World War III يا درېيمه نړيواله جګړه چې زياتره د WWIII يا WW3 په توګه لنډول کېږي، د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو څخه وروسته يوې انګېرل شوې درېيمې نړيوالې پراخه کچه نظامي شخړې ته ورکړل شوي نومونه دي.
ياده اصطلاح لږ تر لږه د ۱۹۴۱ز کال له لومړيو راهيسې کارول کېږي. ځيني [پوهان] د درېيمې نړيوالې جګړې اصطلاح په ناتړلي ډول ټاکلو يا يو څه کوچنيو شخړو لکه سړې جګړې يا د سيمې پر سر شخړو ته کارول کېږی. د يادو پوهانو خلاف ځيني نور ادعا کوي، چې دا ډول شخړه ښايي په پراختيا او ويجاړونکي اغېز کې له نړيوالو جګړو څخه مخکې وي.
د دويمې نړيوالې جګړې پای ته نږدې د هستوي وسلو د پرمختګ او کارونې او د زياتو هېوادونو له لورې يې د وروستۍ لاسته راوړنې او خپرونې له امله؛ د هستوي الهام شونی ګواښ د درېيمې نړيوالې جګړې په اړه په ګومانونو کې يوه عامه موضوع ده، چې د ځمکې د مدنيت او ژوند د پراخه ويجاړونې سبب کېږي. يوه بله بنسټيزه اندېښنه دا ده، چې بيولوژيکي جګړه د زياتو زیانونو سبب کېدلی شي. ياده جګړه په ارادي ډول يا پاملرنې سره د يو بيولوژيکي عامل په ناڅاپي خوشې کولو، د يو عامل په ارث کې د تمې خلاف بدلون يا له کارونې څخه وروسته له نورو نوعو سره يې د سمون په واسطه پېښېدلی شي. د ويجاړۍ په موخه د پرمختللې تيکنالوژۍ د کارونې له امله لکه دا ډول د پراخه کچې کتابي؟ پېښې؛ کولی شي د ځمکې سطحه د استوګنې نا وړ کړي.
په ۱۹۳۹ ز کلونه) کې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل څخه مخکې د لومړۍ نړيوالې جګړې (۱۹۱۸-۱۹۱۴ز کلونه) په اړه باور و، چې د [ټولو] جګړو پای ته رسوونکې جګړه به وي. په عام ډول باور و، چې د دا ډول پراخې نړيوالې جګړې شونتيا بيا ځل هيڅکله نه شي کېدلی. د جګړې د دوام د دورې پر مهال لومړۍ نړيواله جګړه په عمومي ډول د «سترې جګړې» په نوم يادېده. د دويمې نړيوالې جګړې پيل هغه هيله ناسمه ثابته کړه، چې انسانيت ښايي د پراخه نړيوالو جګړو لپاره اړتيا له اندازې څخه زياته غټه کړې وي.
په ۱۹۴۵ کې د سړې جګړې په راتګ او شوروي اتحاد ته د هستوي وسلو د ټيکنالوژۍ په خپرېدنې سره د درېيمې نړيوالې جګړې شونتيا زياته د منلو وړ شوه. د سړې جګړې د کالونو پر مهال په زياتو هېوادونو کې د نظامي او ملکي چارواکو له لوري د يوې درېيمې نړيوالې جګړې د شونتيا تمه شوې او پلان شوې وه. کيسې [د جګړې] له معمولي جګړې څخه تر ټاکلې يا بشپړې هستوي جګړې پورې د لړۍ په ډول برابرې شوې. د سړې جګړې په لوړوالي [اوج] کې په دوه اړخيز ډول د ډاډمنې ويجاړتيا (mutually assured destruction:MAD) اصولو وده کړې وه. دې اصولو روښانه کړه چې يو بشپړ هستوي ټکر به په جګړه کې ښکېل ټول دولتونه ويجاړ کړي. د انساني سيالۍ بشپړه شونې ويجاړتيا ښايي د دې ډول کيسې په مخنيوي کې د امريکايي او شوروي د دواړو مشرانو وړتيا کې مرسته کړې وي.
ټايم مجله که «د درېيمې نړيوالې جګړې» د اصطلاح رامنځته کوونکې نه ده، خو لومړنۍ منونکې يې ده. د يادې اصطلاح لومړنۍ کارونه د ټايم مجلې د ۱۹۴۱ ز کال د نومبر د درېيمې نېټې مسئله کې د «ملي چارو» تر برخې لاندې راښکاره شوه او د نازي کډوال Dr. Hermann Rauschning په اړه يې «درېيمه نړيواله جګړه» سرليک ورکړ، چې نوی متحده ايالتونو ته راغلی و. يادې مجلې د ۱۹۴۳ ز کال د مارچ د ۲۲ نېټې ګڼه کې د «باندينيو خبرونو» تر برخې لاندې د متحده ايالتونو د هغه وخت د مرستيال ولسمشر Henry A. Wellace بيانيو ته په پام سره، ورته سرليک (درېيمه نړيواله جګړه.) بيا وکاروه. د مرستيال ولسمشر بيانيې دا وې: «موږ بايد په ۱۹۴۳ يا ۱۹۴۴ ز کال کې يو څه وخت پرېکړه وکړو، چې ايا د درېيمې نړيوالې جګړې تخمونه وکرو که نه». ټايم مجلې د پاتې لسيزې لپاره ځيني مسئلو ته د درېيمې نړيوالې جګړې نوم ورکولو يا يې په کيسو کې يادولو (او مخ پر وړاندې: ۱۹۴۴، ۱۹۴۵، ۱۹۴۶ز کال (بکتریايي جګړه)، ۱۹۴۷ او( ۱۹۴۸ ز کال) ته ادامه ورکړه. ټايم د دې اصطلاح پر کارونې ټينګار کوي. د بېلګې په ډول: د ۲۰۱۵ زکال د «دا هغه څه دي، چې درېيمه نړيواله به يې په شان ښکاره شي) په سرليک د يو کتاب په کتنه کې.
