د یمن انقلاب

د یمن انقلاب د تانزانیا د انقلاب له لومړیو پړاونو وروسته، په کال ۲۰۱۱ کې د مصر له انقلاب او په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د عربو د پسرلي اعتراضاتو سره هم مهاله رامنځ ته شو.

د انقلاب په پیل کې په یمن کې اعتراضونه د بې کارۍ ، اقتصادي وضعیت او فساد په وړاندې و او تر څنګ یې د یمن د اساسي قانون د تعدیل په اړه د یمني حکومت وړاندیز له امله و. د اعتراض کوونکو غوښتنې هومره لوړې شوې چې هغوی د یمن د ولسمشر علی عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه. له پوځ او دعلي عبدالله له حکومت څخه تېښتې، په عملي توګه د هیواد ډېرې برخې د دولت له کنترول څخه بهر کړې او معترضانو هوډ وکړ چې دولت سره به جګړه وکړي.

تر ټولو سترلاریون د کال ۲۰۱۱ د جنورۍ په ۲۷ د یمن په پلازمېنه صنعا کې تر سره شو چې ۱۶۰۰۰ وګړو پکې برخه اخیستې وه. د فبرورې په ۲ علي عبدالله اعلان وکړ چې هغه به د کال ۲۰۱۳ ټاکنو کې ځان نه کانديدوی او او خپل زوی ته به واک نه سپاري.د فبرورۍ په دریمه ۲۰۰۰۰ تنو خلکو  د دولته په وړاندې په صنعا کې په اعتراض لاس پورې کړ او نورو د عدن په ښار کې چې  سمندرې بندر ته څېرمه یو سویلي سرحدي ښار دی  لاریون وکړ.له غصې په یو ډکه ورځ کې چې توکل کرمان ( دا په یمن کې یو ژورنالسته، د بشري حقونو فعاله او په نړۍ کې د نوبل د جایزې دویمه مسلمانه وړونکې وه) عسکرو، د خلکو د عمومي کنګرې وسله والو غړو او نور اعتراض کوونکو د دولت په پلوۍ لاریون تر سره کړ.   له غصې په یوه ډکه جمعه کې د فبرورۍ په ۱۸، په لس هاوزرو یمنیانو د تیز، صنعا او عدن ښارونو کې د دولت په ضد لاریون وکړ. د مارچ په ۱۱، د(( بیرته نه ستنیدلو)) په  نامه جمعه کې په صنعا کې اعتراض کوونکو د علي عبدالله د لرې کېدو غوښتنه وکړه چې په لړ کې یې درې کسان ووژل شول. د موکالا په ګډون په نورو ښارونو کې هم لاریونونه وشول چې یو تن پکې ووژل شو. د مارچ په ۱۸ په صنعا کې په لاریون کوونکو ډزې وشوې چې له امله یې ۵۲ کسان مړه شول  چې په دې سره ډله ایزه  تېښتنه او استعفا ورکول اوج ته ورسیدل.  

د اپریل په وروستیو کې، صالح د خلیج دهمکاریو د سازمان په منځګړیتوب درې ځله له یوه قرارداد سره موافقه وکړه خو د لاسلیک کولو لپاره د ټاکلې مهالوېش څخه وروسته درې ځله شاته لاړ. د مې په ۲۲، د خلیج د همکارۍ سازمان اعلان وکړ چې نور په یمن کې د منځګړې توب هڅې ځنډوي. د مې په ۲۳، له هغو وروسته چې صالح د قدرت د انتقال له لاسلیک څخه انکار وکړ، د هاشید قبیلوی فدرېشن  مشر شیخ صادق الاحمر چې په یمن کې خورا ځواکمنه قیبله و له اپوسیون سره د ملاتړ اعلان وکړ او د هغه وسله وال ملاتړي  په پلازمېنه صنعا کې  ددولت له وفادارو ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول. په سړکونو کې درنه جګړه پیل شوه چې له توپونو او هاوانونو څخه پکې ترې کار اخیتسل کېده. صالح او څونور هغه وخت ټپیان شول او کم له کمه ۵ تنه ووژل شول  چې ولسمشري ماڼۍ ته نژدې په یو جومات کې  چې لوړ رتبه دولتي چارواکو پکې عبادت کاوه چاودنه وشوه. را پورونه ضد ونقیض و چې دا اېښودل شوی بم و که د کومې بلې وسلې د ډزو له امله و. په سبا یې مرستیال ولسمشر عبدلرابو منصور هادي د سرپرست ولسمشر په توګه چارې لاس کې واخیستې او صالح سعودی لوری ته د درملنې لپاره لاړ. د خلکو ګڼه ګونې د صالح له خوا د قدرت انتقال نمانځنه وکړه خو د یمني چارواکو ټینګار کاوه چې د صالح غیابت د لنډ وخت لپاره ده او ژربه د خبلې دندې د پیل لپاره را ستون شي.

