، د فرانسې د دولت مشر او د فرانسې د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندان دی.

لکه څنګه چې ولسمشرۍ د هېواد عالي مقام دی، نو د دی مقام خاوند هم د لوړ مقام خاوند ګڼل کېږي. د ولسمشر واکونه، دندې او د لومړي وزیر او د فرانسې له حکومت سره د دوی اړیکې، د وخت په تېرېدو سره له دویم جمهوریت راهیسې د مختلفو اساسي قوانینو پر بڼسټ توپیر لري. د فرانسې جمهوریت اوسنی ولسمشر ایمانویل مکرون دی، چې د ۲۰۱۷ز کال د مې په ۱۴مه د فرانسوا اولاند ځای ناستی شو.

تاریخچه

د فرانسې ولسمشري په لومړي ځل د ۱۸۳۰ز کال د جولای د انقلاب په لړ کې مارکیس دی لافایټ ته وړاندیز شوه، خواتلس کاله وروسته، د دویم جمهوریت د پرانستلو پړاوونو کې، دغه لقب د دولت منتخب مشر ته چې لومړنی مشر یې د امپراتور ناپلیون وراره، لوئس ناپولین بوناپارټ وو، وکارول شو.

بوناپارټ په دې مقام کې تر هغه وخته پورې پاتې شو، چې هغه د جمهوریت په وړاندې کودتا ترسره کړه او په دی توګه یې ځان د فرانسې د درېیم  سترواک ناپلیون په توګه معرفي کړ. په درېیم جمهوریت کې ولسمشر خورا پیاوړی شخص ګڼل کېده.

کله چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، څلورم جمهوریت چې یو پارلماني سیسټم و ،رامنځته شو، په دی سیستم کې جمهوري ریاست تر ډېره تشریفاتي او بې واکه و، خو د پنځم جمهوریت اساسي قانون، چې په ۱۹۵۸ز کې رامنځته شو، د ولسمشر واکونه یې خورا زیات کړل. د ۱۹۶۲ز کال ټولپوښتنې اساسي قانون بدل کړ او په دی توګه ولسمشر په مستقیم ډول د رایې ورکولو له لارې ټاکل کېده، نه د ټاکنیز کالج له خوا چې په  ۱۹۵۸ز کال کې رامنځته شوی و.

ټولټاکنې(انتخابات)

له ۱۹۶۲ز کال راهیسې د فرانسې ولسمشر د مستقیمو ټاکنو پر بنسټ، چې د ټولپښتنې په پایله کې رامنځته شو، په مستقیم ډول د خلکو په رایو ټاکل کېده، دا په داسې حال کې وو چې تر دې په خوا به  د ټاکنیز کالج له خوا ټاکل کېده. په ۲۰۰۰ز کال کې د فرانسې د ولسمشر د واک د کمولو په اړه له ټولپوښتنې وروسته، د ولسمشر د کار موده هم له اوو کلونو نه پنځو کلونو ته راټیټه شوه، چې د لنډې مودې لپاره لومړنۍ ټاکنې په ۲۰۰۲ز کال کې ترسره شوې. ولسمشر ژاک شیراک لومړی ځل په ۱۹۹۵ز کال او د دویم ځل لپاره  په ۲۰۰۲ز کال کې ولسمشر وټاکل شو. په هغه وخت کې د واک د دورو محدودیت نه و، نو شیراک کولای شو، چې بیا ځان نوماند کړي، خو هغه بیا ځان کاندید نه کړ، چې په دی توګه نیکولاس سرکوزي د ۲۰۰۷ز کال د می په ۱۶مه د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

د یو بل بدلون په تعقیب، د پنځم جمهوریت د بنسټونو د عصري کولو په موخه د ۲۰۰۸ز کال اساسي قانون په اساس، یو ولسمشر نه شو کولی، چې د دوو پرله پسې دورو نه زیات خدمت وکړي. ولسمشر د دې لپاره، چې د رسمي نوماند په توګه ومنل شي، احتمالي نوماندان باید د ۵۰۰نه زیاتو ټاکل شوي محلي چارواکو نه، چې ډېری یې ښاروالان دي، لاسلیک شوي نومونه د "تمویل کوونکې" په نوم ترلاسه کوی. په ټلویزیون کې اعلانونه منع و، خو په ملی ټلویزیون کې نوماندانو ته رسمي وخت ورکول کېده. یوې خپلواکې ادارې د ټاکنو او ګوندونو د تمویل چارې په غاړه درلودې. د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې د اکثریت پر بنست تر سره کېدې، کوم چې دا تضمینوي چې منتخب ولسمشر تل اکثریت ترلاسه کوي: که چیرې هېڅ نوماند، د رایې ورکولو په لومړي پړاو کې اکثریت رایه ترلاسه نه کړي، دوه لوړ رایه اخیستونکي کاندیدان دویم پړاو ته ځې. وروسته له دې چې نوی ولسمشر وټاکل شي، دوی د رسمۍ لېږد مراسم تر سره کوي چې:  "د واکونو سپارل" په نامه هم یادېږي.

