دیوجانس (په لرغونۍ یوناني: Διογένης)، چې د دیوجانس کلبي په نوم هم پېژندل کېږي، د کلبي فلسفې بنسټګر او یوناني فیلسوف ؤ.
نوموړی په کال ۴۱۲ یا ۴۰۴مز کې په سینوپ، د تور سمندرګي کڅ د ایوني تر ښکېلاک لاندې اناتولي (کوچنۍ اسیا) سیمه کې زېږېدلی او په ۳۲۳مز کې په کورېنت کې مړ شوی دی.
دیوجانس یوه لانجمنه څېره وه. پلار یې د یوې ضرابخونې استادکار ؤ او د جعلي سکو د ضرب او لهامله یې د اسعارو بیې د راټیټېدلو په تور له سینوپ څخه تبعید شو. له تبعید وروسته، آتن ته کډه کوي او د ښار پر ګڼشمېر هڅوبي دود دستور باندې نیوکه کوي.هغه د هېرکلیس د یوې بېلګې په توګه ځان څرګند کړ او پر دې باور ؤ چې فضیلت، د تیوري په پرتله په عمل کې په ښه توګه جوتېدلای شي. هغه به د فاسدې او ګډېوډې ټولنې پر بنسټونو او ټولنیزو ارزښتونو باندې د نیوکې کولو لپاره له خپل ساده ژواک او چلند څخه کار اخېست. عادت یې ؤ چې هر چېرې یې زړه ؤ هلته به ویده شو او ډوډۍ به یې خوړله او په سختۍ سره به د طبیعت پر وړاندې درېده. هغه به ځان نړۍمېشتی ګڼه (د «نړۍمېشتی» ګړنه په لرغوني یونان کې د ټولې نړۍ اوسېدونکي په معنی وه، نه داسې چې اوس ژباړل کېږي)، ځان به ټولې نړۍ ته اړوند ګڼه، نه یوازې یوې کوچنۍ محدودې سیمې ته ژمن. پهدې اړه چې هغه د آنتیستنس پل څاره او هغه ته یو «ژمن سپی» وګرځېد، ډېرې نکلونه راغلي دي.
دیوجانس له بېوزلۍ څخه یو فضیلت جوړ کړ. هغه به د ژوند تېرولو لپاره خیر ټولوه او ډېري وخت به د بازار په یوې غټې سرامیکي کوزړۍ یا پیتوس کې ویده کېده. د هغه نوم د فلسفي نندارو او شاهکاریو له امله بد شو؛ د ساري په ډول: یو ځلي یې په رڼا ورځ څراغ په لاس کې نیولی او ویل یې چې د انسان په لټه کې یم (چې پېړۍ وروسته مولانا دغه کیسه په نظم کې راوړه: «دی شیخ با چراغ همیگشت گردِ شهر/ کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست». چې پښتو ژباړه به یې داسې وي: «پرون شیخ څراغ په لاس ؤ، ګرځېده د ښار کوڅو کې/ او وې ستړی له ددانو یم، انسان یو لټومه») هغه اپلاتون باندې نیوکه وکړه، د سقراط په اړه یې د هغه بحث او شننه له ننګونې سره مخ کړ او د هغه د وینا پر مهال به یې ورانکاري کوله او کله ناکله به یې د بحث په منځ کې ډوډۍ راوړله او خوړله او پهدې ترتیب به یې د اورېدونکو پام او فکر ګډوډ کړ. همدا راز، هغه به پر مقدوني سکندر ملنډې وهلې؛ کله چې په ۳۳۶مز کې مقدوني سکندر له کورېنت څخه لېدنه کوله، دیوجانس هم په عام مظهر او هم د هغه په مخکې یې پېښې کولې.
دیوجانس د سمندري غلو لهخوا ونیول شو او په غلامۍ وپلورل شو او په پای کې، په کورېنت کې استوګن شو. هلته هغه د کلبیت فلسفې پر ځای کراتس ته مخه کړه او هغه یې د رواقي فلسفې زېنون ته ورزده کړه؛ زېنون دغه فلسفه رواقیت ته واړوله، چې د یوناني فلسفې یو اوږدپایه فلسفي مکتب ګڼل کېږي. له دیوجانس څخه هېڅ کومه لیکنه پاتې نهده، خو د ژوند په هکله یې ځینې کیسې له نکلونو (chreia)، په ځانګړې توګه د دیوجانس لایرتي کتاب «د سترو فیلسوفانو ژوندلیک او اندونه» څخه لاسته راغلې دي.
د دیوجانس لومړني ژوند په هکله هېڅ کوم معلومات په لاس کې نشته، یوازې دا چې پلار یې «هیسیاس» نومېده او یو صراف ؤ. داسې برېښي چې دیوجانس هم، پلار سره د مرستې لپاره، د صرافۍ سوداګرۍ ته مخه کړې وه.
