رابرت انتوني ایدن، د آوون لومړی اېرل، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د پوځي صلیب (Military Cross) مډال، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council) د ویاړونو درلودنکی (د ۱۸۹۷ کال د جون له ۱۲ – د ۹۷۷ کال د جون تر ۱۴) یو بریتانوي محافظه کار سیاستوال و چې دری دورې یې د بهرنیو چارو د وزیر او وروسته له ۱۹۵۵ کال تر ۱۹۵۷ کال پورې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.
انتوني ایدن | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۱۲ جون ۱۸۹۷ | ||||||
مړینه | 14 جنوري 1977 (80 کاله) | ||||||
تابعیت | برېتانيا د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۶ اپرېل ۱۹۵۵ – ۹ جنوري ۱۹۵۷ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال ډیپلوماټ | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
برخه | د برتانيا فوځ | ||||||
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه دويمه نړېواله جګړه | ||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
نوموړي د پارلمان د یو ځوان محافظه کارغړي په بڼه یې په د چټکۍ پرمختګ وکړ، په ۳۸ کلنۍ کې د بهرنیو چارو وزیر شو، خو وروسته، د ایټالیا موسولیني ته د نیویل چیمبرلین د ډاډ د سیاست پروړاندې په نیوکه کې هغه استعفا ورکړه. بیا نوموړي د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې او دریم ځل د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې دا چوکۍ بېرته ترلاسه کړه. ایدن چې شاوخوا ۱۵ کاله د وینسټن چرچل مرستیال و، د ۱۹۵۵ کال په اپریل کې د محافظه کار ګوند د مشر او لومړي وزیر په توګه د هغه ځای ناستی شو او یوه میاشت وروسته یې ټول ټاکنې وګټلې.
په ۱۹۵۶ کال کې د ایدن شهرت هغه وخت تر سیوري لاندې راغئ چې متحده ایالاتو د سویز کړکېچ ته د انګلیس - فرانسوي نظامي غبرګون له ملاتړ څخه انکار وکړ، چې د ګوندي نیوکه کوونکو دا د برتانیا په بهرني سیاست کې یو تاریخي شاتګ په ګوته کړ او په منځني ختیځ کې یې د برتانیا د برلاسۍ پای پیل کړ. زیاتره تاریخپوهان وایي چې هغه یو لړ تیروتنې وکړې، په ځانګړې توګه هغه د نظامي ګام سره د امریکا په مخالف لیدلوري پوه نه شو. د سویز د عملیاتو د پای له حکم دوه میاشتې وروسته، هغه د ناروغۍ او د پراخه شک له امله چې ګواکي د فرانسې او اسراییلو سره د همکارۍ د کچې په اړه د اعوامو مجلس ګمراه کړی دی، د صدارت له چوکۍ استعفا ورکړه.
په ټولیزه توګه ایدن د بریتانیا د شلمې پېړی د لومړیو وزیرانو په نوملړ کې لږ بریالی شمېرل کېږي، که څه هم دوه پراخه خواخوږي ژوندلیکونه (په ۱۹۸۶ او ۲۰۰۳ کلونو کې) د نظریاتو دا ډول انډول یو څه بدلوي. ژوند لیکونکی ډي آر تروپ د سویز کړکېچ د "د هغه د لومړي دورې لپاره په ریښتیا خواشینی پای وباله او یوه داسې پېښه چې د هغه د تجربې په هره ارزونه کې نا انډوله ټکی اضافه کوي."
