د طاهریانو لړۍ

د طاهریانو لړۍ د فارسي بزګرانو څخه ریښه لرونکې د سني مسلمانو هغه عربي شوې لړۍ وه چې له ۸۲۱ زکال څخه یې تر ۸۷۳ زکال پورې د خراسان د والیانو او همدارنګه یې تر ۸۹۱ زکال پورې په عباسي بغداد کې د پوځي او امنیتي قومندانانو په توګه خدمت وکړ.

دغه لړۍ د طاهر ابن حسین له خوا تاسیس شوه، چې د عباسي خلیفه مامون په دربار کې یو له مخکښو سردارانو څخه و. په څلورمه فتنه کې له مامون څخه د ملاتړ له امله هغه ته د خراسان واکمني ورکړل شوه. طاهریانو په پیل کې خپله پلازمېنه په مرو کې جوړه، خو وروسته یې نیشاپور ته کډه وکړه په داسې حال کې چې دا یوه خپلواکه لړۍ نه وه – د هیوکنېډې په خبره: «ځینې مهالونه طاهریان د لومړنۍ خپلواکې ایراني لړۍ په توګه یادېږي، خو دغه ډول نظر ګمراه کوونکی دی. دغه جوړښت په اغېزمنه بڼه د عباسیانو او طاهریانو ترمنځ د مشارکت پر مټ و». په واقعیت کې طاهریان عباسي خلیفه ګانو ته وفاداره و او هغوی هم ورته پام وړ خپلواکي ورکړې وه؛ همدا و چې دوی په فارس کې د نایب السلطنتۍ په بڼه د عباسیانو استازولي کوله. د دوی د واکمنۍ پر مهال هغه مالیاتي عواید چې په بغداد کې د خلیفه خزانې ته لېږل کېدل، د پخوانیو راغونډېدونکو عوایدو څخه زیات وو.

د خراسان واکمنان

ظهور

د طاهریانو د لړۍ بنسټګر، د فارس د بزګرانو اشرافي طبقې ته اړوند سني مسلمان طاهر ابن حسین و چې د سیالو عباسي خلیفه ګانو الامین او مامون ترمنځ یې د کورنۍ جګړې پر مهال مهم پوځي رول ولوباوه. له دې وړاندې هغه او نیکونو ته یې عباسیانو د ترسره کړو خدمتونو په بدل کې د خراسان په ختیځ کې یو شمېر کوچنۍ واکمنۍ سپارلې وې. په ۸۲۱ زکال کې طاهر د خراسان والي شو، خو ډیر ژر ومړ. له دې وروسته عباسي خلیفه، د طاهر زوی طلحه د خراسان والي وټاکه. طلحه له سیستان څخه د خوارجو په شړلو کې پاتې راغی؛ د خوارجو د مشر حمزه بن ادراک له مړینې (مړینه: ۸۲۸ زکال) وروسته طاهریانو زرنج ونیو؛ خو دوی هېڅکله وه نه توانېدل له خپلو لرې پرتو سیمو څخه مالیات راغونډ کړي.

د طاهر بل زوی، عبدالله د مصر او عربي ټاپووزمې وليعهد وټاکل شو او هغه مهال چې طلحه په ۸۲۸ زکال کې ومړ، هغه ته د خراسان ولایت وسپارل شو. عبدالله د طاهریانو یو له لویو واکمنانو ګڼل کېږي، ځکه چې د نوموړي د واکمنۍ په دوره کې د هغه په مورنۍ سیمې خراسان کې کرهڼې پام وړ وده وکړه، د عباسي خلافت په ختیځو برخو کې یې پام وړ شهرت وموند او له دې امله چې د خلافت په لویدیځو برخو کې یې د کار تجربه لرله خپل نفوذ ته یې پراختیا ورکړه. نوموړی یو تکړه شاعر و او له هر عربي شي سره یې همدردي ښووله.

په خراسان کې عربي لیک دود ته د فارسي ژبې د پهلوي لیک دود تغیر د ۹مې میلادي پېړۍ پر مهال د طاهریانو د واکمنۍ پر مهال رامنځته شو.

