د انساني نژاد اصلاح

یوجینیک یا د انساني نژاد اصلاح د هغو باورونو او عملونو مجموعه ده چې موخه یې د انساني نفوس یا جمعیت د جینیټيکي کیفیت ښه کول دي.

له تاریخي پلوه اصلاح غوښتونکو هڅه کړې تر څو د هغو افرادو او ډلو په حذفولو سره چې ټيټ یا بې اهمیته ګڼل کېږي، یا د هغو کسانو په ملاتړ سره چې برتر ګڼل کېږي، د انسان جینیټیکي بېلابېلوالی یا د جینونو خزانه بدله کړي. په وروستیو کلونو کې دغه اصطلاح د کریسپر او جینیټيک سکرینېنګ په څېر ټکنالوژيو د کارولو په اړه د بیولوژيکو اخلاقو په بحثونو کې کارېدلې ده او په دې برخه کې تاوده بحثونه پر دې متمرکز دي چې دغه ټکنالوژۍ د نژاد اصلاح وبلل شي که نه.

دا مفهوم تر دې اصلاح ډېر پخوانی دی؛ اپلاتون تر میلاد شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې د انسان لپاره د انتخابي روزنې د اصولو وړاندیز وکړ. په نولسمه پېړۍ کې د نژادي اصلاح لومړنیو پلویانو دغه اصول د وګړنیو ډلو یا خلکو د ښه کولو لپاره یوه لاره ګڼله. په اوسنۍ استفاده کې د نژادي اصلاح یا یوجینیک اصطلاح له علمي توکم‌پالنې سره نږدې تړاو لري. د بیولوژيکو اخلاقو هغه اوسني پوهان چې د نوې نژادي اصلاح ملاتړي دي، دغه چاره په ډلو کې غړیتوب ته له پامه پرته د فردي ځانګړنو د پیاوړي کولو یوه لاره ګڼي.

که څه هم د نژادي اصلاح اصول د لرغوني یونان په لومړیو وختونو کې اجرا کېدل، خو د نژادي اصلاح معاصر تاریخ د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې هغه مهال پیل شو چې په بریتانیا کې د نژادي اصلاح ولسي غورځنګ رامنځته شو او وروسته بیا د متحدو ایالتونو، کاناډا، استرالیا او ګڼو اروپایي هېوادونو په ګډون ډېرو هېوادونو ته پراخ شو. په دې دوره کې د ټولو سیاسي ډلو اړوندو خلکو د نژادي اصلاح پلويتوب یا ملاتړ وکړ. په پایله کې یې ګڼو هېوادونو د خپل نفوس د جینیټيکي خزانو یا زېرمو د کیفیت ښه کولو په موخه د نژادي اصلاح پالیسۍ غوره کړې. په دغسې پلانونو یا پالیسیو کې مثبت اقدامات شامل وو؛ د بېلګې په توګه هغه خلک چې د مثل د تولید لپاره مناسب ګڼل کېدل، د مثل تولید ته هڅول کېدل. همدا راز منفي اقدامات هم په کې شامل وو؛ د بېلګې په توګه هغه اشخاص چې د مثل د تولید لپاره مناسب نه بلل کېدل، په اجباري ډول له واده منع کېدل او شنډ کېدل. هغه کسان چې د مثل د تولید لپاره نامناسب بلل کېدل، تر ډېره د ذهني یا جسمي ناتوانیو لرونکي کسان، هغه کسان چې د ځیرکۍ د کچې یا هوشي ضریب (ای.کیو) په ازموینو کې یې کمې نمرې اخیستې، مجرمان او د ټيټو اقلیتي ډلو غړي په کې شامل وو.

د نژادي اصلاح غورځنګ له نازي جرمني او هولوکاسټ سره هم اړوند و. په ۱۹۴۵ او ۱۹۴۶ کلونو کې د نورنبرګ په محکمو کې ډېرو تورنو کسانو په خپله دفاع کې هڅه کوله چې د خپلو بشري حقونو نقض په دې ادعا سره توجیه کړي چې د نازي جرمني او متحدو ایالتونو د نژادي اصلاح د پروګرامونو تر منځ کم توپير موجود دی. تر دویمې نړیوالې جګړې په را وروسته لسیزو کې پر بشري حقونو له ډېر ټینګار سره ګڼو هېوادونو د نژادي اصلاح له پالیسیو لاس واخیست؛ خو له دې سره سره د متحدو ایالتونو، کاناډا او سویډن په ګډون ځینو هېوادونو د اشخاصو اجباري شنډولو ته دوام ورکړ.

