مورچل نیونکی ښکاري

مورچل نیونکی ښکاريان (په انګلیسي: Ambush predators) یا په تمه-پاتې-کېدونکی ښکاريان (په انګلیسي: sit-and-wait predators ) غوښه خوړونکي حیوانات دي، چې د پټېدنې، غولونې یا (د معمولاً فطري) ستراتېژيو له لارې د یوه غافلګیر-کوونکي غړې څخه په ګټه اخیستنې، ښکار نیسي یا یې په لومه کې اچوي.

د تعقیب کوونکو ښکاریانو برخلاف چې د مطلقې تېزۍ یا طاقت په کارولو سره په ښکار پسې ځغاسته کوي، مورچل نیونکي ښکاريان د پټېدنې په واسطه له ستړیا څخه ځان ساتي، له یو ناڅاپي شدید برید څخه مخکې چې ښکار په تېزۍ سره ناتوانه کوي او نیسي یې، په صبرناکه توګه ښکار ته په تمه پاتې کېږي ترڅو ورته رانیږدې شي.

مورچل نیونه زیاتره وخت فرصت طلبه وي او ښایي په یوه غار کې د پټېدنې، د بڼې بدلونې، د یرغلیز برید یا د لومې کېښودنې (د بېلګې په توګه جال) له لارې تر سره شي. یاد ښکاري بیا د ښکار د تشخیصولو، ارزیابي کولو او د برید وخت د تعیینولو لپاره، د حواسو ترکیب کاروي. شپني مورچل نیونکي ښکاریان لکه پیشوګانې او ماران عمودي درز لرونکي کسي لري، چې د دوی سره په کمه رڼا کې تر ښکار پورې د فاصلې په معلومولو کې مرسته کوي. د کربوړو له اوږدې سریښناکې ژبې څخه د چونګښ-کب (frogfishes) تر لویې خولې پورې، بېلابېل مورچل نیونکي ښکاريان د خپل ښکار د نیولو لپاره له بېلابېلو وسیلو څخه کار اخلي.

مورچل نیونکي ښکاریان د حیواناتو د واکمنۍ په ساحه کې په پراخه توګه خپاره شوي دي، چې د متعددو ډلو ځیني غړي لکه د اوبو ستوري (starfish)، سرسوبنده (cephalopods)، کلک پوستکي (crustaceans)، غڼې، حشرات لکه ملخان او د ملاتیر لرونکي یا فقاریان لکه ډېری کبان او ماران په کې شامل دي. 

کړنلارې

مورچل نیونکي ښکاریان معمولاً بې حرکته پاتې کېږي (کله-کله پټېږي) او له ټوپ وهلو څخه مخکې د ښکار لپاره په تمه کېږي ترڅو مورچل ته نږدې راشي. مورچل نیونکي ښکاریان کله کله خپلې بڼې ته بدلون ورکوي او ښایي یوازې وي. کله چې ښکار-کوونکی له ښکار څخه تېز وي د تعقیبي ښکار-کولو کړنلاره له مورچل نیونې هغې څخه غوره وي. مورچل-نیونکي ښکار کوونکي زیاتره وخت ناڅاپي کړنلارې کاروي. د بېلګې په توګه کله چې تعقیبوونکی ښکاري په لنډ واټن کې له ښکار څخه تېز خو په اوږد واټن کې ورو وي، نو د یادې کړنلارې د یوې برخې په توګه څارنې یا مورچل نیونې ته اړتیا  پیدا کوي.

ښکار د اغېز سیمې ته راوستل

پټېدنه

مورچل نیونه اکثره په پټېدنې متکي وي، که هغه د سترګو څخه د پنا کېدنې له لارې وي یا د بڼي بدلونې په وسیله وي.

غارونه

مورچل نیونکي ښکاریان لکه لومه جوړوونکې غڼې او استرالیایي چنګاښ-ته-ورته-غڼې او مېنټیس شریمپس (یو ډول کلک پوستکی لرونکی کب چې اوږده لکۍ لري) په سمندر کې په پټېدنې متکي دي، چې غارونه جوړوي  او په کې پټېږي. یادې وسیلې د لید د محدودې ساحې په بیه اغېزمنه پټېدنه چمتو کوي.

