د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

ستر مفسر :

استاد ناصر مکارم شيرازي

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

۱.موږ په خپل پېر کې د ستر بدلون شاهدان یو، هغه بدلون، چې د اسمان له یوه ستر دین ؛يعنې «اسلامه» سرچینه اخلي.

اسلام زموږ په زمانه کې نوی  ژوند موندلی، د نړۍ مسلمانان ویښ شوي او خپل اصل  ته ستنېږي او د خپلو ستونزو حل، چې په بل ځای کې یې نه دی پېدا  کړی، د اسلام په ښوونو، اصولو او فروعو کې لټوي .

                       د دې بدلانه لامل څه دى؟ دا یو بله موضوع ده، مهمه دا ده  چې پوه شو ددغه ستر بدلون نښې په ټولو اسلامي هېوادونو او ان  له اسلامي نړۍ بهر څرګندې شوي دي او له همدې امله د نړۍ ډېر خلک غواړي پوه شي اسلام   څه وايي او د نړۍ د خلکو لپاره څه نوی پیغام لري؟

                       په دغه حساسو شرائطو کې دا زموږ دنده ده،چې اسلام هماغه ډول، چې دی بې له هېڅ ډول کمي زیاتي او په روښانه او د پوهېدو وړ ټکیو عامو خلکو ته برسېره کړو او د هغه خلکو چې غواړي له اسلام او اسلامي مذهبونو لا ډېر خبر شي، تنده يې  د حقیقت په بیانولو ماته کړواو اجازه ور نه کړو، چې نور زموږ په ځای فیصله او خبره وکړي .

۲. له دې انکار نشي کېداى،چې په اسلام کې د نورو دینونو په شان بېلابېل مذهبونه دي،چې هر یو یې په عقیدتي او عملي مسائلو کې ځانته ځانګړتیاوې لري؛خو دغه توپیرونه دومره نه دي،چې ددې دین د لارويان تر منځ د نزدې ملګرتیا خنډ شي؛ بلکې هغوى کولای شي د ملګرتیا او غږملتیا تر سیوري لاندې خپل شتون د هغو توپانونو پر وړاندې،چې له ختیځ او لویدیځه راپورته کېږي وساتي او ګډو مخالفانو ته اجازه ورنه  کړي، چې خپلې نقشې پلي کړي .

په یقین ددې تفاهم رامنځ ته کول او د هغه  مزبوتیا او ژورتیا، د ځینو اصولو او ضوابطو خیال ساتلو ته اړتیا لري، چې تر ټولو مهم یې دادي،چې اسلامي ډلې یو بل ښه وپېژني او د هرې یوې ځانګړتیاوې بلې ته ښې څرګندې شي؛ځکه یوازې د یو بل په پېژندو د ناوړه تفاهمونو مخه نیولی او د ملګرتیا لار هوارولی شي .

د یو بل د پېژندو تر ټولو غوره لار دا ده،  چې په اصولو او فروعو  کې د هر یو مذهب عقاید، د هغه مذهب له مشهورو او پېژندل شویو عالمانو واخلي؛ځکه که موږ له ناپوهو کسانو پوښتنه وکړو،یا مثلا وغواړو د یو مذهب له عقایدو د هغوى د دښمنانو په وسیله خبر شو، حب او بعض  مقصد ته د رسېدو لار بندوي او تفاهم په دلسردۍ او بېلتون بدلېږي .

۳. پورتنیو دوو ټکیو ته په  پام مو اراده وکړه،چې د شیعیانو عقائد په اصولو او فروعو  کې او ورسره د شیعه مذهب ځانګړتیاوې په دې کتابچه کې راټول کړو او داسې لیکنه چمتو کړو،چې لاندینۍ ځانګړتیاوې ولري:

1)   د ټولو ضروري چارو نچوړ او خلاصه پکې وي،چې د لوستونکيو له غاړې د بېلابېلو او ډېرو کتابونو د لوستلو زحمت کم کړي .

2)   بحثونه روښانه او له هر ډول ابهامه لرې وي او ان  د هغو اصطلاحاتو له  کارولو پکې ډډه وشي،چې یوازې په ديني مدرسو او عملي چاپېریال کې استعمالېږي؛خو په عین حال کې په دې کار د بحث ژورتیا کمه نشي .

3)  که څه موخه د عقائدو  ويل دي؛  نه  د دلائلو بیان؛خو په حساسو ځاىونو کې تر هغه ځایه،چې ددې لنډې لیکنې طبیعت اجازه  راکوي، په بحثونو کې د قرآن، سنت او عقل دلائل هم وي .

4)  له هر ډول  پرده پوښۍ، مجمل ګویۍ او وارمخکې قضاوته خالي وي،چې حقیقتونه هماغه ډول، چې دي  وړاندې کړای شي .

5)  په ټولو بحثونو کې د نورو مذهبونو په پرتله د ادب اصولو او د قلم د عفت خیال وساتل شي .

                       دا کتابچه  د دې ټکیو په رعایت د بیت الله الحرام په سفر کې،چې  روح او زړه زیاته صفا لري،چمتو شوه، بیا پرې په بېلابېلو غونډو کې د یو شمېر عالمانو او پوهانو په شتون سره ژور غور او بحث وشواو بشپړه شوه. هيلمن یو په دې کار هغو موخو ته چې مخکې مو ذکر کړل، د رسېدو توفیق لاس ته راوړو او د قیامت د ورځې لپاره یوه توښه شي. دلته د وسمن پالونکي درشل ته لاسونه پورته کوو او وایو:

                        «رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلإيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الأبْرَارِ»[1]

د ۱۴۱۷ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشته

قم  ـ  مدرسه امیر المؤمنین (ع)

ناصر مکارم شیرازي

لومړۍ برخه

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

ګروهمن يو،چې: خداى تعالی د ټولو مخلوقاتو او کائناتو پنځوونکى دى او د پوهې،ځواک او ستريا آثار يې  د نړۍ په ټولو موجوداتو کې څرګند دي . زموږ په وجود کې دنننه، په ژوندي ژويو،بوټو، د اسمان په ستورو، بره عالم او په هر ځاى کې څرګند دى.

                       موږ ګروهمن يو څومره چې  د دې نړۍ په مخلوقاتو کې زیات فکر وکړو، د پاک ذات په عظمت او د پوهې او ځواک په پراختیا يې لا ډېر پوهېږو او د انساني پوهې او ټکنالوجۍ په پرمختګ هره ورځ يې د پوهې او حکمت نوي ورونه راته پرانستل کېږي او زموږ د فکر اړخونه لا پراخوي او دا تفکر به له  هغه ذات سره زموږ د زیاتېدونکې مینې سرچینه شي او هره شېبه مو د هغه له ذات سره لا نزدې کوي او د هغه د  جلال او جمال په رڼا کې مو ډوبوي .

                       قرآن مجید وايي «وَفِي الأرْضِ آيَاتٌ لِلْمُوقِنِينَ وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلا تُبْصِرُونَ؛  او  په ځمکه کې د یقین د پلټونکيو لپاره نښې دي او ستاسو په خپل وجود کې هم (نښې دي) آیا نه ګورئ؟

«إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأولِي الألْبَابِ* الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ؛[2] په رښتیا چې د اسمانونو او ځمکې په پېدایښت اود شپې او ورځې په تګ راتګ کې عقلمنو ته (روښانه) نښې دي ـ د هماغه کسانو لپاره چې خدای  تعالی په ولاړه او په ناسته کې او هغه وخت، چې په ډډه ملاست وي یادوي او د اسمانونو او ځمکې د پېدایښت په اسرارو کې فکر کوي (او وایي) خدایه!هېڅکله دې دا چټي نه د ي پېدا کړي!»[3]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو چې : د خدای تعالی ذات له هر ډول عیب او نیمګړتیا پاک دی او په ټولو کمالاتو پسوللى دی؛بلکې هغه کمال مطلق او مطلق کمال دی  او په بله معنا په دې نړۍ کې چې هر کمال او ښکلا ده، له پاک ذاته يې سرچینه اخلي.

                       «هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ  *هُوَ اللَّهُ الْخَالِق ُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الأسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»؛ هغه، هغه خدای دی،چې بې له هغه بل معبود نشته، اصلي واکمن او څښتن هغه دی،له هر عیبه پاک او سپېڅلی دی، په چا ظلم نه کوي، امنیت ورکوونکی دی. په هر څه څارنه کوي،ماته ناماتى بريمن دی،چې په خپلې نافذې ارادې هره چاره اصلاح کوي، هغه د عظمت وړ دی او سپېڅلی دی،له هغه څه چې ورسره ساري ټاکل کېږي ـ هغه خالق خدای دی، بې ساری پنځوونکی او (بې مثاله) انځورګر،د هغه لپاره نېکې نامې (اود کمال هر ډول صفتونه) دي، هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، دهغه تسبیح وايي او هغه عزیز او حکیم دی»[4]

                       او دا د هغه د جمالي او جلالي صفتونو یوازې یوه برخه ده .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې  : هغه هر اړخيزه  ناپايه دی : د پوهې او ځواک له نظره د ابدي او ازلي ژوند له نظره او له همدې امله په زمان او مکان کې نه ځایېږي؛ځکه زمان او مکان هر څه چې وي محدود دي؛خو په عین حال کې په هر ځای او هر وخت کې دی؛ ځکه تر زمان او مکان لوړ دی. «وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَهٌ وَفِي الأرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ؛ هغه دی،چې په اسمان کې معبود دی او په ځمکه کې معبود او هغه حکیم او علیم دی»[5]  وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ؛ هغه له تاسو سره دی په هر ځای کې چې وئ او  خدای تعالی د  هغه څه چې تاسو یې کوئ کتونکی دی»[6]

                       هو هغه موږ ته نزدې دی، هغه زموږ په روح   او ځان کې دی او هغه په هر ځای کې دی او په عین حال کې مکان نه لري «وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ؛ اوموږ ته د زړه تر رګه خورا نزدې دى»[7]

                       «هُوَ الأوَّلُ وَالآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ؛ هغه دی پیل او  پای او ښکاره او پټ او هغه  په  هر څه پوه دی»[8]

                       پردې بنسټ که د قرآن په ځینو آيتونو کې لولو، چې «ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ؛ هغه د عرش خاوند او د ستريا او عظمت څښتن دی»[9]

(دلته د عرش مطلب لوړ شاهانه تخت نه دی)او همداراز که په بل آیت کې لولو چې «الرحمن علی العرش استوی؛ رحمان خدای په عرش ځای پر ځای دی»[10]

                       د دې مطلب هېڅکله دا نه دی، چې هغه ځانګړى مکان او  ځای لري؛بلکې په ټولې مادي نړۍ او  ماورای طبیعت يې واکمني جوتوي؛ ځکه که دهغه لپاره پر یوه ځانګړي ځای قائل شو؛نو محدود به يې کړو او د مخلوقاتو صفات به ورته جوت کړو او هغه به مو د نورو مخلوقاتو په شان ګڼلی وي، حال دا  چې «لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ؛ هېڅ څیز يې په شا ن  نه دی»[11]

                       «وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ؛ د هغه لپاره هېڅ ساری او مثال نشته»[12]

۴. خداى جسم نه دی او هېڅکله نه لیدل کېږي

موږ ګروهمن يو،چې :خدای تعالی هېڅکله په سترګو نه لیدل کېږي؛ځکه په سترګو دلیدل کېدوو معنا دا ده چې  جسم لري، ځای، محل، رنګ بڼه او لوری لري او دا ټول د مخلوقاتو صفات دي او خدای تعالی تر دې لوړ دی،چې د مخلوقاتو صفتونه ولري .

                       پردې بنسټ د خدای د لیدو عقیده یو ډول په شرک ککړتیا ده «لا تُدْرِكُهُ الأبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ؛سترګې يې نه ویني؛خو هغه  ټولې سترګې ویني او هغه بښونکی او پوهه دی»[13]

                       له همدې امله چې کله د بني اسراییلو پلمه جوړوونکو له موسی(ع)د خدای د لیدو غوښتنه وکړه او و يې ویل :«وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ ان  نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً؛ هېڅکله  په تا ایمان نه راوړو،چې خدای  ښکاره ووینو»[14] موسی هغوی کوه طور ته بوتلل او  د هغوی غوښتنه یې تکرار کړه او د خدای له لوری یې داسې  ځواب واورېده «وَلَمَّا جَاءَ مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنْظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَنْ تَرَانِي وَلَكِنِ انْظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ؛ هېڅکله به ما ونه وینئ؛ خو غره ته وګوره که په خپل ځای ودرېده؛ما به وګورې او کله یې چې رب په غره جلوه وکړه، هغه یې دخاورې په شان کړ او موسی(ع) بېسده په ځمکه پرېووته، چې کله په هوش کې راغی عرض یې وکړ : خدایه! ته پاک یې له دې چې په سترګو ولیدل شې، زه تاته جاروځم او زه له لومړیو مؤمنانو څخه یم »[15]

                       او په دغه کیسې جوته شوه، چې خدای  تعالی هېڅکله نه شي لیدل کېدااى .

                       موږ ګروهمن يو چې :که په ځینو اسلامي روايتونو او آيتونو کې د خدای د لیدو خبره راغلې ده، د ليدو مطلب یې د زړه په سترګو  او با‌طني شهود دی؛ځکه همېشه د قرآن آيتونه د یو بل تفسیر کوي .(القرآن يفسر بعضه بعضا)[16]

                       پر دې سربېره حضرت علي (ع) د یو کس په ځواب کې چې له هغوى یې وپوښتل «يا امير المؤمنين هل راءيت ربک»  امیر المؤمنینه! ایا تا خپل رب لیدلی دی؟ و يې فرمایل: (ااعبد ما لا اری؛ ایا څوک چې مې نه دی  لیدلی عبادت یې وکړم؟»بیا یې  زیاته کړه: «لا تدرکه العيون بمشاهدة العيان، ولکن تدرکه القلوب بحقائق الايمان؛ سترګې هېڅکله هغه په ښکاره نه ویني؛ خو زړونه يې په ایمان درک کوي»[17]

                       موږ ګروهمن يو،چې :د خدای لپاره د مخلوقاتو د صفاتو قایل کېدل منجمله  د خدای لپاره د مکان، لوري، جسمیت او لیدل کېدو عقیده د خدای له معرفته د لرې کېدو اوپه شرک د اخته کېدو لاملېږي . هو ! هغه تر ټولو ممکناتو او د هغوی تر صفتونو لوړ دی او د هغه په شان یو څیز هم نشته.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې  : د معرفة الله په هکله تر ټولو مهمه مسئله، د توحید او د هغه د پاک ذات د یووالي پېژندل دي،په حقیقت کې توحید یوازې د  دین یو اصل  نه دی؛بلکې د ټولو اسلامي عقایدو روح او پانګه ده او په صراحت ویلی شو، چې (د اسلام اصول او فروع په توحید کې جوړېږي) په ټولو ځایونو کې د توحید او یووالي خبره ده او د پاک ذات د وحدت او  د خدای د صفاتو او  افعالو توحید او په بل تفسیر  ویلی شو، چې د انبیاوو د دعوت وحدت، د الهي دین  یووالی، زموږ د قبلې او اسماني کتاب یووالی،د ټولو انسانانو لپاره د الهي قوانینو او احکامو وحدت او اخر داچې د مسلمانانو د صفونو وحدت او د قیامت د ورځې وحدت .

                       له  همدې امله قرآن له الهي توحید هر ډول کږېدل او شرک ته ګروهنه، نه بښل کېدونکې ګناه ګڼي «إِنَّ اللَّهَ لا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا؛ خدای تعالی(هېڅکله)شرک نه بښي او تر هغې لاندې هر څه چې وغواړي (او غوره یې وګڼي) بښي او څوک چې د خدای لپاره ساری وټاکي لویه ګناه یې کړې ده.[18] «وَلَقَدْ أُوحې إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ؛ تا ته او تر تا مخکې ټولو پېغمبرانو ته وحې شوې،چې که مشرک شوې؛ ټول عملونو دې تباه کېږي اوله زیانمنو به يې»[19]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : د  توحید زیاتې څانګې دي، چې تر ټولو مهم یې لاندېنۍ څلور څانګې دي:

الف: د ذات توحید

يعنې د هغه پاک ذات ايکې يو دی او هېڅ ساری او مثال نه لري.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

يعنې د علم، ځواک، ازلیت، ابدیت او داسې نور صفتونه ټول د خدای په ذات کې دي او د هغه د ذات عین دي (؛يعنې له ذاته بېل نه دي) نه د مخلوقاتو په شان، چې صفات یې له یوه بله بېل دي؛البته د خدای تعالی له صفاتو سره د هغه  د ذات عینیت  فکري ظرافت او دقت ته اړتیا  لري.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

يعنې هر کار او حرکت او هر اثر او نښه،چې په هستۍ کې ده ټول د خدای په ارادې دي« اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ؛ خدای تعالی دهر څیز پېدا کوونکی او پر هر څه څارونکی او ساتونکی دی [20]

                       «لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ؛ د ځمکې او اسمانونو کنجیانې له هغه سره دي (او د هغه په ځواک کې دي)[21]

                       هو، «لا موثر فی الوجود الا الله؛بې دخدای له پاک ذاته هېڅ اغېزمن او موثر په نړۍ کې نشته»

                       خو ددې خبرې مطلب دا نه دی چې موږ په خپلو عملونو کې مجبور یو؛بلکې  د دې په اپوټه موږ په خپلو فیصلو او ارادې کې ازاد یو «إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا؛موږ هغه (انسان) هدایت کړ (لار مو هغه ته وښووله) که شاکر جوړېږي (او مني یې) او که کفران کوي (سرغړونه کوي)»[22]

                       «وَأَنْ لَيْسَ لِلإنْسَانِ إِلا مَا سَعَى؛ او د انسان لپاره بې له خپل عمله بل څه نشته»[23]

                       قرآني آیتونه په ډاګه ښیي، چې انسان د ارادې ازادي لري؛خو له دې امله چې د ارادې ازادي او د کارونو د کولو ځواک خدای تعالی موږ ته راکړی دی؛ نو زموږ اعمال په هغه تکیه لري، بې له دې چې دا استناد زموږ دکارونو پر وړاندې  زموږ مسوولیت کم کړی ـ  دقت وکړئ ـ

                       هو! هغه ا راده کړې ده چې موږ خپل عملونه په ازادۍ وکړو،چې له دې لارې موږ وازمېیي او د تکامل په لار کې پر مخ لاړ شو؛ ځکه د ارادې په ازادۍ  او په اختیار د خدای د اطاعت  د لارې په وهلو  د انسان تکامل کېږي؛ځکه  جبري او له اختیاره بهر کار نه د چا د ښه والي دلیلېدای شي او نه د بدوالي نښه!

                       اصولا که موږ په خپلو عملونو کې مجبور  وای،نه به د انبیاوو بعثت او د اسماني کتابونو نازلېدو څه مفهوم درلوده او نه به دیني احکامو او تکالیفو او تعلیم او تربیت، همداراز به الهي انعامو او سزا هم څه مفهوم او مطلب نه درلود.

                       دا هماغه څیز دی، چې موږ د اهل بیتو- علیهم السلام- له مکتبه هم زده کړي دي،چې موږ ته یې فرمایلي دي : نه مطلق جبر صحیح دی او نه مطلق تفویض او مخلوق ته د  چارو سپارل؛بلکې د دغو دواړو په منځ کې یو څیز دی  «لا جبر ولا  تفويض ولکن امر بين امرين»[24]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

يعنې عبادت یوازې خدای ته ځانګړى دی او د هغه له پاک ذات پرته بل هېڅ معبود نشته،د توحید دا څانګه يې تر ټولو مهمه څانګه ګڼل کېږي او الهي پېغمبرانو ډېرى پرې تکیه کړې ده: «وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ؛ هغوى (پېغمبرانو ته) بې له دې بل امر  ور نه کړل شو،چې یوازې د خدای عبادت وکړي او خپل دین هغه ته خالص کړي او له شرکه توحید ته ستانه شي...او دا دی د خدای پایداره دین»[25]

                       د اخلاقو او عرفان د تکامل د پړاوونو وهلو ته، توحید تر دې هم ژورېږي او هغه ځای ته رسي،چې انسان  باید یوازې په خدای پورې زړه وتړي،په هر ځای کې هغه وبلي او بې له هغه په بل څه فکر و نه کړي او هېڅ څیز يې فکر  له خدایه په ځان اخته نه کړي:«کلما شغلک عن الله فهو صنمک؛ هر څیز چې تا په ځان بوخت کړي او له خدایه دې لرې کړي، هغه دې بوت دی.»

موږ  ګروهمن يو،چې  د توحید څانګې یوازې دا څلور  نه دي، بلکې دمالکیت توحید(؛يعنې هر څه دخدای دي) «لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأرْضِ  [26] او د حاکمیت توحید  ؛يعنې قانون یوازې د خدای قانون دی «وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ[27]  ټول  د توحید له څانګو ځنې دي.

۷.موږ ګروهمن يو،چې د افعالي توحید اصل  په دې حقیقت ټینګار کوي، چې هغه سترې معجزې او خارق العاده چارې، چې الهي پېغمبرانو کړي دي،  ټول «باذن الله» و؛ لکه څرنګه چې قرآن مجید د حضرت مسیح(ع) په هکله فرمایي : «وَتُبْرِئُ الأكْمَهَ وَالأبْرَصَ بِإِذْنِي؛ مادرزاده ړانده او په برص (لاعلاجه ناروغۍ) اخته کسانو ته دې د خدای په امر شفا ورکوله!او مړي به دې زما په امر ژوندي کول»[28]

                       او د سلیمان دیو وزیر په هکله فرمایپ : قَالَ الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قَالَ هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي؛ هغه کس، چې داسماني کتاب علم ورسره و، وویل: مخکې له دې چې سترګې ورپوې، زه هغه (د ملکه سبا تخت) تاته راوړم او چې کله (سلیمان) هغه د ځان په نزد جوت  او مستقر ولیده، و يې ویل : دا زما د رب فضل (او اراده) ده»[29]

                       پردې بنسټ د خدای په امر او اراده حضرت مسیح(ع) ته د لاعلاجه ناروغانو د شفا او د مړیو د ژوندي کولو نسبت ورکول، چې په ډاګه په قرآن کې راغلي دي، عین توحید دی .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ د الهي پرښتو په شتون عقیده لرو،چې هره یوه یې ځانګړى ماموریت لري،ځینې یې انبیاوو[30] ته د وحې په رسولو مامورې وې او ځینې یې د  انسانانو د عملونو د ساتلو مامورې.[31]

او ځینې د روحونو د اخستو ماموریت لري .[32]

او ځینې له استقامت لرونکو مؤمنانو سره په مرسته مامورې .[33]

او ځینې په جنګونوکې  مؤمنانو ته په مدد رسولو مامورې.[34]

او ځینې دسرکښو قومونو د سزا مامورې[35] او د خلقت د نړۍ په نظام کې نور مهم ماموریتونه لري.

                       بېشکه له دې امله، چې  دا ټول ماموریتونه د خدای په امر او د هغه په مرسته او ځواک دي، له افعالي توحید او د ربوبیت د توحید له اصل سره هېڅ ټکر نه لري؛بلکې تاييدونکي يې دي.

                       ضمنا له دې ځایه روښانېږي،چې د پېغمبرانو  معصومانو او پرښتو شفاعت، له دې امله چې د خدای په امر دی، عین توحید دی «مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ؛ بې د خدای له امره هېڅ شفاعت کوونکی نشته»[36]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : عبادت یوازې  د خدای پاک ذات ته ځانګړى دی (؛لکه څرنګه چې د عبادت د توحید په مسله کې اشاره وشوه)؛نو که څوک بې له هغه د بل چا عبادت  وکړي «مشرک» دی، د ټولو انبیاوو بلنه هم په دې مسئله متمرکزه ده «إعْبُدُ اللهَ ما لَکُمْ مَنْ اَلهٍ غَيْرهُ؛ د خدای پرستش وکړئ، چې بې له هغه بل معبود نه  لرئ»

                       دا هغه خبره ده،چې په قرآن مجید کې څو څو ځله له  پېغمبرانو رانقل شوې ده.[37]

                       جالبه ده،چې موږ مسلمانان همېشه په خپلو لمنځونو کې د حمد سورت د تلاوت پر مهال دا مهم اسلامي شعار تکراروو«ایاک؛یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو»

                       روښانه ده،چې د خدای په امر او اراده  د انبیاوو او پرښتو شفاعت، چې  د قرآن په آيتونو کې راغلی دی،  د عبادت په معنا نه دی .

                       همداراز له پېغمبرانو سره توسل په دې معنا، چې له هغوى وغوښتل شي، چې  د خدای له مقدس ذاته د توسل کوونکي لپاره د ستونزې حل او هواری وغواړي،نه پرستش او عبادت ګڼل کېږي او نه له افعالي توحید یا د عباداتو له توحید سره ټکر لري او د دې مسئلې وضاحت به د نبوت په  بحث کې راشي.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې  که څه د خدای تعالی د وجود نښې په ټولې نړۍ کې دي، خود خدای د ذات حقیقت هیچا ته نه دی روښانه او هېڅوک يې د ذات تل ته نشي رسېدای؛ځکه د هغه ذات له هر نظره بې نهایته دی او موږ له هر نظره محدود او متناهي یو او له همدې امله احاطه مو پرې ناممکنه ده .«أَلا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطٌ؛ خبر اوسئ هغه په هر څه احاطه لري»[38]

                       «وَاللَّهُ مِنْ وَرَائِهِمْ مُحِيطٌ؛ او خدای تعالی په هغوى ټولو احاطه لري»[39]

به عقل نازی حکیم تا کی              به فکرت این راه نمي شود طی!

به کنه ذاتـش خرد بــرد پی            اګر رسد خــس  به قعر  دریــــــــا!

                       په مشهور نبوي(ص) حدیث کې لولو : چې آنحضرت هم فرمایل: ما عبدناک حق عبادتک و ما عرفناک حق معرفتک؛ موږ دې هغه ‌‌ ‌ډول  چې ستا له ذات سره ښیي، عبادت ونه کړ او لکه څرنګه چې دې د معرفت حق دی، و مو نه پېژندې!»[40]

  دلته دې غلط فهمي ونشي، د دې خبرې معنا دا نه ده، چې له دې امله، چې د هغه په پاک ذات «له تفصيلي علمه» محرومه یو؛نو له اجمالي علم او معرفته هم لاس واخلو او یوازې د معرفة الله  په باب د داسې الفاظو په ذکر،چې هېڅ مفهوم راته نه لري بسنه وکړو، دا هماغه د معرفة الله تعطیلول دي، چې موږ یې نه منو او عقیده پرې نه لرو؛ځکه قرآن او نور اسماني کتابونه د معرفة الله او د خدای د پېژندو لپاره نازل شوي دي . د دې موضوع لپاره زیات مثالونه وړاندې کولای شو، مثلا موږ د روح په حقیقت نه پوهېږو؛خو بېشکه له روحه اجمالي علم او پوهه لرو،موږ ته پته ده، چې روح شته او  اثار يې ګورو.

