نېښ لرونکي بوټي (په لاتين: Urtica dioica) یو درملی بوټي دی چی په شمالي آمریکا او اروپا کی شنه کېږي.
Urtica dioica نېښ لرونکي بوټي | |
---|---|
مملکه | نباتونه |
شاخه | گل لرونکي نباتونه |
طایفه | ددوو تیفه گانو نباتونه |
کورنی | Urticaceae |
جینس | Urtica |
خو نوموړي بوټي تر اوسه پورې سهيلی آمريکا ته هم پراخ شوي دی. دغه بوټي په اروپا کی بتو ته هم ورکول کېږي.
نېښ لرونکي بوټي څو کلن نبات دی چی اوږدوالي یی ۱۲۰ سانتيمتر ته رسېږي او د نر او ښځينو گلان لري. د گلانو رنگ شين دي. نوموړي بوټي د جون څخه تر سپټمبر پورې گل کوي. ټول بوټي د سوونکي نېښ لخوا پوښ شوي دي. نېښ لرونکي بوټي د ويټامينونه (B2, B5)، هيسټامین، سروټونين ، اسټيلخولين او زهرجن کنډ محتوي لري. زهرجن کنډ یوه توکه ده چی د انسانانو پر پوستکی باندي سوونکي او خارښت کونکي آغېزه لري.
نېښ لرونکي بوټي په جون کی حاصل ټولول کېږي. د هغو نبات څخه تر وچولو وروسته چای جوړېږي چی د بورې سطح په وینې کی کم کړي نوموړي چای د ادرارآور (diuretic) خواص هم لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نېښ لرونکي بوټي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.