په فرانسه کې یهود ستېزي د فرانسې په خاوره کې د بیان یا کلماتو پر مټ د یهودانو ضد ایډیالوژي څرګندولو ته ویل کېږي.
یهودانو په رومي ګال کې شتون درلود، خو د شتون اړوند اطلاعات یې تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې نیمګړي دي. وروسته له هغه چې د روم سترواکي عیسویت ته واوښته، په یهودانو باندې یو لړ محدودیتونه ولګول شول او ډیری له هغو اړ شول چې ګال ته کډوال شي. په منځنیو پېړیو کې فرانسه د یهودانو د روزنې مرکز و، خو د وخت په تېرېدو سره د هغوی ځورونې زیاتوالی وموند چې په دغو کې په پریمانه کچه شړل او بېرته راګرځېدل شاملېږي.
بل پلو د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د فرانسې د انقلاب پر مهال فرانسه یوازنی اروپايي هېواد و چې خپلو یهودي وګړو ته یې آزادۍ ورکړې. له دې سره هم په یو شمېر کړیو کې یهودیت ضد افکارو شتون درلود ، هماغه ډول چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې دغه مخالفتونه د ډریفوس د پېښې او په ۱۹۴۰ مه لسیزه کې د جرمني د اشغال او ویشي رژیم پر مهال خپل اوج ته ورسېدل.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د فرانسې ویشي دولت له نازي اشغال کوونکو سره د ګڼ شمېر فرانسوي یهودانو او بهرنیو یهودي پناه غوښتونکو په شړلو او همدارنګه د اجباري کار کمپونو ته د هغوی په لېږلو کې مرسته وکړه. له دې سره هم ۱۱۰۰۰ نورو فرانسوي یهودانو د الجزایر په فرانسوي مستعمره کې ژوند کاوه. د جګړې په پای ته رسېدو سره د هلوکاسټ له امله د فرانسوي یهودانو شمېر ۲۵٪ راکم شو، په داسې حال کې چې دغه کچه د نازیانو تر اشغال لاندې نورو ټولو هېوادونو په پرتله لږ وه. د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د فرانسوي یهودانو شمېر په پام وړ کچه زیات شو، ځکه چې د الجزایر، مراکش او تونس له خپلواکۍ وروسته د دغو هېوادونو ګڼ شمېر یهودانو فرانسې ته کډه وکړه.
فرانسه نن ورځ په ټوله نړۍ کې له اسرائیلو او متحده ایالاتو وروسته د زیات شمېر یهودانو د لرلو له مخې دریم ځایګی لري. ورته مهال له ۲۰۰۰ زکال راهیسې په یهودانو او د هغوی په اموالو باندې په بریدونو کې زیاتوالی راغی چې د «نوې یهود ستېزۍ» اړوند بحث یې پارولی دی او اوس مهال ډیری یهودان په فرانسه کې د خوندیتوب احساس نه کوي. له ۲۰۱۰ زکال څخه راپدېخوا ډیری فرانسوي یهودان په فرانسه کې د یهود ستېزې د زیاتوالي له امله اسرائیلو ته کډه شوي دي.
په رومي ګال کې د یهودانو د شتون مخینه ناڅرګنده ده. د فرانسې سویلي برخه له میلاد وړاندې ۱۲۲ کال څخه د روم د سترواکۍ تر کنټرول لاندې وه. یهودان هم په ۷۰ زکال کې د دویم معبد له ویجاړېدو او له هغو ډېر وروسته د بارکوخبا د پاڅون او د اورشلیم له نړولو وروسته وپاشل شول. ډیری له دغو یهودانو څخه روم ته راغلل، چېرې چې ژولیوس سزار او وروسته هم اګوستوس هغوی ته د خوندیتوب ژمنه ورکړه. وروسته بیا دوی د دغې سترواکۍ تر لرې پرتو سیمو ورسېدل. ګال په ډېر احتمال سره له دې امله چې د تبعید شوو رومي سیاستوالو استوګنځای و، د ډېری یهودانو کور وګرځېد.
ورته مهال تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې په ګال کې د یهودانو د شتون معتبر اسناد شتون نه لري. ډیری دغه یهودان فلسطینیان نه و او یو شمېر یې د یهودي ډیاسپورا له خوا یهودیت ته اوښتي و. په ۳۱۳ زکال کې هغه مهال چې د روم سترواکۍ خپل رسمي دین عیسویت اعلان کړ او دغه سترواکي او سترواک قنسطنطین عیسويان شول، په یهودانو باندې یې یو لړ محدودیتونه ولګول او پر هغوی یې فشار راوړ چې کډوالۍ ته مخه کړي، همدا و چې هغوی ګال ته مخه کړه ځکه چې لا په زیاته کچه نه و عیسوي شوی. د دوی شمېر ډېر لږ و او د ماربون او مارسیل په ساحلي سیمو کې استوګن شول، خو نه یوازې دغو سیمو ته محدود و بلکې د سیند په اوږدو کې نږدې درو او ټولنو کې یې هم ژوند پیل کړ چې له کلرمونت – فراند څخه نیولې تر پواتیه پورې ورسېدل.
