د مقدوني الکساندر جګړې

د مقدوني الکساندر یا لوی سکندر جګړې (په یوناني ژبه: Πόλεμοι του Μεγάλου Αλεξάνδρου) د هغو فتوحاتو ټولګې ته ویل کیږي چې له میلاد وړاندې ۳۳۶ کال څخه له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال پورې ترسره شوې دي.

هغه د خپلو جګړو لړۍ د هخامنشي فارسي سترواکۍ پر وړاندې له جګړې پیل کړه چې دغه مهال د دغې سترواکۍ مشري د فارس دریم داریوش کوله. د هخامنشي فارس پر وړاندې له یو لړ زنجیروي بریاوو وروسته سکندر په ټولو هغو سیمه ییزو سردارانو او واکمنانو پسې خپلې لښکرې ولېږلې چې له یونان څخه یې را نیولې د آسیا په سویل کې د پنجاب تر سیمې پورې واکمنۍ لرلې. هغه د خپلې مړینې تر مهاله په یونان او همدارنګه د فارسي مصر په ګډون د هخامنشي سترواکۍ په ګڼ شمېر برخو باندې حکومت وکړ. له دې سره هم ده ونشو کولای د خپلې لومړنۍ نقشې له مخې د هند نیمه لویه وچه په بشپړه توګه ونیسي. همدارنګه له پوځي لاسته راوړونو سربېره وه نه توانېد د هخامنشي سترواکۍ د حکومت لپاره یو تل پاتی ځای ناستی ومومي. د ده ناڅاپي مړینه لامل وګرځېده چې په ټولو هغو پراخو قلمروونو کې چې ده فتح کړي و کورنۍ جګړې پیل شي؛ دغه کورنۍ جګړې د ډیاوډوچي جګړو یا د سکندري سردارانو د جګړو په نوم پېژندل کیږي.

سکندر د خپل پلار، مقدوني دویم فیلېپ (واکمني: له میلاد وړاندې ۳۵۹ – ۳۳۶ کال) له ترور وروسته د لرغونې مقدونیې د سلطنت واګې پر غاړه واخیستې. فیلېپ د دوه لسیزو واکمنۍ پر مهال د کورینث یا هلني اتحادیې تر کنټرول لاندې د یونان په اصلي قلمروونو کې د مقدونیې تر سلطې لاندې د یونان ښاري دولتونه (poleis) جوړ کړل. سکندر د هغه پاڅون له ځپلو وروسته چې د سویلي یونان په ښاري دولتونو کې رامنځته شوی و، د مقدونیې د حکومت په پیاوړتیا یې لاس پورې کړ او د شمالي لوري ښاري دولتونو ته یې لنډ مهالی خو خونړی سفر وکړ. له دې وروسته یې د ختیځ لور ته مخه کړه څو د هخامنشي سترواکۍ د فتح کولو اړوند خپله نقشه عملي کړي. د هغه لښکرکشیو له یونان څخه ټولې انادولو، سوریې، فنیقیې، مصر، بین النهرین، فارس، افغانستان او هند ته پراختیا ومونده. هغه په ختیځ لور کې د خپلې مقدوني سترواکۍ پولې د معاصر پاکستان د ټېکسلې تر ښاره ورسولې.

سکندر له مړینې وړاندې د عربستان ټاپووزمې ته د پوځي او سوداګریزې پراختیا لپاره هم یو لړ نقشې طراحي کړې وې او له هغو وروسته یې هوډ درلود چې خپل پوځونه په لویدیځ لوري کې کارتاژ، روم او ایبري ټاپو وزمې ته ولېږي. ورته مهال د هغه سیاسي سیالانو (ډیاډوچیانو) د هغه له مړینې وروسته ټولو دغو پروګرامونو ته شا کړه. پر ځای یې د هغه له مړینې یوازې څو کاله وروسته د یو بل لوري ته لښکرې ولېږلې او د مقدوني سترواکۍ قلمروونه یې په خپلو کې سره وویشل چې له امله یې د مقدوني دورې ۴۰ کلنه جګړه ترسره شوه.

تاریخي مبارزې

مخینه

په ۳۳۶ کال کې دویم فیلېپ د خپلو ساتونکو د قومندان، پاوسانیاس له خوا ترور کړای شو. له همدې امله د هغه زوی سکندر چې له وړاندې څخه د ده وارث ټاکل شوی و، د مقدوني اشرافو او ځواکونو له خوا نوی پاچا اعلان شو. نوموړی همدارنګه د مقدونیې تر ولکې لاندې د یوناني ایالتونو د کنفدراسیون او کورنیث اتحادیې مشر وټاکل شو چې د هخامنشي سترواکۍ سره د مبارزې موخه یې لرله.

