انسان وژنه

وژنه ( په لاتین : Homicidium, لاتین : homo human + لاتین : caedere to kill ) د انسان له خوا د انسان وژنه، په شمول د وهلو، وهلو، قتل، تصادفي او ناحقه وژنه.

انسان وژنه
انسان وژنه

جنایي وژنه

د جنايي وژنې بېلابېل ډولونه شتون لري، لکه غیر ارادي وژنه. د قتل د څرنګوالی له مخې جنايي وژنه پېژندل کیږي. په ځینو محکمو کې، د وژنې د هڅې ځینې ډولونه په اتوماتيک ډول د مرګ سزا ورکول کیږي .

د قتل ډولونه:

  • عمد قتل:د يو شخص له لوري د بل شخص د وژلو د قصد پوره کول او عملي کول دي په داسې يوه وسيله چې عملاً د همدې کار لپاره کارول کيږي، لکه چاړه، توره، ټوپک يا بله وسيله چې وژنو کې وي.همداراز په حقوقي قاموس کې  عمدي قتل داسې تعريف شوى : که د فاعل عمل تجاوز وي او دمجني عليه د وژلو نيت يې هم کړى وي ، قتل عمدي گڼل کېږي.[1] ----[1] پوهندوي، نصرالله ، ستانکزى ، د حقوقي اصطلاحاتو قاموس، (دافغانستان عدلي اوقضايې امور، کال،١٣٨٧هـ ش) مخ،١١٢
  • شبه عمد قتل:شبه عمدي قتل دامام ابوحنيفه (رحمة الله عليه) په نزد هغه قتل او وژنه ده چې جاني دداسې يوي آلي په ذريعي چې وسله نه وي اودوسلې اوسلاح په حکم کې  نه راځي دمجني عليه دوهلو قصديې کړى وي ، اوقتل ورڅخه  پيداشوي نه  وي لکه په يوې درنې امسا اوياغټ لرګي اولويې تيږې سره دچاوژنه .معنى دا چې قصدپه وژنه نه وي بلکې جاني به دضرب او وهلو نيت اوهوډکړى وي خود يارانو ، شوافعو اوحنبلي فقهاوو په نزد بياپه مثقل سره وژنه عمدقتل جوړوي او ددوئ په نزد شبه عمد قتل هغه دي چې په هغې کې  جاني دمجني عليه دوهلو قصد په داسې يوې آلې سره کړى وي چې غالباً په هغې سره قتل منځ ته نه راځي ، لکه وړه تيږه سپکه امسا او ووړ لرګى. مګرمالکې فقهابيا دا ټول شبه عمد قتلونه ، عمدي قتل بولي ، يوازې په هغه حالت کې  چې پلار خپل زوی وژلى وي نودغه حالت شبه عمد بولي اوبس .[1]د حقوقي اصطلاحاتو په قاموس کې بيا شبه عمدي قتل داسې تعريف شوى: ديوه فعل د قصد له انجام څخه پرته دهغه دنتيجي له قصد څخه عبارت دى [1] ----[1] پوهندوي، نصرالله ، ستانکزى ، د حقوقي اصطلاحاتو قاموس، (دافغانستان عدلي اوقضايې امور، کال،١٣٨٧هـ ش) مخ، ١٩٣ ----[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، مجله. (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، تله) مخ  ٢١.
  • خطا قتل:خطايي قتل دهغې وژنې څخه عبارت دى چې په هغې کې  دوژنې اويا دوهنې قصد وجود ونلري اوداخطا بيا په دوه ډوله ده .[1] ----[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، مجله.(کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ ١٦.
  • د خطا جاري مجری قتل:داهغه ډول قتل دې چې په يوه شرعي عذر بناوي خوبيا هم دخطاء دقتل په شان په هغې کې  يې احتياطي ، اهمال ياغفلت هرومرو په يوه ښه بڼه موجود وي.[1] مثلاً : يوه مور چې دروند خوب لري خپل ماشوم ترخپل څنګ څملوي او د شپي په خوب کې  پرې را اوړي ،ماشوم د ډډې لاندې کوي او وژني يې يايوه مور د زېږونې څخه وروسته خپل ماشوم نه سنبالوي په خپل حالت يې پرېږدي او د همدې بې احتياطۍ په نتيجه کې  ماشوم مري. ----[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ،مجله (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ ٢١.
  • سببي قتل: دا هغه ډول قتل دى چې په غير مباشرې اوغير مستقيمې واسطې سره قتل رامنځته شوى وي ، دمثال په توگه : يو سړى دبل چاپه ملکېت کې يوه کنده وباسي اويا کوهي کني يا په عامه لاره کې  کنده جوړوي اوپه هغې کې  يو انسان ورلويږي اومري يا دا چه دلارې په منځ يې يوه غټه تيږه اويا يو لوي لرګى اچوي ، موټر راځي ورسره ټکر کوي اوقتل واقع کيږي يادکوم شخص پښه پکې  نښلي اومري يادا چې څوک دچا په قتل  د دروغو شهادت ورکوي اوهغه شخص دهمدې شهادت په سبب په مرګ محکوميږي بيا وروسته دخپل شهادت څخه رجوع هم کوي خودا هغه وخت وي چې مشهود عليه وژل شوى وي،دا ټول په سبب سره قتل ګڼل کيږي

له همدې امله، د کالیفورنیا د جزا قانون د 401 مادې له مخې، ځان وژنه وژنه نه ګڼل کیږي، مګر په ځان وژنې کې د بل چا سره مرسته کول ممکن د مجرم وژنه وي. پداسې حال کې چې په هند کې دا غیرقانوني ګڼل کیږي ځکه چې د ځان وژنې هڅه د هند د جزا قانون د 309 مادې لاندې جرم ګڼل کیږي.

نور وګوره

  • قتل
  • قتل عام
  • د ناموس وژنه

سرچينې

Tags:

انسان وژنه جنایي وژنهانسان وژنه د قتل ډولونه:انسان وژنه نور وګورهانسان وژنه سرچينېانسان وژنهانسانلاتیني ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

يهوديتد افغانستان د کريکټ ملي لوبډلهد ادبي ليکونو پېژندنهاشرافیت / اشرافي خلکتوکلکنفوسیانیزمخېبر پښتونخواالکساندر هرتسند فلسفې او ژوند نړۍمحمود طرزیسوسیالیزمغني خانسردار محمد اکبر خاناينود فزیک تاریخچهدافغانستان جمهوریتسویډند چلند ایپي‌جینیټيکد انګلستان پاچا لومړی ریچاردلرغونی یوناند یونېسکو نړیوال میراثپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتویروساستانبول مېټروصدام حسینعامه روغتیاتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟پکتيا ولايتد ګلبدین اسلامي حزبروبي وېليمزعطاردبیجنګنجيب الله جامعاحمد رضا خانکوالالامپورلومړی مخچارلېس، د ويلز شهزادهگوډ تېمورپییر سیمون لاپلاسويکيډېټاغزلاحمدولي بارکزیدوهمه ملکه الیزابتد سهار لمونځاتيزمښوونځیپښتو ويکيپېډيااودسمجاور احمد زيارد رومانیا انقلابد اسیایي هیوادونو نوملړپښتو واټساپتایوانرونالډ ریګنقهوهقرآن کریمهزاره گانپکتيکا ولايتملاريااحمد شاه باباپه انسانانو کې د تذکیر آلهپه دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونهملا محمد يعقوبګوګل مېپسسویلي کوریادراني کورنۍبست کلا🡆 More