غوث خيبري (۱۳۱۲ ل.) (انگرېزي: Ghaus Khaibari) يو افغان ليکوال او د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې او د هند د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې پخوانی وياند دی.
هغه د کيسو گڼ شمېر کتابونه ليکلي او همداراز يې د مستندو تاریخي کيسو هم يو شمېر کتابونه چاپ شوي.
نوموړی د پاينده گل خان زوی او د شيخ عبدالرحمن لمسی دی چې په ۱۳۱۲ ل. هـ کال کې د ننگرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د سنگر سرای په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کالونو کې له افغانستان نه وتلی او د نورو افغاني کډوالو پشان کډوال شوی دی چې دم مهال د جرمني په هېواد کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.
ښاغلی خيبري متحل دی او دوه زامن او څلور لوڼې لري. زامنو يې په هند او المان کې لوړې زده کړې کړي دي او په لوڼو کې يې درېو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او يوې يې د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی او بريليکونه يې تر لاسه کړي دي.
غوث خيبري د پښتو او دري ژبو تر څنگ په اردو او انگرېزي ژبو هم پوهېږي. هغه د افغانستان په دواړو رسمي ژبو (پښتو او پارسي) گڼ شمېر کتابونه کښلي.
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل ټاټوبي په لومړني ښوونځي کې کړي او منځوۍ زده کړې يې په کابل کې تر ۱۲ ټولگي سر ته رسولي. بيا د لوړو زده کړو لپاره هند ته تللی او هلته يې د ډهلي پوهنتون کې د هنرونو په څانگه کې خپل د لېسانس بريليک لاس ته راوړی.
لومړنۍ رسمي دولتي دنده يې په ۱۳۳۸ ل. کال کې په افغانستان کې پيل کړه او په همدې کال کې د کابل راډيو د پښتون غږ د راډيويي مجلې د مدير په توگه يې دنده سر ته رسولې. په هغه مهال د کابل راډيو نوم په افغانستان راډيو نه ؤ اړول شوی او د پښتون غږ مجله د کابل راډيو يو خپرندويه اورگان ؤ.
ښاغلی خيبري نيژدې اوه کاله په هند کې د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې وياند او د تاريخي ادبي مقالو ليکوال پاتې شوی. په دولتي چارو کې يې د لومړۍ رتبې نه پورته د مافوق رتبې او خارج رتبې پورې په لوړو دندو، له کورناستۍ (تقاعد) پرته خپلې چارې پرمخ بېولي دي. د هغه په نورو رسمي دندو کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پراختيا د رياست د مرستيالۍ دنده، د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د ننگرهار د ورځپاڼې مسؤل مدير، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د طلوع افغان د ورځپاڼې مسؤل مدير، د جمهوريت د ورځپاڼې د تدقيق مدير او د پښتو سرمقالو او فيچرونو ليکوال، د راډيو افغانستان د پښتونستان د اووه ساعته خپرونې د چلولو مسؤل، همدا رنگه د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې، د دې خپرونې د تاريخي، سياسي مقالو د ليکلو او خپرولو مسؤليت او دنده يې هم سر ته رسولې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article غوث خيبري, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.