د فیلېپ د مړینې خبر د تبس، آتن او تسالي د ایالتونو په ګډون د مقدونیې شمالي لور ته تراکیايي قبیلې پاڅون ته وهڅولې. هغه مهال چې د دغو بغاوتونو خبر سکندر ته ورسېد؛ په ډېرې چټکۍ سره لاس په کار شو. په داسې حال کې چې سلاکارانو یې ورته د دیپلماسي څخه د ګټنې مشوره ورکړه، خو هغه دغو مشورو ته کوم پام ونکړ او د ۳۰۰۰ کسیز سواره پوځ په جوړولو یې لاس پورې کړ. ده له خپل دغه پوځ سره سویلي لوري ته د تسالي پر لور (په سویلي لوري کې د مقدونیې نږدې ګاونډۍ سیمه وه) حرکت وکړ. هغه مهال چې یې ولیدل تسالي پوځ د المپوس غره او اوسا غره ترمنځ تنګی تړلی دی، خپل سرتېري یې د اوسا غره سر ته پورته کړل. پر سبا باندې چې تسالیان له خوبه پاڅېدل وه یې لیدل چې سکندر د دوی شاته رسېدلی دی. تسالیان په چټکۍ ورته تسلیم شول او د هغه پوځ لا پسې لوی شو. له دې وروسته یې په سویل کې د پلوپونز پر لور حرکت وکړ.

سکندر په ترموپیل کې دمه وکړه او وړاندې له دې چې په سویل کې د کورنیث لوري ته حرکت وکړي همدلته د مقدسې اتحادیې مشر وټاکل شو. آتن د سولې غوښتنه وکړه؛ سکندر د هغوی استازی خپل حضور ته ومانه او ټول هغه کسان یې وبخښل چې هلته یې په پاڅون کې ونډه لرله. په کورنیث کې ورته د فارسیانو پر وړاندې د یوناني ځواکونو د «هژمون یا واکمن» لقب ورکړل شو. هغه مهال چې نوموړی په کورنیث کې و، په شمال کې د تراکیانو د پاڅون خبر ورته ورسېد.

د بالکان عملیات

سکندر آسیا ته له تګ وړاندې غوښتل خپلې شمالي پولې خوندي او بیا له میلاد وړاندې ۳۳۵ کال په پسرلي کې د تراکیا پر لور مخکې تګ وکړي څو له هغه پاڅون سره مبارزه وکړي چې د ایلیریانو او تریبالیانو له خوا رهبري کېده. د سکندر ځواکونو د هاموس په غره کې د تراکیايي ځواکونو هغې ډلګۍ ته ماته ورکړه چې د غره د لوړو څوکو د ساتنې مسئولیت یې پر غاړه درلود. له دې وروسته یې په تریبالي ځواکونو د شا له خوا برید وکړ او هغوی ته یې هم ماته ورکړه. سکندر د دغې بریا وروسته د دانوب پر لور مخکې ولاړ او په راتلونکي ساحل کې له ګیتیون قبیلې سره مخ شو. د دغې قبیلې ځواکونو د سکندر له سواره پوځ سره له لومړنۍ جګړې وروسته شاتګ غوره کړ او ښار یې د مقدونیې ځواکونو ته خوشی کړ. دغه مهال سکندر ته خبر ورسېد چې د ایلیریا پاچا کلیتوس او د تاولانتي پاچا ګلوکیاس د مقدوني ځواک پر وړاندې په ښکاره پاڅون کې ښکېل دي. سکندر په نوبت سره دوی دواړو ته ماته ورکړه او کلیتوس او ګلوکیاس دواړه اړ شول څو له خپل پوځ سره یوځای تېښتې ته مخه کړي؛ په دې سره هغه وکولای شول خپلې شمالي پولې خوندي کړې. په داسې حال کې چې نوموړي په بریا سره د شمال پر لور لښکرکشي وکړه، تبیانو آو آتنیانو یوځل بیا پاڅون وکړ.

سکندر له ځنډ پرته غبرګون وښود، ورته مهال له دې سره چې نورو ښارونو د مقاومت اړوند پر ځان شک درلود، خو تبس هوډ وکړ له خپل وروستي ځواک څخه په کار اخیستو مقاومت وکړي. ورته مهال دغه مقاومت هم بې ګټې و، ځکه چې دغه ښار د پریمانه وینې بهېدنې په خوا کې له خاورو سره خاورې شو او قلمرونه یې د نورو بوئوسي ښارونو ترمنځ وویشل شول. د تبس دغه ډول پای آتن تسلیمۍ ته اړ کړ او ټول یونان یې لږ تر لږه له ظاهري پلوه په سوله کې پرېښود.