یو وختې (دقیقه نېټه یې څرګنده نهده)، هیسیاس او دیوجانس د اسعارو د جعل او ارزښت له لاسه ورکولو په تور ونیول شول، له ښاره وشړل شول او خپل تابعیت او ټولې مادي شتمنۍ یې لهلاسه ورکړې. داسې برېښي چې د کیسې دغه اړخ د لرغونپوهنې لهخوا تایید شوی دی: په سینوپ کې د مخزېږد څلورمې پېړۍ ته اړوند ډېرې بېشکله شوې سکې موندل شوې دي (چې د لویې سکاڼې ټاپې په وسیله چیتې شوې دي)، په داسې حال کې چې د هغه مهال نورو سکو باندې د هیسیاس نوم، د ضرب کوونکې مرجعې په توګه، لګېدلی دی. په دغه موده کې ډېرې جعلي پیسې په سینوپ کې ښکته پورته کېدلې. سکې لاسي چیتې کړل شوې ترڅو د بېارزښته اسعارو په توګه وپېژندل شي. سینوپ باندې په څلورمې مخزېږد پېړۍ کې د فارسیانو او یونانیانو د پلویانو ترمنځ شخړه راولاړه شوه او ګواکې د دغو شخړو تر شا سیاسي لاملونه پراته وو، نه مالي.
د یوه داستان لهمخې، دیوجانس «د دېلفي غیبویونکې» یا پوتیا ته ځي او له هغې څخه مشوره غواړي؛ الهه (غیبویونکې) ورته وایي چې باید «اسعار وران کړي». وروسته لهدې چې دیوجانس په سینوپ کې نهبریالی کېږي، له ځانه سره فکر کوي چې د «غیبویونکې» موخه دا وه چې د واقعي سکو په ځای، سیاسي پيسې او د چلېدو وړ اسعار وران کړي. هغه آتن ته ځي او د هوډ کوي چې تثبیت شوي آداب، دودونه او ارزښتونه له ننګونې سره مخ کړي. هغه استدلال کاوه چې خلک د «شر» واقعي ماهیت په هکله د اندېښنې په ځای، یوازې دودیزو ژباړو او تعبیرونو باندې یې ډډه لګوي. د طبیعت («physis») او دود («نوموس») ترمنځ د دغه توپیر مطالعه کولو ته، لرغونې یوناني فلسفه ځانګړې لېوالتیا ښودله او داسې یوه سکالو ده چې اپلاتون په «جمهوریت» کتاب کې یې «د ګیګېس کړۍ» په کیسه کې راسپړي.
دیوجانس، د مانس په نامه یوه غلام سره آتن ته رسېږي، چې لږ موده وروسته مانس ورڅخه تښتي. دیوجانس په یوې طنزي بڼه خپله بدمرغي پهدې ډول رد کړه، «که چېرې مانس له دیوجانس پرته ژوند کولای شي، نو دیوجانس یې ولې له مانس پرته نهشي کولای؟». دیوجانس به پر داسې خورا تړلې اړیکې ملنډې وهلې. هغه خپل ځان د هغه استاد په څېره کې ولېده چې خپل ځان لپاره هېڅ هم نهشي کولای: په سپکه توګه بېوسه. هغه د سقراط د شاګرد «آنتیستنس» د ملنګۍ او ریاضت ښوونو ته لېوال شو. کله چې دیوجانس له آنتیستنس څخه د لارښوونې غوښتنه کوي، آنتیستنس ځان ناګاره اچوي او د انګازو لهمخې «په پای کې هغه په لښته وهي». دیوجانس وایي: «وهه مې، خو تر هغو چې ته ستا خبرې د اورېدو وړ ګڼم، داسې لښته به پیدا نهشي چې ما له تا څخه لېرې کړي». دیوجانس، سره لهدې چې په لومړیو کې ورسره ښه چلند ونهشو، د آنتیستنس شاګرد او د سترګو تور وګرځېد. لا هم په څرګنده توګه نامعلومه ده چې دغو دوو سره لېدلي دي او که نه؛ خو هغه هم په شهرت او هم په ریاضت کې له خپل استاد څخه دمخه شو. هغه، له دنیوي عیش او عشرت څخه ډډه د هغه مهال آتني دودونو او چلندونو سره په توپیر کې ګڼل او تل یې ورباندې تبصره کوله. د فکر کولو دغه بڼه له داسې یوې کرکې څخه سرچینه اخلي چې د هغه په انګېرنه، حماقت، تظاهر، غرور، ځانغولونه او د انسان مصنوعي چلند دی.
د دیوجانس لایرتي په وینا، کله چې اپلاتون د انسان په طنزي تعریف کې هغه د «بېوزرو دوبولو» په توګه ګڼي، دیوجانس د یوې چرګې بڼکې او وزرونه شکوي، د اپلاتون مدرسې ته یې راوړي او وایي، «واخله! انسان مې درته راووست!»؛ نو اپلاتون په تعریف کې د «له پلنو نوکانو سره» عبارت دغه تعریف ته وراضافه کوي. دیوجانس لایرتي همدا راز یوشمېر نور ناوړه داستانونه هم د دیوجانس په هکله لیکي چې د هغو لهمخې، دیوجانس به په عام مظهر کې د خلکو پر مخ لاړې تو کولې، بولې یې کولې، باد یې ماتوه او ځیني وخت به یې ان استمنا کوله.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article دیو جانس کلبی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.