آلکسی کاسیګین

الکسي نیکولایویچ کاسیګین (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د فبروي ۲۱ مه – مړینه د ۱۹۸۰ زکال د ډسمبر ۱۸ مه) د سړې جګړې پر مهال شوروي چارواکی و چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په نیمايي کې د کمونیست ګوند د عمومي منشي لئونید برژنف په خوا کې د شوروي اتحاد له اغېزمنو سیاستوالو څخه و.

آلکسی کاسیګین
آلکسی کاسیګین
آلکسی کاسیګین

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ فبروري ۱۹۰۴
سینټ پیټرزبورګ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 18 ډيسمبر 1980 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
د شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریت (–۱۹۲۲)
د شوروي اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۲۷–)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کاسیګین په ۱۹۰۴ زکال کې د سن پترزبرګ ښار د روسي کارګري طبقې په یوه کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال کارګري پوځ ته ولېږل شو او په ۱۹۲۱ زکال کې د سره پوځ د عمومي بسیج له پای وروسته یې په سایبریا کې د صنعتي مدیر په توګه په کار پیل وکړ. کاسیګین د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې لینینګراد ته راوګرځېد او ژر ژر لوړو پوړیو ته ورسېد. د لویې وطني جګړې (دویمې نړیوالې جګړې) پر مهال کاسیګین د دولتي دفاع د کمېټې غړی و او دنده یې دا وه چې شوروي صنایع له هغو سیمو څخه په چټکۍ وباسي چې د جرمني د پوځ له خوا نیول کېږي. نوموړی وړاندې له دې چې د کوچنیو صنایعو وزیر (وروسته د د کوچینو صنایعو او خوړو وزیر شو) شي د مالیې د وزیر په توګه یې خدمت وکړ. ستالین په ۱۹۵۳ زکال کې له خپلې مړینې یو کال وړاندې کاسیګین په سیاسي کمېټه کې له دندې ګوښه کړ او په عمدي توګه یې د کاسیګین ځایګی د شوروي په اداره کې کمزوری کړ.

ستالین په ۱۹۵۳ زکال کې ومړ او د ۱۹۵۹ زکال د مارچ په ۲۰ مه، کاسیګین د دولتي پلان جوړونې د کمیټې (ګوسپلان) مشر وټاکل شو هغه دنده چې نوموړي څه باندې یو کال وساتله. کاسیګین وروسته د وزیرانو د شورا لومړی مرستیال شو. هغه مهال چې نکیتا خروشچف په ۱۹۶۴ زکال کې له دندې ګوښه کړای شو، کاسیګین او لئونید برژنف په نوبت سره د لومړي وزیر او لومړي منشي په توګه د هغه ځای ونیو. له دې وروسته کاسیګین له برژنف او نیکولای پودګورنی سره یوځای درې کسیزه عالي شورا رامنځته کړه چې د خروشچف پر ځای یې په شوروي اتحاد واکمني کوله.

له خروشچف وروسته د دغې عالي شورا په لومړیو کلونو کې کاسیګین د شوروي په سیاست کې د اغېزمنې څېرې په توګه راڅرګند شو. نوموړي د شوروي اتحاد د جمهوریتونو د اقتصاد د مدیریت سربېره له متحده ایالاتو سره د هستوي تسلیحاتو د کنټرول کولو اړوند د خبرو اترو د رهبرۍ او همدارنګه له نورو ټولو کمونیستي هېوادونو سره په اړیکو باندې د پام له مخې د هېواد د بهرني سیاست په برخه کې پام وړ مسئولیت پرغاړه درلود. له دې سره په ۱۹۶۸ زکال کې د پراګ د پسرلي پیل د هغه د سیاستونو پر وړاندې پراخ غبرګونونه راوپارول او برژنف ته یې لار برابره کړه څو په سیاسي دفتر کې د واک لرونکي په توګه هغه تر خپل اغېز لاندې راولي. په داسې حال کې چې دی او برژنف له یو بل سره مخالف و او تر هغه مهاله چې د ۱۹۸۰ زکال د اکتوبر په ۲۳ مه د بد روغتیايي حالت له امله تقاعد ته اړ شو په خپله څوکۍ پاتې شو. نوموړی دوه میاشتې وروسته د ۱۹۸۰ زکال د ډسمبر په ۱۸ مه ومړ.