                       د امام محمد بن علي الباقر(ع) یو په زړه پورې حدیث  دی چې ويې فرمایل: «کلما ميزتموه باوهامکم فی ادق معانيه مخلوق مصنوع مثلکم مردود اليکم؛ هر یو څیز چې په خپل فکر او وهم کې په ډېرې دقیقې معنا تصور کړئ، ستاسو مخلوق او د ذهن جوړ دی او تاسو ته درګرځي (او خدای تعالی تر دې لوړ دی)[41]

                       له امیر المؤمنین علي (ع) په یوه بل حدیث کې د معرفة الله دقیقه او نرۍ لار په ډېر ښکلي او روښانه تعبیر  بیان شوې ده او فرمایي : لم يطلع الله سبحانه العقول علی تحديد صفته، ولم يحجبها امواج معرفته؛

                       سبحان خدای عقلونه  د خپلو صفاتو  له حدودو (تله) نه دي خبر کړي (او په عین حال کې یې هغوى له  لازم معرفت او شناخت  محجوب او محروم کړي نه دي»[42]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : لکه څرنګه چې د خدای د پېژندو او د هغه د صفاتو د معرفت  «تعطیل» غلط کار دی، د (تشبیه) په وادۍ کې پرېوتل هم غلط او شرک الود دی؛يعنې نه شو ویلای، چې  هغه پاک ذات بلکل نه پېژندل کېږي او معرفت ته يې لار نه لرو؛لکه څرنګه چې هغه له مخلوقاتو سره «شبیه» (ورته) نه شو ګڼلی؛ځکه یوه د «افراط» لار ده او بله د «تفریط» - دقت وکړئ .

دويمه برخه

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : خدای تعالی د انسان د هدایت، مطلوب کمال  او تل پاتې نېکمرغۍ ته د انسانانود رسولو لپاره پېغمبران او رسولان راستولي دي؛ځکه که نه یې وو رالېږلي، د انسان د پېدایښت موخه نه حاصلېده او انسانان د ګمراهۍ په کنده کې  پاتې کېدل او  په دې کار نقض عرض لازمېده. (؛يعنې د موخې پر خلاف څیز لازم راتله) «رُسُلا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا؛ پېغمبران یې (راواستول) چې زېري ورکوونکي او  وېروونکي وو،چې پر خدای د خلکو لپاره کوم حجت پاتې نشي(او د سعادت لار ټولو ته وښیي او پر  ټولو غاړې خلاصې شي)او خدای تعالی وسیال او حکیم دی»[43]

                       موږ باوري یو چې : په هغوى کې پينځه کسان «اولولعزم» ؛يعنې «د شریعت، اسماني کتاب او نوي دین » خاوندان وو،چې لومړی  یې «نوح» بیا «ابراهیم» او «عیسی» او وروستی یې «حضرت محمد(ص)» دی.

                       «وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا؛ رایاد کړه هغه وخت، چې له پېغمبرانو مو ژمنه واخسته او (همداراز) له تا او نوح او ابراهیم او موسی او عیسی بن مریم او موږ له هغو ټولو پیاوړې ژمنه واخسته (چې د رسالت په ادا کولو او د اسماني کتابونو په خپراوي کې هڅه وکړي)[44]

                       «فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ؛  صبر او استقامت وکړه هغه شان چې اولوالعزم پېغمبرانو صبر او استقامت وکړ»[45]

                       موږ ګروهمن يو چې د اسلام پېغمبر(ص) خاتم انبیاء او د خدای تر ټولو وروستى استازى دی او شریعت يې د نړۍ د ټولو خلکو لپاره دی او د نړۍ تر پایه پاتې دی؛يعنې د اسلام د ښوونو او احکامو جامعیت تر دې دی، چې د نړۍ تر پایه پورې په مادي او معنوي اړخونو کې د انسان ټولو اړتیاوو ته مثبت ځواب ورکوي او څوک چې د نوي نبوت او رسالت ادعا وکړي باطله او بې بنسټه ده .

                       « مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا؛ محمد(ص) په تاسو کې د هېڅ یو سړي پلار  نه دی؛ خو د خدای رسول او د پېغمبرانو د لړۍ ختموونکی دی، خدای تعالی له  هر څه خبر دی( او هغه څه چې ضروری وو، هغه ته یې ورکړي دي.»[46]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

سره له دې چې موږ اسلام په دې زمانه کې  د خدای یوازېنی رسمي دين ګڼو؛خو باوری يو چې باید د نورو اسماني دینونو له لارويانو سره ګډ سوله ایز ژوند ولرو،که هغوی په اسلامي هېوادونو کې ژوند کوي او که په نورو هېوادونو کې؛ خو په هغوى کې هغه کسان، چې له اسلام او مسلمانانو سره جګړه  او نښته وغواړي : «لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ؛ خدای تعالی تاسو له هغو کسانو سره له نېکۍکولو او ورسره په عدالت له چلند کولو نه منعې کوي چې د دین په خاطر یې درسره جګړه ونه کړه او تاسو یې له کور او وطنه و نه باسلئ؛ځکه خدای تعالی عدالت کوونکي خوښوي.»[47]

                       موږ ګروهمن يو،چې :په منطقي بحثونو  د اسلام حقیقت او تعلیمات د نړۍ نورو خلکو ته ښکاره او بیانولای شو، موږ د اسلام  جاذبه دومره پياوړې ګڼو، چې که په ښه طریقه بیان شي، زیاتې ډلې ځانته متوجې کوي، په تېره بیا په نننۍ نړۍ کې، چې د اسلام د پیغام اورېدو ته اورېدونکي غوږونه ډېر زیات دي . په همدې دلیل موږ عقیده لرو، چې باید اسلام  په زور او د جبر او فشار له ليارې په نورو ونه تپل شي: «وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاةِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ؛ د دین په قبلولو کې په چا زور نشته؛ ځکه سم له ناسمه ښکاره شوی دی»[48]

                       موږ ګروهمن يو،چې :د اسلام په جامعو اوامرو د مسلمانانو عمل کول د اسلام د معرفي کولو لپاره یو بل عامل کېدای شي؛ نو زور او تپلو ته اړتيا نشته .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې :ټول الهي پېغمبران معصوم دي؛يعنې په ټول عمر کې (هم تر نبوته مخکې او هم وروسته) له «خطا او تېروتنې» او «ګناه» د خدای په تایید خوندي او محفوظ دي؛ځکه که خطا یا ګناه  وکړي، د نبوت مقام ته ضروري اعتماد ترې سلبېږي او خلک نشي کولی هغوى د ځان او خدای ترمنځ ډاډمنه واسطه  وګڼي او هغوى د ژوند په ټولو اعمالو کې خپل لارښود او رهبر وټاکي .

                       له همدې امله موږ باوري یو چې که د قرآن د آيتونو په ځینو ظواهرو کې ځینې الهي پېغمبرانو ته د ګناه نسبت ورکړل شوی، دا «ترک اولی» ده (؛يعنې په دوو ښو کارونو کې یې هغه چې ښیګړه یې کمه وه انتخاب کړې يې ده؛ حال دا چې غوره دا وه چې ډېر ښه کار یې باید انتخاب کړی وای) یا  په بله ژبه «حسنات الابرار سيئات المقربين؛ د نېکانو ښه کارونه (کله) د مقربانو ګناه ګڼل کېږي »[49]؛ځکه له هر چا د هغه د مقام په اندازه هیله کېږي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو چې : د الهي پېغمبرانو او رسولانو تر ټولو ستر ویاړ دا و چې د خدای مطیع او فرمانبرداره بنده وي،له همدې امله هره ورځ په خپلو لمنځونو کې د اسلام د پېغمبر (ص) په باره کې دا جمله تکراروو: «و اشهد ان محمد عبده و رسوله؛ګواهی ورکوم  چې محمد(ص) د خدای بنده او استازى دی»

                       موږ ګروهمن يو،چې  هېڅ یو الهي پېغمبر د اولوهیت (خدایي) ادعا نه ده کړې او خلک یې خپل عبادت ته نه دي بللي: مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ؛ له هېڅ یو بشر سره نه ښایي چې خدای تعالی هغه ته اسماني کتاب او د نبوت حکم ورکړي بیا هغه خلکو ته ووایي:له خدایه پرته زما عبادت کوئ »[50]

                       ان  حضرت عیسی هم خلک هېڅکله د ځان عبادت ته نه دي بللي او تل یې ځان د خدای مخلوق بنده او استازی ګاڼه «لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلا الْمَلائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ؛ مسیح(ع) هېڅ کله يې په دې ابا (شرم) نه احساسوه چې د خدای بنده دې وي او نه د خدای مقربې پرښتې، (په  دې شرم محسوسوي، چې ځانونه د خدای بندګان وګڼي) [51]

                       د مسیحیت ننني تاریخونه هم ګواهي ورکوي، چې د «تثلیث» (په دریو خدایانو د عقیدې) مسئله د مسحیت په لومړیو پېړیو کې نه وه او دا تفکر وروسته پېدا شوی دی .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د پېغمبرانو عبودیت هېڅکله ددې خنډ نه دی، چې هغوى د خدای په امر او اراده  د  اوس، تېر او راتلونکي وخت له پټو چارو خبر وي : «عَالِمُ الْغَيْبِ فَلا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * إِلا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا؛ خدای تعالی په غیبو خبر دی او هېڅوک په خپلو غیبي اسرارو نه خبروي؛خو هغه رسولان، چې غوره کړي یې دي.[52]

                       موږ ته پته ده، چې د حضرت عیسی(ع)یوه معجزه دا وه، چې خلکو ته به یې د ځینو پټو خبرو خبر ورکاوه : «وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ؛  زه تاسو د هغه څه چې خورئ یې او  په کورنو کې یې ساتئ خبروم»[53]

                       رسول الله مبارک هم د الهي تعلیم له لارې  ډېر پټ خبرونه بیانول : «ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحېهِ إِلَيْكَ؛ دا د غیبو خبرونه دي، چې تاته یې وحې کوو»[54]

                       نو پر دې بنسټ هېڅ مانع نشته،چې الهي پېغمبران د وحې له لارې او د خدای په امر د غیبو خبر ورکړي او که په ځینو آيتونو کې  له  پېغمبر اکرم (ص) نه علم غیب نفې شوى دى : «وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ؛ زه له غیبو خبر نه یم او نه وایم، چې پرښته یم»[55]مطلب ذاتي او استقلالي علم دی؛ نه  هغه علم، چې د الهي تعلیم په ذریعه حاصل شي؛ځکه پوهېږو، چې د قرآن آیتونه د یو بل تفسیر کوي .

                       موږ ګروهمن يو،چې : دې سترو الهي پېغمبرانو خارق العاده چارې او مهمې معجزې «باذن الله» کولې او د خدای په امر ددې ډول چارو په کولو عقیده نه شرک دی او نه يې د عبودیت له مقام سره څه ټکر لري . حضرت مسیح(ع) ـ د قرآن مجید د وينا له مخې ـ د خدای په امر مړي ژوندي کول او د خدای په اذن او اجازه یې لاعلاجه ناروغانو ته شفا ورکوله: «وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ وَالأبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ»[56]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې :الهي پېغمبران او تر ټولو لوړ د اسلام پېغمبر(ص) د شفاعت مقام لري او د ځینو ګناهکارانو به د خدای په نزد شفاعت کوي؛ خو هغه هم د خدای په اذن او اجازه: مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ؛ هېڅ شفاعت کوونکی نشته؛ خو د خدای تر اجازې او اذن وروسته»[57]

                       «مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلا بِإِذْنِهِ؛ څوک دی، چې د هغه په نزد شفاعت وکړي بې د هغه له امره»[58]

                       او که  د قرآن په ځینو  آيتونوکې په مطلق ډول د شفاعت نفې ته اشاره شوې ده او فرمایي: «مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لا بَيْعٌ فِيهِ وَلا خُلَّةٌ وَلا شَفَاعَةٌ؛ انفاق وکړئ، مخکې تر دې چې هغه ورځ راورسي،چې په هغه ورځ نه بیع شته (چې څوک د ځان لپاره نېکمرغي او خلاصون واخلي) او نه دوستي (او معمولي ملګرتیاوې او رفاقتونه  څه ګټه لري) او نه شفاعت»[59]

                       دلته مطلب استقلالي او خپلواکه او بې د خدای له امره شفاعت دی، یا د هغو کسانو په هکله دی، چې د شفاعت وړتيا نه لري؛ځکه مخکې مو څو څو ځله وویل چې د قرآن آیتونه  د یو بل تفسیر کوي.

                       موږ ګروهمن يو،چې :د شفاعت  مسئله یوه مهمه  وسیله ده د انسانانو د  تربیت او سمې لارې ته دګناهکارانو د ستنولو لپاره او پاکۍ او تقوا ته د هڅولو او د ګناهکارانو په زړه کې د هیلې د ژوندي کولو لپاره؛ځکه د شفاعت مسئله بې حساب او کتابه  نه ده یوازې د هغو کسانو لپاره ده، چې  وړتيا یې ولري؛يعنې ککړتیا يې دومره نه وي، چې له شفیعانو سره یې خپل اړیکې بېخي شلولې وي؛نو د شفاعت مسئله  ګناهکارانو ته خبر داری ورکوي، چې  په ځان  پسې ټول پلونه مه خرابوئ او ځان ته د ستنېدو لار پرېږدئ او د شفاعت وړتیا له لاسه  مه ورکوئ .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو چې د «توسل» مسئله هم د «شفاعت» د مسئلې په شان ده، دا مسئله د معنوي او مادي ستونزو لرونکيو ته زمینه چمتو کوي، چې د اولیاوو الله  لمن ونیسي، چې د خدای په اذن  له خدایه يې د ستونزو حل وغواړي؛يعنې یوخوا پخپله د خدای درشل ته مخه کړي او بلخو د خدای ولیان وسیله وګرځوي «وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا؛ او که هغوی هغه وخت چې په ځان یې ظلم کاوه (او ګناه یې کوله)تاته راغلي وای او له خدایه یې بښنه غوښتې وای او د خدای رسول(ص) هم ورته بښنه غوښتې وای؛نو خدای به یې  توبه قبلوونکی او مهربان لیدلی وای.»[60]

                       همداراز د حضرت  یوسف(ع) په کیسه کې لولو:  چې هغوى په خپل پلار پورې متوسل شول او و يې ویل: «قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ؛ پلاره! زموږ لپاره له خدایه بښنه وغواړه؛ځکه موږ خطاکاره وو!» بوډا پلار يې (یعقوب) دا وړاندیز ومانه او مثبته وعده يې ورکړه،و يې ویل: «قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي؛ ډېر ژر به درته د خدای له درشله بښنه وغواړم»[61] دا په دې ګواه دي، چې (توسل ) په تېرو امتونو کې هم و او شته دی .

خو باید له دې منطقي حده مخکې ولاړ نه شو او د خدای ولیان په اغېز کې خپلواک او د خدای له ارادې او اذنه مړه خوا و نه ګڼو؛ ځکه دا د «شرک او کفر» لامل کېږي .

                       او همداراز نه ده پکار، چې توسل د اولیاوو الله د عبادت په بڼه کې راشي   دا هم شرک او کفر دی؛ځکه هغوى په خپل ذات کې او د  خدای له اجازې پرته د ګټې او تاوان مالکان  نه دي: «قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلا ضَرًّا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ؛ ووایه: زه ( ان ) د ځان لپاره هم د سود اوزیان مالک نه یم؛ خو هغه څه چې خدای یې وغواړي»[62] او غالبا په ټولو اسلامي فرقو کې په عوامو کې ځینې کسان وي، چې دتوسل په مسئله کې افراط او تفریط کوي،چې باید دې کسانو ته هدایت او لارښوونه وشي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو چې ټولو الهي پېغمبرانو یوه موخه درلوده او هغه په خدای او د قیامت پر ورځې د ایمان او صحیح دیني تعلیم او تعلم او په بشري ټولنو کې د اخلاقي  اصولو د تقویت له لارې د انسانانو نېکمرغي ده؛نوځکه ټول پېغمبران زموږ په نزد درانه او محترم دي، دا خبره قرآنم وږ ته راښوولې ده «لا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ؛ موږ د الهي رسولانو تر منځ هېڅ فرق نه کوو»[63]

                       که څه د وخت په تېرېدو او د لا لوړو تعلیماتو د اخستو لپاره د انسانانو په چمتووالي ،الهي دینونه تدریجا لا کامل، او تعلیمات یې لا ژور شوي دي تر دې چې د خدای تر ټولو کامل او وروستي دین ؛يعنې اسلام ته وار رارسېدلی دی او دا امر راغی: «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا؛ نن مې ستاسو دین کامل کړ او خپل نعمت مې په تاسو بشپړ کړ او اسلام مې ستاسو لپاره د (تل پاتي) دین په توګه  ومانه»[64]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : ډېرى پېغمبرانو له ځانه د وروسته راتلونکيو پېغمبرانو خبر ورکړی دی، منجمله حضرت موسی(ع) او حضرت عیسی(ع) د ا سلام د پېغمبر(ص) د راتللو څرګندې نښې وړاندې کړي دي، چې اوس هم په هغوى کې ځینې يې په کتابونو کې شته دي: «الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإنْجِيلِ.......  أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ؛ هغوی چې د خدای د رسول، امي نبي(خو پوه او خبر) لاروي کوي، هماغه پېغمبر چې صفتونه  یې په تورات او انجیل کې  چې د هغوى په نزد دی مومي، هغوى کامیاب دي»[65]

                       نوځکه تاریخ وایي: د اسلام دپېغمبر (ص) تر ظهوره مخکې  د یهودو یوه لویه ډله مدینې ته راغله او په بې صبرۍ يې د پېغمبراکرم د ظهور په تمه وو؛ځکه په خپلو کتابونو کې یې لیدلي وو، چې هغه به په دغه ټاټوبي کې راڅرګندېږي.که څه ددې لمر تر راختو وروسته يې ځینو ایمان راووړ او ځینو  نورو چې خپلې ګټې یې په خطر کې لیدلې، مخالفت يې ورسره وکړ!

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې :الهي اديان،چې پر پېغمبرانو نازل شوي دي ـ په تېره بیا ـ اسلام دين یوازې د وګړيز ژوند په اړه  او په اخلاقي او معنوي  مسائلو پورې محدود نه  دی؛بلکې د ټولو ټولنیزو اړخونو سمونه هم پکې شاملېږي، ان  د ورځني ژوند لپاره ضروري ډېر علمونه او پوهې هم  خلکو له هغوى زده کولې چې ځینو ته یې  په قرآن کې اشاره شوې ده.

                       او همداراز ګروهمن يو چې : د هغوی الهي لارښوونکيو یوه موخه په بشري ټولنه کې عدالت دی.«لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ؛موږ خپل رسولان له روښانه دلائلو سره  ولېږل او ورسره مو اسماني کتاب او میزان (له باطله د حق پېژندل او عادلانه قوانین) نازل کړل چې (دنړۍ) خلک  په عدالت قیام وکړي»[66]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې :د خدای استازي په تېره بیا د اسلام پېغمبر(ص) هېڅ ډول قومي او نسلي امتیازات او توپیرونه نه منل؛بلکې ټول نسلونه،ژبې او د نړې بېلابېل قومونه او ولسونه ټول او ټول يې په نظر کې یوشان وو، قرآن ټولو انسانانو ته وايي:«يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ؛ خلکو! موږ تاسو له یو سړي  او یوې ښځې وپنځولئ او تاسو مو قبیلې  او تپې وګرځولئ، چې یو بل وپېژنئ (خو دا د امتیاز او لوړاوي کچه نه ده) په تاسو کې خدای ته تر ټولو  عزتمن هغه دی، چې زیاته تقوا ولري.[67]

                       له رسول الله مبارکه په یوه مشهور حدیث کې راغلي دي،چې د منی په ټاټوبي کې (د حج په مراسمو کې) په داسې حال کې چې پر اوښ سپور و،خلکو ته یې مخ کړ،و یې ويل : يا ايها  الناس! الا ان ربکم واحد وَ اِنّ اباکم واحدٌ اَلا لَا فضل لِعربی علی عجمی، و لَا لِعجمی علی عربی، ولا لاسود علی احمر، ولا لاحمر علی اسود، الا بالتقوی، الا هل بلغت؟! قالوا نعم! قال ليبلغ الشاهد الغائب؛ خلکو !  پوه شئ ستاسو خدای یو دی او پلار مو یو،نه عرب پر عجم لوړاوی لري او نه عجم پر عرب،نه تور پوستی پر غنم رنګي او نه غنم رنګی پر تور پوستي،خو په تقوا سره، ایا تاسو ته مې د خدای پیغام درورساوه؟ ټولو وویل: هو! و يې فرمایل: دا خبره دې حاضران غایبانو ته ورسوي.[68]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې :په خدای، توحید او د انبیاوو د تعلیماتو په اصولو  ایمان په اجمالي  ډول په فطري توګه د هر یو انسان په خټه کې دي،الهي پېغمبران دغه  پرثمره تخمونه  خړوبوي او له شاوخوا يې د شرک او کفر بې کاره بوټي للون کوي: «فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ؛ دا (د خدای  خالص دین) هغه فطرت دی،چې خدای  تعالی ټول انسان پرې  پېدا کړي دي، د خدای په پېدایښت کې هېڅ ډول بدلون نشته (او دا فطرت په ټولو انسانو کې جوت دی) دا دی کلک او استواره  دین خو ډېرى خلک نه پوهېږي»[69]

                       نوځکه په تاریخ کې  انسانانو تل دین درلوده او د لویو مورخانو په باور  بې دیني  بېخي لږه او استثنایي چاره وه او ان  هغه ولسونه هم، چې  د دین په خلاف تر سختو تبلیغاتو لاندې وو کله یې چې ازادي لاس ته راوړې ده، دیندارۍ ته جاروتلي دي؛ خو له دې انکار نه شو کولای، چې د ډېرو  پخوانیو قومونو د پوهې او کلتور د کچې د ټیټوالي له امله  دیني عقائد او اداب له چټیاتو او وهمیاتو سره يو ځاى شول او د الهي پېغمبرانو دنده دا وه، چې د انسانانو  د فطرت له  هندارې د دغو خرافاتو او چټیاتو زنګونه پاک کړي.

درېمه برخه

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهم يو چې : خدای تعالی د انسانانو د هدایت لپاره ډېر اسماني کتابونه  رالېږلي دي، منجمله د ابراهیم او نوح «صحیفې» او «تورات » او «انجیل» او تر ټولو جامع  «قرآن مجید» او که دا کتابونه نه وای نازل شوي؛نو انسان به د خدای پېژندنې او د پالونکي د عبادت په لار کې  تېروتي وو او د خپلې اړتیا له ټولنیزو قوانینو او د تقوا اخلاقو او روزنې له اصولو به لرې پاتې شوي واى .

                       دا اسماني کتابونه د رحمت د باران په شان  په زړونو وورېدل او د انسانانو په خټه کې یې د تقوا، اخلاقو، معرفة الله،علم او حمکت تخمونه زرغون او وروزل .

                       «آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ؛ پېغمبر  په هغه څه چې د د رب لخوا يې پرې نازل شوي، ایمان راوړی او ټولو مؤمنانو (هم) په خدای پرښتو او ټولو کتابونو او استازو ایمان راوړی دی.»[70]

                       که څه له بده مرغه د  وخت په تېرېدو او د ناپوهانو او نااهلانو په لاسوهنې په ډېرو اسماني کتابونو کې تحریف وشو او غلط افکار ورسره ګډ کړای شول؛ خو قرآن مجید په هغو دلائلو چې وروسته به یې ذکر کړو، له هر ډول لاسوهنې خوندي پاتې شو او د لمر په شان په ټولو وختونو او پېړیو کې ځلېږي او زړونه روښانوي.

                       «قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ*  يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلامِ؛ د خدای لخوا تاسو ته ښکاره رڼا او کتاب راغلی دی ـ خدای تعالی د هغه په برکت هغه کسان، چې د هغه  له خوښۍ لاروي کوي، د سلامتیااو (سعادت) لارې ته هدایتوي.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې  قرآن د اسلام د پېغمبر(ص) تر ټولو ستره معجزه ده، نه یوازې د فصاحت او بلاغت، د بیان د خوږوالي او د معناوو د څرګندوالي له نظره؛ بلکې له نورو ډېرو اړخونو هم معجزه ده، چې د عقائدو او کلام په کتابونو کې یې تفصیل راغلی دی .

                       نوځکه عقیده لرو چې: هېڅوک د هغه په شان او ان  د هغه د یوې سورې په شان هم نشي جوړولای، قرآن څو څو وار هغو کسانو ته چې په شک او تردید کې وو، بلنه  وړکړې ده چې د دې په شان ان  یو سورت هم راوړئ؛ خو هغوى هېڅکله د مقابلې وس نه دی درلودلى : «قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الإنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقرآن لا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا؛ ووایه که انسانان او پیریان (جن او انس) سره  راټول شي، چې د قرآن په شان یو کتاب جوړ کړي، د دې په شان به  جوړ  نه کړای شي، که څه په  دغه کار کې له یو بل سره مرسته وکړي»[71]

                       «و وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ؛ او که د هغه  څه په اړه چې کله په خپل بنده (رسول الله) مو نازل کړي دی څه شک او شوبه لرئ (لږ ترلږه) د هغې په شان یوه سوره خو راوړئ او له خدایه پرته ددې کار لپاره خپل ګواهان  هم راوغواړئ که تاسو رښتیا وایئ»[72]

                       او عقیده لرو، چې قرآن د وخت په  تېرېدو نه یوازې نه زړېږي؛ نه بلکې معجزې یې نورې هم ښکاره کېږي او د مطالبو  عظمت یې نړیوالو ته نور هم څرګندېږي.

                       له امام صادق (ع) نه په یوه حدیث کې لرو چې فرمايي: «ان الله تبارک وتعالی لم يجعله لزمان دون زمان  ولناس دون الناس فهو فی کل زمان جديدو عند کل قوم غض الی يوم القيمة؛ خدای تعالی قرآن مجید د یوې ځانګړې زمانې یا ځانګړي قوم لپاره نه دی ټاکلی؛نو ځکه په هره زمانه کې تازه، او د قیامت  تر ورځې پورې د  هرې ډلې په نزد تاند او نوی کړ»[73]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : هغه  قرآن، چې نن د نړۍ له مسلمانانو سره دی، هماغه دی، چې د اسلام پر پېغمبر (ص) نازل شوی دی، نه پکې څه کم شوي دي  او نه ورباندې څه ورزیات شوي دي!

                       له هماغو ړومبيو ورځو زیات شمېر د وحې کاتبانو، د قرآن آیتونه تر نازلېدو وروسته لیکل او مسلمانان ژمن وو، چې شپه او ورځ هغه ولولي او په خپلو پينځګونو  لمونځونو کې يې تکرار کړي؛ خو ډېرو کسانو د قرآن آیتونه یادول او حفظ یې ساتل، د قرآن حافظانو او قاریانو همېشه په اسلامي ټولنو کې ځانګړى مقام درلود او لري یې. دغه ټولې چارې او ځینې نورې مسئلې لامل شوې، چې په قرآن کې هېڅ بدلون او تحریف ونه شي.

