د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله

د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله په دیپلماتیکي بڼه پیل او وروسته یې پوځي ډول ته بدلون وموند.

په پیل کې ترکیې د ۲۰۱۱ زکال د پسرلي پر مهال په سوریه کې د کورنیو کړکېچونو پیلېدل وغندل؛ خو وروسته یې مداخله په تدریجي بڼه د ۲۰۱۱ زکال تر جولای میاشتې پورې د سوریې له آزاد پوځ سره تر پوځي مرستو پورې ورسېده؛ ورپسې یې په ۲۰۱۲ زکال کې پوله ئیزې نښتې وکړې او د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ زکال پر مهال یې بیا مستقیمه پوځي مداخله وکړه. دغه پوځي عملیات لامل وګرځېدل چې ترکیه د ۲۰۱۶ زکال له اګست میاشتې راوروسته د سوریې شمالي برخه اشغال کړي.

له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې له سوریې سره د یوې لسیزې نسبتا دوستانه اړیکو له لرلو وروسته، ترکیې په ۲۰۱۱ زکال کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو د لاریون کوونکو د ځپلو له امله وغانده او د همدغه کال په وروستیو کې د هغو هېوادونو په کتار کې ودرېده چې د اسد د استعفا غوښتنه یې کوله. د جګړې له پیلېدو وروسته ترکیې په خپله خاوره کې د سوریې له پوځ څخه راتښتېدلي سرتېري د استخباراتو د ملي ادارې تر څارنې لاندې وروزل چې له دغو څخه بیا د ۲۰۱۱ زکال په جولای میاشت کې د سوریې ازاد پوځ رامنځته شو. د ۲۰۱۲ زکال په مۍ میاشت کې د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې د آزاد پوځ په سمبالښت او لا روزنې لاس پورې کړ او همدارنګه یې هغو ته عملیاتي اډې ورکړې. د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۲ زکال په جون میاشت میاشت کې د سوریايي ځواکونو له خوا د ترکیې د یوې جنګي الوتکې د راغورځولو او د ۲۰۱۲ زکال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوله ئیزې نښتې وروسته په پام وړ توګه ترینګلې شوې. د ۲۰۱۶ زکال د اګست په ۲۴مه نېټه د ترکیې وسله والو ځواکونو د فرات د ډال په نامه د عملیاتو په اعلانولو سره په سوریه کې مستقیمه پوځي مداخله وکړه او تر ډېره یې هلته د داعش جنګیالي په نښه کول.

ترکیې په کلکه سره د سوریې د دولت له مخالفینو څخه ملاتړ کړی دی. د سوریې د اپوزیسیون فعالین د ۲۰۱۱ زکال په مۍ میاشت کې په استانبول کې راغونډ شول څو د سوریې د رژیم د بدلون اړوند خبرې وکړي؛ سربېره پر دې یې د سوریې د آزاد پوځ د مشر، ډګروال ریاض الاسعد کوربه توب هم وکړ. ترکیې په مخ پر زیاتوالي ډول د اسد د دولت له سیاستونو سره مخالفت او همدارنګه یې د مخالفو ډلو ترمنځ د جوړجاړي ملاتړ کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان اعلان وکړ چې هوډ لري «له هر هغه دولت سره ښې اړیکې جوړې کړي چې د اسد د دولت ځای ونیسي». په ۲۰۱۷ زکال کې دغه هېواد د سوریې د موقت دولت لپاره د سوریې د ملي پوځ په نامه د پوځي تشکیلاتو په جوړولو کې مرسته وکړه او هغه یې له مالي اړخه تمویل کاوه.

په ۲۰۱۹ زکال کې د مټروپول پوهنتون له خوا ترسره شوې څېړنه ښيي چې ۶۸٪ ترکان په سوریه کې د خپل دولت له اوسنیو سیاستونو سره مخالف دي. دغې نظر پوښتنې وښووله چې ۴۷.۵٪ ترکي وګړي د سوریې آزاد پوځ ته د «دښمن» په سترګه ګوري. له هرو څلورو ترکانو څخه دریو یې بیا څرګنده کړې وه چې باید سوریايي کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږل شي «آن که چېرې جګړه هم دوام ولري». د یاد پوهنتون له خوا یوې بلې ترسره شوې څېړنې وښووله چې ۷۹٪ ترکان د سوریې په شمال کې د ترکیې له بریدونو ملاتړ کوي په داسې حال کې چې د زیتون د څانګې په نامه له عملیاتو څخه یې د ترکي وګړو د ملاتړ کچه ۷۱٪ ښوولې ده.

