ورځ خپرونه يا دوه مياشتينۍ مجله د ننگرهار او پېښور څخه خپرېدونکې دوه مياشتينۍ خپرونه ده چې پوهنيزه د ټولنې روانو چارو ، تاریخ ، هڅوبيزو هلو ځلو ته او ادبي ، سياسي رپوټونو ته ځانگړې شوې ده .
دغه خپرونه د ۱۹۹۸م.ز کال کې پښتونخوا کې پیل شوه او ننگرهار کې هم خپرونې لري .
د ورځ خپرونې بنسټگر د افغانستان د پوهنتون د ساينس پوهنځۍ پخوانی استاد امام الدين ساپی دی . دغه خپرونه د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز څخه لکه د اُلفت خپرونه ، واخان خپرونه او داسې څو نورو پشان خپرونو خپرېږي . د دغه څېړنيز مرکز بنسټ علمي جرگې ايښی او امام الدین ساپی يې هم غړی هم بنسټگر ياد شوی .
د ورځ خپرونې په لیکونکو ډله کې د خپرونې علمي جرگه يادېږي چې تر ډېره د ننگرهار د پوهنتون پخواني استادان ، افغان ځايي خبريالان او خواره واره د افغانستان او پښتونخوا پښتانه لیکوالان او شاعران په دې علمي جرگه کې رانغاړل . له دغو څخه د استاد قتيل خوږياڼی ، حبيب الله رفيع ، قدرت الله حداد فرهاد، محمد آصف صميم ، سردار خان سيرت ، الحاج احمد شاه پوپلزی اجمل اټک يوسفزی ، محمد طاهر بورگی ، فاتح الملک ننگ يوسفزی ځانگړي غړي يادېږي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ورځ (خپرونه), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.