د ثور انقلاب: د افغانستان د ۱۹۷۸ کودتا

د ثور انقلاب ته په دري ژبه کې إنقلاب ثور وايي، په اصل کې د ثور ۷مه ده او په پښتو کې ورته «د ثور انقلاب » وايي.

د ثور انقلاب ته د اپریل انقلاب یا د اپرېل کودتا هم وایي. دا هغه دوره وه، چې له مخې یې جنرال محمد داوود خان د خلق ډیموکراټیک ګوند (PDPA) له خوا د ۱۹۷۸ز کال د اپریل په ۲۷- ۲۸ له واکه وغورځول شو، داوود خان هم د ۱۹۷۳ز کال په کودتا کې واک ته ورسېد او یو استبدادي حکومت یې رامنځته کړ. داوود خان او د هغه د کورنۍ ډېر غړي د PDPA د نظامي عسکرو له خوا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ووژل شول. د انقلاب په پایله کې، له شوروي سره یوځای شوی حکومت رامنځته شو، چې نور محمد تره کی یې د ولسمشر (د انقلابي شورا عمومي منشي) په توګه وټاکه. ثور د هجري لمریز کلني نظام د دویمې میاشتې دري (فارسي) نوم دی. دا هغه میاشت ده، چې پاڅون په کې وشو.

د انقلاب امر د PDPA د غړي حفیظ الله امین له خوا شوی و، چې وروسته په انقلابي حکومت کې یوه مهمه څېره شوه؛ امین د ۱۹۷۸ز کال په جون کې د نیویارک په مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا وکړه، چې دا کودتا نه وه، بلکې «د خلکو په خوښه» یو انقلاب و. په کودتا کې سختې جګړې وشوې او تر ۲۰۰۰ ډېر پوځي او نظامي وګړي په کې ووژل شول. د ثور انقلاب د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه پېښه وه او په هېواد کې د ۴۳کلنې جګړې د پیل نښه هم وه.

مخینه(شالید)

داوود خان په ۱۹۷۳ز کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراټيک سیاسي ګوند PDPA په مرسته او ملاتړ د ظاهر شاه پاچا واکمنۍ ړنګه کړه او واک یې ترلاسه کړ. داوود خان د افغانستان لومړنی جمهوریت رامنځته کړ.

د داوود خان  د سکولر حکومت په دوران کې، په PDPA کې د خلق او پرچم ډلو ترمنځ ډلبازۍ او رقابت وده وکړه. په ۱۹۷۸ز کال کې د اپریل په ۱۷مه د پرچم ډلې مهم غړی میر اکبر خیبر ووژل شو. که څه هم حکومت د وژنې د غندلو اعلامیه خپره کړه، خو نور محمد تره کی یې په قتل تورن دی، دا هغه باور دی، چې د کابل ډېرو پوهانو منلی دی. د PDPA مشرانو وېره لرله، چې داوود خان یې د له منځه وړلو پلان جوړ کړی دی.

د خیبر د جنازې په مراسمو کې د حکومت پر ضد لاریونونه وشول او لږ وروسته د ببرک کارمل په ګډون د PDPA زیاتره مشران ونیول شول. حفیظ الله امین په کور کې نظربند شو، چې هغه ته یې د یوه پاڅون د امر کولو چانس ورکړ. امین پرته له دې چې واک په لاس کې ولري، خلقي عسکرو ته یې امر وکړ، چې حکومت نسکور کړي.

انقلاب

د کودتا لومړني پړاوونه په اپريل کې رامنځته شول، کله چې د داوودخان په مشرۍ د ټانک قوماندان په نږدې راتلونکي کې په ځانګړې توګه د اپریل په ۲۷مه پر کابل د برید خبرداری ورکړ. ټانکونه د قوماندان په سپارښتنه د ارګ د ملي ماڼۍ شاوخوا ته ځای پر ځای شوي وو، خو ټانکونو خپل ټوپک په ۲۷مه نېټه د مانۍ پر لور وڅرخول. د ټانک قوماندان تر دې مخکې په پټه خلقیانو ته تسلیم شوی و.

د عیني شاهد په وینا: په کابل کې د کودتا لومړنۍ نښې د اپرېل په ۲۷مه د ماسپښین پر یوې بجې راښکاره شوې، چې د ښار پر لور د ټانک د ستنې، ملي دفاع وزارت ته څېرمه د نامعلومو لوګیو او د وسله والو کسانو، چې یو شمېر یې پوځیان وو راپورونه ورکړل شول. لومړنۍ ډزې د کابل په شهرنو  کې د کورنیو چارو وزات ته څېرمه وشوې، چې د پولیسو یو ټولی د ټانک ستنې ته برابر شو. جګړه له هغه ځایه نورو سیمو ته وغځېده. تر غرمې وروسته، لومړنۍ جنګي الوتکې سوخوی Su-7s د ښار په مرکز کې د ملي ماڼۍ پر لور توغندي وتوغول. ماښام مهال د افغانستان په دولتي راډیو کې اعلان خپور شو، چې خلق د داوود خان حکومت نسکوروي. د خلق کلیمې کارول او په افغانستان کې یې له کمونیستانو سره دودیزې اړیکې په ډاګه کوي، چې د کودتا مشري PDPA کوله او بلواګرو د راډیو مرکز هم نیولی و.