                       پر دې سربېره خدای تعالی د نړۍ تر پایه پورې د قرآن  د حفاظت ضمانت کړی دی او ددې الهي تضمین له امله هېڅ ډول تحریف او بدلون پکې ممکن نه دی: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ؛موږ قرآن نازل کړ او قطعا به يې حفاظت کوو»[74]

                       د اسلام ټول محققان او د شیعه او سنیانو ستر عالمان په دې خبره یوه خوله دي، چې دقرآن په لور د تحریف هېڅ لاس  نه دی اوږد شوی،  په شیعه او سنیانو کې یوازې  ګوته په شمېر کسان د ځینو روايتونو له مخې د تحریف خبره کړې ده؛ خو د دواړو ډلو پوهان او عالمان دغه نظر په کلکه ردوي او دا روایتونه «جعلي» ګڼي یا «په معنوي تحریف» (؛يعنې د قرآن د ځینو آيتونو لپاره د غلط تفسیر) په معنا یا د «قرآن د تفسیر» په ځای «د قرآن د متن» د اشتباه له  امله یې ګڼي. (دقت وکړئ).

                       هغه لنډ فکره کسان،چې ټینګار لري، د قرآن د تحریف عقیده،چې د شیعه او سني د  سترو او مشهورو عالمانو د صریحو کلماتو مخالفه ده،په ځینو شیعه او نورو ډلو پورې وتړي،په ناپوهۍ قرآن ته تاوان رسوي او د ناروا تعصبونو له امله  ددې ستر اسماني کتاب اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او د دښمن ژرندې  ته اوبه اچوي.

                       د پېغمبر اکرم له وخته د قرآن  د راغونډېدو د تاریخي ټپال مطالعه او د قرآن لیکلو، حفظ او تلاوت  ته د مسلمانانو د ډېر زیات ارزښت ورکول، په تېره بیا له لومړۍ ورځې د وحې د کاتبانو شتون دا حقیقت ټولو ته روښانوي،چې  په قرآن کې تحریف ناشونى چار و او همداراز له دې مشهور قرآنه پرته بل قرآن نشته، ددې دلیل ډېر روښانه دی او د تحقیق لار ټولو ته پرانستې ده؛ ځکه نن قرآن زموږ د ټولو په کورونو او زموږ د هېواد ټولو عامو جوماتونو او کتابتونونو کې شته دی ان  خطي قرآنونه،چې پېړۍۍ پېړۍۍ مخکې لیکل شوي او زموږ په میوزمونو کې ساتل کېږي، ټول ښیي، چې دا قرآنونه هماغه شان دي، چې په نورو اسلامي هېوادونو کې دي او که پخوا ددې خبرو د څېړنې لپاره لار خلاصه نه وه، نن خو ټولو ته د څېړنو ورونه پرانستي دي  او په ډېر لږ شان تحقیق سره، ددې ناروا تورونو بې اساس والی څرګندېږي .

                       «فَبَشِّرْ عِبَادِي الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ؛ زماهغه بندګانو ته زېری ورکړه،چې خبرې واوري او له ښو یې لاروي وکړ ي.

                       زموږ په علمیه حوزو او مدرسو کې نن قرآني علوم په ډېره پراخه توګه تدریسېږي او یو ډېر مهم بحث، چې په دغو درسونو کې دی،د قرآن د نه تحریف او نه بدلون مسئله ده .[75]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : هغه څه چې د انسان د مادي او معنوي ژوند لپاره ضروري دي. اصول یې په قرآن کې ذکر شوي دي، د حکومت د چلولو او سیاسي مسائلو، له نورو ټولنو سره د اړيکو، د ګډ ژوند سولې او جنګ اصول  قضايی او اقتصادي مسائل او داسې نور په قرآن کې یې کلي ضوابط بیان شوي، چې په کارولو يې زموږ د ژوند فضا روښانېږي.

                       «وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ؛موږ دا کتاب پر تا نازل کړ، چې د هر څه بیانوونکی او د اسلام د لارويانو لپاره هدایت رحمت او زېرى دی.»[76]

                       نوځکه زموږ عقیده دا ده، چې  «اسلام» هېڅکله له «حکومت او سیاسته» بېل نه دی او مسلمانانو ته امر کوي، چې د خپل حکومت واګې په لاس کې واخلي او په مرستې يې د اسلام لوړ ارزښتونه ژوندي کړي او اسلامي ټولنه داسې وروزل شي، چې ټول خلک د عدالت او انصاف په لار کې راشي او  د دوست او دښمن دواړو په حق کې  عدل اجرا شي .

                       «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ؛ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د عدل پوره  قایموونکي وسئ او د خدای لپاره شهادت ورکړئ، که څه  (دغه ګواهي) ستاسو  یا مو د مور پلار او خپلوانو په تاوان وي»[77]

                        «وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى؛ هېڅ کله له یوه قوم سره دښمني مو ګناه او د عدالت پرېښوولو ته ونه هڅوي، له عدالته کار واخلئ؛ځکه تقوا او پرهیزکارۍ ته نزدې ده»[78]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقیده لرو: چې د قرآن  تلاوت ډېر افضل عبادت دی او ډېر کم عبادتونه ورته رسي؛ځکه دا تلاوت په قرآن کې د فکر الهام بښونکی دی او تفکر او سوچ کول  د نېکو عملونو سرچینه ده .

                       قرآن د اسلام پېغمبر(ص) ته فرمايي : «قُمِ اللَّيْلَ إِلا قَلِيلا * نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلا  *أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقرآن تَرْتِيلا .... د شپې په لږې برخې کې  پاڅه، د شپې نیمه برخه یا له هغې کمه کړه، یا   ورزیاته کړه (بیدار اوسه) او قرآن په دقت او سوچ سره لوله!»[79]

                       او ټولو مسلمانانو ته په خطاب کې فرمایي : «فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقرآن؛ هر څومره چې تاسو ته میسر وي ( کولې شئ) قرآن ولولئ!»[80]

                       خو لکه څرنګه چې وویل شول د قرآن تلاوت باید د هغې په معنا او مطلب کې د تفکر او تدبر لپاره یوه وسیله وي او تفکر او سوچ هم باید په قرآن د عمل کولو مقدمه وګرځي: «أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا؛ ایا هغوى په قرآن کې تدبر نه کوئ یا یې په زړونو قفلونه لګیدلي دي»[81]

                       «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقرآن لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ؛موږ قرآن  د تذکر لپاره اسان کړ ایا څوک شته، چې متذکر شي (او عمل وکړي)!»[82]

                       «وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ؛ دا له برکته ډک کتاب دی (چې پر تا مو) نازل کړ نو  لاروي يې وکړئ!»[83]

                       پردې بنسټ هغه کسان، چې د قرآن په تلاوت او حفظ بسنه کوي او په قرآن کې «تدبر» او «عمل» پرې نه کوي،که څه له درې رکنونو  یې یو ترسره کړی دی؛ خو دوه مهم رکنونه یې له لاسه ورکړي دي او  په لوی خسران او تاوان اخته شوي دي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې : همېشه د قرآن په آيتونوکې له تدبر او ورباندې له عمل  کولو څخه د مسلمانانو دغړولو لپاره ځینو لاسونو کار کړی دی؛که یو وخت د امويانو او عباسيانو[84] په زمانو کې د قرآن (د قدیمي والي او حادث والي) بحثونو ته لمن ووهل شوه او مسلمانان یې په  دوو ډلو وویشل او په یو بل یې اخته کړل او په دې لار کې ډېرې وینې تويې شوې.حال دا چې نن موږ پوهېږو،چې دا بحث بېخي صحیح مفهوم، چې ورپاره جګړه وشي  نه لري؛ځکه که له کلام الله نه  مطلب د هغه حروف او نقوش او لیکنه  او کاغذ وي، بېشکه دا چارې حادثې دي او که مطلب هغه معناوې وي، چې د پالونکي په علم کې دي، بېشکه د خدای علم يې د ذات په شان قدیم او ازلي دی؛خو ظالمو او جائرو پاچايانو په کلونو کلونو مسلمانان په دې مسئله بوخت وساتل او نن هم نور لاسونه شته چې مسلمانان په بل ډول په قرآن کې له تدبر او په آيتونو يې له عمل کولو ژغوري .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې  : د قرآن الفاط يې باید په هماغه عرفي او لغوي معناوو حمل کړای شي (هماغه معنا ترې واخستل شي) خو دا چې له عقل یا نقله،په  قرآن کې دننه یا بهر کومه قرینه موجوده وي، چې په بلې معنا دلالت  وکړي؛(خو باید په مشکوکو قرائنو له تکیې ډډه وشي او په حدس او ګومان د قرآن د آيتونو تفسیر نه دی پکار)

                       مثلا چې کله قرآن وايي: «وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى؛ څوک چې په دې دنیا کې ړوند دی، په آخرت کې هم ړوند  او خورا بې لارې دی»[85] یقین لرو چې دلته د «اعمی» مطلب ظاهري ړوند والی، چې لغوي معنا یې ده،نه ده؛ځکه ډېر نېک او پاک خلک په سترګو نابینا وو؛بلکې مطلب د باطن او د زړه ړوندوالی دی .

                       دلته د  عقلیه قرینې وجود ددې تفسیر لامل شوی دی.

                       همداراز قرآن د اسلام د ځینو دښمنانو په هکله وايي: «صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَعْقِلُونَ؛ هغوی کاڼه ګونګیان او ړانده دي؛نو ځکه په څه نه پوهېږي»[86] ښکاره خبره ده، چې هغوى له ظاهري نظره کاڼه ګونګیان یا ړانده نه وو؛بلکې دا يې باطني صفات وو (دا تفسیر موږ  دحالیه قرائنو په  مټ، چې په لاس کې یې لرو کوو)

                       پردې بنسټ قرآن،چې د خدای په هکله فرمایي : «بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ؛ د خدای دواړه لاسونه پرانستي دي»[87] یا فرمایي: «وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا؛ (ای نوحه) زموږ د سترګو پر وړاندې  کشتۍ جوړه کړه »[88]

                       ددې آيتونو مفهوم هېڅکله د خدای جسماني غړي سترګې غوږونه او لا سونه نه دي؛ځکه هر جسم غړي لري او زمان او مکان او لوري ته اړتیا لري او اخر فاني کېږي او خدای تعالی تر دې لوړ دی، چې دا صفتونه ولري؛ نو له «یداه»  (لاسونو) مطلب هماغه  د خدای بشپړ ځواک دی، چې ټول کائنات یې  تر ولکې لاندې دي او له «اعین» (سترګو) يې مطلب علم او پوهه ده، چې پر هر څه یې لر ي .

                       پردې بنسټ موږ هېڅکله په دغو تعبیراتو جمود ـ که هغه د خدای د صفاتو په باب کې وي که په نورو کې ـ او په عقلي او نقلي قرائنو سترګې پټول نه  منو؛ځکه د نړۍ ټول وینا وال او سخنوران په دغه ډول قرائنو تکیه  کوي او قرآن دغه روده په رسمیت پېژندلې او منلې ده: وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلا بِلِسَانِ قَوْمِهِ؛ موږ هېڅ پېغمبر ونه لېږه  خو دهغه دقوم په ژبه »[89]

                       خو لکه څرنګه چې مو وویل قرائن باید روښانه او قطعي وي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ ګروهمن يو،چې :  تفسیر بالرای د قرآن مجید په هکله  یو ډېر خطرناک کار دی،چې په اسلامي روايتونو کې ستره ګناه ګڼل شوې ده او د خدای له درشله د پرېوتو او لرې کېدو لامل کېږي، په حدیث کې راغلي دي،چې خدای تعالی فرمایي : «ما امن بی من فسر برايه کلامی؛ هغه چې زما  خبره په خپله خوښه (او د خپل نفس په طبعه) تفسیر کړي، په ما یې ایمان نه دی راوړی»[90] څرګنده ده،چې که سم ایمان یې درلوداى؛نو د خدای کلام به  یې هماغه شانؤ چې دی، منلی وای؛ نه هغه شان،چې زړه یې غواړي .

                       په ډېرو مشهورو کتابونو (منجلمه صحیح ترمذي او نسایي او ابي داود) کې دا حدیث له رسول الله مبارکه نقل شوی دی : «من قال فی القرآن برايه او بما لا يعلم فليتبوء مقعده من النار؛ څوک چې قرآن په خپله خوښه تفسیر کړي یا په ناپوهۍ يې په  هکله څه ووایي،باید تیار شي، چې خپل ځاى په دوزخ کې ولټوي.»[91]

                       د تفسیر بالرای مطلب دا دی چې قرآن د شخصي یا ډله ایزو ګروهنو یا عقیدو له مخې معنا او تفسیر کړي او له خپلې عقیدې سره یې برابر کړي، بې له دې  چې قرینه او شاهد ورباندې موجود وي،داسې کس په  حقیقت کې د قرآن تابع نه دی؛بلکې غواړي قرآن د ځان تابع کړي او که په قرآن  یې پوره ایمان درلوده؛نو هېڅکله به یې دا کا ر نه کاوه.

                       په یقین وایو،چې که په قرآن کې د تفسیر بالرای ور خلاص شي، قرآن به چورلټ بې اعتباره شي او هر کس به یې په خپله خوښه معنا او تفسیروي او هره باطله عقیده به په قرآن تطبیقوي .

                       پردې بنسټ تفسیر بالرای؛يعنې د عربو د لغت او ادبیاتو د علم د اصولو  او د اهل زبان له پوهې پرته  په بل څه او په باطلو خیالاتو او ګومانونو او شخصي او ډله ایزو ګروهنو د قرآن تطبیقول او ورسمول، د قرآن د معنوي تحریف لامل کېږي.

                        تفسیر بالرای بېلابېلې څانګې لري، چې یوه پکې د قرآن له آيتونو سره د خپلې خوښې چلن دی، په دې معنا چې انسان مثلا په «شفاعت» او «توحید» «امامت» او داسې نورو بحثونو کې یوازې هغه آیتونه راواخلي،چې د هغه د وارمخکې قضاوت په لار کې وي او نور آیتونه، چې د هغه له افکارو سره غږمله نه دي او په نورو آيتونو تفسیروونکى کېداى شي، سترګې پټې کړي، یا ډېر په بې پروایۍ یې له څنګه تېر شي .

                       لنډه دا چې:  لکه څرنګه چې د قرآن مجید په الفاظو جمود او معتبرو عقلي او نقلي قرائنو ته  توجه نه کول یو ډول انحراف دی، تفسیر بالرای هم یو بل ډول انحراف او بې لاري ګڼل کېږي او دواړه د قرآن له لوړو تعلیماتو او ارزښتونو يې د لرې کېدو لاملېږي ـ دقت وکړئ .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ باوري یو چې: هېڅوک نشي کولای «کفانا کتاب الله» ووایي او په  نبوي احادیثو او سنتو،چې د قرآن د حقائقو د بیان او تفسیر او د  قرآن د عام او خاص او د ناسخ او منسوخ د پوهولو په باب دي  یا د دین  په اصولو او فروعو کې د اسلام له تعلیماتو سره موبوط دي، سترګې پټې کړي؛ځکه د قرآن آيتونو د پېغمبر اکرم (ص) سنت او د هغه کلمات او افعال د مسلمانانو لپاره حجت ګڼلي او هغه یې په اسلام د پوهېدو  او د احکامو  په استنباط کې  اصلي منابع ټاکلي دي: «مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا؛ هغه څه  چې د  خدای رسول (ص) ستاسو لپاره راوړي (او تاسو  ته یې امر کړی) واخلئ (او عمل وکړئ) او له هغه څه چې منعې کړې یې یئ ډډه وکړئ»[92]

                       «وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالا مُبِينًا؛ هېڅ ایماندار سړی او ښځه حق نه لري، چې کله خدای او پېغمبر یې یوه خبره لازمه وګڼي (د خدای د  امر پر وړاندې) اختیار ولري او هر څوک چې د خدای او د هغه د رسول نافرماني وکړي  په ښکاره ګمراهۍ اخته شوی دی»[93]

                       هغه کسان چې د پېغمبر (ص) سنتو ته بې پامي کوي، په حقیقت کې په قرآن سترګې پټوي؛خو څرګنده ده،چې د پېغمبر(ص) سنت باید له معتبرو لارو جوت شي او هره خبره چې هر کس یې په هغه لوی شخصیت پورې تړي،نشي منل کېداى .

                       حضرت علی (ع) په یوې وینا کې فرمایي: «ولقد کذب علی  رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم ان  قام خطيبا فقال: من کذب علی معتمدا فليتبوا مقعده من النار؛ د پېغمبر (ص) په ژوند کې  یې په آنحضرت پورې دروغ وتړل، تر دې چې پاڅېده او یوه خطبه یې ولوسته او ويې فرمایل:هر څوک چې په لوى لاس په ما پورې دروغ وتړي، باید په  اور کې خپل ځای ته د ورتللو لپاره تیار شي»[94]

                       دې  ته ورته معنا په صحیح بخاري کې هم راغلې ده .[95]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

او همداراز موږ عقیده لرو چې: د ا هل بیتو د امامانو ـ علیهم السلام ـ حدیثونه هم د پېغمبر اکرم (ص) په امر واجب الاطاعه دي؛ ځکه لومړى خو په مشهور  او  متواتر حدیث کې،چې د اهل سنتو او شیعو د حدیثو په ډېرى کتابونو کې ر اغلی دی دا خبره جوته شوې ده، په صحیح ترمذي کې  راغلي دي، چې پېغمبر (ص) وفرمایل: «يا ايها الناس انی قد ترکت فيکم ما ان اخذتم به لن تضلوا، کتاب الله وعترتی  اهل بيتی؛ خلکو ! ما په تاسو کې داسې څیز پرېښوده  چې که لمن یې راټینګه کړئ هېڅکله به ګمراه نشئ  د خدای کتاب او زما عترت؛يعنې اهل بیت»[96]

                       دويمه دا چې : د اهل بیتو امامان ـ علیهم السلام ـ خپل ټول حدیثونه له پېغمبر اکرمه (ص) نقل کړي د، او ویلي یې دي هغه څه  چې موږ یې وایو له خپلو پلار نېکونو له پېغمبره(ص)موږ ته رسېدلي دي.

                       هو پېغمبر اکرم د  مسلمانانو راتلونکی او ستونزې يې ښه لیدې  او د هغوی  د ډېرنده ستونزو حل لار یې  د نړۍ تر پایه پورې د قرآن او د اهل بیتو د امامانو ـ علیهم السلام ـ  په لاروۍ کې ګڼلې ده .

                       ایا په دومره مهم حدیث يې په مطلب او پياوړي اسنادو یې سترګې پټولای شو او بې دلیله ترې تېرېدای شو؟!

                       نو ځکه موږ عقیده لرو چې: که  دې مسئلې ته زیاته  توجه شوې واى، ځینې ستونزې به چې  ننني مسلمانان ورسره په عقائدو، تفسیر او فقهي چارو کې مخ دي نه وو موجود.

څلورمه برخه

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ باوري يو چې ټول انسانان تر مرګه وروسته يوه ورځ راپاڅول کېږي او د عملونو حساب کتاب به ورسره کېږي . نېکان او صالحان تلپاتې جنت ته ځي او بدان او ګناهکاران به دوزخ ته «اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لا رَيْبَ فِيهِ؛ بې له ايکي يو  خداىه بل پالونکى نشته . په يقين چې تاسو ټول به د قيامت پر ورځ، چې شک پکې نشته راغونډوو.»[97]

                       فَأَمَّا مَنْ طَغَى* وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا  *فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى* وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى  *فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى؛ نو هغه کس چې سرغړونه يې وکړه او د دنيا ژوند يې مخکې کړى دى، په يقين چې ځاى يې دوزخ دى او هغه کس چې د خپل رب له مقام (عدالته) ووېرېږي او نفس له هوا او هوسه وساتي بېشکه چې ځاى يې جنت دى)[98]

                       موږ باوري يو چې دا نړۍ په حقيت کې يو پُل دى، چې انسانان بايد ترې تېر شي او تلپاتې نړۍ ته ورسي،يا په بل تعبير :پوهنتون يا د تجارت بازار، يا پټى دى د بلې نړۍ لپاره .

                       حضرت علي د د نيا په هکله وايي «ان الدنيا دار صدق لمن صدقها... ودار غنی لمن تزود منها،و دار موعظة لمن اتعظ بها، مسجد احباء الله مصلی ملائکة الله و مهبط وحی الله ومتجر اولياء الله؛ نړۍ د صدق او راستۍ ځاى دى، د هغه کس لپاره، چې په صداقت سره له هغه سره چلن وکړي ... او د بې نيازۍ نړۍ ده، د هغه کس لپاره چې توښه ترې واخلي او د بېدارۍ او پوهې ځاى دى د هغه کس لپاره، چې پند ترې واخلي،د خداى د دوستانو جمات دى او د پالونکي د پرښتو د لمانځه ځاى او د الهي وحې د نازلېدو ځاى او د حق د دوستانو د تجارت ځاى »[99]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو، چې د قيامت دليلونه ډېر روښانه دي؛ ځکه اول خو  د دې نړۍ ژوند ښيي، چې دا ژوند د انسان د خلقت اصلي مقصد نشي کېداى،چې څو ورځې راشي، په ډېرو ستونزو کې ژوند وکړي او بيا هر څه ختم شي او له منځه لاړ شي «أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لا تُرْجَعُونَ؛ ايا ګومان مو کړى دى، چې تاسو مو چټي پيدا کړي ياست او موږ ته به نه جاروځئ» [100]

                       دې ته اشاره ده، چې که قيامت نه واى د دنيا ژوند به چټي او  عبث و .

                       بله دا چې: د خداى  د عدالت غوښتنه ده، چې نېک چاري او بدچاري چې غالبا په دې نړۍ کې په يوې ليکي کې راځي او کله کله بدکاران مخکې وي، له يو بله بېل شي او هر يو د خپل عمل سزا  او جزا وويني  «أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ؛ ايا  هغه کسان چې ګناهان يې کړي دي ګومان  کوي،چې موږ به يې د هغو کسانو په شان وګرځوو،چې ايمان يې راوړى دى او نېک عمل يې کړى دى؟ چې مرګ او ژوند يې يو شان وي؟ څومره بد قضاوت  کوي[101]؟!

                       درېمه دا چې: د خداى ناپايه رحمت لازموي،چې د هغه فيض او رحمت د انسان په مرګ ترې بېل نشي او د وړتيا لرونکيو او غوره انسانانو تکامل هماغه شان دوام ولري «كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لا رَيْبَ فِيهِ؛خداى تعالى رحمت په  خپل ځان فرض کړى دى او تاسو ټول  به د قيامت پر ورځ، چې شک پکې نشته راغونډ کړي»[102]

                       قرآن هغو کسانو ته چې د معاد په مسئله کې شک لري وايي:

                       څرنګه ممکنه ده د مړيو په ژوندي کولو کې د خداى په ځواک کې شک وکړئ په داسې حال کې چې تاسو په لومړي ځل هم هغه پيدا کړي ياست هماغه چې په اوله کې يې تاسو له خاورې پيدا کړئ بيا به مو هم بل ژوند ته ستانه کړي «أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الأوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ؛ اياموږ له لومړي خلقته عاجز وو (چې د قيامت  د ورځې د خلقت ځواک ونه لرو) خو هغوى په دغو ښکاره دليلونو په بيا پيداکولوکې شک لري ![103]

                       «وَضَرَبَ لَنَا مَثَلا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ * قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ؛ هغه زموږ لپاره مثال راووړ؛ خو خپل خلقت يې هېر کړ او و يې ويل :څوک به دا وراسته هډوکي ژوندي کوي؟ ووايه هماغه چې په اوله کې يې پيدا کړل او هغه له هر مخلوقه خبر دى»[104]

                       بله خبره دا چې ايا د انسان پيدا کول د اسمانونو او ځمکې تر پيدا کيدو ستره خبره ده ؟ څوک چې د دومره سترې نړۍ او د هغې د حيرانوونکيو څيزونو د پيدا کولو ځواک لري تر مرګه وروسته د مړيو د پيدا کولو وس هم لري . «أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ؛  ايا هغوى نه پوهېږي چې هغه خداى چې اسمانونه او ځمکې يې پيدا کړې او د هغو له پيداکولو بېوسه نشو، ځواک لري چې مړي ژوندي کړي؟ هو هغه د هر څه وس لري)[105]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې :  نه يوازې د انسان روح؛ بلکې روح او جسم به دواړه هغه نړۍ ته ستنېږي او يو نوى ژوند به پيلوي؛ ځکه هغه څه چې دلته يې کړي دي، په  همدې روح او جسم يې کړي دي او جزا يا سزا يې هم بايد دواړه وويني.

                       په  قرآن مجيد کې د قيامت په هکله په ډېرو آيتونو کې په جسماني معاد تکيه شوې ده او د مخالفانو د حيرانتيا پر وړاندې چې ويل يې: څرنګه به دا وراسته هډوکي بيا ژوندي کېږي،قرآن وايي «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ؛  هغه ذات  چې په اوله ورځ يې انسان له خاورې وپنځاوه، ددې کار وس لري )[106]

                       « أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ * بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ؛ ايا انسان ګومان کوي،چې (وراسته) هډونه  به يې راغونډ او ژوندي نه کړو؟ هو موږ د دې وس لرو، چې  ان  د هغه د ګوتو د سرونو (ليکې) هم برابرې کړو (او هغه اول حالت ته ستون کړو)[107]

                       دا آيت او ددې په شان نور آيتونه ټول د جسماني قيامت خبره کوي.

هغه آيتونه چې وايي تاسو به ضرور له قبرونو راپاڅوو، هم په ډاګه جسماني معاد بيانوي [108].