د سغدي ډبرې محاصره

باختر

له میلاد وړاندې ۳۲۹ کال کې سکندر سیروپولیس کلابند او د ژاکسارت په جګړه کې یې له سکایانو سره جګړه وکړه. وروسته له هغه چې سکندر له میلاد وړاندې ۳۲۸ کال کې د سپیتامنس او کوئنوس (کوینوس) پر وړاندې په ګابای جګړه کې د هخامنشي سترواکۍ وروستي ځواکونه مات کړل، د هغه سردارانو له میلاد وړاندې ۳۲۷ کال کې د آریانا پر وړاندې نوې لښکرکشۍ پیل کړې. هغه غوښتل ټوله دغه پېژندل شوې نړیواله سترواکي ونیسي چې د سکندر د واکمنۍ پر مهال یې پراختیا د ختیځ هند تر پایه رسېده. د سکندر د مهال یونانیان د چین او یا هم د باختر په ختیځ کې د بل شته قلمرو اړوند نه پوهېدل. دوی له میلاد وړاندې ۳۲۷ کال کې د سغدي ډبرې په نامه هغه قلا کلابنده کړه چې د باختر شمالي لوري ته یې په سغد کې موقعیت درلود. دغه مهال د باختر اکسیارتس خپله مېرمن او لوڼۍ چې یوه یې رخسانه نومېده دغې کلا ته لېږلې وې ځکه چې د اوږد مهالې کلابندۍ سره د مبارزې په موخه جوړه شوې وه او نه نیول کېدونې ګڼل کېده. هغه مهال چې سکندر د دغې کلا له مدافعینو څخه د تسلیمۍ غوښتنه وکړه، هغوی یې غوښتنه رد کړه او څرګنده یې کړه چې د دغې کلا د نیولو لپاره یوازې «وزرو لرونکو» کسانو ته اړتیا ده. سکندر داوطلبه جنګیالي راغوښتل او څرګنده یې کړه چې که چېرې هر څوک د دغې قلا په لاندې ډبرو پورته شول هغوی ته به جایزه ورکړي. دغه مهال شاوخوا ۳۰۰ هغه کسان راغونډ شول چې په تېرو کلابندیو کې یې له لویو ډبرو څخه د تېرېدو په برخه کې تجربه ترلاسه کړې وه. دوی د خیمو له مېخونو او پیاوړو کتاني پړیو څخه په ګټنې د شپې له مهاله په دغو ډبرو ختل چې د دغې چارې پر مهال شاوخوا ۳۰ تنه یې مړه هم شول. په ډبرو باندې له پورته کېدو وروسته د سکندر د امر له مخې هغوی د کتاني تکو په ښوورلو سره لاندې سرتېرو ته د خپلې بریا پیغام ورساوه؛ سکندر هم یو جار وهونکی ولېږه څو دغه خبر د مقابل لوري پیاوړو پوستو ته ورسوي چې نور باید له ځنډ پرته تسلیم شي. د قلا مدافعین له دغې موضوع څخه په خبرېدو دومره حیران او بې انګیزې شول چې تسلیمۍ ته یې غاړه کېښوده. سکندر د رخسانې په یوځل لیدلو سره پر هغې مین شو، نوموړې د لرغونو تاریخ پوهانو له خوا «د نړۍ تر ټولو ښکلې مېرمن» بلل شوې (دا د یوې لرغونې ملکې لپاره غیرمعموله ادعا وه) او بالاخره یې له هغې سره واده هم وکړ. د دغې کلابندۍ کیسه نیکومدیا ته د اړوند رومي تاریخ لیکونکي آرین له خوا د اناباسیس سکندر په نامه اثر کې شوې ده.

سرچينې

Tags:

د مقدوني الکساندر جګړې تاریخي مبارزېد مقدوني الکساندر جګړې سرچينېد مقدوني الکساندر جګړې

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

خټکارګانېزمعبدالرحمان باباسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟لېزرجودی لین اوکیفزنک (جست/کوټ)24 اپرېلسوېلي امريکاشراب د اسلام له نظرهد افغانستان باندنۍ اړيکېد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېبازارموندنهتقاعدنسيم حجازيښځینه تناسلي طرق اناټوميسینټ پیټرزبورګزکاتبشپچڼاسنغمهخيميرانون کوایند دوهم ګروپ عناصرد افغانستان بيرغختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)فدرالي قبايلي سيمېرحيم شاهاکسايدد انسان بدند امریکا متحده آیالاتونهپلار څوک دییوهانس ورمیرد امریکا د آیالاتونو نوملړپښتو اوسنى شعرحميد مومندکابل بانککلا، ارغندابد چين د خلکو جمهوريت ولسمشرهواجنرال عبدالرازقد منجمنټ اساساتد یونان د خپلواکۍ جګړهد واشنگټن څلیمحمد (ص) په اسلام کېعمر بن عبدالعزيزچاريکارمايتوکاندرياارواپوهنهقانون څه ته وايي؟حقوقانا بورکوسکاتلمودرونډاد انګلستان دوم چارلزغسلد بدر غزاقزاقستانناروغيښځهمشاهدهلونگهډوکیتلاسېمیاپوځډنمارکزمریدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونه🡆 More