مخینه

وړاندې له دې چې ترکیه په ۲۰۱۱ زکال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د سوریې د دولت اقدامات وغندي، دواړو هېوادونو د ۲۱مې پېړۍ له پیل راهیسې نسبتا ښې اړیکې لرلې. آن تر دې چې کېدلای شي هغه د یوه نږدې اتحاد په توګه هم وبلل شي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۲ زکال کې د عدالت او پراختیا ګوند د ترکیې د واکمن ګوند په توګه ټاکنې وګټلې، دغه ګوند په منځني ختیځ کې د خپلو اړیکو اړوند نوي مسیر ته مخه کړه چې له امله یې د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکې ښې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر وروسته له هغه پیل شو چې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردغان د ۲۰۰۴ زکال په وروستیو کې د آزادې سوداګرۍ د هوکړې د لاسلیک کولو په موخه دمشق ته سفر وکړ. له لویدیځ پلوه سیاست څخه په لرې کېدو او یوې جیوپولټیکي ستراتیژۍ ته په مخه کولو سره ترکیې غوښتل چې ځان په یو سیمه ئیز قدرت بدل کړي همدا و چې په دغه لیدلوري کې یې بدلون راووړ چې ګویا ټول ګاونډیان یې دښمنان دي.

له پولو بهر د ۲۰۲۲ زکال هوايي بریدونه

د ۲۰۲۲ زکال د نومبر په ۲۶مه نېټه د سوریې د دیموکراتیکو پوځونو مشر مظلوم عبدي اعلان وکړ چې د سوریې په شمال باندې یې د ترکیې د بریدونو له امله د داعش ډلې پر وړاندې عملیات درولي دي. نوموړي همدارنګه ترکیه په دغه سیمه کې زیربناوو ته د ویجاړونکو زیانونو په اړولو تورنه کړه. ورته مهال د دغه هېواد دوه توغندیو د سوریې په شمالي ښار الشدادي کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یوه اډه هم په نښه کړه.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، ترکي ځواکونو په ۲۰۲۲ زکال ۱۳۸ کردي او د سوریې د دیموکراتیک پوځ سرتېري، ۲۶ سوریايي سرتېري او د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۷۴ ملکي وګړي وژلي دي. ورته مهال ۱۶ ترکي سرتېري په سوریه کې وژل شوي دي.

کډوال

د مصنوعي سپوږمکیو انځورونه ښيي چې د درعا، حمص او حما ښارونو له کلابندۍ وروسته په ترکیه کې د سوریايي کډوالو لپاره لومړنی کمپ د ۲۰۱۱ زکال په جولای میاشت کې جوړ شو. د ۲۰۱۳ زکال تر جون میاشتې پورې ترکیې ۴۰۰ زرو کډوالو ته ځای ورکړ چې نیمايي دغه کډوال د ترکیې د دولت تر مستقیم څار لاندې کمپونو کې ځای پر ځای شول. په ۲۰۱۴ زکال کې دغه شمېره له یو میلیون څخه وواښته ځکه چې یوازې په سپټمبر میاشت کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره سوریايي کردان د کوباني له کلابندۍ وروسته ترکیې ته راغلل.

ترکیې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو راهیسې څه باندې ۳.۵ میلیونه سوریايي کډوالو ته ځای ورکړی دی. دغه هېواد ډیری سوریايي کډوال په هغو خیمه یي ښارونو کې ځای پر ځای کړي چې د ترکیې د بېړنیو حالاتو اداره یې مدیریت کوي.

اردغان څرګنده کړې چې ترکیه د سوریې په هغو شمالي سیمو کې د سوریايي بې ځایه شوو ځای پر ځای کولو ته چمتو ده چې د ۲۰۱۹ زکال په اکتوبر میاشت کې یې په هغو برید کړی و او تر اشغال لاندې یې دي. همدارنګه یې ویلي چې د اړتیا په حالت کې به د هغو لګښتونه هم ورکړي. د ۲۰۱۹ زکال د ډسمبر په ۹مه نېټه له سیمې څخه مختلفو راپورونو څرګندوله چې ترکیې د لومړي ځل لپاره د سوریې په شمال کې د خپلو عملیاتو سیمې ته سوریايي کډوال را لېږدولي دي. اردغان څرګنده کړې چې هېواد یې د سوریې په شمالي، تل ابیض او راس العین ښارونو کې د بې ځایه شوو یو میلیون سوریايي وګړو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي. ترکیه دغه چاره په نفوسو کې د بدلون له وېرې ترسره کوي.