د جولای په وروستیو کې،  دولت د اپوزیسونو غوښتنې ردکړې چې په هغو کې یوه سرپرست حکومت ته د واک د سپارلو لپاره د یوې انتقالي شورا جوړول و چې باید په یمن کې له لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو څخه څارنه وکړي. د رد ځواب په غبرګون کې اپوزیسونو د جولای په ۱۶ خپله ۱۷ کسیزه انتقالي شورا جوړه کړه ، که څه هم د ګوندونو ګډه ناسته  چې له ګڼو مخالفو ډلو څخه جوړه وه او د پاڅون په مهال یې یو چتر جوړ کړی اعلان وکړ چې دا ۱۷ کسیزه شورا له دوی څخه استاذولي نه کوي او د هیواد لپاره دهغوی له پلانونو سره مطابقت نه کوي. 

دنومبر په ۲۳، صالح د قدرت د لېږد هوګړه لیک په ریاض کې د خلیج د همکاریو دسازمان په منځګړیتوب لاسلیک کړ چې له مخې یې قدرت دهغه مرستیال منصور عبد الله ته  انتقالېده  اوهغه باید د ۳۰ ورځو په موده کې د فبرورۍ تر میاشتې قدرت د تعقیب څخه د خوندیتوب په بدل کې پرېږدي. که څه هم د د خلیج د همکارۍ سازمان معامله د ګوندونو د ګډې ناستې له خوا ومنل شوه خو د ډېری هوسې اعتراض کوونکو له خوا رد شوه. د کال ۲۰۱۲ د فبرورۍ په ۲۱ ولسمشریزه ټاکنې تر سره شوې او هادي پکې له مخالفت سره مخامخ نه شو. د یوه راپور له مخې، چې په ټاکنو کې ۶۵ سلنه خلکو برخه اخیستې وه او منصورهادې ۹۹.۸ سلنه رأیې ګټلې وې، هغه د کال ۲۰۱۲ د فبرورۍ په ۲۵ د یمن په پارلمان کې لوړه وکړه او په همدې ورځ صالح هیواد ته راستون شو چې د هادې د قدرت د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړي. له میاشتو اعراضونو وروسته صالح له ولسمشرۍ استعفا کړې وه او خپل ځای ناستي ته یې د چارو واګې وسپارلې چې په دې سره د هغه د ۳۳ کلونو واک دوره هم پای ته ورسېده.