د نیمې شپې په شاوخوا کې پر ماڼۍ د هوایي بریدونو شدت ډېر شو؛ ځکه شپږو Su-7s په مکرر ډول توغندي وتوغول او ښار یې روښانه کړ. بل سهار، د اپریل په ۲۸مه په کابل کې ډېره چوپتیا وه، که څه هم د ښار په سویل کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.  کله چې د کابل خلک له کورونو راووتل، نو ویې لیدل، چې یاغیانو ښار په بشپړه نیولی دی او پوه شول چې سهار وختي ولسمشر داوود خان او د هغه ورور نعیم وژل شوي دي.

دغې کودتا له ۱۵۲ کلونو وروسته د بارکزیو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.

له انقلاب وروسته حکومت

د داوود خان له حکومته خوابدو خلکو د انقلاب هرکلی وکړ. د ملکي حکومت تر جوړېدو مخکې، ډګروال عبدالقادر او PDPA انقلابي شورا د ۱۹۷۸ز کال د اپریل له ۲۷مې د درې ورځو لپاره د هېواد مشري وکړه. په پای کې خلق ډلې د نور محمد تره کي په مشرۍ ملکي حکومت جوړ کړ. داسې ښکارېده، چې لومړنۍ کابینه د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ د رتبې په اساس په احتیاط جوړه شوې وه. تره کی (خلقی) لومړی وزیر، کارمل (پرچمی) د لومړي وزیر مرستیال او حفیظ الله امین (خلقی) د بهرنیو چارو وزیر و. د خلق او پرچم یووالی لنډمهالی و، امین او جنرال محمد اسلم وطنجار په یوه غونډه کې وویل چې: انقلاب د خلق کار و او پرچم په کې ونډه نه لرله. تره کي او امین د جولای په لومړیو کې ډېری پرچمیان له دولتي مقامونو ګوښه کړل. کارمل چکسلواکیا ته د سفیر په توګه واستول شو. د ۱۹۷۸ز کال په اګسټ کې، تره کي او امین وویل چې: پر یوې دسیسې پوه شوي؛ نو د کابینې څو غړي یې اعدام او یا بندیان کړل. ان د ثور د انقلاب پوځي مشر جنرال عبدالقادر یې د شوروي تر یرغل او د ۱۹۷۹ز کال په وروستیو کې د مشرۍ تر بدلون پورې بندي کړ. د ۱۹۷۹ز کال په سپټمبر کې د تره کي وار و، چې د انقلاب قرباني شو او د امین له خوا اعدام شو.

شاهي کورنۍ

په کودتا کې د داوود خان د کورنۍ د غړو د وژنې ترڅنګ، د بارکزیو د خاندان ډېری نور غړي هم زنداني شول. ټول شاهي ملکیتونه ضبط شول، غړي یې له افغاني تابعیت نه بې برخې شول او په ایټالیا کې جلاوطن محمد ظاهر شاه او مېرمنې ته یې د پیسو لړۍ ودرول شوه.

خلقیانو تر کودتا وروسته، د شاهي کسانو د اعدامولو لست چمتو کړ. شاهزاده علي عبدالسراج د امیر عبدالرحمن خان لمسی په دغه لست کې و، دی له خپلې مېرمنې او ماشوم سره له افغانستان نه په تېښته بریالی شو.

سرچینې

Tags:

د ثور انقلاب مخینه(شالید)د ثور انقلاب انقلابد ثور انقلاب له انقلاب وروسته حکومتد ثور انقلاب سرچینېد ثور انقلاب

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پېښليکسردار محمد يوسف خانملاله يوسفزۍپه الینګار ولسوالۍ کی صحی اوبو ته دخلکو لاسرسیشکريونيسکوافغانکندهارۍ لهجهایزو ۳۱۶۶-۱تجويدنفوسمايکروسافټ وېنډوزجنسي تېریپاریسد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)سراج الدين حقانياتريششاتو مچیپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد شمالي قطبي دایرهشوبلهد افغانستان ژبېدعاانفلاسيوند ډيورنډ کرښهامير کروړ سوريژوبڼټولنيزه ځنګلداريدرملپروژهآزاديکلورينپيسېمحمد صديق پسرلیگرمټعبدالقادر خان خټکببرک کارملسپوږمکۍد لمريز کال مياشتېملګري ملتونههمغږي نړیوال وختد سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکمنځنی ختيځ12 جنوريکوردستان (عراق)پيچکارينړیوال اقتصادبلغاریاد اکتشاف دورهمير تشيال تمځیتابوتالماني ژبهرنگسردار پاینده محمد خاند پښتو ژبدودنیکولا تسلااډېلد افغانستان سيندونهابن سينا بلخيمیاشتنی عادتدپښتو اصل او ريښهگرېگوري کليزيوناني ژبهد افغانستان پېښليکد موقعیت اړوند اناتومیکي اصطلاحات26 مارچسېلېنيومدځمکې لاندې اوبو ککړتياد واده شپهسېندي ژبه🡆 More