سقوط

عبدالله په ۸۴۴ زکال کې ومړ او پرځای یې د هغه زوی دویم طاهر واکمن شو. د دویم طاهر د حکومت اړوند چندان معلومات شتون نه لري، خو د هغه د واکمنۍ پر مهال د سیستان اداري واک د یاغیانو لاس ته ورغی. د طاهریانو واکمني د طاهر د زوی، محمد بن طاهر له واکمنۍ وروسته له زوال سره مخ شوه ځکه چې ده له احتیاط څخه کار نه اخیست او همدارنګه یې په سیاسي چارو کې تجربه نه لرله. خراسان ته په اړوند ولایت طبرستان کې د هغه ظالمانه سیاستونه لامل وګرځېدل چې د دغه ولایت خلک پاڅون ته مخه کړي، همدا و چې پاڅون کوونکو په ۸۶۴ زکال کې له خپلواک زیدي واکمن حسن ابن زیاد سره بیعت وکړ. په خراسان کې دننه هم د محمد حکومت په مخ پر زیاتېدونې بڼه کمزوری شو او بالاخره په ۸۷۳ زکال کې د صفاریانو د لړۍ له خوا راوپرځول شو، د صفاریانو لړۍ د خراسان ولایت په ختیځ فارس کې خپلې سترواکۍ ته الحاق کړ.

د بغداد قومنداني 

طاهریانو پر خراسان باندې له واکمنۍ سربېره، د بغداد د پوځي قومندانانو (اصحاب الشرطه) په توګه هم خدمات کاوه، دغه چاره په ۸۲۰ زکال کې په دغه څوکۍ باندې د طاهر له ګمارنې وروسته را پیل شوه. وروسته له هغه چې نوموړی خراسان ته ولاړ د بغداد ولایت د دغې کورنۍ د بلې څانګې غړي اسحاق بن ابراهیم ته وسپارل شو چې هغه بیا د څه باندې ۲۵ کلونو لپاره دغه ښار کنټرول کړ. اسحاق د خپل مسئولیت پر مهال په بغداد کې د خلکو د عقایدو د ارزونې مسئول و. نوموړی د خپلې قومندانۍ پر مهال له بغداد څخه د عباسي خلیفه ګانو د وتو شاهد و، ځکه چې هغوی د سامرا تازه جوړ شوی ښار د خپلې نوې پلازمېنې په توګه ټاکلی و. هغه مهال چې اسحاق په ۸۴۹ زکال کې ومړ، دهغه دوه زامن یې ځای ناستي شول چې بیا په ۸۵۱ زکال کې د طاهر لمسی محمد بن عبدالله د هغه ځای ناستی شو.

عبدالله د ۸۶۰مې لسیزي پر مهال د سامرا د ګډوډیو په له منځه وړو کې مهم رول ولوباوه؛ هغه خلیفه المستعین ته پناه ورکړه او هغه مهال چې بغداد د هغه د سیال خلیفه المعتز د ځواکوانو له خوا په ۸۶۵ زکال کې کلابند شو ده د بغداد څخه د دفاع قومنداني وکړه. راتلونکی کال هغه المستعین اړ کړ استعفا وکړي او معتز یې د هغه پر ځای په رسمیت وپېژاند، د دغې چارې په بدل کې یې اجازه ومونده په بغداد خپل کنټرول وساتي. د عبدالله د ژوندانه په وروستیو کې په بغداد کې له تاوتریخوالي ډک پاڅونونه پیل شول، همدا و چې د نوموړي له مړینې وروسته په نوبت سره د هغه وروڼه، عبیدالله او سلیمان د هغه ځای ناستي شول. بالاخره په بغداد کې نظم ټینګ شو او طاهریانو وکولای شول د دوه نورو لسیزو لپاره هم په بغداد واکمني وکړي. له دې وروسته په ۸۹۱ زکال کې بدر المعتدیدی د طاهریانو پر ځای د بغداد د امنیت مسئولیت پر غاړه واخیست؛ همدا لامل شو چې دغې کورنۍ ډیر ژر په خلافت کې خپل ځایګی له لاسه ورکړ.