مخینه

یمن په عربې نړۍ کې له موریتانیا، جیبوتي او سودان څخه وروسته د پرمختګ څلورم ټيټ شاخص لري. دا هیواد  په عربې شبه جزیره کې د القاعدې له جګړې، د جنوبي جدايي غوښتونکو له یاغیتوب سره چې په جنوب کې یې د زاړه جنوبې یمن جوړېدو غوښتنه کوله مخامخ شوی دی. په دې هېواد کې د زیدی شیعه ګانو بغاوت چې هوسیانو په نامه یادېږي هم تیر شوی دی.سوله ایز لاریون د خوراکي توکو د لوړو بیو په پار د مارچ او اپرېل په میاشت کې تر سره شو چې یو تن پکې دتانک د ډزو له  امله ټپې او وورسته مړ شو. د کال ۲۰۰۷ د اکتوبر او دسمبر په میاشتو کې د مخالفت لاریونونه په ټول هېواد کې تر سره شول ا و د کال ۲۰۰۸ د نومبر او د کال ۲۰۰۹ د دسمبر د میاشتو په منځ کې  نوراعتراضیه لاریونونه  هم تر سره شول.

له واک څخه تر ګوښه کېدو دمخه، علی عبدالله صالح له ۳۰ کلونو ډېر وخت لپاره د یمن ولسمشرو او ډېری خلک په دې باور و چې د ده زوی احمد صالح به د ده ځای ناستی شی. د یمن نیمايي خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له دې برخې خلکو یوه برخه یې له پخوانۍ لوږې کړېږي.  د شفافیت د نړیوال سازمان د کال ۲۰۱۰ څېړنې له مخې یمن  یوسل شپږ څلوېښتم فاسد دولت و ، په ۲۰۱۲ کې اتم دولت شو او د ۲۰۱۲ شاخص له مخې دوه پوړه نور هم پورته لاړ او شپږم فاسد دولت شو. د اپوزیسیونو د مخالفت سره سره د یمن د اساسی قانون د تعدیل مسوده تر بحث لاندي وه. دا تعدیل په دې لټه کې و چې صالح  اجازه ورکړي چې د  ولسمشر په توګه د ټول عمر لپاره په قدرت کې پاتې شی.  هغه اپوزیسونو ته ټینګار کاوه چې د اپرېل ۲۷ ټاکنو کې ګډون وکړي تر څو د سیاسي ځان وژنې څخه مخنیوی وشي.

داوسني پارلملن موده دهغه هوکړه لیک په اساس چې په کال ۲۰۰۹ کې د خلکو د عمومې کنګرې له خوا تر سره شو تمدید شوه او د اپوزیسونو ګوندونه په دې لټه کې شول چې د سیاسي دیالوګ له لارې سیاسی سمونونه رامنځ ته کړي لکه: له ولسمشریز نظام څخه تناسبی استاذولي پارلماني سیستم ته د سیاسي نظام لېږد او د غیر متمرکز حکومت را منځ ته کول، خو په پورته مواردو کې هېڅ اقدام پلی نه شو.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

تصوفهستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)د اسیایي هیوادونو نوملړبین النهریناسلامي فیمینیزمبغلان ولايتاوکلاهوماختیځ سوندایقانون څه ته وايي؟د اختر لمونځنیو مکسیکوګانميډد اسټرالیا لویه وچهسردار محمد نعيم خانتوماس جفرسونلړمعبدالرحيم وردگڅو زېږونيکیپ ټاونهنرونهحمدپه انسانانو کې د تذکیر آلهخواړهسینه بغللوډویګ ویټګنشټاینرسولصبغت الله مجدديمحمدپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغللوېديځه افريقااېليریان / اېلیاتیانبلګرادروژهسردار شاه ولي خانفوکلور پېژندنهلايم ناروغيمدهيه پرديشهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهټانگ كورنۍریچارډ میلهوس نیکسونټوماس آکوینسبخارااسلامي تاريخاحمد شاه باباد افغانستان دموکراتیک جمهوریتجاسټن بیبرلنډۍکورنی تاوتريخوالیچاید چین تاریخد ډيزلو سون توکيمحمد آغې ولسوالۍويکيسفرویلیام جکسون هوکرمنبرکمبوديامعلوماتي ټیکنالوژيدافغانستان جمهوریتاودسيهوديتحیاتي کیمیاد پښتو ژبدودپولنډکونړ ولايتروديشيااليستاتهمت/تور پورې کولملنگ جانسل سوالونهتورکيه🡆 More