نظامي پلان جوړونکي د جګړې د لوبې بېلابېلې کيسې دي، چې د سړې جګړې د لومړيو ورځو له راهيسې د تر ټولو خراب حالت لپاره چمتووالی نيسي. د دې پلانونو له ډلې ځيني يې اوس له کاره لوېدلي او په اړخيز او بشپړ ډول نا ډلبندي شوي دي.
د بریتانيې لومړی وزير وينسټن چرچېل (Winston Churchill) اندېښمن و، چې د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې په مرکزي او ختيځه اروپا کې د ګڼ شمېر شوروي سور لښکر خپاره شوي ځواکونه او د شوروي مشر Joseph Stalin بې باوري د لويديځې اروپا لپاره سخت ګواښ و. د ۱۹۴۵ ز کال له اپريل څخه تر می پورې بریتانوي وسله والو ځواکونو له اټکله لرې عمليات (Operation Unthinkable) رامنځته کړه، چې فکر کېږي د درېيمې نړيوالې جګړې لومړۍ سناريو يا کيسه ده. د عملياتو لومړنۍ موخه پر روسيې باندې د متحده ايالتونو او برتانوي سترواکۍ خوښه تحميلول وه. ذکر شوی پلان د برتاتوي کمېټې د دفتر رئيس له لوري په نظامي ډول د ناشوني پلان په توګه رد شو.
Operation Dropshot په لويديځ اروپايي او اسيايي لوبو کې له شوروي اتحاد سره د شوني هستوي او معمولي جګړې لپاره د متحده ايالتونو د ۱۹۵۰ ز کال لسيزې د ناڅاپي يا شونې پېښې پلان و. که څه هم سناريو له هستوي وسلو څخه ګټه اخيستنه رامنځته کړه، مګر د يوې پرېکنده ونډې لوبولو تمه ترېنه ونه شوه.
په هغه وخت کې د متحده ايالتونو د هستوي وسلو جوړولو او ساتلو ځای د اندازې له مخې ټاکلی و، چې زياتره يې د هېواد دننه وو او د لېږد لپاره يې په بم غورځونکو باندې تکيه کوله. Dropshopt د ماموريت پېژنيالونه (پروفايلونه) راونغاړل، چې په ۱۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې په يو ګوزار سره د شوروي اتحاد د ٪۸۵ صنعتي ځواک د له منځه وړلو په موخه به يې په ۲۰۰ نښو کې ۳۰۰ هستوي بمونه او ۲۹۰۰۰ لوړ چاودېدونکي بمونه کارولي وي. د ۳۰۰ هستوي وسلو له ډلې څخه د ۷۵ او ۱۰۰ تر منځ وسلو پر ځمکه باندې د شوروي د جنګي الوتکې د ويجاړولو په موخه په نښه شوې وې.
ياده کيسه د لويې وچې دننه توغېدونکو راکټونو له پرمختګ څخه مخکې رامنځته شوې وه. دا کيسه له هغه وخته هم مخکې رامنځته شوې وه، چې د متحده ايالتونو ولسمشر John F. Kennedy او د نوموړي د دفاع وزير Robert McNamara د متحده ايالتونو د هستوي جګړې پلان له «ښار وژنې» د ارزښت خلاف [ضد] ګوزار پلان څخه د «ځواک خلاف» پلان (زیاتره يې نظامي ځواکونه په نښه کړل) ته بدل کړ. په دې وخت کې هستوي وسلې کافي کره [دقيق] نه وې، چې ورسره د ګاونډ ښار له ويجاړونې پرته يوه سمندري هډه باندې په نښه کړي، نو له کارونې څخه يې موخه دا وه، چې د دښمن صنعتي ظرفيت ویجاړ او له مخې يې د ياد هېواد د جګړې اقتصاد معيوب [کمزوری] کړي.
د ۱۹۹۵۰ ز کال په جنوري کې د شمالي اتلانتيک شورا د ناټو د ځای نيونې نظامي تګلاره تاييد کړه. د ناټو نظامي پلان جوړونې د ۱۹۵۰ ز لسيزې په لومړيو کې د کوريا د جګړې له پيل څخه وروسته ټينګه غوښتنه وکړه او ناټو يې وهڅوله چې د تېري د مخنيوي او لويديځې اروپا د دفاع د ډاډمنولو په موخه تر يو متمرکز امر لاندې يو مناسب فوځ جوړ کړي. د ۱۹۵۱ ز کال، د اپرېل پر دويمه د متحده ايالتونو د پوځ د جنرال Dwight D. Eisenhower تر لارښوونې لاندې د متحد امر اروپا (Allied Command Europe) رامنځته شوه. د لوېديځې اتحاديې د دفاع سازمان وار له مخه د تمرين رښتيا (Exercise Verity) تر سره کړې وه، چې د ۱۹۴۹ ز کال يو ګڼ اړخيز تمرين و، چې شمندي هوايي بريدونه او د اوبتل بريدونه يې رانغاړل.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article درېيمه نړيواله جګړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.