                       اصولا په قرآن کې د معاد ډېرى آيتونه روحاني او جسماني معاد تشريحوي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ باوري يو : هغه څه چې تر مرګه په وروسته نړۍ او په قيامت، جنت او دوزخ کې تېريږي تر هغه څه ډېر لوړ دي، چې موږ ترې په دې محدوده دنيا کې خبر يو «فَلا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ؛ هيچا ته پته  نشته چې څه انعام يې د (نېکانو) خوشحالولولپاره پروت دى»[109]

                       او په يوه مشهور نبوي حديث کې راغلي دي «ان الله یقول اعددت لعبادی الصالحین ما لا عین رات ولا اذن سمعت ولا خطر علی قلب بشر؛ ما دخپلو صالحو بندګانو لپاره داسې نعمتونه برابر کړي دي،چې هېڅ سترګو نه دي ليدلي او هېڅ غوږونو نه دي اورېدلي او د هېڅ انسان په زړه کې نه دي راغلي»[110]

                       په حقيقت کې موږ په دې دنيا کې داسې يو لکه يو جنين، چې د مور د نس په محدودې فضا کې وي او که فرضا عقل او پوهه هم ولري هغه حقايق او مفاهيم  چې له رحمه بهر موجود دي؛لکه : لمر،سپوږمۍ، هوا، د ګلونو منظرې او د سمندر د څپو غږونه هېڅکله نشي درک کولى، دا نړۍ د قيامت د نړۍ په پرتله داسې ده، چې د جنين نړۍ  زموږ د دې  نړۍ په پرتله وي _ سوچ وکړئ .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ  عقيده لرو چې : پر هغه ورځ به موږ ته زموږ د عملونو نامې (عمل نامې) راکول کېږي، د نېکانو عمل نامې به په ښي لاس او د بدانو به په کيڼ لاس کې ورکول کېږي، صالح مؤمنان  به د خپلو عمل نامو په ليدو سره خوشحالېږي او بدکاري به ډېر اندېښمن او خپه وي؛ لکه څرنګه چې قرآن مجيد فرمايي «فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَءُوا كِتَابِيَهْ *إِنِّي ظَنَنْتُ أَنِّي مُلاقٍ حِسَابِيَهْ *فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ  *فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ  *قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ *كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الأيَّامِ الْخَالِيَةِ *وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ؛ خو هغه کسان چې عمل نامه يې ورته په ښي لاس کې ورکړې ده (له خوشحالى به) غږ کوي چې اى (د قيامت خلکو) زموږ عمل نامه واخلئ او و يې لولئ،ما ته يقين و چې د عملونو حساب کتاب به راسره کېږي او هغه به په يو خوښ ژوند کې وي _ خو   هغه کس چې د عملونو پاڼه يې په کيڼ لاس کې ورکړې وي وايي : اى کاش چې زما عمل نامه يې نه واى راکړې»[111].

                       خو په دې کې چې د عملونو نامه څرنګه  ده؟ او څرنګه ليکل کېږي چې هېڅوک يې له مطالبو انکار نشي کولاى؟موږ ته سمه روښانه نه ده او لکه څرنګه چې مخکې هم اشاره وشوه اصولا معاد او د محشر ورځ  ځينې ځانګړتياوې لري، چې د جزيياتو درک يې د نړۍ د خلکو لپاره مشکل؛بلکې ناممکن دی؛خو کليات يې معلوم او داسې دي چې انکار ترې نشي کېداى.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې په قيامت کې پر دې سربېره چې خداى تعالى زموږ پر ټولو عملونو شاهد دى، ځينې نور ګواهان هم  زموږ په عملونو ګواهي ورکوي، ان  زموږ لاس پښې، پوټکى، هغه ځمکه چې ژوند پرې کوو او داسې نور ټول زموږ شاهدان او ګواهان دي . «الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ؛ نن (د قيامت پر ورځ) يې په ژبو مهرونه لګوو او لاسونه يې له موږ سره خبرې کوي او پښې يې په هغو کارونو چې کول يې (هم)شهادت ورکوي»[112]

                       «و قالوا لجلودهم لم شهدتم علينا قالوا انطقنا الله الذی انطق کل شيئ؛هغوى به د خپلو بدنونو پوټکي ته وايي: ولې مو زموږ پر خلاف ګواهي ورکړه ؟ په ځواب کې به ووايي : هماغه خداى  چې هر موجود يې په خبرو کړى دى،موږ يې هم ګويانه کړي يو (او دا د افشا کولو ماموريت يې موږ ته راکړى دى)»[113]

                       «يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا  * بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا؛ په هغه ورځ به ځمکه خپل خبرونه ښکاره کړي؛ ځکه  پالونکي دې ورته وحې کړې ده (چې دا ماموريت تر سره کړي)[114]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ په قيامت کې د  صراط او ميزان پر شتون عقيده لرو.

                       صراط هماغه پل دى،چې د جهنم د پاسه جوړ شوى دى او ټول بايد ترې تېر شي، هو د جنت لار له دوزخه تېرېږي

                       «وَإِنْ مِنْكُمْ إِلا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا*  ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوْا وَنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا؛ تاسو ټول به (بې له استثنا) دوزخ  ته داخل شئ، دا ستاسو د پرودګار حتمي او هرومرو چاره ده، بيا به هغه کسان، چې تقوا يې خپله کړې ده له هغه وژغورواو ظالمان به په داسې حال کې چې په ګونډو شوي دي په هغه کې پرېږدو»[115]

                       له دغه سختې لارې تېرېدل د انسانانو د عملونو په څرنګوالي پورې اړه لري؛لکه څرنګه چې په يوه مشهور حديث کې راغلي دي : مِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ مِثْلَ البَرقِ، وَ مِنْهُمْ مَنْ يَمُرّ مثل عَدْوِ الفَرَسِ، وَ مِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ حَبْوا وَمِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ مَشْياً وَ مِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ مُتَعَلّقاً، قدْ تاْخُذُ النّار مِنهُ شَيْئاً وَ تَرَکَ شَيئاً،[ځينې به د برښنا په شان ترې تير شي او ځينې به  د ګړندي اس په شان،ځينې په لاسونو او زنګنو،ځينې د پياده وو په شان او ځينې به ورپورې  ځوړند شي (او تېرېږي به) کله به د دوزخ اور له هغوى يو څه واخلي او کله به يې پرېږدي ][116]

                       خو ميزان لکه څرنګه يې  چې له نامې معلومه ده، وسيله ده د انسانانو د عملونو د معلومولو او تللو لپاره، هو پر هغه ورځ به د ټولو عملونه ارزول کېږي او د هر يو وزن او ارزښت به ښکاره شي :

                       «وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ؛موږ به د قيامت پر ورځ د عدل تلې قايمې کړو او په هيچا به لږ شان ظلم هم نه کېږي ان  که د غوښت د يوې دانې په اندازه يې هم نېک يا بد کار کړى وي، موږ يې حاضروو او  بدله يې ورکوو او کافي ده چې حساب کوونکي ووسو»[117]

                       «فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ *فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ *وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ؛ خو هغه چې پر  هغه ورځ يې، د عملونو تله درنه وي په راضي ژوند کې به وي او د چا تله چې سپکه وي ځاى يې دوزخ دى»[118]

                       هو زموږ باور دا دى چې په هغه نړۍ کې نجات او ژغورنه د انسانانو په عملونو پورې تړاو لري، نه په ارمانونو او خيالونو پورې، هر څوک په خپل عمل پړ دى او بې له تقوا او پاکۍ څوک نشي ژغورل کېداى «كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ؛ هر انسان  په خپل عمل پړ دى »[119]

                       دا د صراط او ميزان په  هکله مختصر شان وضاحت  و که څه جزييات يې موږ ته معلوم نه دي او لکه څرنګه چې مخکې مو هم وويل؛ ځکه د اخرت دنيا تر دې نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو ډېره لوړه ده، د هغې د ټولو مفاهيمو درک کول زموږ  لپاره چې په دې مادي نړۍ کې يو ستونزمن يا ناشوني دي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې په قيامت کې پېغمبران معصوم امامان او د خداى وليان د خداى په  امر د ځينو ګناهکارانو شفاعت کوي او خداى به يې بښي؛خو دا هېر نه کړو چې  دا حکم يوازې د هغو کسانو لپاره دى، چې له خداى او الهي وليانو سره يې خپل اړيکې نه دي غوڅې کړي؛ نو مطلب دا چې شفاعت بې قيد اوشرطه نه دى، هغه هم زموږ له عملونو او نيتونو سره يو ډول اړيکه لري .

                       «وَلا يَشْفَعُونَ إِلا لِمَنِ ارْتَضَى؛ هغوى بې له هغو کسانو چې خداى يې په شفاعت راضي وي د بل چا شفاعت نه کوي»[120]

                       او لکه څرنګه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه (شفاعت) د انسان د روزنې لپاره يوه لار او يوه وسيله  ده، د دې لپاره چې په ګناه کې د انسان  د ډوبيدو مخه ونيسي او د خداى له وليانو سره د انسان اړيکې او پيوندونه غوڅ نشي چې انسان ته وايي چې که په ګناه ککړ شوى هم يې له همدغه ځاىه ستون شه او تر دې زياته ګناه مه کوه.

                       په يقين "د ستر شفاعت" مقام له رسول الله مبارک (ص) سره دى او تر  هغه وروسته نور پېغمبران او معصوم امامان او ان عالمان او شهيدان او عارف او کامل مؤمنان او له هغه ور هاخوا قرآن او نېک عملونه هم د ځينو شفاعت کوي .

                       له امام صادق (ص) نه يو حديث دى  چې: ما من  احد من اولين والاخرين الا وهو يحتاج الی شفاعه محمد(ص) يوم القيمه؛ په لومړيو او وروستيو کې هېڅوک نشته؛ خو دا چې د قيامت پر  ورځ د محمد (ص) شفاعت ته اړتيا لري.[121]

                       په کنز العمال کې په يو بل حديث کې راغلى دى «الشفعاء خمسة: القرآن والرحم والامانه و نبيکم و اهل بيت نبيکم؛ د قيامت پر ورځ پينځه شفاعت کوونکي دي : قرآن، صله رحم، امانت، ستاسو پېغمبر او اهل بيت يې [122]

                       له امام صادق (ص) نه په يوه بل حديث کې راغلي دي : اذ کان  يوم القيمه بعث الله العالم والعابد،فاذا وقفا بين يدی الله عز وجل قيل للعابد انطلق الی الجنة، و قيل للعالم قف تشفع للناس بحسن تاديبک لکم؛ د قيامت ورځ، چې شي خداى تعالى (عابد) او (عالم) راپاڅوي، چې کله د خداى درشل ته ورشي، عابد ته ويل کېږي: جنت ته ولاړ شه او عالم  ته ويل کېږي ودرېږه او د هغه ښه روزنې په پار، چې د خلکو دې کړى شفاعت وکړه .[123]

                       دا حديث د شفاعت  فلسفې ته هم لطيفه اشاره لري .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې د دې دنيا او د آخرت په منځ کې يوه درېمه نړۍ شته چې برزخ نومېږي چې د ټولو انسانانو روحونه تر مرګه وروسته د قيامت  تر ورځې پورې هلته وي .

                       «وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ؛ او تر هغه (مرګه) وروسته برزخ دى د قيامت تر ورځې پورې»[124]

                       البته د هغه نړۍ له جزيياتو هم ډېر نه يو خبر او نه شو خبرېداى؛خو دومره پوهېږو چې د نېکانو او صالحانو روحونه چې په  لوړو درجو کې دي (لکه د شهيدانو) په هغه نړۍ کې به په ډېرو نعمتونو کې وي :

                       «وَلا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ؛ هېڅکله ګومان مه کوئ هغه کسان،چې د خداى په لار کې وژل شوي دي مړه دي؛ بلکې هغوى ژوندي دي او د خپل پالونکي په نزد رزق خوري»[125]

                       او همداراز د ظالمانو طاغوتيانو او د هغوى د ملاتړو روحونه به په هغه نړۍ کې په عذاب کې وي؛ لکه څرنګه چې قرآن د فرعون او آل فرعون په هکله فرمايي: «النّارُ يُعْرَضُوْنَ عَلَيهَا غَدواً وَغَشِياً وَ يَوْمَ تَقُوْمُ الساعةُ اَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ اَشَدّ العَذَابْ؛ د هغوى عذاب (په برزخ کې) د (دوزخ) اور دى، چې هر سهار او ماښام پکې سوځول کېږي او پر هغه ورځ چې قيامت شي (فرمايي) د فرعون آل په سختو عذابونو کې داخل کړئ»[126]

                       خو درېمه ډله چې لږې ګناهانې يې کړي دي، نه د دې ډلې برخه دي او نه د هغه ډلې او هېڅ عذاب او سزا نه لري،ته وا د برزخ په نړۍ کې داسې دي؛ لکه چې خوب وړي وي او د قيامت پر ورځ بردارېږي «وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالإيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ؛ او پر هغه ورځ، چې قيامت شي ګناهکاران قسم خوري له يو څو شېبو زيات  په برزخ کې نه وو .... خو هغه کسان  چې علم او ايمان ورته ورکړ شوى دى (مجرمانو ته په خطاب کې) وايي :تاسو د خداى  په امر د قيامت  تر ورځې (په عالم برزخ کې) وئ او اوس د قيامت ورځ ده؛ خو تاسو نه پوهېدئ»[127]

                       په اسلامي روايتونو کې هم له رسول الله مبارکه راغلي دي  چې و يې فرمايل: (القبر روضة من رياض الجنة او حفرة من حفر النيران؛ قبر يا د جنت د باغونو يو باغ دى او يا د دوزخ له کندو يوه کنده ده .) [128]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ باوري يو چې د قيامت بدلې هم مادي اړخونه لري او هم معنوي؛ ځکه قيامت (معاد) هم مادي دى او هم معنوي .

                       هغه څه چې په قرآن  او په اسلامي روايتونو کې د جنت د باغونو په هچې کله تر ونو لاندې به يې ويالې بهېږي راغلي دي «جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ؛ هغه باغونه، چې مېوې  او سيوري يې تل پاتې دي[129]  «أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا»[130]

                       او د ايماندارو لپاره پاکې جنتي جوړې دي «وَأَزْوَاجٌ مُطَهَّرَة»[131]

                       او داسې نور راغلي دي، همداراز هغه څه چې د دوزخ د سوځنده اور او سختو عذابونو په هکله راغلي دي، ټول د مادي   انعام او سزا په هکله دي .

                       خو تر دې مهمه معنوي انعام، د الهي معرفت وړانګې، د پالونکي روحاني نزدېکت او د هغه د جمال او جلال جلوې دي، دا هغه خوندونه دي، چې په هېڅ ژبه او بيان نشي بيانېداى .

                       د قرآن په ځينو آيتونو کې د جنت د ځينو مادي نعمتونو (شنو باغونو او پاکو ځاىونو)تر بيانولو وروسته زياتوي «وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ؛ او د خداى رضا او خوښي تر دغو ټولو لوړه ده) او بيا زياتوي : «ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ»! لويه کاميابي همدا ده»[132] هو ! تر دې لوړ خوند بل نشته، چې انسان پوه شي د خپل ستر معبود او محبوب له لوري منل شوى او هغه ترې راضي او خوشحاله دى .

                       له امام علي ابن الحسين (ع) په يوه حديث کې راغلي دي : «يقول (الله) تبارک وتعالى رضاى عنکم ومحبتى لکم خير و اعظم مما انتم فيه ...؛ خداى تعالى هغوى ته وايي: له تاسو زما خوښي او پر تاسو زما محبت تر هغو نعمتونو لوړ  او غوره دى، چې تاسو پکې يئ ...،هغوى به تل دا خبره اوري او تصديقوي يې » [133]

                       په رښتيا تر دې زيات بل کوم خوند دى، چې انسان ته دا خطاب وشي «يَا ايتهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ *ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً *فَادْخُلِي فِي عِبَادِي *وَادْخُلِي جَنَّتِي؛ اى  ډاډمن او ارامه نفسه خپل رب ته جاروځه، په داسې حال کې چې هم ته له هغه راضي يې او هغه له تا خوښ، او زما د بندګانو په ټولي کې ننوځه او جنت ته داخل شه»[134]

پينځمه برخه

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې : لکه څرنګه چې د خداى د حکمت غوښتنه ده،چې د انسانانو د هدايت لپاره پېغمبران ولېږي، د حکمت غوښتنه يې ده،چې تر پېغمبرانو وروسته په هرې زمانې او وخت کې د خداى له لوري د انسانانو د هدايت لپاره يو امام اولارښود وي،چې د انبياوو شريعتونه او الهي دينونه له تحريفاتو او بدلونونو وساتي، د هرې زمانې اړتياوې روښانه کړي او خلک د خداى او د پيغمبرانو د دين په لور وبلي او بې له دې د انسان د پنځولو موخه،چې تکامل او نېکمرغي ده نه پوره کېږي، انسان د هدايت له لارې پاتې کېږي، د انبياوو شريعتونه ضايع کېږي او خلک لالهانده کېږي .

                       نو ځکه موږ عقيده لرو  چې د اسلام تر پېغمبر (ص) وروسته په هر زمانه او وخت کې يو امام موجود و «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ؛ اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، الهي تقوا خپله کړئ او له رښتينو سره اوسئ»[135]

                       دا آيه کوم ځانګړي وخت ته ځانګړى نه دى او له صادقانو سره بې قيد و شرطه ملګرتيا په دې دليل ده، چې په هره زمانه کې يو معصوم امام شته، چې بايد لاروي يې وشي؛ لکه څرنګه چې ډېرو شيعه او سني مفسرانو په خپل تفسير کې دې ته اشاره کړې ده .[136]

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې امامت يوازې د ظاهري حکومت مقام نه دى؛بلکې يو ډېر لوړ معنوي او روحاني مقام دى او امام د اسلامي حکومت پر مشرۍ سربېره د دين او دنيا په چاور کې د ټولنې هدايت پر غاړه لري . د خلکو فکر او روح هدايتوي او د اسلام د پېغمبر شريعت له هر ډول تحريف او بدلون ساتي او هغه موخې،چې رسول الله مبارک ورته راواستول شو،پوره  کوي.

                       دا هماغه لوړ مقام دى چې خداى تعالى د نبوت او رسالت د لارې له کچ کولو او په ډېر ازمېښتونو کې تر بريالي کېدو وروسته ورکړ، آنحضرت هم د خپلو ځينو اولادونو او کورنۍ لپاره له خداىه ددې مقام غوښتنه وکړه او ځواب ورکړل شو چې هېڅکله به ظالمان او ګناهکاران دغه مقام ته  ونه رسي .

                       «وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ؛ راياد کړه هغه وخت چې د ابراهيم رب هغه په بېلابېلو چارو سره وازمېيه او له الهي ازمېښتونو بريالى راووته، خداى تعالى وفرمايل ته مې د خلکو امام وټاکلې، ابراهيم عرض وکړ : زما له کورنۍ هم  امامان وټاکه، خداى تعالى وفرمايل: زما عهد او ژمنه (امامت) هېڅکله ظالمانو ته نه  رسي . (او يوازې ستا له ځوځاته معصومانو ته رسي)[137]

                       څرګنده ده چې دا ډول مقام يوازې په ظاهري حکومت کې نه راټوليږي او که امامت په هغه ډول،چې وويل شول تفسير نشي دا آيت به څرګند مفهوم ونه لري .

                       موږ باوري يو چې : ټول اولواالعزم پېغمبرانو د امامت مقام درلود . هغه څه چې په خپل رسالت يې خلکو ته و ړاندې کول په عمل کې به يې هم پوره کول او د خلکو ظاهري، معنوي او مادي مشران ول، په تېره بيا رسول الله مبارک د نبوت له لومړيو د امامت او الهي رهبرۍ لوړ مقام هم درلود او د هغه کار يوازې د الهي حکمونو رسول نه وو .

                       موږ عقيده لرو چې : د امامت لړۍ تر پېغمبر (ص) وروسته هم د هغه د ځوځات او  اولاد په معصومو امامانو کې پاتې شوه .

                       هغه تعريف ته په پام،چې پاس د امامت په  هکله راغى ښه معلومېږي،چې دغه  مقام ته رسېدل، درانه شرائط لري هم د تقوا له نظره (له هر ډول ګناه د معصوم والي په حد کې تقوا) او هم د علم او پوهې له نظره او د دين په ټولو اوامرو او تعليماتو د برلاسي او په هره زمانه کې د انسانانو او د هغوى د اړتياوو د پېژندو له نظره . دقت وکړئ .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې امام بايد له هرې ګناه  او خطا پاک او معصوم وي؛ځکه پر هغه څه سربېره، چې د تېر آيت په تفسير کې راغلل، په غير معصوم کس باندې په هره چاره کې باور نه شي کېداى  او په هره چاره کې له هغه د دين اصول او  فروع نه شو اخستاى؛نو ځکه عقيده لرو چې (د امام وينا) د هغه د (اعمالو) او (تقرير) په شان شرعي دليل او حجت ده (د تقرير مطلب دا دى چې يو څوک يې پر وړاندې يو کار وکړي او هغه (معصوم) پرې غلى پاتې شي او په خپلې چوپتيا سره يې د کار په سموالي ټاپه ووهي.

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې امام  هېڅکله له ځانه (نوى شريعت او قانون) نه راوړي؛بلکې دنده يې د اسلام د پېغمبر د شريعت او دين ساتنه  او د هغه کار دغه سپېڅلي دين  ته د خلکو لارښوونه، د دين معرفي، تبليغ،تعليم او ساتنه ده .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

او همداراز عقيده لرو چې : امام بايد د اسلام په ټولو اصولواو فروعواو په احکامو او قوانينو او د قرآن په تفسير او معنا پوره پوره پوه وي  او په دغه څيزونو يې علم او پوهه الهي اړخ لري او له رسول الله مبارکه ورته رارسېدلي دي .

                       هو همداسې علم دى،چې خلک پرې پوره باور او اعتماد کولاى شي او  په اسلام په پوهېدو کې پر هغه تکيه او با ور کولاى شي.

٤٩ : امام بايد منصوص (ټاکل شوى) وي

موږ عقيده لرو چې امام او (د پيغمبر ځاىناستى) بايد منصوص وي؛يعنې  د پېغمبر اکرم په تصريح او نص او همداراز د راتلونکي امام لپاره د تېر امام په تصريح ټاکل کېږي . په بله ژبه،امام هم د پېغمبر (ص) په شان د خداى له لوري (د پېغمبر په وسيله) ټاکل کېږي؛لکه څرنګه چې د حضرت ابراهيم (ع) د امامت په هکله په آيت کې مو ولوستل: إنّي جَاعِلُکَ لِلنّاسِ إمَاماً، ما ته د خلکو امام وټاکلې .

                       پر دې سربېره، د عصمت په حد کې د تقوا  د شتون او د ستر علمي مقام (په دې حد کې چې بې له څه خطا او  تېروتنې په ټولو الهي تعليماتواو احکامو پوهه ولري) تشخيص يې  بې له خداى اورسوله بل څوک نشي کولى .

                       او په دې ډول موږ د معصومو امامانو امامت  د خلکو په ټاکنه نه ګڼو .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې : د اسلام پېغمبر تر ځانه وروسته امامان ټاکلي دي. په يو ځاى کې يې په عامه توګه، د ثقلينو په نامه مشهور  حديث کې فرمايلي دي.

                       په صحيح مسلم کې لولو : پيغمبر اکرم د مکې او مدينې په منځ کې د (غدير خم ) په نامه په يوه ځاى کې پاڅېده، يوه خطبه يې وويله، بيا يې وفرمايل : «نزدې ده، چې زه له تاسو ولاړ شم؛ إني تارک فيکم الثقلين، اولهما کتاب الله فيه الهدى والنور.... و اهل بيتي اذکرکم الله في اهلي بيتى؛ زه ستاسو په منځ کې دوه قيمتي څيزونه پرېږدم؛ لومړى يې د خداى کتاب دى، چې پکې رڼا او هدايت دى .... او اهل بيت  مې، تاسو ته سپارښتنه کوم، چې زما د اهل بيتو په هکله خداى مه هېروئ» (دا جمله يې درې ځله تکرار کړه)[138]

                       همدا معنا په صحيح ترمذي کې هم راغلې ده او په ډاګه وايي : (که د دغو دوو لمنه راټينګه ګړئ؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ) [139]

                       دا حديث په سنن دارمي[140] او خصائص نسائي[141] او مسند احمد[142] او په ډېرى مشهورو اسلامي کتابونو کې راغلى دى او په  دې کې هېڅ شک نشته او په حقيقت کې متواتر حديث ګڼل کېږي، چې  هېڅ مسلمان ترې انکار نشي کولاى او له روايتونو معلومېږي،چې رسول الله مبارک نه يوازې يو ځل؛ بلکې په بېلابېلو ځاىونو کې څو څو ځله  تکرار کړى دى .

                       څرګنده ده چې ټول اهل بيت د قرآن په څنګ کې دا لوړ مقام نشي درلوداى؛نو يوازې د پېغمبر(ص) له ځوځاته معصومو  امامانو ته اشاره ده (يوازې په ځينو کمزوريو او مشکوکو حديثونو کې د اهل بيتي په ځاى، سنتي راغلى دى)

                       موږ په يوه بل مشهور حديث کې چې په مشهورو سرچينو؛ لکه صحيح بخاري، صحيح مسلم، صحيح ترمذي، صحيح ابو داود او مسند حنبل او نورو کتابونو کې راغلى دى استناد کوو: رسول الله مبارک وفرمايل: لايزال الدين قائماان  تقوم الساعة او يکون عليکم اثنتى عشر خليفة کلهم من قريش،  د اسلام دين پر ځاى دى، د قيامت تر ورځې پورې او تر هغه وخته، چې دولس خليفه ګان په تاسو حکومت وکړي، چې ټول له قريشو دي .[143]

                       موږ عقيده لرو چې: د دغو روايتونو لپاره د منلو وړ تفسير نه تصور کېږي، بې له هغه څه چې د اماميه شيعه په کتابونو کې د دولسو امامانو په هکله راغلي دي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو : رسول الله مبارک په بېلابېلو ځاىونو کې علي (ع) په ځانګړې توګه د خپل ځاىناستي په توګه (د خداى په امر) معرفي کړى دى . منجمله په  غدير خم کې (جحفې ته نزدې يو ځاى) له حجة الوداع د ستنېدو پر مهال يې د خپلو ګڼ شمېر اصحابو په ټول کې خطبه وويله او دا مشهوره جمله يې: ايها الناس الست اولى بکم من انفسکم، قالوا بلى، قال : فمن کنتم مولاه فعلى مولاه؛ اى خلکو ! زه پر تاسو تر تاسو زيات حق  نه لرم؟ ويې ويل: هو! و يې فرمايل : د هغه چې زه يې مولا او لارښود يم او پر هغه  زيات حق لرم، علي يې مولا، لارښود او د زيات حق خاوند دى .[144]

                       داچې زموږ مقصد دا نه دى، چې د دغو اعتقاداتو په بيان کې ډېر   استدلالونه راوړو او ټينګار او بحث ولرو؛ نو دومر ه وايو، چې دا حديث داسې نه دى، چې په اسانۍ ترې انسان تېر شي يا د يوې  عامې دوستۍاو محبت په توګه تفسير کړاى شي، چې رسول الله مبارک په دومره تاکيداتو او تشريفاتو بيان کړى دى .

                       ايا دا هماغه څيز نه دى، چې  په کامل کې د ابن اثير په ويناپېغمبر (ص) د خپل رسالت په پيل کې، چې کله دا آيت (و انذر عشيرتک الاقربين) نازل شو، خپل خپلوان راغونډ کړل او اسلام يې وروړاندې کړ. بيا يې وفرمايل: ايکم يوازرني على هذ الامر على ان يکون اخى و وصى و خليفتى فيکم، په تاسو کې کوم يو په دې کار کې راسره مرسته کوي، چې په  تاسو کې زما ورور، وصي او خليفه  شي .

                       هيچا د پېغمبر اکرم بلنې ته ځواب ورنه کړ يوازې علي(ع) عرض وکړ «انا يا نبى الله اکون وزيرک عليه، زه به اى رسول الله په دې کار کې ستا وزير او ملګرى يم .

