د سپي اېلَونه

د سپي اېلونه یو داسې بهیر ؤ چې په پایله کې یې سپی اهلي شو.

دغه بهیر کې، له لېوه څخه د سپي جنتیکي اوښتنه، د سپي اېلېدنه او د لومړنیو سپیو رامنځ‌ته کېدنه شامل دي. جنتیکي مطالعات ښیي چې ټول لرغوني او اوسني سپي یو مشترک اصل او نسب لري او د لرغونو لېوانو له یوې منقرض‌شوې ډلې (یا لېوانو ته نږدې بله ډله) څخه راغلی دی؛ د لېوانو دغه ډله د اوسني لېوه له نسب سره توپیر درلود. خړ لېوه ته د سپي ورته‌والی، لېوه ته د سپي جېن لېږدېدنې پایله ده، چې خړ لېوه د سپي تر ټولو نږدې اړوند ژوندی ژوی دی. داسې ویل کېږي چې ګڼې د وروستۍ پلیستوسن پېر یو منقرض شوی لېوه د سپي لومړنی نسل ؤ.

سپی د هغو سپي‌ډولو ژویو د ټولګې یو غړی دی چې تر ډېره لېوه ته ورته دي. د سپي لومړني نسل او اوسني لېوانو ترمنځ جنتیکي اوښتنه کابو ۳۰،۰۰۰ تر ۴۰،۰۰۰ کاله پخوا، مخکې تر وروستي اعظمي کنګلي پېر یا د هغه پر مهال (۲۰،۰۰۰ تر ۲۷،۰۰۰ کاله دمخه) پېښه شوه. دغه مهالیز واټن د اېلېدنې مهال پورتنی حد ښیي، ځکه چې د اوښتنې مهال ؤ، خو د اېلېدنې مهال نه‌ؤ، ځکه چې سپی وروسته اهلي شو.

د بشریت په تاریخ کې تر ټولو مهم یو تحول د ژویو اېلېدنه وه، چې څه باندې ۳۰،۰۰۰ کاله پخوا د لېوانو او ښکاري-راټولوونکو ترمنځ له اوږدمهالې اړیکې څخه پیل شوه. سپی لومړۍ نوعه او یوازېنی لوی داړونکی (غوښخور) ؤ چې اهلي شو. د سپي اېلېدنه، د «جګړې یا تېښتې غبرګون» پر مهال د لېوه ډلې ګډو نسبونو ترمنځ د تنوع له‌امله پېښه شوه؛ په نوموړي غبرګون کې د ګډ نسبونو لږ بریدګر او بې‌کرکې، خو انسانانو په لور د لوی رغبت او نوعې‌پالنې لرونکي لېوان د «مناسب‌والي ګټې» ترلاسه کړې (او برعکس د انسانانو لپاره) او له‌دې امله د سپي اېلېدنه د ټولنیزې ټاکنې (او نه مصنوعي ټاکنې) یوه څرګنده بېلګه ده. د لرغون‌پوهنې اړوند سوابق او جنتیکي شننه او څېړنه ښیي چې ۱۴،۲۰۰ کاله دمخه به د بُن-اوبرکاسل مړه سپي د انسانانو ترڅنګ ښخېدل او په‌دې هکله ساینس‌پوهان هېڅ مخالفت نه‌لري، خو د ۳۶،۰۰۰ کلونو پخوا ورته پېښې د بحث وړ دي.

د سپي اېلېدنه مخکې تر کرنې پېښه شوې ده، او تاریخ یې له ۱۱،۰۰۰ کلونو، له هولوسېن پېر څخه نه‌اوړي، چې د نږدې ختیځ مېشتو وګړو د اوروک (لوی ښکرور غویې)، نر خنځیر، پسه او وزې له ځناورو ټولنو سره په اړیکه کې شول. دا چې د سپي اېلېدنه چېرې پېښه شوه، د بحث وړ مسأله ده؛ سره له‌دې، د شواهدو اړوند د څېړنو مخینه ښیي چې دغه سپي په اوراسیا کې اېل شوی دی، چې تر ټولو احتمالي او د منلو وړ سیمې مرکزي اسیا، ختیځه اسیا او لوېدیځه اروپا ده. ۱۱،۷۰۰ کاله پخوا د وروستي کنګلیز پېر تر پایه پورې، پنځو اجدادي نسبونو په خپل منځ کې تنوع موندلې وه او په شام (۷،۰۰۰ کاله پخوا)، کارېلیا (۱۰،۹۰۰ کاله پخوا) بایکال جهیل (۷،۰۰۰ کاله پخوا)، لرغونې امریکا (۴،۰۰۰ کاله پخوا او د نوې ګینې په خوږغږي سپي (اوس‌مهال) کې د سپیو د لرغونو نمونو له‌لارې وښودل شول.