ژبه او کلتور

تاریخ لیکونکی اډمونډ بوسورث څرګندوي په داسې حال کې چې طاهریان فارسیان و، خو له کلتوري پلوه تر ډېره عربان شوي وو؛ ځکه چې لیوالتیا یې لرله د خلافت په نړۍ کې ومنل شي، چېرې چې عربي دودونو هغو ته ټولنیز او کلتوري اعتبار وربخښه. له همدې امله طاهریان د نوې فارسي ژبې او کلتور د رنسانس برخه نه ګڼل کېږي. هغه زیاتوي چې د طاهریانو په چاپېر کې په ډېرې لږ کچې سره فارسي ژبې شتون درلود په داسې حال کې چې صفاریانو بیا د فارسي ادبیاتو په رنسانس کې پام وړ رول درلود. پېړۍ وروسته عوفي او دولت شاه ولیکل چې طاهریانو له فارسي ادبیاتو سره دښمني لرله. د دولت شاه په خبره عبدالله بن طاهر امر وکړ چې فارسي ومیاق الدهرا او نور فارسي او زردشتي آثار له منځه یووړل شي.

ورته مهال تاریخ لیکونکی شیوان ماهندراجا د ایران د منځنۍ دورې لړیو ته په اشارې طاهریان د هغو برخه ګڼي:

فارسي (ژبې) او ایرانیانو (هویت) دوباره ځانونه مطرح کړل. ایرانیانو د عربي – اسلامي کلتور اصول د «ښه وټاکه او نور یې پرېږده» کړنلارې له مخې تطبیق کول.

په دې برخه کې ماهندراجا زیاتوي چې طاهریانو په ځانګړې توګه د هغه بهیر د پیلولو مسئولیت درلود چې په هغو کې فارسي ژبه په فارسي - عربي خط ولیکل شوه، او دغه چاره یې د هغه مبتکرانه ایراني اقتباس له مخې ترسره کړه چې پر مټ یې دوی وکولای شول د فارسي ژبې میراث او جذابیت وساتي.

طاهریانو ادعا کوله چې دوی د افسانوي فارسي اتل، رستم له اولادې څخه دي.

د هنرونو تاریخ لیکونکې شیلا بلیر څرګندوي چې طاهریانو په خپلو ماڼیو کې (چې اوس شتون نه لري) فارسي لیکنې اضافه کړې وې.

سرچينې

Tags:

د طاهریانو لړۍ د خراسان واکمناند طاهریانو لړۍ د بغداد قومنداني د طاهریانو لړۍ ژبه او کلتورد طاهریانو لړۍ سرچينېد طاهریانو لړۍ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

نفل لمونځخوشال خان خټکسویلي قزاقستان ولایتهندو خداياناحمدابادسویلي کوریاد افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)فرانسهانټرنېټشمالي داکوتامنهټنافغانستان ته د اسلام راتگبي-٥٢ سټراټوفورټرېسکلکته20 مېيوکليپتوس (لاچي ونه)مایکرو اورگانیزمد ویکیپېډیا لړليکپر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې ناسم معلومات28 مارچغوښتنلیک بېلګهد فرانسې انقلابنصرت فتح علي خاننغمهسولومون ټاپوګانارګکوچنی اخترټولنهډیموکراټیک کېدنهمیتودیزمپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایاند سویډن تاریخپلان جوړونهمحمد نبيکريکټپوهنغونډنوبل جايزهکریستوفر کولومبستمباکوابو حنيفه (امام اعظم)درملد اروپا تاریخچه30 نومبرسوېل ختيځه اسيامحمد (ص) په اسلام کېبوروندي9 جوند تهجد لمونځسړه جګړهنوې اپلاتوني فلسفهملګري ملتونهد چین-جاپان دویمه جګړهريگويدامکډونالډزمارکسيزمما اينگ جيوعباس ۱حیضعبدالرحمان مومندقاهره9 مارچخير بانو بېگمفخر الدين رازيبهاييد الله نومونهد انارشېزم تاریخد ډبرې وروستنۍ لرغونې دورهمونټي ویډوېوروتفلیسروم🡆 More