واکونه

د فرانسې پنځم جمهوریت یو نیمه صدارتي نظام دی. د ډېری نورو اروپایی ولسمشرانو په پرتله، د فرانسې ولسمشر خورا پیاوړی دی. که څه هم د فرانسې لومړی وزیر، د دوۍ د حکومت او  د پارلمان له لارې، د هېواد د ورځنیو کورنیو چارو څارنه کوي، د فرانسې ولسمشر د پام وړ نفوذ او واک لري، په ځانګړې توګه د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په برخو کې.

د ولسمشر تر ټولو لوی واک د لومړي وزیر ټاکل دی، خو د لومړي وزیر د ګوښه کولو واک ملي شورا سره ده، نو په دی توګه ولسمشر مجبور دی چې یو داسې لومړی وزیر وټاکي، چې په مجلس کې د اکثریت ملاتړ ولري. له ۲۰۰۲ز کال راهیسې، تقنیني ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو نه څو اونۍ وروسته ترسره کېږي، له همدې امله د ولسمشر د ګوند ملاتړي اکثریت د ترلاسه کولو احتمال ډېر دی. دوی د فرانسې د دولت د مشر په توګه د اغېزمن خدمت لپاره د حکومتي چارواکو د فعالیتونو د منځګړیتوب دنده هم لري.

معاش او رسمي استوګنځای

ولسمشر ته معاش د فرانسوي ملکي خدماتو د تر ټولو لوړ پوړو غړو د معاشونو د رتبو په پرتله د معاش د درجې له مخې ورکول کېږي، چې د ولسمشر ناخالص معاش د لومړي وزیر په څېر دي او د حکومت د نورو غړو معاش په پرتله ۵۰سلنه لوړ ده.

د ۲۰۰۸ز کال "له پیمان نه بهر" د معاشونو درجې په کارولو سره، د ولسمشر میاشتنې معاش، د ۲۰۹۶۳یورو ته رسېږي. د ولسمشر رسمي استوګنځی او دفتر په پاریس کې د ایلیسی ماڼۍ ده.

د فرانسې د ۲۰۱۷ز کال ولسمشریزې ټاکنې

د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۷ز کال د اپريل په ۲۳مه او د مې په ۷مه ترسره شوې، لکه څنګه چې هېڅ نوماند په لومړي پړاو کې اکثریت نه و ګټلی، خو په دویم پړاو کې مکرون په غوڅ توپیر وګټله. ولسمشریزې ټاکنو نه وروسته د غبرګولي په ۱۱مه او ۱۸مه د ملي شورا د غړو د ټاکلو لپاره تقنیني ټاکنې ترسره شوې. اوسنی ولسمشر فرانسوا اولاند د سوسیالیست ګوند نه اجازه نه درلوده، چې د دویمې دورې لپاره په ټاکنو کې ودرېږي، خو هغه د ۲۰۱۶ز کال د ډسمبر په لومړۍ اعلان وکړ، چې د ټيټې تصویب درجې په رڼا کې د بیا انتخاب غوښتنه نه کوي.

سرچینې

Tags:

د فرانسې ولسمشر تاریخچهد فرانسې ولسمشر ټولټاکنې(انتخابات)د فرانسې ولسمشر واکونهد فرانسې ولسمشر معاش او رسمي استوګنځاید فرانسې ولسمشر د فرانسې د ۲۰۱۷ز کال ولسمشریزې ټاکنېد فرانسې ولسمشر سرچینېد فرانسې ولسمشر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اجرايي قوهمحمد نجيب اللهانګلیسياستثماراحمد شاه درانیخواړهپښتو ټولنهلوی افغانستاندولتعثمان غازيبلخ ولايتمطالعهراشد خانعبدالله بن عبدالعزیز آل سعودد دوحې تړون۴۰۰ (عدد)فيسبوک پليټ فارمد کمپیوټر سختغالید مایکروسافټ تاریخسيد آباد ولسوالۍبنګله دېشباراند افغانستان ولايتونهوينهاختصاصي مجازي شبکهطبيعي پوهنېزاويهملا هيبت اللهد افغانستان لرغونی تاریخکوتانتوماس اډیسوندپښتو اصل او ريښهاستمناءپکتيا ولايتبادرنگبودجهاسټرالیاCalciumد وړانګو روغتيايي اغيزيژر انزالېدلپر افغانستان د متحده ايالاتو بريدسهيونېزمجنسي اړيکېد روغتيا نړيوال سازماند کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسینآرام سمندردوتنهلومړی مخکاجل اگروالملاله ميوندوالهنن ټکی اسیاويکيډېټاامريکا لويه وچهښاروهابيتد ښځې تناسلي آلهميدان ښار ولسوالۍدري ژبهبېلجیمکاظم خان شيداچاپېریالي ټيکنالوژياوبړۍښځهډاکټر محمد نعیم وردګیهوديوني ماشينلوی اقتصادلومړنۍ نړېواله جگړهسل سوالونهاسلامي بیداري ( احیا)د ثور انقلاب🡆 More