په ۲۰۲۱ز کال کې، د اوسنیو شواهدو د څېړنو مخینې له‌مخې داسې استنتاج کېږي چې سپی کابو ۲۳،۰۰۰ کاله پخوا په سایبریا کې د لرغونو شمالي اوراسیاییانو په لاس اهلي شوی ؤ، وروسته بیا اېل شوی نسل یې ختیځ خوا ته د امریکا په لویې وچه او لوېدیځ خوا ته په ټولې اوراسیا کې خور شو. د دغې فرضیې د تایید لپاره د نوموړي پېر او سیمې اړوند د سپي پاتې شوي آثار لا تر اوسه موندل شوي نه‌دي.

تر ټولو پخواني پېژندل شوي سپي سکلېټونه د سایبریا په آلتای غرونو او د بلجیم په یوې مغاره کې موندل شوي دي، چې مخینه یې کابو ۳۳،۰۰۰ کاله پخوا ته رسېږي. د مطالعاتو له‌مخې، دا کېدای شي وښیي چې د سپیو اېلېدنه په هم‌مهاله توګه په بېلابېلو جغرافیایي موقعیتونو کې پېښه شوې ده.

سپي‌ډوله ژوي او د انسان تکامل

۶ میلیونه کاله پخوا، کابو د میوسېن پېر په پای، د ځمکې اقلیم په تدریجي ډول سوړ شو. په پایله کې، د کنګلېدنې پلیوسېن او پلیستوسېن دورې رامنځ‌ته شوې، چې په ټولیز ډول «د کنګل پېر» په نامه یادېږي. په ګڼ‌شمېر سیمو کې، ځنګلونه او ساواناوې، بېدیاوې او څړځایونه وګرځېدل او یوازې له دغه بدلونونو سره د ژوندیو موجوداتو توافق موندلې نوعې ژوندۍ پاتې شوې.

د شمالي امریکا په سویل کې، کوچنیو ځنګلي ګیدړو وده وکړه، غټې او لا ښې ځغاستې ته چمتو شوې او د میوسېن په وروستیو کې د Canis جنس لومړنی نسل پیدا شو؛ ویل کېږي چې دغه جنس د کایوتونو، لېوانو او اهلي سپیو اصلي نسب دی. په ختیځې افریقا کې، د پرایمېټونو یوه ډله پر دوو پښو حرکت پیل کړ، د وخت په تېرېدو او د ماغزو د اندازې په لویېدو سره یې پرمختللې ټکنالوجۍ، ژبې او هڅوب ته پراختیا ورکړه او په داسې حال کې چې خپله یې په ښکار پیل وکړ، هڅه یې کوله چې د نورو ژویو ښکار ونه‌ګرځي. سپي‌ډولو ژویو او انسانانو، په پای کې، په اوراسیا کې ګډ ژوند پيل کړ.

لومړني سپي

په سایبریا کې ۲۳،۰۰۰ کاله پخوا اېل شوي سپي

د پلیستوسېن لېوانو انقراض، د اېلېدنې لومړیو پړاوونو په اوږدو کې د ځناورو او اهلي ډلو ترمنځ د کوچنیو مورفولوجیکي بدلونونو او په دغه وخت کې د انسان مادي هم‌مهاله هڅوب په هکله د معلوماتو او ارقامو د نه‌شتون له‌امله، د سپیو د اصل او نسب ځای‌موندنه ستونزمنه شوې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې یوې جنتیکي مطالعې وموندله چې لرغوني او اوسني سپي د ختیځې اوراسیا او لوېدیځې اوراسیا په یوه کلاد کې واقع کېږي. په ۲۰۱۷ز کال کې، یوې بلې جنتیکې مطالعې د یوې واحدې «سپي-لېوه» اوښتنې په هکله شواهد وموندل چې ۳۶،۹۰۰ تر ۴۱،۵۰۰ کاله پخوا پېښه شوې وه او وروسته له‌هغې، ۱۷،۵۰۰ تر ۲۳،۹۰۰ کاله پخوا د ختیځې او لوېدیځې اوراسیا ترمنځ سپیو ترمنځ یوه اوښتنه رامنځ‌ته شوه او دا ښیي چې د ۲۰،۰۰۰ او ۴۰،۰۰۰ پخوا کلونو ترمنځ د د سپي د اېلېدنې یوه پېښه واقع شوې ده.