لومه جړوونکې غڼې یو غار کني، ننوتځی یې د جالي لومې په وسیله بندوي. د یادې لومې ترټولو مشهور شکل ګڼ، مایل "کارک" دی، چې په ډېره ښه توګه د غار د خولې سره مطابقت لري. بل ډول یې "ویفر" دی؛ دا د ورېښمو او خاورې بنسټیزه لایه ده. د ور پورته خوا زیاتره وخت د ځایي موادو لکه شګو او د لرګیو میده ګیو سره په خورا اغېزناکه توګه کېموپلاژ شوې وي. غڼه ورېښمین کب-نیونکي تارونه یا غولوونکي تارونه اوبي چې د غار له ورودي څخه د باندې تشعشع کوي. کله چې غڼه د ښکار د نیونې لپاره لومه کاروي، کلیسیرې (د خولې را وتلې برخه، داړې یا د نېش ته ورته ضمایمو جوړه) یې د ور د چپراس نه لرې خوا بنده ساتي. ښکار ورېښم خوځوي او غڼې ته خبر ورکوي ترڅو ور خلاص کړي او ښکار ته مورچل ونیسي.    

کېموپلاژ یا بڼه بدلونه

ډېری مورچل نیونکي ښکاریان د کېموپلاژ څخه کار اخلي ترڅو ښکار د دوی د برید محدودې ته، د دوی په حضور د پوهېدو پرته راشي. په حشراتو کې مورچل نیونکي خسکونه (ambush bugs) د ګل د سر سره چېرې چې د ښکار لپاره په تمه کېږي، خورا نږدې مطابقت لري. په کبانو کې وېرټي سټېرګېزر (یو ډول سپین کب دی) تقریباً ځان په بشپړه توګه په شګه کې خښوي او د ښکار لپاره انتظار باسي. ډیول سکورپیونفیش (سمندري لړم) په عمومي توګه قسماً د سمندر په تل کې یا د ورځې په اوږدو کې په سمندري ایرمونو کې خښ وي، د ځان د لا ډېر کېموپلاژ لپاره د شګو او نورو رسوباتو په وسیله ځان پوښي. ټېسیلډ ویبګونګ یو ډول داړونکی کب دی چې په نورو ژویو برید کوي او خوري یې، د مورچل نیونکي ښکاري په توګه تطابق یې، د یوې حاشیې (fringe) سره، چې د یاد ژوي شکل منحلوي (د جسم حقیقي بڼه یې نه تفکیک کېږي)، په یوه کلک اوار او کېموپلاژ بدن مشتمل دی. 

یرغلیز تقلید

زیات شمېر مورچل نیونکي ښکاریان، ښکار له مورچل نیونې وړاندې  د ځان په لور راجذبوي. دې کړنلارې ته یرغلیز تقلید وایي، چې د ښکار د غولونې لپاره د خوړو له کاذبې تمې ګټه اخلي. د کلکې ملا لرونکې تمساح ( alligator snapping turtle) غوره-بڼه بدلوونکې مورچل-نیونکې ښکاري ده. یاد ژوی سور رنګه چینجي ته ورته اوږده ژبه لري چې په اسانۍ سره یې تاوولای شي؛ هغه کبان چې غواړي چینجي وخوري د تمساح خوراک کېږي. په ورته توګه ځینې خاپوړن یاخزنده ګان لکه ایلاف زهرجن ماران د وړو ملا تیر لرونکو ژویو د ښکار لپاره له لکۍ غولونې (د لکۍ په وسیله) څخه ګټه اخلي.

زون-لکۍ باز (zone-tailed hawk) چې بوقلموني کجیرانو ته ورته دی، د بوقلموني کجیرانو په ډله کې الوت کوي، بیا یو-ناڅاپه له ډلې بېلېږي او د کجیرانو له ډلې یو ښکار کوي. په هر ترتیب، په دې اړه د نظرونو اختلاف دی چې آیا یاد ښکار واقعاً د لیوه د مېږې په جامه کې (wolf in sheep's clothing) تقلید یوه بڼه ده که نه.  

ګُلي اوښارې یرغلیز تقلید کوونکې دي، د هغه ښکار د راجذبولو لپاره چې ګرده آفشاني کوي او شېره راټولوي، په کافي اندازه د ګل سره مشابهت لري. په حقیقت کې، سور-رنګه اوښارې خپل ښکار، ګرده آفشانې حشرې، د ګل په پرتله په اغېزناکه توګه را جذبوي. چنګاښ-ته-ورته غڼې، په ورته توګه، د هغو ګلونو غوندې رنګ لري چې دوی معمولاً ورباندې کښېني، دوی ان کولای شي خپل ښکار ته له ګل څخه لرې هم فریب ورکړي.       