بهرنۍ پالیسي

کاسیګین د خپلې واکمنۍ د لومړنیو کلونو پر مهال، له هېواده بهر له هېواد څخه د استازولۍ اړوند د برژنف حق له ستونزې سره مخ کړ، هغه دنده چې د کاسیګین په باور باید د دولت د مشر په واک کې وای هماغه ډول چې په غیر کمونیستي هېوادونو کې دود وه. دغه چارې د لنډ مهال لپاره دوام وکړ، هغه چې لامل وګرځېده هنري اې. کیسنجر په دې باوري شي چې کاسیګین د شوروي اتحاد مشر دی. کاسیګین چې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې له لومړۍ نړۍ سره اصلي مذاکره کوونکی و، وروسته له هغه چې برژنف خپل ځایګی په سیاسي دفتر کې تثبیت کړ او همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر اندری ګرومیکو په خپلو په دندو کې د هغه له لاسوهنې ستړی شو؛ نور نو په ډېرو کمو مواردو کې له دوهمې نړۍ بهر لیدل کېده.

په منځني ختیځ کې شپږ ورځنۍ جګړې د شوروي او امریکا ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي اغېز درلود؛ په همدې موخه د متحده ایالاتو دولت د شوروي سره د اړیکو د لا ښه کېدو په موخه کوسایګن د متحده ایالاتو له ولسمشر لینډون بي. جانسون سره د ناستې په موخه په ملګرو ملتونو کې له وینا کولو وروسته وروباله. په دغه ناسته کې چې د ګلاسبورو د مشرانو د کنفرانس په توګه پېژندل کېږي، جانسون او کاسیګین د اټومي توغندیو د محدود کولو اړوند هوکړې ته سره وه نه رسېدل، خو د دغې ناستې دوستانه او پرانیستې فضا د «ګلاسبورو د ارواح» په توګه یاده شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو هغه مهال وده وکړه چې د ۱۹۷۰ زکال د مسکو هوکړه د ۱۹۷۰ زکال د اګست په ۱۲ مه د شوروي اتحاد له خوا د کاسیګین او ګرومیکو او د لویدیځ جرمني له اړخه د ویلي برانت او والټر شیل له خوا لاسلیک شوه. په ۱۹۷۱ زکال کې کاسیګین د ډیوید راکفلر په ګډون له امریکايي پلاوي سره پراخه لیدنه ترسره کړه او د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ یې د اړیکو، له چاپېریال څخه د ساتنې، د وسلو د کنټرول او نورو مسایلو اړوند بحثونه وکړل.

کاسیګین د فنلنډ له ولسمشر اورهو ککونن سره نږدې اړیکې لرلې چې له شوروي اتحاد سره یې مرسته وکړه څو له فنلنډ سره متقابل فعاله سوداګري ولري او هغوی د سړې جګړې پر مهال له یو بل سره له مخ کېدو لرې وساتي.

په ۱۹۷۲ زکال کې کاسیګین د عراق له دولت سره د همکارۍ او ملګرتیا هوکړه لاسلیک کړه چې د عراق د عربي سوسیالیست بعث ګوند سره د شوروي اتحاد د پیاوړ اړیکو او همدارنګه د عراق له پخواني رهبر عبدالکریم قاسم سره د اړیکو پر بنسټ وه.

کاسیګین د هنګري د خلکو د جمهوریت د رهبر په توګه د یانوش کادار اقتصادي اصلاحات د شوروي د رهبرۍ له مداخلې څخه وساتل. پولنډی رهبر ولادیسلاو ګومولکا چې په ۱۹۷۰ زکال کې له خپلو ټولو دندو څخه ګوښه کړای شوی و، د ادوارد ګیرک ځای ناستی شو او هڅه یې وکړه د لومړۍ نړۍ څخه په پور اخیستو سره د پولنډ د خلکو د جمهوریت اقتصاد بېرته په پښو ودروي.