د نژادي اصلاح پر پالیسیو نیوکه دا ده چې دې ته له پامه پرته چې منفي پالیسۍ عملي کېږي که مثبتې، خو په هر حالت کې ناوړه ګټه ترې اخیستل کېدای شي، ځکه چې د جینیټيکي انتخاب معیارونه د هغې ډلې له‌خوا ټاکل کېږي چې هغه مهال سیاسي واک ورسره وي. پر دې سربېره، ډېر نور خلک پر منفي نژادي اصلاح په ځانګړي ډول د هغو بنسټیزو بشري حقونو د نقض په توګه نیوکه کوي چې په ۱۹۶۸ کال کې د تهران له اعلامیې را وروسته د مثل د تولید د حق په توګه پېژندل کېږي. بله نیوکه دا ده چې د نژادي اصلاح پالیسۍ د جینیټيکي بېلابېلوالي د له منځه تګ لامل کېږي چې پایله یې د جینیټيکي بېلابېلوالي د له منځه تګ په دلیل د ګډې وینې یا همخونۍ افت دی. د نژادي اصلاح پر معاصرو پالیسیو بله نیوکه دا ده چې غواړي په دایمي او مصنوعي ډول میلیونونه کاله تکامل ټکنی کړي او وايي چې د «پاکو» او «ګډو وډو» جینیټيکي کرښو ایستل ښايي پر جینیټيکي ایکولوژۍ پراخې جانبي اغېزې ولري چې د نوعو پر خوندیتوب یې منفي اغېزې د بېلګې په توګه یادېږي.

تاریخچه

پیدایښت او پراختیا

د نژادي اصلاح بېلابېلې بڼې له زرګونو کلونو راهیسې موجودې دي. د برازیل ځینې ځايي خلک د ښکېلاک یا استعمار تر دوران له مخکې مهال څخه د هغو ماشومانو په وژلو مشهور دي چې له جسمي پلوه نیمګړي زیږېږي. په لرغوني یونان کې فیلسوف «اپلاتون» د یوې ساتونکې طبقې یا پاړکي د جوړولو لپاره د انتخابي جوړو د معاشرت یا نسلګیرۍ وړاندیز وکړ. په سپارټا کې هر سپارټاوال ماشوم د مشرانو د شورا «ګیروسیا» له‌خوا ارزول کېده او مشخصوله یې چې ایا دا ماشوم د ژوند لپاره مناسب دی که نه.

د روم د جمهوریت په لومړیو کلونو کې هر رومي پلار د قانون له مخې مؤظف و چې که ماشوم یې ډاروونکې څېره ولري، باید زر تر زره یې ووژني. د «ټاسیټوس» په وینا، د رومي سترواکۍ په دوره کې د هغه مهال جرمني قبایلو د خپلې ټولنې هر هغه غړی په اوبو کې په غورځولو سره واژه چې ډارن یا کم‌زړی، جنګ نه غوښتونکی او یا په نورو ګناوو ککړ به و. له دې سره سره، اوسني تاریخ‌لیکوال په دغسې جزئیاتو د ټاسیټوس لیکنې باوري نه ګڼي.