په ګال کې مېشتو یهودانو ځانګړي حقونه لرل چې د انتوني قانون له مخې ورکړل شوي وو؛ دغه قانون په ۲۱۲ زکال کې سترواک کارکالا د یو فرمان پر مټ وړاندې کړی و؛ په دغو حقونو کې د عباداتو آزادۍ، د دولتي څوکیو ترلاسه کول او په پوځ کې خدمت شامل وو. یهودانو هر ډول سوداګري کولای شوه او د نورو رومي وګړو سره یې کوم توپیر نه درلود؛ دوی د خپلو رومي سیالانو په څېر هماغه ډول جامې اغوستې او په رومي ژبه یې خبرې کولې. آن تر دې چې په خپله کنیسه کې یې هم نه یوازې له عبري ژبې کار اخیست بلکې رومي ژبه یې هم په کې کاروله. له همدې امله د دوی ترمنځ اړیکې په دغه مهال کې نسبتا غوره ګڼل کېږي.
یهودانو د ۱۷۹۱ زکال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه د فرانسې د ملي شورا د رایو پر بنسټ د فرانسوي تابعیت اړوند مساوي حقونه ترلاسه کړل. وروسته بیا په دغه پرېکړه کې تعدیل راغی او یو شمېر امتیازات یې ترې واخیستل، ځکه چې پخوانۍ بڼې یې یهودي ټولنو ته یې یو لړ خودمختارۍ ورکړۍ وې او غوښتل یې چې یهودان له نورو فرانسویانو سره یو ډول، نه له هغو زیات او نه هم له هغو کم، امتیازات ولري.
د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې ناپلیون بوناپارټ په اروپا کې د خپلو فتوحاتو پر مټ د انقلابي فرانسې معاصر پلوه عقایدو ته پراختیا ورکړه: د وګړو برابري او د قانون حاکمیت. د یهودانو اړوند د ناپلیون شخصي لیدلوری د مورخینو له خوا په بېلابېلو ډولونو تفسیر شوی دی، ځکه چې هغه په بېلابېلو مهالونو کې هم د یهودانو پر ضد او هم د هغوی په ګټه څرګندونې کړې دي. ارتدوکس خاخام برل وین ادعا کوي چې ناپلیون په لومړۍ درجه کې په ټولنه کې د یهودانو د ادغام له لیدو سره لیوالتیا لرله، نه دا چې هغوی د یوې جلا ټولنې په توګه وده وکړي: «له یهوادونو سره د ناپلئون ظاهري مدارا او انصاف د هغه د لویې نقشې پر مټ و چې هغوی په بشپړه توګه د یو ډول کولو، ودونو او د دین د بدلون پر مټ د خلکو ترمنځ ورک کړي».
۱۸۲۲ زکال ته په اړونده یوه لیکنه کې ناپلیون په خپله خوښه باندې د هغوی د پرېښودو ملاتړ کړی څو هغوی له «سود خوړولو» مخ وګرځوي او «په ښو وګړو» واوړي، په داسې حال کې چې په ۱۸۰۸ زکال کې یې خپل ورور ژوروم ناپلیون ته متناقض لیدلوری بیان کړی او څرګنده کړې یې ده چې «زه ژمن وم یهودان اصلاح کړم، خو کومه هڅه مې ونکړه هغوی خپل قلمرو ته راوبولم؛ له دې څخه جلا ما له هر هغې چارې ډډه کړې چې د بشریت دغه منفور ډول ته په کې درناوی کېږي».
اوس مهال فرانسه له متحده ایالاتو وروسته پریمانه یهودي ډیاسپورا لري چې د اټکل له مخې یې شمېر له ۵۰۰ زرو څخه تر ۶۰۰ زرو پورې دی. پاریس یې له نورو ښارونو زیات یهودان لري او ورپسې یې د مارسي ښار دی چې ۷۰ زره یهودي وګړي لري او ډیری دغه یهودان په اصل کې له شمالي افریقا څخه دي. په ۱۹۶۷ زکال کې له شپږ ورځنې جګړې او همدارنګه د ۱۹۷۰مې لسیزې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال په فرانسه کې د صهیونېزم ضد مبارزاتو وروسته د یهود ستېزۍ له عبارت څخه ګټنه زیاته شوې ده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article په فرانسه کې یهود ستېزي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.