د افغانستان اسلامي جمهوریت

د افغانستان اسلامي جمهوریت یو جمهوري ولسمشریز نظام و چې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان واکمن و.

دا دولت د افغانستان د لنډمهالې (۲۰۰۱ – ۲۰۰۲) او انتقالي (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴) ادارو ځایناستی شو چې په ۲۰۰۱ کې د متحده ایالاتو د برید په پایله کې د طالبانو نیم په رسمیت نیم پېژندل شوي امارت له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شوې. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵، دا هېواد بېرته د طالبانو لخوا ونیول شو او د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو جنګ، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه وه، پای ته ورسېد. دا د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو او د طالبانو تر واک لاندې د اسلامي امارت د بېرته راګرځیدو لامل شو. ملګري ملتونه تر اوسه اسلامي جمهوري دولت د اسلامي امارت پر ځای، چې اوسنی غیر رسمي نظام دی، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني. د امریکا او طالبانو معامله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نېټه په قطر کې لاسلیک شوه، له هغو مهمو پېښو څخه وه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو (ANSF) د پاشل کېدو لامل شوه. متحده ایالاتو له معاملې وروسته، په پراخه کچه د هوایي بریدونو شمېر کم کړ او د طالب یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې یې افغان امنیتي ځواکونه له مهم اړخ څخه بې برخې کړل، چې د طالبانو په لاس د کابل د نیولو لامل شو.

متحده ایالاتو او څو متحدینو یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو لومړی حکومت (چې محدود رسمیت یې درلود) د مخالفې شمالي ټلوالې په ملاتړ، نسکور کړ. ورپسې د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي حکومت را منځ ته شو. د ۲۰۰۳ کال له لویې جرګې وروسته د نوي اساسي قانون له مخې یو مرکزي جمهوري اسلامي جمهوریت اعلان شو او کرزی د بشپړې مودې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. له دې سره سم، د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف د کورني امنیت په ساتلو کې مرسته وکړه، چې په تدریجي ډول یې د ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو څخه وروسته دفاعي مسولیت افغان وسله والو ځواکونو ته وسپار.

خو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کنترول ټینګ کړ او کورنۍ جګړې دوام وکړ. ویل کېږي چې طالبان د پاکستان په ملاتړ د یوې یاغی ډلې په توګه بیا تنظیم شول او د ۲۰۰۶ – ۲۰۰۷ کلونو څخه وروسته یې په افغان او ایتلافي ځواکونو بریدونه زیات کړل. دې کار په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې ستونزې را پورته کړې، چې د دواړو خواوو له خوا د بې شمېره سرغړونو لکه د ملکي وګړو وژنو، تښتونو او شکنجو په پایله کې وې. د امریکا په پوځي او اقتصادي مرستو باندې د حکومت د پراخې تکیه له امله، ځینو دا ملت د امریکا د تابع دولت په توګه طبقه بندي کړ او د تلپاتې ازادۍ د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته یې په تدریجي ډول د کلیوالو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ.

د په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د همدې کال په مې میاشت کې طالبانو پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وتوانېدل په راتلونکو دری نیمو میاشتو کې د هېواد کنټرول ترلاسه کړي. افغان ملي اردو په چټکۍ وپاشل شوه. د جمهوریت بنسټونه عملاً د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه هغه وخت سقوط شول چې طالب ځواکونه کابل ته ننوتل او افغان ولسمشر اشرف غني هېواده پرېښود. لږ وروسته، د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ او د طالبانو پر وړاندې یې جمهوري مقاومت اعلان کړ.

تاریخچه

د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، د افغانستان لڼدمهاله اداره د حامد کرزي په مشرۍ را منځ ته شوه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) جوړ شو ترڅو د کرزي له ادارې سره مرسته وکړي او لومړني امنیتي خدمات چمتو کړي. په دې وخت کې، د دوو لسیزو جګړو او همدارنګه په هغه وخت کې له سختې لوږې وروسته، افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه درلوده، د ژوند تمه یې تر ټولو ټیټه وه، اکثریت نفوس یې وږي و، او زیربناوې وېجاړې وې. لوی شمېر بهرنیو مرسته کونکو د دې جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې لپاره مرستې او کومکونه پیل کړل.