نژادي اصلاح په ډېرو پوهنتونونو او کالجونو کې پر یوه علمي څانګه بدله شوه او له ګڼو سرچینو څخه یې بودیجه ترلاسه کړه. د عمومي ملاتړ د جلب او په والدینو کې د مسؤولانه اصلاح‌غوښتنې د ارزښتونو لوري ته د افکارو د را اړولو لپاره ځینې سازمانونه جوړ شول چې په ۱۹۰۷ کال کې د بریتانیا د نژادي اصلاح ښوونیزه ټولنه او په ۱۹۲۱ کال کې د امریکا د نژادي اصلاح ټولنه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغه دواړې ټولنې د مخکښو روحانیونو د ملاتړ په لټه کې وې او له مذهبي ارمانونو سره د تطابق لپاره یې خپل پیغام بدل کړ. په ۱۹۰۹ کال کې انګرېزو روحانیونو «ویلیم اینګي» او «جېمز پیل» د نژادي اصلاح د ښوونیزې ټولنې لپاره لیکنې وکړې. «اینګي» په ۱۹۲۱ کال کې د نژادي اصلاح نړیوال کنفرانس ته د ویناوال په توګه بلل شوی و چې د نیویارک د لوی کاتولیک راهب «پاټریک جوزف هیز» له‌خوا هم تایید شو. له لوی نژاد څخه د تېرېدو (یا د اروپا د تاریخ نژادي بنسټونه» په نامه کتاب چې امریکايي اصلاح‌غوښتونکي، حقوق‌پوه او انسان‌پېژندونکي «مډیسون ګرنټ» لیکلی و، په ۱۹۱۶ کال کې خپور شو. که څه هم دغه کتاب اغېزناک و، خو د خپرېدو په لومړیو کې یو څه له پامه وغورځول شو او څو څو واره وکتل شو. له دې سره سره، دا کتاب د داسې خلکو له‌خوا وکارول شو چې د «علمي توکم‌پالنې» د توجیه لپاره یې د محدود مهاجرت پلویتوب کاوه.

نژادي اصلاح د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د یوه ټولنیز غورځنګ په توګه ډېره مشهوره شوه او دا هغه مهال و چې په ټوله نړۍ کې دولتونو، بنسټونو او بانفوذه اشخاصو ترویج کړه. ګڼو هېوادونو د نژادي اصلاح بېلابېلې پالیسۍ تصویب کړې چې جینیټیک سکرینېنګ، د زیږون کنترول، د زیږون د بېلابېلو کچو دودول، د واده محدودیتونه، جلا کول (هم نژادي جدايي او هم د رواني ناروغانو جدايي)، اجباري شنډول، د جنین اجباري سقط یا اجباري امېندواري یې د بېلګې په توګه یادولی شو چې د ټولو پایله بالاخره نسل‌وژنه شوه. په ۲۰۱۴ کال کې د جینوم په اېډېټ یا سمون کې د پرمختګونو له لارې (د افرادو د ټاکنې پر ځای) د جین ټاکنه شونې شوه او پایله یې هغه څه شول چې کله ناکله نوې نژادي اصلاح، نیویوجینیک یا هم لېبرال یوجینیک بلل کېږي؛ دا هغه څه دي چې پر فردي ازادۍ تمرکز لري او ظاهراً له توکم‌پالنې یا نژاد پرستۍ، جنسیت‌پالنې، هېټېروسېکسېزم او یا پر ځیرکۍ له تمرکز سره کار نه‌لري.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پاکستانروژه- فقهي مسایلبټي کوټ ولسوالۍد افغانستان بيرغمېلبورن پوهنتونقیاسفلسفهچاپیریالی روغتيا ساتنهد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)نفوس24 جولاید تبوک غزاجوراسیکحبيب الله کلکانيمينهد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتتیکنالوجیگرمټچیلیاډېلتصوفشاتو مچیويکيمېډيا بنسټزده کړهمتلونهسلوم حدادلندن پوهنتونجنتغنمحصارک ولسوالۍکرنهقاسم سليمانينېپټونيومکالیګولاارمنستانمحمد نجيب اللهلمانځه ترجمهتحلیلی کیمیاانضباطنړیوال اقتصادتاجيکستانمیاشتنی عادتبوديزمد خپلواکو هېوادونو لړليکد بشري منابعو مديريتحاجي محمد څمکنینباتي ويروسونهستورپوهنهعربي ژبهمولوي نورالحق مظهرياوپک29 ډيسمبرد متحده ایالاتو د اساسي قانون څلورم تعدیلاینکایانلینډن بینس جانسنپه پښتو کې د ياگانو سمه کارونههضمپاسپورټانتوان دي سينت اکسيوپيرياسماني کتابونه او صحيفې1 اپرېلد افغانستان ژبېهنري برګسونفرېدرېک وېلهېلم نېتشيلویه وچهعمر بن خطاب🡆 More