                       رسول الله (ص) ورته اشاره وکړه او و يې فرمايل: (ان هذا اخى و وصيى و خليفتى فيکم) دا هلک په تاسو کې زما ورور، وصي او خليفه دى[145]

                       او ايا دا هماغه نه ده چې پېغمبر (ص) د خپل عمر په وروستيو شېبو کې غوښتل يو ځل بيا يې بيان کړي او ټينګار پرې وکړي او د صحيح بخاري په وينا امر يې وکړ چې : ايتوني اکتب لکم کتابا لن تضلوا بعده ابدا،  ما ته يوه وسيله راوړئ چې يوه ليکنه درته وکړم، چې په برکت به يې تر ما وروسته هېڅکله نه ګمراه کېږئ او د حديث په دوام کې راغلي دي، چې ځينې کسانو له پېغمبر سره مخالفت وکړ او ان  ډېرې سپکې خبرې يې وکړې او د دې کار مخه يې ونيوه .[146]

                       بيا تکراروم، چې دلته زموږ موخه په مختصر دليل د عقايدو بيانول دي؛ نه زيات، که نه وي؛نو بحثونه به په بل ډول وو .

                      

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې : په دولسو امامانو کې  هر يو امام تر ځان وروسته د بل امام په راتللو ټنيګار کړى دى،چې لومړى يې علي ابن ابي طالب(ع) بيا يې زوى امام حسن مجتبى(ع) بيا يې بل زوى  حسين بن علي سيد الشهدا(ع) ورپسې يې زوى علي بن الحسين(ع) بيا يې زوى محمد بن علي الباقر(ع) او بيا يې زوى جعفر ابن محمد الصادق(ع) بيا يې زوى موسى ابن جعفر(ع) ورپسې يې زوى علي ابن موسى الرضا(ع) ورپسې يې زوى محمد بن علي التقي(ع) بيا علي ابن محمد النقي(ع) او بيا حسن ابن على العسکري(ع) او تر ټولو وروستى يې محمد بن الحسن المهدي _ سلام الله عليهم _ دى او موږ عقيده لرو، چې هغه اوس هم ژوندى دى؛البته يوازې موږ نه يو چې د مهدي په وجود عقيده لرو، چې نړۍ به له عدل او انصافه ډکوي؛لکه څرنګه چې به له ظلم او زياتي ډکه وي دا عقيده يوازې موږ ته ځانګړې نه ده؛بلکې ټول مسلمانان پرې عقيده لري او ځينو اهل سنتو عالمانو د مهدي(عج) د روايتونو د متواتر والي په هکله روغ روغ کتابونه ليکلي دي، ان  په هغه رساله  کې چې څه موده مخکې د (رابطة العالم الاسلامي) لخوا د هغه پوښتنې په ځواب کې چې د حضرت مهدي(ع) په هکله خپره شوې وه، د مهدي  د راښکاره کېدوه په مسلم  او هرومرو والي په ټينګارسره له پېغمبر اکرم څخه  د مهدي په  هکله ډېر روايت شوي حديثونه او اسناد ذکر کړي  دي . [147]خو ډېر يې عقيده لري، چې مهدي(عج) به په اخره زمانه کې پيدا کېږي؛خو موږ عقيده لرو، چې هغه دولسم امام دى او اوس هم ژوندى دى او په هغه وخت کې چې خداى ورته ماموريت ورکړي، له عدل اوانصافه به د ځمکې د ډکولو لپاره پاڅون کوي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې حضرت علي تر ټولو اصحابو غوره و او تر رسول الله (ص) وروسته يې په اسلامي امت کې لومړ ى مقام درلود؛ خو  سره له دې په دې مسئله کې هر ډول غلو او افراط حرام ګڼو او عقيده لرو، چې هغه کس، چې د حضرت علي لپاره د خداىۍ مقام يا داسې بل څه قائل دي کافر دي او د مسلمانانو له ليکې وتلي دي اوموږ د هغوى له عقيدو بېزاره يو که څه له بده مرغه د شيعه له نامې سره يې اخښل کېدل او ګډېدل کله کله په دې مسئله کې د غلط فهمۍ لامل کېږي. حال دا چې تل د اماميه شيعه وو عالمانو دغه کسان له اسلامه بهر ګڼلي دي .

د امامیه شیعه وو عقاید

د امامیه شیعه وو عقاید

موږ عقيده لرو چې: د پېغمبر(ص) په اصحابو کې ستر سرښندونکي او غوره کسان وو او قرآن او اسلامي روايتونه يې په  فضيلت کې ډېر بحثونه لري؛ خو د دې دمعنا دا نه ده، چې د پېغمبر اکرم ټول اصحاب معصوم وګڼو او عملونه يې بې له استثنا صحيح وګڼو؛ځکه قرآن په ډېرو آيتونو کې (په برائت، نور او منافقين سورتونو کې) د منافقانو خبره کوي، چې د پېغمبر اکرم د اصحابو په منځ کې وو او په ظاهره د پېغمبر اصحاب ګڼل کېدل حال دا چې قرآن په ډېرو سختو ټکيو کې غندلي دي . بلخوا داسې کسان هم وو، چې تر رسول الله وروسته يې په مسلمانانو کې د جنګ اور بل کړ او د وخت  له امام او خليفه سره يې بيعت مات کړى او د زرګونو مسلمانانو وينې يې وبهولې،اياموږ دغو ټولو کسانو ته له هر نظره پاک او سپېڅلي ويلاى شو؟

                       په بله وينا : څرنګه د جنګ   (مثلا د جمل او صفين د جنګونو) دواړه لوري سم او په حقه وګڼو؟ دا هغه تضاد دى، چې زموږ لپاره د منلو وړ نه  دى او هغه کسان، چې ددې خبرې د توجيه لپاره د[اجتهاد] په شان مسائل کافي ګڼي، چې په دوى کې يو لورى په حقه و او بل په غلطه؛ خو له دې امله چې په خپل اجتهاد يې عمل کړى، د خداى په نزد معذور؛ بلکې د ثواب خاوندان دي ،موږ ته د دې خبرې منل مشکل دي .

                       څرنګه د اجتهاد په پلمه د پېغمبر اکرم له ځاىناستي سره بيعت ماتولى او بيا د جنګ اور بلولى شي او د زرګونو بېګناه کسانو وينه بهول کېداى شي.که دا دومره خونريزي په اجتهاد د  توجيه وړ وي؛ نو بيا خو هر کار په اجتهاد توجيهېداى شي

                       صفا ووايو چې : موږ عقيده لرو چې : ټول انسانان ان  د پېغمبر اکرم اصحاب په خپل عمل پړ دي او د قرآن دا اصل چې «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ؛ په تاسوکې خداى ته تر ټولوغوره کس هغه دى چې زيات متقي وي[148]

                        په اصحابو کې هم لاګو او صادق دى؛ نو بايد حالت يې په عمل سره وارزوو او روښانه يې کړو او په دې ډول يې د ټولو په هکله يو منطقي قضاوت ولرو او ووايو: هغه کسان، چې د پېغمبر(ص) په وخت کې د مخلصو اصحابو په ليکه کې وو او تر پېغمبر(ص) وروسته يې هم د اسلام د حفاظت هڅه وکړه او په هغه تړون، چې له قرآن سره يې کړى و، وفاداره پاتې شول هغوى ښه ګڼو او درناوى يې کوو او هغه کسان، چې د پېغمبر(ص) په وخت کې د منافقانو په ليکه کې وو او داسې کارونه يې وکړل، چې د رسول الله مبارک زړه يې خپه کړ او يا يې د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته خپله لار بدله کړه او داسې کارونه يې وکړل، چې د اسلام او مسلمانانو په تاوان شول؛نو ورسره مينه ونه کړو . قرآن مجيد فرمايي:

                        «لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإيمَانَ؛ هېڅ قوم چې په خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى، نشې موندلى، چې له هغو کسانو سره، چې د خداى او د هغه د رسول نافرماني يې وکړه دوستي او مينه وکړي که څه د هغوى پلار ان وروڼه يا يې  خپلوان وي، دا هغه کسان دي، چې خداى تعالى يې ايمان  په زړونو ليکلى دى»[149]

                       هو !  هغه کسان، چې د پېغمبر په ژوند کې يا يې تر  رحلت وروسته آنحضرت (ص) وځوراوه زموږ په عقيده د ستاينې وړ نه دي .

                       خو بايد هير نه کړو، چې د پېغمبر اکرم ځينو اصحابو د اسلام د پرمختګ په لار کې  سترې قربانۍ کړي او زيارونه يې ايستي دي او د خداى له لوري  يې ستاينه شوې ده؛ همدا راز هغه کسان چې ترې وروسته راغلل يا به په راتلونکي کې پيدا کېږي د دنيا تر پايه پورې، دوى که د رښتينو اصحابو لارې ته دوام ورکړي او پروګرام يې جاري وساتي، د هر ډول مدحې اوستاينې وړ دي  «وَالسَّابِقُونَ الأوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ؛ له مهاجرو او انصارو لومړي مخکښان او هغه کسان،  چې په نېکه يې د هغوى لاروي وکړه، خداى تعالى ترې خوشحاله شو او هغوى له خداىه خوښ دي .[150]

                       دا د پېغمبر اکرم د اصحابو په هکله زموږ د عقيدې نچوړ او خلاصه ده.

٥٥. د اهل بيتو امامانو(ع) علم له پېغمبره(ص) دى

موږ عقيده لرو چې د هغه حکم له مخې، چې د خداى رسول(ص) د متواترو روايتونو پر بنسټ د قرآن او اهل بيتو(ع) په هکله موږ ته راکړى دى، چې د دغو دوو لمن پرې نه ږدو ،چې هدايت شو او همداراز دې ته په پام سره، چې موږ، امامان (ع) چې له اهل بيتو دي معصوم ګڼو، د هغوى ټولې خبرې او عمل زموږ لپاره حجت او سند دى او همداراز يې تقرير (؛يعنې که د هغوى په مخکې کوم کار وشي او هغوى يې منع نه کړي) نو تر قرآن اوپېغمبر(ص) وروسته زموږ يوه فقهي منبع د امامانو(ع) وينا عمل او تقرير دى .

                       او چې کله دې ټکي ته پام وکړو، چې  د ډېرو او معتبرو روايتونو  سره سم، امامانو (ع) فرمايلي دي :هغه څه چې وايي له خپلو پلار نيکونو او  په اخر کې تر پېغمبره (ص) نقلوي  او په دې پوهېږو چې له پېغمبره د ثقه او باوري کس روايتونه د اسلام د ټولو عالمانو په نزد د منلو وړ دي .

                       امام محمد بن علي الباقر (جابر ته) وفرمايل: يا جابر انا لو کنا نحدثکم برايناو هوانا لکنا من الهالکين، و لکنا نحدثکم باحاديث نکنزها عن رسول الله (ص)= جابره! که موږ د خپل نفس او هوا په غوښتنه تاسو ته کوم حديث نقل کړو له هلاک شويو کسانو به وګرځو.خو موږ تاسو ته داسې حديثونه نقلوو، چې له رسول الله مبارک مو د يوې خزانې په شان ستاسو لپاره زېرمه کړي دي .[151]

                       له امام صادق (ع) نه يو بل حديث دى، چې يو کس  له آنحضرته پوښتنه وکړه، هغوى ځواب ورکړ، هغه کس د امام د نظر د بدلولو لپاره بحث او خبرې اترې پيل کړې، امام صادق (ع) وفرمايل: داخبرې پرېږده (ما اجبتک فيه من شيء فهو عن رسول الله) هر ځواب مې چې د يو څيز په هکله درکړ له پېغمبره(ص) دى (او د بحث ځاى نه لري) .[152]

                       د پام وړ ټکى دادى چې موږ په حديث کې معتبرې سرچينې لکه «کافي، تهذيب، استبصار او من لايحضره الفقيه» او داسې نورې لرو؛ خو زموږ له نظره د دغو منابعو معتبروالى په دې معنا نه دى، چې هر روايت چې پکې دى، زموږ له نظره د منلو وړ وي،موږ د  روايتونو په څنګ کې د رجال کتابونه لرو، چې د سندونو په ټولو سلسلو کې د اخبار (حديثونو) د راويانو حال پکې بيان شوى دى، زموږ له نظره هغه روايت د منلو دى، چې د هغه د سند په سلسله او لړۍ کې ټول کسان يې ثقه او باوري وي؛ نو هغه روايتونه، چې په دغو کتابونو کې راغلي دي، که دغه شرط ونه لري زموږ له نظره د منلو وړ نه دي .

                       پردې سربېره کېداى شي يو روايت داسې وي، چې د سند سلسله يې  هم معتبره وي؛ خو زموږ عالمانو او فقيهانو له اوله  تر اوسه پرې سترګې پټې کړې وي او ترې تېر شوي وي؛ ځکه نورې غلطۍ او خنډونه يې پکې موندلي وي؛ موږ دغه روايت ته (معرض عنها) وايواو زموږ له نظره اعتبار نه لري .

                       له دې ځاىه روښانېږي،چې هغه کسان، چې زموږ په عقيدې دپوهېدو لپاره يوازې  په هغو ځينو روايتونو، چې په دغو کتابونو کې  راغلي دي، استناد کوي بې له دې، چې د هغه د سند په هکله تحقيق وکړي سمه  لار نه وهي .

                       په بله وينا: په ځينو مشهورو اسلامي مذهبونو کې داسې کتابونه شته د (صحاح) په نامه چې د هغوى د روايتونو صحيحوالى د هغو د ليکونکو لخوا تضمين شوى دى او نور هم په هغو  د سموالي ټاپه وهي؛ خو زموږ په نزد معتبر کتابونه داسې  نه دي؛ بلکې داسې کتابونه دي، چې ليکونکي يې ستر او د باوري کسان دي؛ خو د دغو کتابونو د روايتونو د سند صحيحوالى، د علم  رجال په کتابونو کې د سند د رجالو په ارزونې پورې تړلى دى .

                       دې ټکي ته چې موږ ذکر کړ پام کول د هغو ډېرو پوښتنو ځواب ويلى شي، چې زموږ د عقيدې په  هکله موجود دي، لکه څرنګه چې ترې غفلت  زموږ د عقايدو په  هکله د ډېرو تېروتنو او غلطيو لاملېداى شي .

                       په هر حال د قرآن مجيد تر آيتونو وروسته د پېغمبر(ص) روايتونه او د اهل بيتو د دولسو امامانو(ع) حديثونه زموږ په نزد معتبر دي په دې شرط، چې د دغو روايتونو صادروالى په معتبره طريقه  له امامانو(ع) معلوم شي.

شپږمه برخه

بېلا بېل مسائل

له هغو بحثونو ورتېر چې په تېرو بابونو کې راغلل، چې د اسلام په بنسټيزو بحثونو کې زموږ عقيدې روښانوي، زموږ په عقيدې کې نورې ځانګړتياوې هم شته، چې په دې باب کې يې راسپړو .

٥٦. د عقلي حسن او قبح مسئله

موږ عقيده لرو،چې د انسان عقل د ډېرو څيزونو په ښه والي او بدوالي پوهېږي او دا د ښه او بد د پېژندو د وس په برکت ده، چې خداى تعالى انسان ته ورکړى دى . پر دې بنسټ ان  د اسماني شريعتونو تر نازلېدو مخکې ځينې مسائل د عقل په مټ انسان ته ښکاره وو .عدالت او انصاف،نېکۍ ښه والى او د ظلم او زياتي بدوالى او د ډېرو اخلاقي صفاتو؛ لکه  رښتيا ويلو، امانت، سخاوت، او داسې نورو څيزونو ښه والى او همداراز د  خيانت، بخل، او داسې نورو څيزونو بدوالى، ټول هغه مسائل دي، چې د انسان عقل يې درک  کوي؛ خو له دې امله چې  د انسان عقل د ټولو څيزونو  په قبح او حسن؛ يعنې ښـه والي اوبدوالي نه پوهېږي او د انسان معلومات په هر حال کې محدود دي، اسماني کتابونه او الهي اديان او پېغمبران ددې چارې د تکميل او بشپړتيا لپاره د خداى له لوري نازل شوي دي،چې هم په عقلي ادراکاتو ټنيګار وکړي او هم هغه تياره اړخونه او ګوټونه،چې  عقل يې د پوهې وس نه لري روښانه کړي .

                       که موږ د حقايقو په تشخيص کې د عقل له خپلواکۍ بېخي انکار وکړو، بيا خو به د توحېد،خداى پېژندنې او د انبياوو د بعثت او د اسماني اديانو خبره ختمه شي؛ ځکه د خداى د وجود اثبات او د انبياوو د دعوت د حقانيت جوتول يوازې د عقل له  لارې ممکن دي. څرګنده ده، چې د شرعې خبرې هغه وخت د منلو وړ دي، چې دا دوه اصلونه  (توحيد او نبوت) مخکې د عقل په دليل سره جوت شوي وي او يوازې په شرعي دليل د دغو دواړو جوتول ممکن نه دي .

٥٧. الهي عدل

نوځکه موږ په الهي عدل عقيده لرو او وايو چې محاله او ناشونې ده، چې خداى تعالى په  خپلو بندګانو ظلم وکړي، بې دليله چاته سزا ورکړي او يا يې بې دليله وبښي، محاله ده،  چې خداى تعالى په  خپلو وعدو عمل ونه کړي او محاله ده، چې يو ناصالح او خطاکار له خپل لوري په نبوت او رسالت مبعوث کړي او هغه ته يو لړ معجزې ورکړي .

                       او همداراز محاله ده، چې خپل بندګان، چې د نېکمرغۍ او سعادت د لارې د کچ کولو لپاره  يې پيدا کړي دي بې له لارښود او مشره پرېږدي؛ځکه دا ټول کارونه بد سپک او قبيح دي او خداى تعالى ته سپک او قبيح کارونه روا نه دي  (؛يعنې خداى دغه کارونه نه کوي) .

٥٨. دانسان آزادي

او بيا په همدې دليل موږ عقيده لرو چې خداى تعالى انسان ازاد پيدا کړى دى . د انسان کارونه يې په اراده او اختيار دي ځکه که انسان په خپل کار کې مختار نه وي؛يعنې موږ د انسانانو په عملونو کې پر جبر قائل شو،د بدکارو سزا کول ښکاره ظلم او بېعدالتي ده او د نېکانو انعام او جزا چټي او بې دليله کار دى او داسې کار په خداى تعالى محال دى .

                       لنډه دا چې: د عقلي حسن او قبح   او د ډېر حقائقو په تشخيص کې د انسان د فکر او عقل  خپلواکي منل د دين او شريعت  د انبياوو د شريعت او اسماني کتابونو د منلو  اصلي ستنه ده؛خو لکه څرنګه چې وويل شول د  انسان درک او پوهه محدوده ده او يوازې په دې وسيله نشي کولاى ټول حقائق، چې په تکامل او نېکمرغۍ پورې يې اړه لري درک کړي (ورباندې پوه شي)؛نو ځکه د انبياوو بعثت او اسماني کتابونو ته اړتيا لري .

٥٩. د فقهې يوه سرچينه د عقل دليل دى

هغه څه ته په پام،چې ومو ويل موږ عقيده لرو، چې د اسلام د دين يو ه اصلي سرچينه د عقل دليل دى او له عقله مطلب دلته دادى، چې عقل په يقين او پرېکنده په يوه څيز پوه شي او  په هکله يې قضاوت او فيصله وکړي؛ مثلا که (فرضا)د ظلم، خيانت، دروغ ويلو، قتل نفس، د مالونو د غلاکولو او د خلکو په حقوقو د تېري  د حراموالي په هکله  موپه کتاب او سنت کې هېڅ دليل نه  درلود،موږ د عقل د دليل په وسيله دا څيزونه حرامول او يقين و،راته چې خداى تعالى چې حکيم او عالم دى دا څيزونه په موږ حرام کړي دي او هېڅکله د هغو په کولو راضي نه  دى او دا پر موږ  يو الهي حجت او دليل و.

                       د قرآن آيتونه له داسې تعبيرونو ډک دي، چې ټول د عقل او د عقلي دلائلو د اهميت بيانوونکي دي .

                       د توحيد د لارې دکچ کولو لپاره قرآن  د عقل او پوهې خاوندان په ځمکه او اسمانونو کې د الهي آيتونو مطالعې او ليدو ته رابلي «إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأولِي الألْبَابِ؛ له بل پلوه د الهي ايتونو اونښو د بيانولو موخه د انسانانو دعقل او پوهې زياتول ګڼي «قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ؛ وګوره چې څنګه آيتونه په بېلابېلو تعبيراتو بيانوو چې پوه شي.[153]

                       له درېم اړخه ټول انسانان دې ته رابولي، چې په نېکيو او بديو کې فرق وکړي اوپه دې لار کې له تفکره کار واخلي او وايي «قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلا تَتَفَكَّرُونَ؛ ووايه : ايا ړانده او سترګور (ناپوهه او پوهه) برابر دي، ايا فکر نه کوئ»[154]

                       او اخر دا چې د انسان تر ټولو ناوړه هغه کسان ګڼي، چې خپلې سترګې، غوږونه او ژبه  په کار نه اچوي او د عقل او پوهې له ځواکه استفاده نه کوي «إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لا يعقلون؛ تر ټولو بد خوځندګان د خداى  په نزد هغه کاڼه او ګونګيان دي، چې له عقله کار نه اخلي» [155] او داسې نور پرېمانه آيتونه .

                       پردې بنسټ څرنګه دا سلام په اصولو او فروعو کې د عقل، پوهې او تفکر په ځواک سترګې پټولاى شو.

٦٠. بيا هم الهي عدل

لکه څرنګه  چې اشاره وشوه موږ په الهي عدل باور لرو او يقين لرو چې خداى تعالى هېڅکله په خپل کوم بنده ظلم نه کوي؛ځکه ظلم بد او سپک کار دى او د خداى پاک ذات له دغه ډول کاره سپېڅلى او پاک دى «وَلا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا؛ ستا رب پر هيچا ظلم نه کوی»[156]

                       که  په دې دنیا کې ځینې انسانان سزا ویني لامل یې هغوى پخپله دی «فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ؛ خدای تعالی په  هغوی (تېرو قومونو چې په عذاب اخته شول) ظلم ونه کړ؛ بلکې هغوی پخپله په ځان ظلم کاوه»[157]

                       نه یوازې په انسان؛ بلکې په دې دنیا کې په هېڅ مخلوق د خدای لخوا ظلم نه کېږي «وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ؛ خدای تعالی هېڅکله پر نړیوالو ظلم نه غواړي»[158] ـ البته دا ټول آیتونه د عقل د  حکم  پر لور ټینګار او ارشاد دی.

د تکلیف مالا یطاق نفی

نوځکه موږ عقیده لرو، چې خدای تعالی هېڅکله تکلیف مالا یطاق نه کوی (تر وسه زیات په چا کار نه اچوی) لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا.

۶۱. د ناوړه پېښو فلسفه

نو ځکه عقیده لرو چې هغه دردوونکې پیښې، چې په دې دنیا کې کېږي (لکه زلزله،او افتونه او بلاګانې) کله د خدای له لوری سزا وي؛ لکه څنګه چې د لوط د قوم په هکله راغلي دي «فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ؛ چې کله  د عذاب په هکله زموږ امر راورسېد، د هغوی ښارونه مو په بل مخ واړول او د کاڼو سخت باران مو پرې  نازل کړ»[159]

                       د سبا د ناشکره او سرغړاندو خلکو په هکله فرمایي: «فَاَعْرِضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ العَرم، هغوی (د خدای له اطاعته) مخ واړوه او موږ پرې ورانوونکی سیلاب نازل کړ».

                       ځینې دغه پېښې دانسانانو د بېدارولو لپاره دي، چې سمې لارې  ته ستانه شي «ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ؛ په وچه او دریابونو کې فساد او تباهي د هغو کارونو په وجه چې خلکو کړی دی، ښکاره شوه، خدای تعالی غواړي د هغوى د ځینو عملونو پايله پرې وڅښي، ښایي ستانه شي»[160]  نو دغه ډول خطرناکې پېښې په حقیقت کې د خدای مهرباني ده.

                       بله برخه هغه مصیبتونه دي، چې انسان یې له خپله لاسه ځانته پېدا کوي او په بله معنا : د هغه د ناخبرۍ پايله وي «إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ ان  يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ؛ خدای تعالی  د یو قوم برخلیک نه بدلوي؛ خو دا چې هغوى پخپله ځانونه بدل کړي»[161]

                       «مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ؛ هغه څه  چې له نېکیو او کامیابیو دررسي د خدای له لوري دي (د هغه په مرسته دي) او هغه ستونزې او بدۍ چې درسي پخپله ستا له لوري دي»[162]

۶۲. دنړۍ نظام تر ټولو ښه نظام دی

موږ باوري یو چې د هستۍ نظام تر ټولو  غوره نظام دی؛يعنې  د نړۍ اوسنی واکمن نظم تر ټولو غوره نظم دی، چې د یوې نړۍ لپاره ممکن کېداى شي . هر څه په حساب کتاب دی او هېڅ څیز د حق عدالت او نېکۍ پر خلاف نه دی او که په ا نساني ټولنه کې کومې بدۍ لیدل کېږي، پخپله دانسان له لوري دي.

                       تکراروم چې موږ عقیده لرو چې : الهي عدل د اسلامي نړۍ لید یوه اصلی ستنه ده او بې له هغه  د توحید، نبوت او قیامت چارې هم په خطر کې لویږي ـ دقت وکړئ.

                       په یوه حدیث کې لولو، چې امام صادق (ع)تر دې وروسته چې ټینګار یې وکړ : ان اساس الدين التوحېد والعدل، د دین بنسټ توحید او عدالت دی، زیاته کړه: اما التوحېد فان لا تجوز علی ربک ما جاز عليک، و اما العدل فان لاتنسب الی خالقک مالامک عليه؛ توحید دا دی، چې هغه څه چې پر تا روا دي، پر خدای یې روا  نه کړې (او هغه له ټولو  ممکنه صفاتو پاک او سپېڅلی وګڼې) او عدل دا دی، چې په خدای پورې داسې عمل ونه تړې، چې که ته یې پخپله  وکړې؛ نو تا پرې ملامته کړي ـ دقت وکړئ .[163]

۶۳. د فقهې څلور سرچینې (منابع)

زموږ دفقهې سرچینې؛لکه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه څلور څیزونه دی :

                       اول (کتاب الله) قرآن مجید دی، چې د اسلام د معارفو او احکامو اصلي سند دی .

                       دويم : د پېغمبر(ص) او له ا هل بیتو د (معصومو امامانو) سنت .

                       درېم : د علماوو او فقهاوو اجماع، چې د معصوم د نظر کاشفه وي .