لومې

ځینې مورچل نیونکي ښکاریان د ښکار د نیولو لپاره لومه کاروي. لېسوینګونه (Lacewings) د نیوروپیترا (جال وزر لرونکی خوځندکي) د کورنۍ الوتونکی حشرات دي. په ځینو نوعو کې، د یادو حشراتو لاروایي  بڼه چې انټلیون (زمری ډوله مېږی) بلل کېږي، یو مورچل نیونکی ښکاري دی. یاد خوځندوکی هګۍ په ځمکه کې، ډېری په غارونو کې یا د ګټونو په تاقچو کې ځای په ځای کوي. د یادو حشراتو کوچنیان هغه یې، د غار په شکل لومې جوړوي. انټلیون د خاورې یا شګې د نري پوښښ لاندې پټېږي. کله چې یو مېږی، خزدکه یا هر بل ښکار په لومه کې نښلي انټلیون یې په خپلو مضبوطو زامو کې نیسي.

ځینې جال-اوبدونکې غڼې په-تمه-پاتې-کېدونکي مورچل نیونکي ښکاریان دي. پاڼې-ته-ورته-جال-اوبدونکې غڼې (Linyphiidae) د خپل اوبدلي جال سره ډېر وخت پاتې کېدنې ته تمایل لري، په دې بنسټ په-تمه-پاتې-کېدونکو ښکاریانو سره مشابهت لري، په داسې حال کې چې دایروي-جال-اوبدونکې-غڼې (لکه ارېنیډا. په انګلیسي: Araneidae) تمایل لري چې په مکرر ډول له یو جال څخه بل ته حرکت وکړي (او په دې بنسټ د فعالو ښکاریانو سره تشابه لري).

تشخیصول او ارزول

مورچل نیونکي ښکاریان باید د برید وخت په دقت سره تعیین کړي. دوی باید ښکار ومومي، د برید ارزښت یې ارزیابي کړي او کله چې دقیقاً په مناسب ځای کې قرار ولري ښکار یې کړي. دوی بېلابېل مطابقتونه ایجاد کړي دي، چې یاده ارزیابي اسانه کوي. د بېلګې په توګه، زهرجن ماران واړه الوتونکي ښکار کوي، د خپلې خولې د لویوالي مطابق ښکار انتخابوي: ستر ماران ستر ښکار انتخابوي، دوی تود او متحرک ښکار ته ترجیح ورکوي؛ د دوی د سترګو او پوزې ترمنځ ژور ارګانونه د انفرارېد (تودوخې) اخیستونکي لري، چې دوی ته د دوی د کوچنۍ اندازې، ګرمې وینې لرونکي ښکار د موندلو او ښایي د پرېکړه کولو وړتیا ورکوي.   

سرچينې

Tags:

مورچل نیونکی ښکاري کړنلارېمورچل نیونکی ښکاري ښکار د اغېز سیمې ته راوستلمورچل نیونکی ښکاري تشخیصول او ارزولمورچل نیونکی ښکاري سرچينېمورچل نیونکی ښکاري

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اسلامي تاريخعدلي طبپوهنهد افغانستان ولسوالۍسراج الدين حقانياروپایي ټولنهويکيمېډيا بنسټسمندرجرگهگل پاچا الفتد وینې لوړ فشارد نيوټن د نړيوالې جاذبې قانوند پاچا جیمز نسخهاینکایانهايډروجنشراب د اسلام له نظرهد افغانستان بيرغ29 ډيسمبرعبدالروف بېنوابائبلجوماتجنسي تېریکلورينتادین خانسورة الحاقةپه الینګار ولسوالۍ کی صحی اوبو ته دخلکو لاسرسیشاماورګاسمملګري ملتونهمنظرهپښتو پښتو تشريحي قاموسمصنوعي ځيرکتیاد افغانستان ژبېلوی افغانستاننوبېليومد تبوک غزا24 جولایبیکاریمحمد یاسین فهیمپه پښتو غزل کې د حمزه ونډهسردار محمد داود خاناسټرالیاهرات ولايتانگورسجده سهوهکارل پاپراستعمارانضباطډوایټ ډیویډ ایزنهاورسرهبټي کوټ ولسوالۍد بوټي ژونکهرنه دیکارتملاله يوسفزۍحميد مومندغسلفرانسههنرد پښتو ژبدودچیکوسلواکياهایتيتابوتخواړهد لومړنیو انسانانو کډواليسلوم حدادمتلونهجنتبرهان الدين ربانيحکومتحج🡆 More