په ۲۰۲۱ز کال کې، د DNA مطالعاتو له‌مخې د وړاندې شویو مهال‌بندیو له استنتاج شویو اوسنیو شواهدو یوه بیاکتنه ښیي چې سپی ۲۳،۰۰۰ کاله پخوا په سایبریا کې د لرغونو شمالي سایبریایيانو له‌خوا اهلي شوی دی. وروسته بیا د وګړو کډه کېدو له‌امله، د اهلي شوي سپي نسل ختیځې خوا ته د امریکا لویې وچې او لوېدیځې خوا ته په ټولې اوراسیا کې خور شو. لرغوني شمالي سایبریاییان یو وخت هغه خلک وو چې د پخوانیو نسلونو لرغوني پاتې شوي آثار یې د شمالي سایبر د یانا سیند په دلتا کې، د ډبرو لرغوني پېر په یانا RHS (د کرګدن د ښکر سیمه) موندل شوي دي چې ۳۱،۶۰۰ کاله مخینه لري؛ همدا راز د مغولستان (منګولیا) په شمالي څنډه کې، د سویلي سایبریا د بایکال جهیل په مالتا سیمه کې موندل شوي آثارو مخینه ۲۴،۰۰۰ کاله پخوا ته رسېږي. د دغې فرضیې د تایید لپاره، دغه مهال او مکان پورې اړوند د سپي پاتې شوي آثار لا تر اوسه موندل شوي نه‌دي.

دغه بیاکتنه داسې یوه تیوري رامنځ‌ته کوي چې د اعظمي کنګلي پېر د ځپونکي اقلیم له‌امله، انسانان او لېوان لا سره نږدې شوي وي، په داسې حال کې چې په لېرې پناځایونو کې سره جلا شوي وو. دواړه نوعې ورته ښکار ترسره کوي و د هغو ترمنځ د ورځ په ورځ زیاتېدونکي تعامل په پایله کې کېدای شي په ملتیا سره ګډ ښکار پسې ګرځېدنه یې پیل کړې وي، لېوانو د انسانانو استوګنځیو ته راغلي وي، په اړیکو کې یې بدلون رامنځ‌ته شوی او په پای کې لېوان اهلي شوي وي.

سرچينې

Tags:

د سپي اېلَونه سپي‌ډوله ژوي او د انسان تکاملد سپي اېلَونه لومړني سپيد سپي اېلَونه سرچينېد سپي اېلَونه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

شيعهد درود شريف ځانګړتیا او ګټيخوشال خان خټکغوږد واده شپهشمالي کارولیناڅلورم ایوان (وېروونکی ایوان)دبهسودو ولسوالۍ چاپېريالي وضعیتدهوا ککړتيالیونل مېسيپینځم چارلزنسيم حجازيتوماس اډیسونممنون مقصوديخواجه محمد بنکښڅړځای یا مالچرفاتح ویلیاممېډياويکيپښتونوليچرگحديثليکوالويکيډېټاداوودښځه په اسلام کېسوالبردقيام الدين خادمناټوسيد جمال الدين افغانيمزار شريفانفلاسيونلیبیاکتلهد افشارو عملیاتښوونځید تجدید وړ انرژيریونیوند کېمبرېج پوهنتونکالیفرنیاد ښځو وژل (د کرکې په بنسټ د ښځو وژل)د چین تاریخپښتانهمحمد ظاهر شاهفلزتېڅو ناکاموراچپرهار ولسوالۍواورین پړانګد گندمک تړونايرانويکيافغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )دریم جورجچک جمهوریتغني خاندوهمه ملکه الیزابتهزاره گانب ام ولنډۍحیواني سره یاعضوي سرهانحصارروزالينډ فرانکلينبلاغتامير دوست محمد خانمحمود طرزینېلسن مانډېلااندړدآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )پکتيکا ولايتلوی مرجاني دېوال🡆 More