                       او څلورم د عقل دلیل دی او د عقل د دلیل مطلب، د عقل قطعي دلیل دی؛البته د عقل ظني دلیل؛ لکه «قیاس او استحسان» زموږ په نزد په هېڅ یوې فقهي مسئلې کې د منلو وړ نه دی ؛ نو کله چې فقیه په خپل ګومان په یو څیز کې مصلحت وویني، چې په قرآن او سنت کې ورته ځانګړى حکم نه وي راغلی؛ نو دغه مصلحت د یو الهي حکم په توګه نشي معرفي کولای . همداراز د شرعې د حکم د معلومولو لپاره ظنی قیاسونو او داسې نورو  ته پناه وړل زموږ په نزد جايز نه دي؛ خو په هغو ځايونو کې، چې انسان یقین پېدا کړي؛ لکه د ظلم، جنایت، دروغو، خیانت او غلا په بدوالي یقین، دا د عقل حکم معتبر دی . او د (کل ما حکم به العقل حکم به الشرع) په غوښتنې  د شرعې د حکم بیانوونکی دی .

                       حقیقت دا دی،چې موږ په عبادي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د مکلفینو د اړتیا وړ احکامو په هکله  له رسول الله مبارک(ص) او معصومو امامانو(ع) په کافي اندازه روایتونه لرواو دغه ډول (ادله ظنیه) ته د پناه وړو اړتيا نه احساسوو؛ان  باوري یو چې په (مستحدثه احکامو) کې ؛ يعنې هغه مسايل،چې د وخت په تېرېدو د انسان په ژوند کې داخلېږي، په کتاب  او د پېغمبر(ص) او معصومو امامانو په سنتو کې یو لړ اصول او کلیات راغلي دي، چې موږ دغه ډول ظنیه دلیلونو ته له پناه وړو بې نیازه کوي ؛يعنې  هماغه د احکامو کلیاتو ته په رجوع سره مستحدثه مسايل کشف کېداى شي (د دې خبرې وضاحت زموږ د دې کوټلي بحث له حوصلې بهر دی).[164]

۶۴. د اجتهاد باب تل پرانستی دی

                       موږ ګروهمن يو،چې  د اجتهاد باب په ټولو مسائلو  کې خلاص دی او ټول د نظر  خاوند فقیهان کولای شي الهي احکام له تېرو څلورو  منابعو راوباسي او هغو کسانو ته یې، چې د استنباط ځواک نه لر ي ورکړی. که څه نظرونه یې له تېرو فقیهانو سره ځینې فرقونه ولری او باوري یو کوم کسان،چې په فقهې کې د نظر  خاوندان نه دي، همېشه باید ژوندیو فقیهانو ته چې د زمان او مکان په مسايلو خبر دي مراجعه وکړي او په اصطلاح تقلید يې وکړي او په فقهې کې متخصصانو ته د ناخبرو کسانو مراجعه له بدیهیاتو ګڼو. موږ دغو فقیهانو ته (مرجع تقلید) وایو، په دې ډول له مړ فقیه څخه ابتدایي تقلید جایز نه ګڼو؛ ضرور باید د ژوندیو فقیهانو تقلید وشي، چې فقه تل  په حرکت او تکامل کې وي.

۶۵. قانوني خلا نشته

موږ ګروهمن يو،چې  په اسلام کې (قانوني خلا) نشته؛يعنې د قیامت تر ورځې پورې دانسانانو  د اړتیا ټول احکام په اسلام کې بیان شوي دي، کله په ځانګړي ډول  او کله هم د یو کلي او عام حکم په بڼه؛نو ځکه فقیهانو ته د قانونونو جوړولو  حق نه ورکوو، بلکې ژمن يې ګڼو، چې الهي احکام له هغو څلورو منابعو، چې ذکر شول استخراج کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي . ایا قرآن مجید په مائده سورت کې چې تر ټولو وروستى یا په وروستیو سورتونو کې دى، چې پر پېغمبر اکرم نازل شوى،نه فرمایي چې «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا؛ نن مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت  مې په تاسو تمام کړ او ستاسو لپاره مې اسلام دین غوره کړ»[165]دا اسلام څرنګه کامل کېداى شي بې له دې، چې د ټولو وختونو او پېړیو لپاره کامل فقهي احکام و لري؟!

                       آیا د  پېغمبر(ص)په مشهور حدیث کې نه لولو، چې په حجت الوداع کې یې وفرمايل: ايهاالناس والله ما من شیء يقربکم من الجنة و يباعدکم عن النار الا وقد امرتکم به، و ما من شیء يقربکم من النار و يباعدکم عن الجنة الا وقد نهيتکم عنه= خلکو! هر څیز چې تاسو جنت ته نزدې کړي او د دوزخ له اوره مو لرې کړي، تاسو ته مې د هغه امر درکړاو له هر هغه څیزه مې چې تاسو د دوزخ اور ته نزدې او له جنته لرې کړي منع کړئ.[166]

                       له امام صادق(ص) په یو بل مشهور حدیث کې لولو: ماترک علی شيئا الا کتبه ان  ارش الخدش؛ علی(ع) له اسلامه هېڅ پرې نه ښوول؛ خو دا چې (د پېغمبر(ص) په حکم او املا سره یې) ولیکل ان  د انسان په بدن د لیګدلي یو  وړوکي شان خراش دیه .[167]

                       نو په دې وجه ظنیه دلیلونو،قیاس او استحسان ته وار نه رسي .

۶۶. تقیه او فلسفه يې

موږ ګروهمن يو،چې  که انسان د متعصبو، ضدي او بې منطقه کسانو په منځ کې ګېر شي، چې د هغوى په مخ کې د خپلې عقیدې څرګندول د ځاني یا بل لوی خطر لاملېږي او د عقیدې له اظهاره کومه مهمه فایده هم نه وي،په دغه ځايونو کې دنده لري، چې خپله عقیده پټه وساتي او خپل سر چټي له لاسه ور نه کړي،موږ دې مسئلې ته « تقیه »وایو او دا مسئله مو په قرآن کې له دوو آيتونو او د عقل  له دلیله زده کړې ده .

                       قرآن د آل فرعون د مؤمن په هکله فرمایی «وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ؛ له آل فرعونه یوایماندار کس چې خپل ایمان یې پټاوه (له موسی دفاع وکړه) او و يې ویل: ایا تاسو غواړئ داسې کس ووژنئ، چې وایي: زما رب خدای دی، په داسې حال  کې، چې ستاسو د رب له لوري یې تاسو ته روښانه دلیلونه راوړي دي!»[168]

                       د «يکتم ايمانکم» جمله د تقیې په مسئله صراحت لري، ایا په ځای وه،  چې د آل فرعون مؤمن خپل ایمان څرګند کړي او خپل سر یې  بایللی وای  او دغه د سر بایلل هېڅ کار هم نه وای سم کړی؟

                       او د اسلام د لومړیو وختونود ځینو مبارزو او مجاهدو مؤمنانو په هڅې کله د ضدي مشرکانو په منګولو کې ښخېدل د تقیې حکم ورکوي او فرمایی «لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً؛ مؤمن کسان باید بې له مؤمنانو، له کافرانو څخه له چاسره مینه او دوستي ونه کړي، هر چا  چې دا کار وکړ له  خپل خدای سره یې اړیکې شلولي دي؛ خو دا چې (تاسو په خطر کې وئ) او له هغوى تقیه وکړئ»[169]

                       پردې بنسټ تقیه ؛يعنې د خپلې عقیدې پټول، هغه ځای ته ځانګړې ده، چې د متعصبو او سپین سترګو دښمنانو پر وړاندې د انسان مال او عزت ته خطر وي، بې له دې، چې د ایمان ښکاره کول څه پايله ولري . په داسې ځايونو کې باید چټي په چټي کسان په خطر کې وانه چول شي او خپل ځواک بې ځایه ضایع نشي؛بلکې پکار ده،چې هغه ضروري ځايونو ته وساتل شي .له همدې امله د امام صادق(ص) په یوه مشهور حدیث کې لولو چې: التقيه ترس المؤمن؛ تقیه د مؤمن دفاعي ډال دی .[170]

                       د «وېرې» (ډال) تعبیر یو لطیف تعبیر دی، چې ښیي تقیه  د دښمن پر وړاندې د دفاع یوه وسیله ده .

                       د مشرکانو پر وړاندې د حضرت عمار یاسر د تقیې کیسه او د پېغمبر(ص) لخوا يې  تاییدول مشهور دي.[171]

                       د جنګ په میدان کې د خپلو عسکرو او وسلو پټول،له دښمنانانو د جنګي رازونو وغیره پټ ساتل داسې نور ټول د انسان په ژوند کې د تقیې مثالونه دي او په مجموع کې تقیه ؛ يعنې پټول په داسې ځایونو کې چې څرګندول د خطر او ضرر لاملېږي، بې له دې چې ګټه ولري، یو عقلي او شرعي حکم دی چې نه یوازې شیعه؛بلکې د نړۍ ټول مسلمانان او عاقلان د اړتيا پر مهال پرې عمل کوي.

                       سره له دې د حیرانۍ خبره ده،چې ځینې کسان په تقیې عقیده یوازې په شیعه وو او د اهل بیتو د مکتب په منونکيو پورې ځانګړې ګڼي او هغه په شیعه وو باندې  یوه ستره  نيوکه ګڼي، حال دا چې دا یوه روښانه مسئله ده، هم په قرآن کې جرړه لري هم په  حدیث کې، هم د پېغمبر اکرم د یارانو سیرت کې پاتې شوې اوهم پرې د نړۍ  ټو ل  عقلمن عمل کوي .

۶۷.  په کومو ځایونو کې تقیه حرامه ده

موږ ګروهمن يو،چې : د دغو ناوړه تفاهمونو اصلي وجه د شیعه وو له عقیدې  د کافي آګاهۍ نشتوالی دی او یا دا چې د شیعه وو عقاید يې له دښمنانو اخستل شوي دي او زموږ په خیال کوم وضاحت،چې پورته وشو په هغې مسئله پوره روښانه شوي وي .

                       البته ددې خبرې انکار نشي کېداى  چې په ځینو ځایونو کې تقیه حرامه ده او هغه په هغه ځای کې چې د  دین، اسلام او قرآن  او یا اسلامي نظامونو اساس او بنیاد ته خطر پېښ وي.په داسې ځايونو کې باید خپل عقاید ښکاره کړای شي که څه انسان د عقیدې د اظهار له امله قربان شي او باوري یو چې په کربلا کې او د عاشورا پر  ورځ د امام حسین پاڅون کټ مټ د همدې مقصد لپاره و؛ځکه د امويانو واکمنانو د اسلام بنسټ ته خطر و او دامام حسین پاڅون يې له کارونو پرده پورته کړه  او د خطر مخه یې ونیوه .

۶۸. اسلامي عبادتونه

موږ په هغو ټولو عبادتونو، چې قرآن او سنت پرې تاکيد کړی دی معتقد او پابند یو؛لکه پینځه وخته لمونځ، چې له خالق سره د مخلوق تر ټولو لویه اړيکه ده او د رمضان دمیاشتې روژې،چې د ایمان د مضبوتولو، د نفس د تزکیې او له ځاني غوښتنو سره د مقابلې لپاره تر ټولو غوره وسیله ده .

                       موږ د خدای د کور حج، چې د تقوا او  د مینې د رسيو د ټینګولو تر ټولو اغېزمنه وسیله او د مسلمانانو د عزت لامل دی، په عمر کې یو ځل په استطاعت لرونکيو کسانو واجب ګڼو او د مال زکات، خمس امر بالمعروف او نهى عن المنکر او په اسلام او مسلمانانو د یرغلګرو پر وړاندې جهاد هم له مسلمو واجباتو ګڼو.

                       که څه د دغو چارو په جزییاتو کې زموږ او ځینو نورو فرقو په منځ کې ځینې توپیرونه شته؛ لکه  څرنګه چې د اهل سنتو څلور مذهبونه د عباداتو وغیره په احکامو کې له یو بل سره توپيرونه لري.

۶۹. د دوو لمونځونو په یو ځای کول

منجمله دا چې موږ عقیده لرو: په یو وخت د ماسپښین او مازیګر د لمونځونو او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو کول روا دي (که څه د هغوی بېل بېل ګڼل افضل او غوره ګڼو) او باوری یو چې پېغمبر(ص)  د هغو کسانو د اسانۍ لپاره، چې په زحمت کې دي په یو ځای د  دوو لمنځونود کولو اجازه ورکړې ده .

                       په صحیح ترمذي کې له حضرت ا بن عباسه نقل شوي دي چې: جمع رسول الله (ص)بين الظهر والعصر، و بين المغرب والعشاء بالمدينة من غير خوف ولا مطر، قال فقيل لابن عباس ما اراد بذلک؟ قال اراد ان لا يحرج امته؛ پېغمبر(ص) په مدینې کې د ماسپښین او مازیګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو ځای وکړل، په داسې حال کې چې نه  وېره وه او نه باران، له حضرت ابن عباسه پوښتنه وشوه، چې له دې کاره د آنحضرت(ص) مقصد څه و؟ ويې ویل:د دې لپاره یې دا کار وکړ، چې امت په زحمت (سخته) کې پرې نه وځي(؛يعنې په هغو ځایونو کې چې یو ځای  کول یې د سختې لامل شي  له دغه ترخیصه استفاده کولای شي)[172]

۷۰. پر خاوره سجده

زموږ عقیده ده چې: د لمانځه د سجدې پر مهال باید پر خاوره یا د ځمکې په نورو څیزونو سجده وشي یا په هغو څیزونو، چې له ځمکې زرغونېږي؛ لکه پاڼې  لرګی او  ټول بوټي (بې له هغو چې خوړونکي یا اغوستونکي وي).

                       نو پر قالین باندې سجده روا نه ګڼو په تېره بیا دا چې خاورې ته د سجدې لپاره په هر څه ترجیح ورکوو؛ نو د کار د اسانۍ لپاره ډېرى شیعه له ځان  سره د پاکې خاورې یوه برابره شوې ټوټه ګرځوي،چې ورته سجده ګاه وایي او سجده پرې کوو چې هم پاکه ده او هم خاوره.

                       په دې مسئله کې د پېغمبر(ص) په مشهور حدیث استناد کوو «جعلت لی الارض مسبېل و طهوراً»،موږ «مسجد» په دغه حدیث کې (د سجدې  د ځای) په معنا ګڼو.

                       دا حدیث په ډېرى صحاحو او نورو کتابونو کې نقل شوی دی .[173]

                       ممکنه ده وویل شي چې په دې حدیث کې د «مسجد» مطلب «د سجدې ځای» نه دی؛ بلکې د لمانځه ځای دی، د هغو کسانو په مقابل کې،چې لمونځ یې یوازې په یو ځانګړي ځای کې کاوه؛ خو دې  ته په پام،چې دلته د (طهور) ؛يعنې (د تیمم د خاورې) خبره راغلې ده؛نو روښانېږي،چې له دې مطلب د «سجدې ځای» دی ؛يعنې د ځمکې خاوره هم «طهور» ده او هم «د سجدې ځای».

                       پردې سربېره د اهل بیتو له امامانو (ع) په دې هکله زیات حدیثونه هم راغلي دي،چې د سجدې ځای یې خاوره،  کاڼی او داسې نور څیزونه بللي دي.

۷۱ . د پېغمبرانو او د امامانو د قبرونو زیارت

موږ ګروهمن يو چې : د پېغمبر اکرم (ص) د اهلبیتو (ع)د امامانو  او د سترو عالمانو، سترو کسانو او د خدای د لارې د شهیدانو د قبرونو زیارت له مؤکدو مستحباتو څخه دي .

                       د اهل سنتو علماوو په کتابونو کې د پېغمبر اکرم(ص) د قبر د زیارت په هکله  پرېمانه روایتونه راغلي دي؛  لکه څرنګه چې د اهل تشیع په کتابونو کې هم په دې هکله ډېر حديثونه نقل  شوي دي او که دا حدیثونه راغونډ شي،  یو ستر کتاب ترې جوړېدای شي.[174]

                       په ټول تاریخ کې د اسلام سترو عالمانو او ټولو خلکو دغه کار ته اهمیت ورکړی دی او کتابونه ډک دي د داسې کسانو د ژوند له حالاتو،چې د رسول الله مبارک(ص) او یا د نورو سترو کسانو زیارتونو ته به تلل[175] او په مجموع کې ویلای شو چې دا مسئله د ټولو مسلمانانو د اتفاق او اجماع وړ مسئله ده.

                       څرګنده ده، چې هېڅوک باید «زیارت» له «عبادت» سره ګډ نه کړي او دا اشتباه ونه کړي،چې عبادت او پرستش  یوازې په خدای پورې ځانګړى دی او له زیارته مطلب د اسلام د لویو کسانو درناوی، احترام او د خدای په درشل کې له هغوی د شفاعت او سفارش غوښتل  دي، ان  په روايتونو کې راغلي دي، چې پخپله پېغمبراکرم به هم کله کله د اهل قبورو زیارت ته تللو. آنحضرت (ص) به بقیع ته تشریف وړه او په هغوى به یې سلام او درود وایه .[176]

                       نو هیچا ته د اسلامي فقهې له نظره په دغه کار کې شک نه دي کول پکار او کولای یې هم نشي.

۷۲. د ویر مراسم او فلسفه يې

موږ ګروهمن يو،چې : د اسلام د شهیدانو په تېره بیا د کربلا د شهیدانو  لپاره ویر او عزاداري د اسلام د پايښت او بقا په لار کې يې د یاد او د مړانو او سرښندنو د یاد پاتې کېدو لامل ده؛نو ځکه په بېلابېلو وختونو کې په تېره بیا د عاشورا په ورځو کې (د محرم د میاشتې لومړۍ لس ورځې) چې د جنت د ځوانانو د سرخېل[177] د امیر المؤمنین حضرت علي(ع) او د رسول الله مبارک د ګرانې لور  بي بي فاطمة الزهرا د زوى حسین بن علي(ع) د شهادت له ورځو سره سمون خوري، د عزادارۍ او ویر مراسم کوو. د هغوی د ژوند او مېړانو تاریخ راسپړو او د هغوى د موخو په هکله غږېږو او د هغوى  په پاکو ارواوو سلام وایو.

                       موږ باوري يو، چې : امويانو خطرناک حکومت جوړ کړی و، د پېغمبر(ص) ډېر سنتونه یې بدل کړي وو  او د اسلامی ارزښتونو ختمولو ته یې ملا تړلې وه .

                       حسین بن علي  د هجرت پر یوشپیتم کال د یزید پر خلاف چې په ګناه ککړ، خپلسری او له اسلامه لرې کس و او له بده مرغه د اسلامي خلافت په چوکۍ یې تکیه وهلې وه، پاڅون وکړ که څه امام حسین(ع) او ملګري یې په عراق کې د کربلا په خاوره کې شهیدان شول او کورنۍ یې بندي شوه؛خو وینې يې د وخت په ټولو مسلمانانو کې عجیبه ولوله پېدا کړه، د امويانو پر خلاف یو په بل پسې پاڅونونه پیل شول او د هغوی د ظلم او زیاتي په ماڼۍ یې سخت ګوزارونه وکړل او اخر یې  د ژوند ناولی ټغر ټول شو او تر دې جالبه دا چې هغه ټول پاڅونونه، چې د عاشورا تر پېښې وروسته د امويانو د حکومت پر خلاف وشول د (الرضا لآل محمد او يا لثارات الحسين) تر نامه لاندې وو او ځینې دغه شعارونه ان  د عباسيانو د خپلسرو حکومتونو په  وخت کې هم جاري وو.[178]

                       د امام حسین (ع) د خونړي پاڅون مسئله په نن زمانه کې زموږ لپاره د هر ډول ظلم زیاتي او استبداد او زوروینې پر وړاندې د درېدو لپاره په یوې بیلګې  او پروګرام بدل شوی دی او دا شعارونه چې «هيهات منا الذله»موږ هېڅکله ذلت ته غاړه نه ږدو او «انما الحياة عقيدة وجهاد؛ د ژوند حقیقت ایمان او جهاد دی» چې د کربلا  له خونړي تاریخه اخستل شوی، تل له موږ سره مرسته کړې ده، چې د ظالمو حکومتونو پر وړاندې ودرېږو او د کربلا د شهیدانو د سرخیل او د هغه د یارانو په اقتدا سره د ظالمانو شر لرې کړو (د ایران د اسلامی جمهوریت په ا نقلاب کې هم په هر ځای کې دا شعار لیدل  کېږي)

                       لنډه دا چې : د اسلام د شهیدانو د یاد درنښت په تېره بیا د کربلا د شهیدانو د یاد درناوی د ایمان او عقیدې په لار کې د حماسې، ایثار  میړانې او سرښندنې روح تل په موږ  کې ژوندی ساتي اوموږ ته د سرلوړی ژوند او ظلم ته د غاړه نه کېښوولو سترې زده کړې راکوي، دا ده هر کال د عزادارۍ د مراسمو د تجدید او د دغو یادونو او پېښو د ژوندي ساتلو فلسفه.

                       کېداى شي چاته پته نه وي، چې موږ د ویر په مراسمو کې څه کوو  او دا عزاداري   په یوې تاریخې پېښې پورې اړوند وګڼي، چې  مودې وشوې هېره شوې ده، خو موږ پخپله پوهېږو  چې د دغو یادونو او خاطراتو یاد ساتل زموږ په پروني ننني او را تلونکي تاریخ څه  اغېزې لرلي او لري یې.

                       د احد تر غزا وروسته پر «سید الشهداء» حضرت حمزه د رسول الله مبارک(ص) او مسلمانانو ویر او ماتم په ټولو مشهورو تاریخونو کې راغلی دی، چې دخدای رسول د انصارو له یوه کوره تېرېده، چې د ژړا او ستاينو غږ یې واورېد، د پېغمبر اکرم په سترګو کې اوښکې راغلې او و يې ژړل او ويې فرمایل: حمزه ته څوک نه ژاړی (عزادار نه لري)، حضرت سعد بن معاذ داخبره واورېده او د بني عبدالاشهل د ټبر یوې ډلې ته ورغی او  د هغوی ښځو ته یې امر وکړ، چې د پېغمبر اکرم د تره حمزه کور ته لاړې شي او ویر وکړي.[179]

                       څرګنده ده چې دا کار یوازې حضرت حمزه ته ځانګړى نه و؛بلکې داسې پروګرام دی،چې د ټولو شهیدانو لپاره باید تر سره شي او د هغوى یاد د نن او سبا  د کهولونو لپاره ژوندی وساتو او له دې لارې پرله پسې د مؤمنانو په رګونو کې نوې وینه جاری کړو.اتفاقا  اوس چې دا کرښې لیکم د ۱۴۱۷ هجري  قمري کال د محرم دمیاشتې لسمه نېټه (دعاشورا ورځ) ده؛ په رښتیا چې ګرد سره شيعه نړۍ له عجیبه شور او ولولې ډکه ده ځوانانواو زلمیانو او لویو ټولو تورې جامې اغوستي  او په یو هیړ د امام حسین او د کربلا دشهیدانو د ویر په  دستورو کې  برخه اخلي د ټولو په فکر او روح کې داسې بدلون ښکاره دی، چې که  هغوى ته  د اسلام له دښمنانو سره د مبارزې بلنه ورکړل شي ټول به وسله په لاس میدان ته راشي او له هېڅ  ډول سرښندنې او میړانې ډډه نه کوي،ته وا د شهادت وینه د ټولو په رګونو کې جاري شوې او په همدې شېبې او وخت کې حسین او وفادار یاران يې په کربلا کې د اسلام په لار کې په سرښندنه ګوري.

                       هغه حماسي شعرونه چې په دغو سترو غونډو کې لوستل کېږي د استعمار او استکبار په خلاف له ځپونکو، ظلم او زیاتي ته د نه تسلیمېدو او عزتمن مرګ  ته په ذلت ناک ژوند  د ترجیح ورکولو له شعارونو ډک دي .

                       موږ ګروهمن يو،چې  دا یوه لویه معنوي پانګه ده، چې باید ساتنه یې وشي او له هغه د اسلام او ایمان د ژوندي ساتلو او تقوا لپاره استفاده وشي.

۷۳. لنډمهاله واده (متعه)

موږ ګروهمن يو،چې  لنډمهاله واده یو شرعي چار دى، چې په اسلامیيفقه کې د «متعه» په نامه مشهوره شوې ده؛ نو په دې ترتیب، واده په دوه ډوله دی : دائم واده، چې وقت او زمان یې نامحدود دی او لنډمهاله واده،چې وخت یې د دواړو لوريو په هوکړه ټاکل کېږي .

                       دا واده دايمي واده ته په ډېرو مسائلو کې ورته والی لري؛ منجمله د مهر په مسئله کې، له هر ډول مانع او خنډه د ښځې د خلاصېدو او د هغو بچیانو د احکامو په اړه، چې ددې واده  په پايله کې  پېدا کېږي، دا بچيان له دائمي واده له پېدا کېدوونکيو بچیانو سره هېڅ توپیر نه لري، تر بېلتون وروسته د عدې ساتل  دا ټول زموږ په نزد له مسلماتو دي، په بله وينا لنډمهاله واده (متعه) د واده له ټولو ځانګړنو سره یو ډول واده دی.

                       البته د دائمي ا و لنډمهاله واده تر منځ ځینې توپیرونه شته منجمله  دا  چې په لنډمهاله نکاح کې د ښځې نفقه په مېړه واجبه نه ده او ښځه او مېړه له یو بله وراثت نه وړي.(خو د دوی بچیان له مور او پلار او له یو بله ارث وړي)

                       په هر حالم وږ دا حکم له قرآنه اخستی دی، چې فرمایی «فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً؛ د هغه ښځو چې ورسره متعه کوئ، مهر ورکړئ»[180]

                       ډېرو لویو مفسرانو او مشهورو محدثانو جوته کړې ده، چې دا آیت د لنډمهاله واده ( متعې) لپاره دی.

                       په تفسیر طبري کې تر دې  آیت لاندې  ډېر روایتونه نقل شوي دي، چې ښیي دغه آیت د لنډمهاله واده په هکله دی او د پېغمبر (ص) ډېرو اصحابو پر شهادت ورکړی دی.[181]

                       په «الدرالمنثور» تفسیر او «سنن بیهقی» کې هم په دې هکله ډېر روایتونه راغلي دي[182]

                       په «صحیح بخاري» «مسند احمد» او «صحیح مسلم» او نورو ډېرو کتابونو کې هم داسې روایتونه تر سترګو کېږي، چې د پېغمبر(ص) پر مهال د لنډمهاله واده په شتون دلیل دی که څه دهغو مخالف روایتونه هم لیدل کېږي.[183]

                       د اهل سنتو ځینې فقیهان په دې عقیده دي، چې د پېغمبر(ص) پر مهال لنډمهاله واده و او بیا دغه حکم نسخ شوی دی، حال داچې ځینې وایي، چې دا حکم د پېغمبر (ص) د عمر  تر پايه پورې و او دويم خلیفه نسخ کړی دی. (مُتْعَتَانِ کَانَتَا عَلىٰ عَهْدِ رَسُوْلُ الله وَاَنَا مُحَرّمُهُمَا وَمُعَاقِبٌ عَليهما: مُتْعَةُ النِّسَاءِ وَ مُتْعَةُ الْحَجّ؛ دوه متعې د پېغمبر(ص) پر مهال وې او ما هغه حرامې کړې او په  هغو به سزا ورکوم!  د ښځو متعه او د حج متعه (چې د  حج یو ډول دی) د دې خبرې ګواه دی.[184]

                       په دې کې شک نشته چې په دغه اسلامي حکم کې د اهل سنتو راویانو په منځ کې د نورو ډېرو احکامو په شان اختلاف دی، ځینې د پېغمبر(ص) پر مهال يې  د نسخېدو عقیده لري او ځینې د دويم خلیفه په زمانه کې او لږ شمېر ترې  بيخي انکار کوي او دا ډول اختلافات په فقهي مسائلو کې دي؛ خو شیعه فقیهان يې په مشروعیت کې د نظر اتفاق لري او وايي، چې د پېغمبر(ص) پر مهال نه ده نسخ شوې او د آنحضرت تر ر حلت وروسته یې نسخیدل ناممکن دي.