په داسې حال کې چې نور ایتلافي ځواکونه د بیارغونې په بهیر کې د مرستې لپاره افغانستان ته ننوتل، په همدې وخت کې طالب ځواکونو په پاکستان کې بېرته تنظیمات پیل کړل. طالبانو په افغانستان کې د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره بغاوت پیل کړ. ایساف او افغان پوځیانو په ورپسې لسیزه کې، د طالبانو پر ضد ډېر بریدونه وکړل، خو هغوی ته په بشپړه ماتې کې پاتې راغلل. افغانستان د بهرنۍ پانګونې د کمښت، حکومتي فساد او د طالبانو د بغاوت له امله د نړۍ د بې وزلو هېوادونو په ډله کې پاتې شو. په همدې حال کې کرزي هڅه وکړه چې د هېواد خلک متحد کړي او افغان حکومت وتوانید چې یو شمېر دیموکراتیک بنسټونه رامنځ ته کړي، چې په  ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم تصویب شو. د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د بهرنیو مرستندویه هېوادونو په مرسته هڅه وشوه چې د هېواد د اقتصاد، روغتیا، ښوونه او روزنه، ټرانسپورټ او کرنه په پښو ودروي. همدارنګه، ايساف ځواکونو د افغان ملي امنيتي ځواکونو روزنه پيل کړه. د ۲۰۰۲ کال په تېرېدو، نږدې پنځه میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول. د ناټو د ځواکونو شمېر په افغانستان کې په ۲۰۱۱ کال کې تر ټولو لوړې کچې، ۱۴۰،۰۰۰ ته ورسېد، چې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶۰۰۰ ته راښکته شو.

د ۲۰۱۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې اشرف غني ولسمشر و ټاکل شو چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره واک په دیموکراتیکه بڼه ولېږدول شو. د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۲۸ نېټه، ناټو په رسمي توګه په افغانستان کې د ایساف جنګي عملیات پای ته ورسول او بشپړ امنیتي مسوولیت یې افغان حکومت ته ورکړ. د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ عملیات په هماغه ورځ د آیساف د ځای ناستي په توګه را منځ ته شول. د ناټو په زرګونو عسکر په هېواد کې د افغان حکومتي ځواکونو د روزنې او مشورې په موخه پاتې شول او د طالبانو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۵ کال کې اټکل وشو و چې " د افغانستان په جګړه کې له ۲۰۰۱ کال را په دې نږدې ۱۴۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي. له دې ډلې له ۳۸۰۰۰ څخه ډېر وژل شوي ملکي وګړي وو." د جسد شمېرنې تر سرلیک لاندې یو راپور موندلي چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له خوا له ۱۰۶۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰۰ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي.

سقوط

په ۲۰۲۱ کال د طالبانو بیا راپورته کېدل

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴ نېټه وویل چې ناټو هوکړه کړې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړي. د ناټو د عسکرو له وتلو سر سم، طالبانو د افغان حکومت پر ضد بریدونه پیل کړل، په چټکۍ سره یې د افغان حکومت د ځواکونو په سقوط کې پرمختګ وکړ. د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د امریکا د استخباراتو یوه راپور وړاندوینه وکړه چې ښایي د افغانستان حکومت ناټو له وتلو وروسته د شپږو میاشتو په اوږدو کې سقوط وکړي. راپور ډېر حقیقي ثابت شو: د اګست په دویمه اونۍ کې، د افغانستان د زیاتره ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل او افغان ملي اردو په بشپړه ګډوډۍ او په ټولو جبهو کې د شاتګ په حال کې وه. په ترتیب سره د اګسټ په ۱۴ او ۱۵ د مزارشریف او جلال اباد سقوط د افغان حکومت لپاره د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي هر ډول شونتیا له منځه یووړه.

سرچينې

Tags:

د افغانستان اسلامي جمهوریت تاریخچهد افغانستان اسلامي جمهوریت سرچينېد افغانستان اسلامي جمهوریت

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کندهارصدیق الله رښتینمتالورژيد افغانستان سيندونهاقتصادي نظامنورستان ولايتپوهنهجگړهځمکهاکسيجند جنازې لمونځد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهروغتوناسد الله غضنفرسینټ پیټرزبورګدریم جورجکابلجو بایډنطبيعتد پښتو ژبدوداندونيزياد ښکلا کاریال راښکته کولميدان وردگ ولايتد چین لوی دیوالپاميرامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهامام بخاريانډرايد (د عامل سيستم)قانونګرجستاند قسطنطنیې ايالت ( فتحه)24 اپرېلدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)ښوونځیپير باباسرطانعنايت الله عنايتښيښهغوږعامه افکار څه ته وايي؟5 نومبرد افغانستان ژبېافغانستان ته د اسلام راتگپاکستانکتابتوند انسان جنسي غوښتنېعبدالحی حبيبيپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونخيميرانامازون باراني ځنګلسراج الدين حقانيخير محمد خندانچندړتودوخه بدلونکیپښتو نومځري او د هغو کارونهلېزرپارلماني حکومتد بدر غزاد زړه حمله (ناروغي)جنرال عبدالرازقد افغانستان د خپلواکۍ ورځاډولف هټلرهايتيمريم نوازخالص صادراتپرمخ (جنسي عمل)سید مرچ آغامعلوماتښوونکی🡆 More