دافغانستان جمهوریت په ۱۹۷۳زیږدزیږکال کي دسردار محمد داوودخان له لوري دیو کودتاپه پایله کي رامنځ ته اوپه ۱۹۷۹زیږدیزکال کي دنورمحمد ترکي له لوري دیوې بلي کودتا په پایله کي له منځه لاړ .
| |||||
نخشه موقعيت | |||||
Legislature | Loya Jirga | ||||
---|---|---|---|---|---|
پيل ګڼ | 93 |
پېښليک | |
---|---|
د اسلام نه دمخه پېر | |
د هخامنشيانو پېر (550-330 BC) | |
د سلوکيان پېر (330-150 BC) | |
د يوناني-باختر پېر (256-125 BC) | |
سکائيان (145 BC - ) | |
کوشانيان (30 CE - 248 CE) | |
ساسانيان (248 - 410) | |
کیداریان (320-465) | |
هفتاليان (410-557) | |
ساسانيان (224-579) | |
کابلشاهان (565-670) | |
اسلامي پېر | |
د اميه خلافت (661-750) | |
د عباسي خلافت (750-821) | |
طاهريان (821-873) | |
صفاريان (863-900) | |
سامانيان (875-999) | |
غزنويان (963-1187) | |
سلجوقيان (1037-1194) | |
خوارزمشاهيان (1077-1231) | |
غوريان (1149-1212) | |
ايلخانيان (1258-1353) | |
تېموريان (1370-1506) | |
مغولان (1501-1738) | |
صفويان (1510-1709) | |
هوتکيان (1709-1738) | |
افشاريان (1738-1747) | |
د درانيانو سلطنت (1747-1823) | |
امارت (1823-1926) | |
پاچايي نظام (1926-1973) | |
جمهوري نظام (1973-1978) | |
ولسواکي جمهوريت (1978-1992) | |
اسلامي رياست (1992-1996) | |
اسلامي امارات (1996-2001) | |
اسلامي جمهوريت (2001-) | |
د افغانستان کورنۍ جګړه | |
1979–1989 | |
1989–1992 | |
1992–1996 | |
1996–2001 | |
2001–present |
تردویمي نړيوالي جګړې وروسته کله چي دجرمني اوجاپان ځواکونونه وپرځېدل دامریکا متحده ایالات او روسیه په ټوله نړۍ د دوو سترو ځواکونوپه توګه پاته سول اوله هغه راهیسي یې په نړۍ کي خپل سیاسي اونظامي فعالیتونه پيل کړه ترڅو دبهرنیو هیوادونوپه راخپلولو خپل ځواک پراخه اوخپل رقیب لاندي کړي . روسیه چي په دافغانستان په شمال کي یې پراخ نفوذ درلودی غوښتل یې دافغانستان له لاري تودو اوبوته ځان ورسوي اوپه دې ترځ کي وتوانیږي چي په سیمه کي دامریکا دورځ تربلي پراخېدونکي نفوذ مخه ونیسي خوددغه هیلي لپاره روسان ځکه له خنډسره مخ وه چي په افغانستان کي ظاهرشاه واکمني وه اوظاهرشاه نه غوښتل چي خپل هیواد دنړیوالو سیالیوپه ډګر باندي بدل کړي .
سرادار محمدداوودخان چي دظاهرشاه داکازوی وو غوښتل یې چي دامریکا او روسیې په دغه لوبه کي افغانستان یومنځګړۍ سیاسي رول ولوبوي اوپه دې توګه داوودخان هیله درلوده چي دروسيې اود امریکا له سیاستونوڅخه په ګټه اخیستي یوداسي نظام رامنځ ته کړي چي دافغانستان اقتصاد اونفوذ په سیمه کي وغوړيږي، داوودخان دخپلي دغه موخي لپاره په ۱۹۷۳زکال کي هغه مهال کودتا وکړه کله چي ظاهرشاه روم ته تللی وو اوپه دې توګه یې افغانستان له شاهي نظام څخه دجمهوریت په لوري بوت . داوودخان له خپل ځیرک فکرسره ډېر تندخویه هم وو اوپخپله شپږکلنه موده کي ې څوپرلپسې اقتصادي لاري چاري سرته ورسولې خوپه سیمه کي دروسانو شومي موخي اوپه افغانستان کي دخلقي افسرانو شتون ددې سبب وګرځېدی چي داوودخان له یولړ ستونزو سره مخ سي اوافغانستان چي تازه یې داقتصادي پرمختګ په لوري ګامونه اخیستي وه دروسانو ترغیرمستقیم ګواښ لاندي سو . داوودخان چي دروسانو ورځ تربلي نفوذ اوپه سیمه کي ددوی امریکا ضدفعالیتونه ولیدل پوه سوچي روسان دافغانستان سره خپلي مرستي دامریکا پرضدکوي اوپه دې توګه غواړي چي افغانستان دخپل ځان لپاره دیوسیاسي پل په توګه وکاروي.
دشوروي اتحاد په موخي ترپوهېدلو وروسته محمدداوودخان دافغانستان اقتصادي پرمختګ له سیاسته لیري وساته اوپه دې توګه یې غوښتل چي دروسانو واک له افغانستان څخه لنډکړي، ددې ترڅنګ سردار داوودخان امریکاپلوه هیوادونوته خپل سفرونه هم پیل کړه اوپه دې ترځ کي یې له عربستان، پاکستان اوخلیجي هیوادونوسره اړیکي ورغولې خودنوموړي دې کارځکه هیڅ ګټه ونکړه چي روسانوپه افغانستان کي خپل نفوذ هرلوري ته غځولۍ وو اوپه اخرکي یې دخلقیانو او پرچمیانوپه مرسته باندي سردارمحمدداوودخان په شهادت ورساوه . داپېښه په ۱۹۷۹زیږدیزکال کي رامنځ ته سول چي په پایله کي یې افغاستان دامریکا اوروسانو دغلط سیاست له کبله څلوېښت کاله پرلپسې په اورکي وسوخېدی اولاتراوسه هم سوځي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د افغانستان جمهوريت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.