                       په هر حال موږ عقیده لرو چې : که له لنډمهاله واده ناوړه استفاده ونشي، د هغو ځوانانو په هچې کله د دائمي واده وس نه لري د ځینو ټولنیزو اړتياوو ځواب ویلای شي. یا د هغو مسافرانو په مسئله کې چې د تجارتي، اقتصادي، تعلیمي  یا داسې نورو اړتياوو لپاره یوه موده له خپلې کورنۍ لرې پاتې کېږي او یا داسې نور موارد او له لنډمهاله واده سره مخالفت په دغو کسانو کې د فحشا د زیاتېدو لار پرانځي،په تېره بیا زموږ په زمانه کې چې د دائمي واده  عمر د بېلابېلو دلایلو په وجه ډېر زیات شوی دی اوبلخوا د شهوت پاروونکي عوامل زیات شوي دي.که دا لار بنده شي، بېشکه چې د فحشا لپاره لار پرانستل کېږي.

                       یو ځل بیا ټینګار کوم، چې موږ له دغه اسلامي حکمه له هر ډول ناوړه استفادې، د هوسبازانو په لاس کې دهغې له بازیچه کېدو او ککړتیا ته د ښځو د راکاږلو لپاره دیوې وسیلې په  توګه دا ستفادې سخت مخالف یو؛ خو له قانونه د ځینو هوس بازانو ناوړه استفاده باید د قانون د مخنیوي لامل او پلمه ونه ګرځي؛بلکې باید د ناوړه استفادې مخه ونیول شي.

۷۴. د تشیع تاریخچه

موږ ګروهمن يو،چې : د تشیع د پېدایښت مبداء د پېغمبر(ص) زمانه او ویناوې يې دی او ددې خبرې لپاره روښانه اسناد دلرو:

                       منجمله دا چې ډېرو مفسرانو ددې آیت «إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ؛ هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي (د خدای) تر ټولوغوره مخلوق دی»[185] دا حدیث یې له پېغمبره (ص)نقل کړی دی، چې و يې  فرمایل:«له دغه آیته مطلب علی(ع) او شیعه يې دي»

                       منجمله مشهور مفسر«سیوطی»په الدر المنثور کې له «ابن عساکر»له جابر بن عبدالله نقلوي، چې موږ د پېغمبر(ص) په خدمت کې وو، چې علي (ع) راغی، چې کله پېغمبر(ص)، علی(ع) ولید؛ نو و يې فرمایل: والذی نفسی بيده ان هذا وشيعته لهم الفائزون يوم القيامة؛ قسم په هغه چا چې زما ځان یې په لاس کې دی، دی او شیعه یې د قیامت پر ورځ د کامیابو په ټولي کې دي» بیا د  إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ؛ آیت نازل شو او تر هغه وروسته  علي (ع) به چې د پېغمبر(ص) د اصحابو غونډو ته ورتللو، هغوى به ویل «جاء  خير البريه» د خدای غوره مخلوق راغی.[186]

                       همدامعنا (ابن عباس) او (ابن برزه) او  (ابن مردویه) او (عطیه عوفی) په لږ توپير ذکر کړې ده.[187]

                        په دې ډول وینو،چې د هغو کسانو لپاره، چې له علي سره یې اړيکه درلوده د (شیعه) د نوم ټاکنه په هماغه د پېغمبر اکرم په زمانه کې شوی و او دا نوم پېغمبر(ص) هغوی ته ورکړی دی؛ نه دا چې د خلفاوو په زمانه کې یا د صفویانو یا داسې نورو په زمانه کې ورکړل شوی وي.

                       موږ په عین حال کې چې د نورور اسلامي فرقو درنښت کوو او ورسره د جمعې په یوه ليکه کې درېږو او په یو وخت او یو ځای حج کوو او په ګډو اسلامی موخو کې ملګرتیا کوو،  عقیده لرو چې د علي(ع) د مکتب لارويان ځینې ځانګړتیاوې لري او پېغمبر ورته ځانګړې توجه او پام درلود، له همدې امله موږ د دغه مکتب لاروي ټاکلې ده .

                       د شیعه وو ځینې مخالفان ټینګار کوي، چې د  دغه مذهب او عبدالله بن سبا ترمنځ اړيکه ټنیګه کړي او بیا بیا دا خبره تکراروي،چې شیعه د عبدالله بن سبا لارويان دي، چې په اصل کې یهودي و او بیا مسلمان شو! دا خبره ډېره عجیبه ده؛ځکه  د شیعه وو کتابونو ټولې څېړنې ښیي، چې ددې مکتب منونکي له دغه کس سره هېڅ دلچسپی او مینه نه لري؛بلکې د شیعه وو په ټولو کتابونو کې عبدالله بن سبا یو ګمراه او  بې لارې کس معرفي شوی دی او  زموږ د ځینو روايتونو له مخې، حضرت علی(ع) يې د مرتد والي له امله د هغه د وژلو حکم ورکړی و.[188]

                        له دې ورتېر د عبدالله بن سبا تاریخی وجود تر پوښتنې لاندې دی او ځینې محققان باوري دي، چې هغه یو افسانه اي کس دی او بهرنى وجود یې نه درلود ،چې د شیعه مذهب بنسټ ایښوونکی شي.[189] او فرضا که هغه یو افسانه ای کس و نه ګڼو زموږ له نظره ګمراه او منحرف کس و.

۷۵. د شیعه مذهب جغرافیا

دا ټکی د پام وړ دی، چې د شیعه وو مرکز همېشه د ایران هېواد نه دی پاتې شوی؛بلکې د اسلام په هماغه لومړیو پېړیو کې  یې ډېر مرکزونه درلودل منجمله «کوفه»، «یمن» او ان  پخپله «مدینه» او همداراز په شام کې د امويانو له زهرجنو تبلیغاتو سره سره د شیعیانو بېلابېل مرکزونه وو،  که څه په عراق کې د شیعیانو د  مرکز هومره ستر نه وو.

                       د مصر په پراخ ټاټوبي کې هم تل د شیعه وو ډلې اوسېدې ان  د فاطمي خلفاوو په زمانه کې د مصر حکومت  د ځینو شیعه شخصیتونو په لاس کې پاتې شوی  دی.[190]

                       اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شیعه مسلمانان شته، منجمله په سعودي عربستان هېواد کې  ډېر شیعیان په شرقیه سیمې کې اوسېږي او له نورو اسلامي فرقو سره ښه اړیکي لري، که څه د اسلام دښمنانو تل هڅه کړې او کوي، چې د شیعه مسلمانانو او نورو په منځ کې د دښمنۍ او کینې  او بد ګومانۍ او بد بینۍ تخم وشیندي او د نزاع، اختلاف او  جنګ اور پکې بل  کړي او دواړه ډلې کمزورې کړي . په تېره بیا نن چې اسلام د نړۍ د یو لوی ځواک په توګه  د ختیځ او لویدیځ د مادي نړۍ، پر وړاندې بېرغ هسک کړی او د نړۍ خلک  چې له مادي تمدنونو ستړي او لالهانده شوي، خپل لور ته بلي، د مسلمانانو د ځواک د ماتولو او په نړۍ کې د اسلام د پرمختګ د مخنیوي لپاره د اسلام د دښمنانو یو لوی امید دا دی، چې د مذهبي اختلافاتو اور ته لمن ووهي او مسلمانان په یو بل اخته کړي، بیشکه که د نړۍ ټول مسلمانان بېدار او هوښیار وي، دغه خطرناک سازش او دسيسه شنډولای شي.

                         په شیعه وو کې هم د اهلسنتو  په شان بېلابېلې فرقې دي، خو تر ټولو مشهوره او پېژندل شوې یې شیعه اثنا عشري ده، چې د نړۍ د شیعیانو زیاته برخه جوړوي.

                       که څه د شیعیانو اصلي شمېر او د نړۍ د نورو مسلمانانو پر وړاندې يې شمېر او فیصدي سمه معلومه نه ده، خو د ځینو شمېرنو له مخې شمېر يې له دوو سوو تر درې سوو ملیونو دی، چې د نړۍ د مسلمانانو کابو څلورمه برخه کېږي .

۷۶. د اهل بیتو (ع) میراث

ددې مکتب لارويانو د اهل بیتو امامانو علیهم السلام په وسیله له رسول الله  مبارکه ډېر روایتونه نقل کړي دي ا و نور ډېر روایتونه له حضرت علي او نورو امامانو(ع) لري، چې نن د شیعه وو معارفو او د فقهې اصلي منابع ګڼل کېږي، منجمله  د لاندې ذکر شويو څلورو کتابونه، چې په کتب اربعه مشور دي: «کافی، من لایحضره الفقیه، تهذیب او استبصار» نومونه اخستلی شو؛ خو ددې خبرې تکرار ضروري ګڼو، چې هر حدیث چې په دغو څلورو منابعو او یا نورو معتبرو کتابونو کې موجود وي د دې معنا دا نه ده، چې دغه ځانګړى حدیث معتبر دی؛بلکې د هر حدیث د سند یوه سلسله  ده، چې باید د سند هر یو  رجال یې  په  بېله توګه د رجالو په کتابونو کې وارزول شي او که د سند ټول رجال یې معتبر او د باور وړ وو، دغه حدیث د یو صحیح حدیث په توګه  منل کېږي؛ که نه وي، دا به یو مشکوک یا ضعیف حدیث وي او دا کار یوازې د علم حدیث او رجالو د عالمانو او پوهانو کار دی .

                       له دې ځایه ښه څرګندېږي، چې د شیعیانوپه کتابونو کې د حدیثونو د راغونډولو حالت او روده د اهل سنتو له مشهورو منابعو سره توپیر لري؛ ځکه په صحاحو کې په تېره بیا  په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې د لیکوالو مبنا دا ده، چې هغه حديثونه يې راغونډ کړي، چې د هغوى په نزد صحیح او معتبر وو او له همدې امله د اهل سنتو په عقایدو د پوهېدو لپاره په هغو کې په  هر  یو استناد کېداى شي.[191] حال دا چې د شیعه محدثانو مبنا دا ده،چې په اهل بیتو (علیهم السلام) پورې منسوب ټول حدیثونه راغونډ کړي او له صحیحو د غیر صحیحو پېژندل یې علم رجال ته  پرېښي دي، (پام وکړئ).

۷۷. دوه ستر کتابونه

له  هغو مهمو منابعو،چې د شیعه وو ارزښتناک ميراث ګڼل کېږي، نهج البلاغه کتاب  دی، چې ارواښاد "شریف رضي" کابو زر کاله وړاندې د امام علی(ع) له کلماتو په دریو برخو کې (لیکونو، خطبو او لنډو ټکو کې) برابر کړی دی او محتوا او مطالب یې دومره لوړ او ښکلي دي، چې هر څوک د هر مکتب او دین منونکی چې وي د هغې د  لوړې محتوا تر اغېز لاندې راځي او کاش چې نه یوازې مسلمانان؛ بلکې غیر مسلمانان هم ورسره اشنا شوې واى او هغه یې لوستى وای، چې په توحید او مبدا او معاد او  په سیاسي، اخلاقي او ټولنیزو چارو کې دا سلام له لوړو معارفو او  تعلیماتو خبر شي.

                       له دغو لویو  میراثونو یو بل «صحیفه سجادیه» کتاب دی،چې د ډېرو ښکلو فصیحو او غوره دعاګانو ټولګه ده، چې ډېر ه لوړه غوره او ژوره محتوا لري، چې  په حقیقت کې د هماغه نهج البلاغې کار په یو بل ډول کوي او د هغه هره جمله انسان ته نوی درس ورکوي او په رښتیا چې هر انسان ته له خدای سره د مناجات او لمونځ طریقه ښیي او د انسان روح او زړه ته صفا وربښي.

                       دا ټولګه لکه څرنګه چې له نامې یې معلومه ده، د شیعه مکتب د څلورم  امام علي ابن الحسین بن علي بن ابیطالب، چې په امام سجاد(ع) مشهور دی، د دعاګانو ټولګه ده او موږ هر وخت، چې وغواړو په موږ کې د دعا او لمونځ روح او د خدای درشل ته زیاته توجه او زیاته مینه پېدا شي دغه دعاګانې لولو او د تازه نیالګیو په شان،  چې د سپرلي له برکتناکو وریځو خړوبېږي له هغه استفاده کوو .

                       د شیعه ووتر ټولو زیات حدیثونه،  چې تر لسو زرو زیاتېږي له پينځم او شپږم امام ؛يعنې امام محمد باقر او امام جعفر صادق علیهم السلام نقل شوي دي او یوه ستره برخه هم له اتم امام علي ابن موسی الرضا (ع) څخه ده او  دا په دې خاطر ده، چې دغه درې شخصیتونه د وخت او  ځای په داسې شرائطو کې وو، چې د دښمنانو ، عباسيانو او امويانو دباو پرې لږ و، له همدې امله وتوانېدل ډېر حدیثونه، چې له رسول الله مبارک يې د پلار نېکونو په وسیله وررسېدلي وو، د اسلام  د فقهي احکامو او معارفو په ټولو بابونو کې له ځانه یادګار پرېږدي او دا چې  شیعه مذهب ته جعفري مذهب وايي له  دې امله ده،چې د هغوى ډېر حدیثونه او روایات له شپږم امام جعفر بن  محمد الصادق(ع) نقل شوي دي، چې په داسې پړاو کې یې ژوند کاوه، چې امويان په کمزوري کېدو وو او عباسيانو هم لا پوره ځواک لاسته نه و راوړی، چې په خلکو فشار راوړي او زموږ په کتابونو کې مشهوره ده، چې آنحضرت په فقهي  حدیث او معارفو کې څلور زره شاګردان وروزل .

                       د حنفي مذهب امام او مشر امام ابوحنیفه (ره) د امام جعفر صادق (ع) په ستاینه کې په یوې وینا کې وايي:ما رايت افقه من جعفر بن محمد؛ تر جعفر بن محمد(ع) زیات فقیه کس مې نه دی  لیدلی![192]

                       د اهل سنتو بل  امام مالک بن انس په خپلې یوې وینا کې داسې وايي: «ما یوه موده  له جعفر بن محمد سره تګ راتګ درلود، هغه مې تل له دریو څخه  په یو حالت کې ولیده، یا یې لمونځ کاوه یا یې روژه نیوه یا د قرآن مجید په تلاوت بوخت و او زما  په خیال ما د علم او عبادت له نظره تر جعفر بن محمد زیات افضل کس نه دی  لیدلی او نه مې دی اورېدلی»[193]

                       له دې امله چې موږ دلته له ډېر اختصاره کار اخلو؛ نو د اهل بیتو د امامانوپه باب د نورو اهل سنتو عالمانو له ویناوو تېریږو.

۷۸. په اسلامی علومو کې د شیعیانو ونډه

موږ ګروهمن يو،چې : شیعه وو د اسلامي علومو په پېداکولو کې اغېزمنه ونډه لرلې ده، ځینې باوري دي،چې اسلامي علومو له  هغوى سرچینه اخستې، ان  په دې هکله کتاب یا کتابونه لیکل شوي او اسناد او مدارک یې وړاندې کړي دي، خو موږ وایو، چې لږ تر لږه هغوی د دغو علومو په پېدا کولو کې ښه ونډه لرلې ده او د دې مسئلې شاهد او ګواه هغه کتابونه دي،چې له شیعه علماوو په اسلامي علومو او فنونو کې لیدل کېږي. په فقهې او اصولو کې په زرګونو کتابونه، چې ځینې یې ډېر پراخ او بې ساري دي،په تفسیر او قرآنی علومو کې په زرګونو کتابونه، په عقائدو او علم کلام کې په زرګونو کتابونه او همداراز په بېلابېلو علومو کې په زرګونو کتابونه، په دغو کې پریمانه کتابونه اوس هم زموږ او د نړۍ په مشهورو کتابتونونو کې موجود دي او خلک ورته لاسرسی  لري او هر څوک دغه کتابتونونو ته په مراجعې د دې ادعا تصدیق کولی شي.د شیعیانو یو مشهور عالم د دغوکتابونو فهرست تیار کړی او په شپږو لویو ټوکونو کې یې دغه فهرست راغونډ کړی دی.[194]

                       دا لړلیک د لسګونو کلونو پخوا دی او په وروستیو لسیزو کې له یوې خوا د شیعه وو د تېرو عالمانو د اثارو دا حیا  او د خطي کتابونو د کشف او چاپ لپاره ډېرې هڅې شوي دي او بلخوا د نویو کتابونو د  تصنیف او تالیف لپاره، چې لا مو یې دقیق شمېر نه دی برابر کړی؛ خو په  مسلمه توګه ویلی شو چې د اسلامي علومو په هره څانګه کې په سلګونو یا زرګونو کتابونه لیکل شوي دي .

۷۹:موږ باوری یوچې : صدق رښتیا والی او امانت د اسلام یو مهم  او بنسټيز رکن دی، قرآن مجید فرمايي: «قَالَ اللَّهُ هَذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ؛ خدای تعالی فرمایي چې د رښتینو رښتیا والی  هغوى ته فایده رسوي»[195]

                       بلکې د قرآن له ځینو  آيتونو استفاده کېږي، چې د قیامت پر ورځ اصل انعام هغه انعام دی، چې د صدق او رښتیاوالي له امله انسان ته ورکول  کېږي (په ایمان کې صدق او راستي) په الهي ژمنو په عمل کې او د ژوند په ټولو چارو کې په صداقت او راستۍ«لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ؛[196] او لکه څرنګه چې مخکې مو هم اشاره وکړه، د قرآن د وینا له مخې موږ مسلمانان دنده لرو چې د ژوند په ټولو چارو او دوران کې د معصومانو او رښتینو غږ مله ووسو «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ؛[197] د دې خبرې اهمیت  تر دې دی، چې خدای تعالی خپل پېغمبر(ص) ته امر کوي له خپل خدایه وغواړه،چې په هر کار کې  صادقانه داخل شې او صادقانه خارج شې «وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ؛

                       نو ځکه په اسلامي روايتونو کې لولو، چې هېڅ پېغمبر د خدای له لوري مبعوث نه شو؛ خو دا چې صدق رښتیاوالی او امانت يې په اصلي پروګرامونو کې شامل وو «ان الله عزوجل لم يبعث نبيا الا بصدق الحديث و اداء الامانة الی البر والفاخر»[198]

                       موږ هم  له دغو آيتونو او روايتونو په الهام اخستو خپل ټول کوشش او هڅه کړې ده، چې ددې کتاب په بحثونو کې بې له راستۍ او صداقته بله لار ونه وهو او  د حق او امانت پر خلاف کلام ونه وایو او هيلمن یو، چې د خدای په مهربانۍ مو ددې رسالت د ادا کولو  توفیق  لاس ته راوړی وي. إنّهُ وَلِیُّ التَّوْفِيْْقْ .

۸۰. وروستۍ خبره

هغه څه چې په دغه ټولګې کې راغلي دي، د اسلام په اصولو او فروعو کې د اهل بیتوعلیهم السلام د مکتب د لارويانو او شیعیانو د عقایدو نچوړ دى، چې بې له  بدلون او تحریفه بیان شوې او د قرآن له آيتونو، روايتونو او د اسلام د عالمانو په بېلابېلو کتابونو کې د هغو مدارکو ته اجمالي اشاره شوې ده، که څه د بحث د خلاصه والي او کوټل والي له امله د ټولو مدارکو ذکر ناشونې و او زموږ موخه صرف په دغه کتاب کې اجمالي او کوټلی بیان و.

                       موږ باوري یو چې : دا بحثونه لاندینۍ پايلې لري:

1.                  یوه ښه سرچینه ده، چې له اختصار سره سره د شیعه عقاید په ډېره روښانه  او دقیقه  توګه بیانوي او ټولې اسلامي فرقې او ان  غیر مسلمانان کولای شي ددې واړه کتاب په لوستو ددې مذهب د لارويانو عقاید په اجمالي توګه او له لومړي لاسه  وکتلی شي  او دهغو د راغونډولو  لپاره زیات زیار  ایستل شوی دی .

2.                  موږ باوري یو چې: دا جزوه (کتاب) د هغو کسانو لپاره یو الهي حجت ګرځېدلی شي، چې کله کله په ناخبرۍ زموږ د عقایدو په هکله قضاوت او فیصله کوي یا يې له مشکوکو او غرضي کسانو او غیر معتبرو کتابونو  تر لاسه کوي.

3.                موږ باوري یو چې: د دغو عقايدو  په ليدو روښانېږي چې ددې مکتب او د مسلمانانو د نورو فرقو د لارويانو تر منځ د توپير موارد دومره نه دي، چې ددغه مکتب او د مسلمانانو د نورو فرقو تر منځ د ملګرتیا او ګډ کار خنډ شي؛ځکه په دغو مذهبونو کې ګډ ټکي ډېر زیات دي  او بله دا چې زموږ دښمنان هم  ګډ دي.

4.                موږ باور لرو چې: ځینې داسې لاسونه او ایجنټان شته چې د اسلامي مذهبونو تر منځ د اختلافاتو په لویولو سره غواړي په منځ کې يې د جنګ، نښتې او وینه  بهولو  اور بل کړي او اسلام کمزوری کړي؛هغه دین چې زموږ په زمانه کې  د نړۍ پراخه سیمې تر خپل برکتناک سیوري لاندې راولي او د کمونزم د ختمېدو او د پانګوال  مادي نظام د زیاتېدونکيو او لایَنْحَلو ستونزو رامنځته شوې خلا او تشه ډکوي . دښمنان غواړي په نړۍ کې د اسلام د پرمختګ مخه ونیسي. مسلمانان باید دښمنانو ته دا امکان ورنه کړي، چې په  دغه کار کې کامیاب شي او هغه ارزښتناک فرصتونه، چې د اسلام پېژندو لپاره په نړۍ کې پېدا شوي دي له لاسه  لاړ شي.

5.                موږ باوري یو چې: که د اسلامي مذهبونو عالمان په خپلو کې سره کېني او له مینې او محبته په ډکې فضا او له تعصب او ځېله په لرې فضا کې  د اختلافي مواردو ارزونه وکړي او پرې وغږېږي، د اختلافاتو د کمېدو امکان ډېر زیات دی، نه وایو چې ټول اختلافات  دې ختم شي؛ بلکې وایو  چې لمنه دې یې راټوله شي؛ لکه څرنګه چې په  وروستیو کې په ایران کې یو شمېر شیعه او سني عالمانو په زاهدان ښار کې  له یو بل سره ډېرې غونډې وکړې او ځینې اختلافات  یې ختم کړل چې دلته یې د بیانولو فرصت نه لرو.[199]

                       په پای کې د خدای تعالی درشل ته لاسونه  پورته کوو او غواړو:

                       «رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلإخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالإيمَانِ وَلا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ»[200]

پای


[1] آل عمران/ ۱۹۳

۱. ذاریات / ۲۰  او ۲۱ .

[3]. آل عمران/ ۱۹۰ او ۱۹۱ .

[4] . حشر/ ۲۳ او ۲۴ .

[5].   زخرف/ ۸۴ .

[6]. حدید/ ۴ .

[7].  ق/ ۱۶ .

[8] . حدید / ۳ .

[9].  بروج/ ۱۵ .

[10].  د قرآن له ځینو آيتونو معلومیږي چې د خدای کرسي په ټولو آسمانونو او ځمکې خپره ده په  دې اساس د هغه عرش په ټولې مادي نړۍ دی.«وسع کرسيه السموات والارض» (بقره/ ۲۵۵)

[11]. شوری/۱۱ .

[12].  توحید /۴ .

[13]. انعام سوره ۱۰۳ .

[14]. بقره سوره ۵۵ .

[15]. اعراف سوره ۱۴۳ ايت

[16]. دا یوه مشهوره جمله ده او له ابن عباسه نقل شوې ده،خو دا معنا په نهج  البلاغې کې له امام علی(ع) په یو بل ډول راغلې ده : «ان الکتاب یصدق بعضه بعضا...»  (نهج البلاغه، ۱۸خطبه) او په یو بل ځای کې فرمایی: «و ینطق بعضه ببعض ویشهده بعضه علی بعض» (۱۰۳ خطبه)

[17]. نهج البلاغه ۱۷۹ خطبه

[18]. نساء سوره، ۴۸ ايت

[19]. زمر سوره، ۶۵ ايت

[20]. زمر سوره ۶۲ ايت

[21].  شوری سوره ۱۲ ايت

[22]. انسان سوره ۳ ايت

[23] . نجم سوره ۳۹ ايت

[24]. اصول کافي، ۱ ټوک ۱۶۰  مخ (باب الجبر والقدر و الامر بین الامرین)

[25]. بینه سوره،۵ ايت

[26]. بقره سوره ۲۴۸ آيت

[27]. مائده سوره ۴۴ ايت

[28]. مائده سوره ۱۱۰ ايت

[29]. نمل سوره ۴۰ ايت

[30]. بقره سوره ۹۷ ايت

[31]. انفطار سوره ۱۰ آيت

[32]. اعراف سوره ۳۷ آيت

[33] . فصلت سوره ۳۰ آيت

[34]. احزاب سوره ۹ ايت

[35]. هود سوره ۷۷ آيت

[36]. یونس سوره ۳ آيت

[37]. اعراف سوره ۵۹،۶۵،۷۳، ۸۵ او .....