نیوکې او اندېښنې

د نفتو قاچاق

د روسیې لومړي وزیر دمیتري مدودوف د ۲۰۱۵ زکال په وروستیو کې وویل «د ترکیې اقدامات په عملي بڼه د داعش څخه ساتنه ده. دا هغو اطلاعاتو ته په پام چې موږ د ترکیې د یو شمېر چارواکو اړوند د داعش تر کنټرول لاندې د نفتو په تصفیه خانو کې د تصفیه شوو نفتو د عرضې اړوند ترلاسه کړي، حیرانونکې چاره نه ده». دغه مهال د روسیه ټوډې په نامه ټلویزیون راپور خپور کړ چې روسیه له ډېرې مودې راهیسې د ترهګرو تر کنټرول لاندې سوریايي سیمو څخه ترکیې ته د نفتو له صادراتو خبره ده او له دغو څخه ترلاسه کېدونې پیسې د ترهګریزو ډلو جېبونو ته درومي. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل «داعش پریمانه پیسې لري، سلګونه میلیون یا هم میلیاردونه ډالر د تېلو له پلور څخه ترلاسه کوي. سربېره پر دې د یو هېواد بشپړ پوځ له هغوی ساتنه کوي. بیا نو پوهېدلای شو چې هغوی ولې دومره زړور او په ډاډمنه توګه اقدامات ترسره کوي. ولې دوی خلک په داسې وحشیانه ډول وژني. ولې دوی د اروپا د زړه په ګډون په ټوله نړۍ کې ترهګریزې چارې ترسره کولای شي».

د لویدیځ استخباراتي چارواکو بیا وویل چې دوی کولای شي په ټول عراق او د ترکیې په سویلي پوله ئیزو برخو کې داعش ډلې ته د نفتو اړوندې محمولې تعقیب کړي. د اوباما دولت دغه مهال هڅه کوله چې د داعش په میلیونونو ډالر عواید قطع کړي، خو هغوی ونشو کولای دغې چارې ته ترکیه متقاعده کړي. سربېره پر دې د عراق د پارلمان پخواني غړي موفق الربیعي څرګنده کړې چې ترکیې د داعش د نفتو تور بازار ته سترګې نیولې دي. هغه وویل په دې کې «هېڅ شک نشته» چې د ترکیې دولت دې د نفتو د قاچاق له عملیاتو څخه بې خبره وي.

سرچينې

Tags:

د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله مخینهد سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله کډوالد سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله نیوکې او اندېښنېد سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله سرچينېد سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

امير دوست محمد خانقرآن کریموخت زوند افغانستان اسلامي امارتد نعوظ اختلالقزاقستانپښتو نومځري او د هغو کارونهخواړهملنګد متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیهکمبودياملارياد پاکستان تاریخچهایټالیایي ژبهقطرخراډولف هټلرپښتو پښتو تشريحي قاموسالمانالجزيرهاروپایي ټولنهديپلوماتد دهلې بندنثرډېټاانګلیسياوزبکي ژبهډاروینیزمسردار شاه ولي خانپښتو ويکيپېډيادويمه نړېواله جګړهجرمني14 مېد کوانټوم میدان د تیورۍ تاریخچه13 اگسټاکسايدپاچاهياوزون۸روسي ژبهشياننيوزيلينډد پښتو ژبې ليکنښېکندهار ولايتسردار عبدالقدوس خانیوه انجلۍ او د مرغلرې چلید ميوند جگړه2012عباسي خلافتفارس خلیجد ډېټا نښتیځه (کمپرېشن)د کروکس ښار تالار بریدشلمه پېړۍكوريتيبابست کلاهالنډد امریکا د آیالاتونو نوملړمحمد (ص) په اسلام کېستر بحراند حضرت عمر فاروق رض عدالتریبوزومد ونې مارفولوژیډونالډ ټرامپچې گوارا🡆 More