کاسیګین په ۱۹۶۶ زکال د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول ولوباوه او دواړه هېوادونه یې اړ کړل څو د تاشکند اعلامیه لاسلیک کړي. کاسیګین د وسلو د کنټرول په برخه کې تر ټولو مخکښ ویندوی شو. تېر ته په پام د کاسیګین همکارانو احساس وکړ چې هغه خپلې چارې په «ډېر صبر» ترسره کوي او «جدیت» په کې نه لري له همدې امله یې هېڅکله د نړیوال سیاست واقعي ذائقه وه نه څکله.

د چین او شوروي اتحاد ترمنځ جلاتوب کاسیګین ډېر خفه کړ او د یو مهال لپاره یې د هغو د نه بېرته جوړېدو څخه انکار کاوه. نوموړی په ۱۹۶۹ زکال کې د یو لنډ مهال لپاره د شوروي اتحاد او مائویستي چین ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله پکن ته سفر وکړ. کاسیګین د ځانګړو کسانو په یوه غونډه کې وویل، «موږ کمونېستان یو او هغوی هم کمونېستان دي. دا به ډېره سخته وي که چېرې موږ له یو بل سره مخامخ کښېنو او یوې هوکړې ته وه نه رسېږو». له دې سره د چین اړوند د هغه لیدلوري تغیر وکړ او د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر هارولډ ویلسون په خبره، کاسیګین چین ته د «یوې سازمان یافته پوځي دیکتاتورۍ» په سترګه کتل چې موخه یې هم د «ویتنام او ټولې اسیا» غلام کول و.

د افغان پلاوي سره د رسمي لیدنې پر مهال کاسیګین او آندری کریلنکو په افغان مشرانو نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین باندې د ستالینیستي ځپونکي چلن له امله نیوکې وکړې. دوی له افغان پلاوی سره ژمنه وکړه چې لا نورې اقتصادي او پوځي مرستې به ورسره وکړي، خو د شوروي د احتمالي مداخلې اړوند هر ډول ګنګوسې یې رد کړې، ځکه د کاسیګین په خبره په افغانستان کې مداخلې له لومړۍ نړۍ په ځانګړې توګه له لویدیځ جرمني سره د شوروي اتحاد بهرنۍ اړیکې خرابولې. ورته مهال په یوه پټه ناسته کې چې کاسیګین په کې حضور نه درلود، ځکه چې هغه د هر ډول پوځي مداخلې کلک مخالف و، سیاسي دفتر د رایو په اکثریت په افغانستان کې د شوروي د مداخلې څخه ملاتړ وکړ.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اندونیزیایي ژبهقانون څه ته وايي؟د لویې بریتانیا لومړی جورجکاظم خان شيداد انګليستان اقتصادي تاريخد لمريز کال مياشتېدافغانستان جمهوریتد فزیک تاریخچهمايکروسافټ وېنډوزګوګل مېپسد خلق ډموکراتيک ګوندکټوازچین د خلکو جمهوریتزرغونه اناسینه بغلږغ پوهنه ( فونیټیکس )مولانا بجليګرد حضرت عمر فاروق رض عدالتد ښځې تناسلي آلهتحليلي کېمياوالټ ډيسني شرکتنا خالص داخلي تولیدعثمان بن عفاند انګلستان دویم جېمزنړیوالې اړیکې (۱۸۱۴-۱۹۱۹ ز کال)د ادبي ليکونو پېژندنهالکساندر هرتسنګوګلپاپ یوولسم پیوسعبدالحی حبيبيپاکستانيهوديتپه مجازي نړۍ کې د شخصي حریم خوندیتوبپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانمارگرېټ ټاچرسلیمان ۱حديثتصوفروهتاس کلاد ګوګل تاریخچهپه بریتانیا کې بادي برېښناشهنواز تڼیقيام الدين خادماستاد قيام الدين خادمد افغانستان لنډ تاريخعبدالرحيم وردگټولنپوهنهد ټایپېنګ بلوا/بغاوتقزاقستانهايډروجنپکتيکا ولايتحجد چاپ ماشینافغانستان ته د اسلام راتگدیوبند دار العلومد انګستان درېیم ویلیامرابعه بلخيذوالقرنيند افغانستان د کريکټ ملي لوبډلهد ډيورنډ کرښهملا مشک عالمد واده شپهفقهويکيسفرنخودمرزا علم حميديلوګر ولایتایتروسکان تمدنلايم ناروغيوختناسا🡆 More