اډین د ۱۸۹۷ کال د جون په ۱۲ نېټه د درهم ناحیې په وینډلسټون هال کې په یوه محافظه کاره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د اووم او پنځم بارونیټ ښاغلي وېلیم ایدن او سیبیل فرانسیس ګرې، چې د نارتمبرلینډ د مشهور ګرې کورنۍ غړې وه، له څلورو زامنو څخه دریم و. ښاغلی وېلیم پخوانی ډګروال او د یوې پخوانۍ لقب لرونکې کورنۍ سیمه ایز قضایي مامور و. نوموړی چې یو عجیب او بدخویه کس و، یو تکړه نقاش، انځورګر او د تجسمي هنر راټولونکی و. د ایدن مور غوښتل چې له فرانسس نولېس سره واده وکړي، چې وروسته یو لوی شاهي سلاکار شو، خو د ویلز د شهزاده له خوا د دې رښتې ممانعت شو. که څه هم هغه په سیمه ایزه کچه یوه مشهوره څېره وه، د خپلو ماشومانو سره یې ترینګلې اړیکې درلودې او ناوړه چلند یې د کورنۍ برخلیک خراب کړ، پدې معنی چې د ایدن مشر ورور ټیم اړ شو چې په ۱۹۳۶ کال کې وینډلسټون وپلوري. راب بټلر وروسته د نوموړي د مور او پلار په اړه داسې څرګندوي چې د انتوني ایدن – چې یو ښایسته خو بدخویه کس و- چې "لیونی بارونېت پلار، او ډېرښایسته مور یې درلوده".
د ایدن نیکه وېلیم ایرمونګر و چې د ټاپووزمې د جګړې په ترڅ کې د دوهم پیاده کنډک قوماندان و او په ویمیرو کې یې د ویلنګټن د ډوک (چې په همدې وخت کې یې دا لقب ترلاسه کړی و) تر مشرۍ لاندې جګړه وکړه. هغه همدارنګه د مریلنډ د والي د لومړي بارونیټ ښاغلي رابرټ ایدن، له اولادې و او د مریلنډ د کالورت کورنۍ له لارې، د اروندیل او هاورد کورنیو (د نورفولک د ډوک په ګډون) د لرغوني رومي کاتولیک اشرافو سره او همدارنګه د انګلیسي اېرل کورنیو لکه د کارلیسیل، ایفینګهم او سوفولک سره نسب درلود. د کالورت کورنۍ د ۱۸ پېړۍ په پیل کې په مریلنډ کې د ملکیت د بېرته ترلاسه کولو په موخه د انګلسان د رسمي کلیسا مذب ته اوښتي وو. نوموړي همدارنګه د ډنمارکي (د شافالتزکي دي موکادیل کورنۍ) او نارویژي (د بای کورنۍ) نسب هم درلود. ايډن يو ځل تعجب وکړ کله چې پوه چې د نوموړي یو نیکه، د چرچل د نيکه، مارلبورو د ډوک په شان، د باربرا کاسلمين سره مینه درلوده.
د ډېرو کلونو په اوږدو کې داسې ویل کېدل چې د ایدن اصلي پلار سیاستوال او لیکونکی جورج وینډم و، خو دا ناشونې وه ځکه چې د ایدن د زیږون پر مهال وینډم په سویلي افریقا کې و. همدارنګه، داسې ګنګوسې وې چې د ایدن مور د وینډم سره اړیکه درلوده. مور یې له وینډم سره په ۱۸۹۶ کال مینه ناکه لیکونه بدلول خو وینډم وینډلسټون ته ډېر کم تګ راتګ کاوه او شاید د سیبیل له احساسات سره لوبه نه وې کړې. د دې ګنګوسو له امله اډین حیران شو، خو د هغه د ژوند لیکونکي روډس جېمز په وینا، ښایي هغه په دې باور نه درلود. له خپلو وروڼو او خویندو سره نوموړي ورته والی نه درلود، خو د هغه پلار ښاغلې وېلیم هغه "د ګری له نسب ګڼلو، نه د ایدن"
ایدن د جان په نوم یو مشر ورور درلود، چې په ۱۹۱۴ کال کې په عملیاتو کې ووژل شو، او د نیکولاس په نوم یو کوچنی ورور درلود چې په ۱۹۱۶ کال کې د جتلنډ په جګړه کې هغه وخت ووژل شو چې د اچ ام اس اندیفتیګېبل جنګی بېړۍ وچاودېده او ډوبه شوه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article انتوني ایدن, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.