[38].  فصلت سوره، ۵۴ آيت

[39].  بروج سوره ۲۰ ايت

[40]. بحار الانوار، ۶۸  ټوک ۲۳ مخ

[41]. بحار الانوار، ۶۶ ټوک ۲۹۳ مخ

[42]. غرر الحکم

[43]. نساء سوره،۱۶۵ آيت

[44]. احزاب سوره ۷ ايت

[45]. احقاف سوره ۳۵ ايت

[46]. احزاب سوره ۴۰ ايت

[47]. ممتحنه سوره ۸ ايت

[48].  بقره سوره ۲۵۶ آيت

[49]. مرحوم مجلسي په بحار الانوار کې، دا  جمله له ځینو معصومینو نقل کړې ده بې له دې چې نامه یې واخلي(بحار، ۲۵ ټوک ۲۰۵ مخ)

[50]. ال عمران سوره ۷۹ آيت

[51]. نساء سوره ۱۷۲ ايت

[52]. جن سوره ۲۶ او ۲۷ ايتونه

[53]. ال عمران سوره ۴۹ ايت

[54]. یوسف سوره ۱۰۲ايت

[55].  انعام سوره ۵۰ آيت

[56]. ال عمران سوره ۴۹ آيت

[57]. یونس سوره۳ ايت

[58]. بقره سوره ۲۵۵ ايت

[59] بقره سوره ۲۵۴ آيت

[60]. نساء سوره ۶۴ آيت

[61]. یوسف سوره۹۷ او ۹۸ ايتونه

[62]. اعراف سوره ۱۸۸ آيت

[63]. بقره سوره ۲۸۵ ايت

[64]. مائده سوره ۳ ایت

[65]. اعراف سوره ۱۵۷ ايت

[66]. حدید سوره ۲۵ ايت

[67]. حجرات سوره ۱۳ ايت

[68]. تفسیر قرطبی، ۹ ټوک ۶۱۶۲مخ

[69].  روم سوره ۳۰ ايت

[70]. بقره سوره ۲۸۵ ايت

[71]. اسرا سوره ۸۸ايت

[72]. بقره سوره ۲۳ ايت

[73]. بحار الانوار، ۲ ټوک ۲۸۰ مخ ۴۴ حدیث

[74]. حجر سوره ۹ ايت

[75]. مونږ په خپلو لیکنو کې  که هغه د «تفسیر»بحثونه وي که د «فقې د اصولو»د قرآن د نه تحریفوالي په برخه کې ډیر بحثونه کړي دی (انوار الاصول او تفسیر نمونه ته مراجعه وکړئ)

[76]. نحل سوره ۸۹ ايت

[77]. نساء سوره ۱۳۵ ايت

[78]. مائده سوره ۸ايت

[79]. مزمل سوره ۲ ـ ۴ ايتونه

[80]. مزمل سوره ۲۰ ايت

[81]. محمد سوره ۲۴ آيت

[82]. قمر سوره ۱۷ايت

[83]. انعام سوره ۱۵۵ايت

[84] . په ځینو تاریخونو کې راغلي دي چې عباسي خلیفه مامون د خپل یو قاضي په مرسته حکم خپور کړ چې هر څوک د قرآن په مخلوقوالي عقیده نه لري، له دولتي منصبونو دې لیرې کړی شي او په محکمې کې یې شهادت ونه منل شي (تاریخ جمع قرآن مجید، ۲۶۰ مخ)

[85]. إسراء سوره ۷۲ايت

[86] . بقره سوره ۱۷۱ايت

[87]. مائده سوره ۶۴

[88]. هود سوره ۳۷ايت

[89] . ابراهیم سوره ۴ ايت.

[90]. وسائل ۱۸ ټوک ۲۸ مخ، ۲۲ حدیث.

[91]. کتاب مباحث فی علوم القران، د ریاض د مشهور عالم مناع الخیل القطاع لیکنه، ۳۰۴مخ.

[92]. حشر سوره ۷ ايت

[93]. احزاب سوره ۳۶ ايت

[94]  نهج البلاغه ۲۱۰ خطبه

[95] صحیح بخاری، اول ټوک ۳۸ مخ ( باب اسم من کذب علی النبی (ص)

[96] صحیح ترمذی ۵ ټوک، ۶۶۲ مخ، باب مناقب اهل بیت  النبی(ص) ۳۷۸۶ حدیث، د دغه حدیث ډیر اسناد به دامامت په بحث کې په مشروحه توګه راشي.

[97]. نساء سوره ٨٧ايت

[98]. نازعات سوره. ٣٧ تر ٤١ ايتونه

[99]١. نهج البلاغه، لنډې ويناوې ١٣١ شميره

[100]. مؤمنون سوره ١١٥ آيت

١.  جاثيه سوره ٢١ آيت

[102].  انعام سوره ١٢ آيت

[103]. ق سوره ١٥ آيت

[104] . يس سوره  ٧٨، ٧٩ ايتونه

[105]  . احقاف سوره ٣٣ آيت

[106].  يس سوره ٧٩ آيت

[107]. قيامت سوره ٣ او ٤ ايتونه

[108] . لکه د يس سورې ايتونه ٥١ او ٥٢ او همدارازد قمر  ٧ او د معارج٤٣

[109] . سجده سوره ١٧ آيت

[110]. مشهورو محدثانو لکه بخاري او مسلم او نامتو مفسرانو لکه طبرسي، الوسي او قرطبي دا حديث په خپلو کتابونو کې راوړى دى .

[111] ١الحاقه سوره ١٩ تر ٢٥ ايتونه

[112] . يس سوره ٦٥ آيت

[113]. فصلت سوره، ٢ آيت

[114] . زلزله سوره ٤ او ٥ ايتونه

[115] . مريم سوره ٧١او ٧٢ ايتونه

[116]. دا حديث په لږ شان توپير سره دشيعه او سنيانو په سرچينو  کې لکه کنز العمال ٣٩٠٣٦ حديث او قرطبي شپږم ټوک ٤١٧٥ مخ د مريم سورې د يو اويايم آيت په ذيل کې او صدوق په خپل امالي کې له امام صادقه (ع) نقل کړي دي . په صحيح بخاري کې هم يو باب ليدل کيږي د [الصراط جسر جهنم ] تر عنوان لاندې ( صحيح بخاري، اتم ټوک ١٤٦ مخ)

[117]. انبياء سوره ٤٧ آيت

[118]. قارعه سوره، شپږم تر نهم ايتونه

[119]  . مدثر سوره ٣٨ آيت

[120]. انبياء سوره ٢٨ آيت

[121]. بحار، اتم ټوک ٤٢ مخ

[122]. کنز العمال ٣٩٠٤١ حديث ( ١٤ ټوک ٣٩٠ مخ)

[123]. بحار لومړى ټوک  ٥٦ مخ ٦٦ حديث

[124] . مومنون سوره ١٠٠ آيت

[125]. آل عمران سوره،١٦٩.

[126]. مومن سوره ٤٦ آيت

[127]. روم سوره ٥٦ آيت

[128]. صحيح ترمذي، څلورم ټوک کتاب صفه القيامه ٢٦ باب ٢٤٦٠ حديث، په شيعه منابعو کې دا حديث کله له امير المومنين علي(ع) او کله له امام علي ابن الحسين (ع) نقل شوى دى (بحار الانوار، ٦ ټوک ٢١٤ او ٢١٨ مخونه)

[129]. توبه سوره ٨٩ ايت

[130]. رعد سوره ٣٥ آيت

[131]. آل عمران سوره ١٥ آيت

[132]. توبه سوره ٧٢ آيت

[133]. تفسير عياشي، د توبې سورې  د ٧٢ آيت په ذيل کې  د نقل الميزان ٩ ټوک مطابق

[134]. فجر سوره ٢٧ تر ٣٠ ايتونه

[135]. توبه سوره ١١٩ آيت

[136]. فخر رازي د دغه آيت په هکله له ډير بحثه وروسته وايي : دا آيت په دې دليل دى چې هر کس جايز الخطا دى نو واجپه ده چې د داسې کس منونکى وي معصوم وي او معصومان هماغه دي چې خداي تعالى ورته صادقين ويلي دي، نو دا خبره په دې دليل ده چې په هر جايز الخطا واجبه ده چې له معصوم سره ملګرى او غږمله وي چې (له خطا معصوم کس) جايز الخطا له خطا وساتي، او دا معنا  په ټولو زمانو کې ده  او په کوم خاص وخت  پورې مخصوصه نه ده او په دې دليل دى چې په هره زمانه کې له خطا معصوم کس موجود دى (تفسير کبير ١٦ ټوک ٢٢١ مخ)

[137]. بقره سوره ١٢٤ آيت

[138].  صحيح مسلم، ٤ ټوک ١٨٧٣ مخ

[139] . صحيح ترمذي، ٥ ټوک ٦٦٢ مخ

[140]. سنن دارمي، ٢ ټوک ٤٣٢ مخ

[141]. خصائص نسائي، ٢٠ مخ

[142]. مسند احمد، ٥ ټوک ١٨٢ مخ  او کتاب کنز العمال، ١ ټوک ١٨٥مخ ٩٤٥حديث

[143]. دا تعبير په صحيح مسلم  دريم ټوک ١٤٥٣ مخ کې له جابر بن سمره له پيغمبر (ص) نقل شوى دى او په لږ شان توپير سره په نورو کتابونو کې چې نومونه مو يې واخستل راغلى دى ( صحيح بخاري، ٣ ټوک ١٠١ مخ صحيح ترمذي ٤ټوک ٥٠١مخ او صحيح ابي داود ٤ټوک کتاب المهدي )

[144]. داحديث په مختلفو طرقو (لارو) له پيغمبر اکرم (ص) نقل شوى دى  او د صحيح راويانو شمير تر ١١٠ اصحابو او ٨٤ تابعينو زيات دى او په ٣٦٠ مشهورو اسلامي کتابونو کې راغلى دى چې تفصيل يې په دې وړوکي کتاب کې نه ځاييږي (د پيام قرآن نهم ټوک ١٨١ مخ نه وروسته ته مراجعه وکړئ)

[145]. کامل ابن اثير ٢ ټوک ٦٣ مخ، بيروت چاپ دارصاد همدا معنا په مختصر شان توپير سره په مسند احمد حنبل، ١ټوک١١ مخ او ابن ابى الحديد په شرح نهج البلاغه، ١٣ ټوک ٢١٠ مخ او نورو په نورو کتابونو کې نقل کړى دى .

[146]. داحديث بخاري په پنځم ټوک ١١ مخ باب ( مرض النبي کې نقل کړى دى او تر هغه زيات واضح صحيح مسلم په دريمم ټوک ١٢٥٩ مخ کې ذکر کړى دى .

١ . دا ليک د 1٣٩٦ کال د شوال په ١٦ نيټه د ( رابطة العالم الاسامي ) لخوا د (ادارة المجمع الاسلامي) دمشر المحمد المنتصر الکتاني په لاسليک سره خپور شوى دى.

[148] ١ . حجرات سوره ١٣ آيت

[149] . مجادله سوره ٢٢ آيت

[150]. توبه سوره ١٠٠ آيت

[151]. جامع احاديث الشيعه، اول ټوک ١٨ مخ د ١١٨ حديث له مقدماتو

[152]. اصول کافي اول  ټوک ٥٨ مخ ١٢١ حديث

[153]. انعام سوره  ٦٥ ايت

[154]. انعام سوره ٥٠ آيت

[155]. انفال سوره ٢٢ آيت

[156]. کهف سوره ۴۹ آيت

[157]. توبه سوره ۷۰ آيت

[158]. ال عمران ۱۰۸ ايت

[159]. هود سوره ۸۲ آيت

[160]. روم سوره ۴۱ آيت

[161]. رعد سوره ۱۱ ايت

[162]. نسا سوره ۷۹ ايت

[163]. بحا ر الانوار،۵  ټوک ۱۷ مخ حدیث ۲۳

[164]. په کتاب ( المسائل المستحدثه) کې مو دا خبره ښه واضحه کړې ده .

[165]. مائده سوره ۳ ايت

[166] . اصول کافي، ۲ټوک ۷۴ مخ،بحارالانوار،۶۷ ټوک ۹۶ مخ.

[167] .جامع الاحادیث، اول ټوک ۱۸ مخ ۱۲۷ حدیث (په دغه کتاب کې په دې هکله نور هم ډیر معتبر حدیثونه لیکل شوي دي.

[168] . مومن سوره ۲۸ ايت

[169]. ال عمران سوره ۲۸ آيت

[170] . وسائل ۱۱ ټوک ۴۶۱ مخ ۶ حدیث ۲۴ مخ. په ځینو حدیثونو کې ( ترس الله فی الارض) « په ځمکه د خدای ډال » تعبیر راغلی دی.

[171]. دا حدیث ډیرو مفسرانو مورخانو او د حدیثو لکیونکو په خپلو مشهورو کتابونو کې راوړی دی منجمله واحدي په اسباب النزول، طبری، قرطبی، زمخشری، فخر رازی، بیضاوي او نیشابوري هر یو  په خپل تفسیر کې د ( نحل سورې ۱۰۶ آيت )  په ذیل کې راوړی دی.

[172]. سنن ترمذی، اول ټوک۳۵۴مخ،۱۳۸باب . سنن بیهقی،۳ټوک،۱۶۷مخ.

[173] . منجلمه دا چې «بخاری» په خپل صحیح کې له «جابر بن عبدالله» په باب التیمم (اول ټوک ۹۱مخ) کې او همداراز نسائی په خپل صحیح کې له جابر بن عبدالله، په باب «التیمم بالصعید» کې ذکر کړی دی، په مسند احمد کې له ابن عباسه نقل شوی (اول ټوک ۳۰۱مخ) او د شیعوو په منابعو کې هم په مختلفو طرقو له رسول الله مبارکه نقل شوی دی .

[174]. له دغو روايتونو او د  زیارت په هکله د لویو کسانو او د هغوی له حالاتو د خبریدو لپاره  کتاب الغدیر، ۵ ټوک ۹۳ تر ۲۰۷ مخونو ته مراجعه وکړئ.

[175]. له دغو روايتونود خبریدو او همداراز د زیارت په هکله د دین د لویو کسانو له کلماتو او خبرو دخبریدو لپاره تیر مدرک ته مراجعه وکړئ.

[176] . دا حدیثونه  په صحیح مسلم، ابوداود او نسائی، مسند احمد، صحیح ترمذی او سنن بیهقي کې لیدلې شئ.

[177]. دا حدیث ( الحسن والحسین سیدا شباب اهل الجنة)حسن او حسین دواړه د جنت د ځوانانو سرداران دي  په صحیح ترمذکې له ابو سعید خدري او حذیفه (۲ ټوک۳۰۶او ۳۰۷ مخ او په صحیح ابن ماجه کې په باب فضائل اصحاب رسول الله کې او په مستدرک الصحیحین او حلیة االولیاء او تاریخ بغداد او اصابه  ابن حجر او کنزالعمال او ذخائر العقبی او داسې نورو ډیر کتابونو کې نقل شوی دی .

[178] . ابو مسلم خراسانی چې د بنی امیه وو دحکومت جرړې یې غوڅې کړې، د مسلمانانو د احساساتو د جذبولو لپاره یې د الرضا لآل محمد له شعاره مرسته واخسته (کامل ابن اثیر، ۴ ټوک ۳۷۲ مخ).

د توابینو قیام هم د یا لثارات الحسین په شعار سره تر سره شو ( کامل ابن اثیر ۴ ټوک ۱۷۵ مخ)

د مختار بن ابی عبیده ثقفی پاڅون هم په دې نعرې سره و (کامل، ۴ ټوک ۲۸۸ مخ مونږ ته پته ده چې په هغو ډلو کې چې د بنی عباسو په خلاف یې پاڅون وکړ، حسین بن علی صاحب فخ و، هغه خپل هدف په یوې جملې کې خلاصه کاوه «وادعوکم الی الرضا من آل محمد)؛ زه تاسو د آل محمد (ص) د رضا لاسته راړولو ته بلم. ( مقاتل الطالبین، ۲۹۹ مخ ـ تاریخ طبری، ۸ ټوک ۱۹۴ مخ.

[179]. کامل  ابن اثیر، ۲ ټوک ۱۶۳ مخ ـ  سیره ا بن هشام دریم ټوک ۱۰۴ مخ

[180]. نساء سوره ۲۴ ايت

[181]. تفسیر طبري ۵ ټوک ۹ مخ

[182]. الدر المنثور، ۲ ټوک ۱۴۰ مخ سنن بیهقی، ۷  ټوک ۲۰۶ مخ

[183]. مسند احمد ۴ ټوک ۴۳۶ مخ ـ صحیح بخاری ۷ ټوک ۱۶ مخ او صحیح مسلم ۲ ټوک ۱۰۲۲مخ د (باب نکاح المتعه) تر عنوان لاندې راغلي دی.

[184]. دا حدیث په همدې محتوا سره یا دې ته په ورته محتوا سره په سنن بیهقی۷ ټوک۲۰۶ مخ او په نورو  ډیرو کتابونو کې راغلی دی، د الغدیر لیکوال  له صحاحو او مسندونو پنځه ویشت حدیثونه نقلوي چې « متعه» په شریعت اسلامي کې حلاله او د پیغمبر (ص) د لومړي خلیفه په وخت او دوهم خلیفه په ځينې وخت کې موجوده او دود وه بیا دوهم خلیفه د خپل عمر په وروستیو کې نهي کړه (الغدیر،۳ ټوک۳۳۲مخ).

[185]. سوره بینه ۷ ايت

[186]. الدر المنثور ۶  ټوک ۳۷۹ مخ

[187]. د لا ډیرو معلوماتو لپاره پیام قرآن ۹ ټوک ۲۵۹ مخ نه وروسته ته مراجعه وکړئ

[188]. تنقیح المقال فی علم الرجال په « عبد الله بن سبا» ماده کې او د شیعو د رجالو په نورو مشهورو کتابونو کې.

[189]. عبد الله بن سبا  کتاب د علامه عسکری لیکنه.

[190]. کله چې د بنی امیه وو په زمانه کې د شام په شیعو باندې سخت دباوونه راغلل، او په عباسیانو کې  هم په ارامه نه وو، تر دې  چې ډیر یې د بنی امیه  او بنی عباسو په زندانونو کې ووژل شول، ځینو خیتځ ته مخه کړه او ځینې هم لویدیځ ته لاړل، منجمله (ادریس بن عبدالله بن حسن) د مصر په لور لاړ بیا له هغه ځایه د  مغرب (مراکش) په لور وخوځید او د مراکش دشیعوو په مرسته یې د «ادریسیانو» حکومت  جوړ کړ چې د دوهمې پیړۍ له  وروستیو د څلورمې پیړۍ تر اخري  وختونو پورې یې دوام وکړ او د شیعیانو یو بل حکومت په  مصر کې جوړ شو.

دوی چې ځانونه یې د امام حسین(ع) او د بی بی فاطمې  اولاد ګاڼه او هغه چمتووالي ته په پام سره چې د مصر په خلکو کې یې د شیعه حکومت د  جوړولو لپاره لیده دغه کار وکړ او له  څلورمې پیړۍ څخه رسما دغه حکومت جوړ شو او د قاهرې ښار هغوي جوړ کړ، فاطمي خلفا په ټول کې څوارلس کسان وو چې  د لسو کسانو د حکومت مرکز یې مصر و،او کابو درې کاله یې په مصر او د افریقاپه نورو سیمو کې حکومت کاوه، او الازهر جامع جومات او الازهر پوهنتون د هغوي په لاس جوړ شوی دی، د فاطمیانو نوم د بی بی فاطمې(س) له نامې اخستل شوی دی. (دائرة المعارف دهخدا، دائرة المعارف فرید و جدي، او المنجد فی الاعلام، فطم او زهر کلمې)

[191]. د «صحیح مسلم » او « فتح الباري فی شرح صحیح بخاري» مقدمې ته مراجعه وکړئ .

[192]. تذکرة الحفاظ ذهبی، ۱ ټوک ۱۶۶مخ

[193]. تهذیب التهذیب، ۲ ټوک ۱۰۴ مخ (په کتاب الامام الصادق ۱ ټوک ۵۳ مخ د اسد حیدر په نقل .

[194]. د د غه کتاب نوم «الذريعه الی تصانيف الشيعه» دی چې مشهور مفسر اومحدث شیخ اقا بزرګ تهرانی لیکلی دی، د هغو کتابونو شمیر چې  دکتاب له نوم  درک او لیکوال له نوم سره په دغه لوی فهرست کې راغلي دي تر ۶۷ زره ټوکو زیات دي، دا کتاب یوه موده وشوه چې چاپ اوخپور شوی دی.

[195]. مائده سوره ۱۱۹ ايت

[196]. احزاب سوره۲۴ ايت

[197]. توبه سوره ۱۱۹ ايت

[198]. دا حدیث په بحار الانوار کې له  امام جعفر صادق(ع) نقل شوی دی (۶۸ ټوک ۲ مخ) همداراز په ۲ ټوک ۱۰۴ مخ کې .

[199]. د دې خبرې نور وضاحت د قم د علمیه حوزې په  پیام مجلې کې لوستلې شئ.

[200]. حشر سوره ۱۰ ايت

Tags:

د امامیه شیعه وو عقاید ددې کتاب د لیکلو موخه او رسالتد امامیه شیعه وو عقاید خدای پېژندنه او توحیدد امامیه شیعه وو عقاید ۱. د متعال خداى وجودد امامیه شیعه وو عقاید 2. د خداى د جمال او جلال صفتونهد امامیه شیعه وو عقاید ۳. پاک ذات یې ناپایه دید امامیه شیعه وو عقاید ۵. توحید، د اسلام د ټولو ښوونو روح دید امامیه شیعه وو عقاید ۶. د توحید څانګېد امامیه شیعه وو عقاید ب: د صفاتو توحیدد امامیه شیعه وو عقاید ج: د افعالو توحیدد امامیه شیعه وو عقاید د : په عبادت کې توحیدد امامیه شیعه وو عقاید ۸. د خدای پرښتېد امامیه شیعه وو عقاید ۹: عبادت یوازې خداى ته ځانګړى دید امامیه شیعه وو عقاید ۱۰. د پاک ذات حقیقت يې له ټولو پټ دید امامیه شیعه وو عقاید ۱۱. نه تعطیل  نه تشبیهد امامیه شیعه وو عقاید د الهي پېغمبرانو نبوتد امامیه شیعه وو عقاید ۱۲. د پېغمبرانو د بعثت فلسفهد امامیه شیعه وو عقاید ۱۳. د الهي اديانو له لارويانو سره ګډ ژوندد امامیه شیعه وو عقاید ۱۴ : په ټول عمر کې د انبیاوو معصوم والید امامیه شیعه وو عقاید ۱۵. هغوى  دخدای فرمانبرداره بندګان ديد امامیه شیعه وو عقاید ۱۶: معجزې او د غیبو علمد امامیه شیعه وو عقاید ۱۷ : د پېغمبرانو دشفاعت مقامد امامیه شیعه وو عقاید ۱۸. د توسل مسئلهد امامیه شیعه وو عقاید ۱۹ :د انبیاوو د بلنې اصول یو ديد امامیه شیعه وو عقاید ۲۰. د تېرو انبیاوو خبر ورکولد امامیه شیعه وو عقاید ۲۱. پېغمبران او د ژوند د ټولو اړخونو سمونهد امامیه شیعه وو عقاید ۲۲. د قومي او نسلي امتیازاتو نفېد امامیه شیعه وو عقاید ۲۳. اسلام او انساني فطرت (خټه)د امامیه شیعه وو عقاید قرآن او  اسماني کتابونهد امامیه شیعه وو عقاید ۲۴. د اسماني کتابونو د نازلېدو فلسفهد امامیه شیعه وو عقاید ۲۵. قرآن د رسول الله مبارک تر ټولو ستره معجزهد امامیه شیعه وو عقاید ۲۶. په قرآن کې تحریف نه دی شوید امامیه شیعه وو عقاید ۲۷. قرآن او د انسان مادي او معنوي اړتیاوېد امامیه شیعه وو عقاید ۲۸. تلاوت، تدبر، عملد امامیه شیعه وو عقاید ۲۹. انحرافي بحثونهد امامیه شیعه وو عقاید ۳۰. د قرآن د تفسیر ضوابطد امامیه شیعه وو عقاید ۳۴.  په خپله رایه د تفسیر (تفسیر بالرای) خطرېد امامیه شیعه وو عقاید ۳۲. سنت، له «کتاب الله» سرچینه اخليد امامیه شیعه وو عقاید ۳۳. د اهل بیتو امامانو(علیهم السلام) سنتد امامیه شیعه وو عقاید قيامت او تر مرګه وروسته ژوندد امامیه شیعه وو عقاید ٣٤.  بې له قيامته ژوند معنا نه لريد امامیه شیعه وو عقاید ٣٥. د قيامت دلايل روښانه ديد امامیه شیعه وو عقاید ٣٦. جسماني معادد امامیه شیعه وو عقاید ٣٧. تر مرګه وروسته عجيبه نړۍد امامیه شیعه وو عقاید ٣٨. قيامت او د عملونو دوسيهد امامیه شیعه وو عقاید ٣٩. په  قيامت کې شاهدان اوګواهاند امامیه شیعه وو عقاید ٤٠. صراط او د کړنو تله ( ميزان )د امامیه شیعه وو عقاید ٤١. په قيامت کې شفاعتد امامیه شیعه وو عقاید ٤٢. عالم برزخد امامیه شیعه وو عقاید ٤٣. معنوي او مادي بدلېد امامیه شیعه وو عقاید د امامت مسـئلهد امامیه شیعه وو عقاید ٤٤. تل يو امام ويد امامیه شیعه وو عقاید ٤٥. د  امامت حقيقتد امامیه شیعه وو عقاید ٤٦. امام له ګناه معصوم او پاک دىد امامیه شیعه وو عقاید ٤٧. امام د شريعت ساتونکى دىد امامیه شیعه وو عقاید ٤٨. امام په اسلام تر ټولو خبر او پوه دىد امامیه شیعه وو عقاید ٥٠. امامان، پېغمبر (ص) ټاکلي ديد امامیه شیعه وو عقاید ٥١. د پېغمبر(ص) لخوا د علي (ع)ټاکنهد امامیه شیعه وو عقاید ٥٢ .تر ځان وروسته په امام د هر امام ټينګارد امامیه شیعه وو عقاید ٥٣. علي(ع) تر ټولو اصحابو غوره ود امامیه شیعه وو عقاید ٥٤. اصحاب د عقل او تاريخ د قضاوت پر وړاندېد امامیه شیعه وو عقاید

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

قيام الدين خادمکریمیاقرآن کریمزارلاندچاپیریالی روغتيا ساتنهپوهنغونډډوایټ ډیویډ ایزنهاورهارولد وېلسند افغانستان لرغونی تاریخرشيد احمد ګنګوهينړیوال سازمانسورة الأنفالدرسي پلاند ارام سمندر جګړهملاله يوسفزۍلغمان ولايتآرگونلوبوسکيپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهکابلمايکروسافټانټرنېټانضباطد کمپيوټر امنيتګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتسلوی افغانستانبيولوژيطبيعي پوهنېبغلان ولايتاسلامي تاريخاکسيجند واحدونو نړيوال سيستمد روغتيا نړيوال سازمانفلسفهلومړی مخمنځنۍ اروپاانا لله و انا الیه راجعوندوولسم پاپ پیوسشاتو مچیسپوږمکۍبریتانیاټورنټوکروندهبهرنی سیاستد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهحکومتامير امان الله خانعمر بن خطابراشد خانملا هيبت اللهدويمه نړېواله جګړهشکودا ۹ ټې اړعرباندسلجوقیانو واکمنيسلېمان ماکوژر انزالېدلاسپانیایي ژبهغوره مدیرپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلاختصاصي مجازي شبکهد افغانستان ولسوالۍکلسيمبائبلحجروی ویشاينځرد الله نومونهد روسیې انقلابسېندي ژبهستورپوهنهبودجهبېټ نيکهتوکمډله🡆 More