كه څه هم د هېواد او دولت كليمې ډېرى وختونه د هم مانا كليمو په توگه كاريږي ، خو د دوى ترمنځ ډېر توپير شتون لري .
هغه جغرافيايي سيمه يا خاوره ، چې ټاكلې پولې او دولتي خپلواكي ولري ، يا هم د كوم بل دولت تر واك لاندې وي ( مستعمره وي ، يا تر حمايي لاندې وي ) د هېواد په نامه ياديږي . د هېواد د ويي ( كليمې ) مانا نه يوازې خاوره ده ، بلكې ددغې خاورې وگړي هم دي . هېواد همدا راز په راتلونكې كې د بشپړ دولت د جوړوېدو وسيله او ددغې خاورې د هر غړي لپاره په مطلق ډول واحد قوانين دي . هېواد او كه دولتدولت د واك د هغه سياسي غونډال ( سېستم ) مانا لري ، چې په ټآكلې خاوره كې رامنځته شوى وي . خو د هېواد د كليمې مانا د خاورې د كولتوري ، جغرافيايي او نورو فاكټورونو سره تړاو لري . د هېواد ويي د دولت تر كلېمې لږه رسمي ده . د ساري په توگه اروپايي ټولنه په خپل ذات كې هغه هېواد دى ، چې د اروپا ډېر دولتونه پكې شامل دي ( جمهوريتونه ، خانۍ ، شاهي او داسې نور ) . بله بېلگه به راوړو : د كمونيستي پېر پولېنډ او د اوسني پولېنډ هېواد هماغه يو هېواد دى ، خو دولت يې بدل شوى او بل دى . دا هم وگورئاخځونه |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هېواد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.