د سریلانکا اقتصاد

په ۲۰۱۹ز کال کې د سریلانکا د ازاد بازار اقتصاد د ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) له نظره ۸۴ میلیارده ډالره او د پیرودلو ځواک برابرۍ (پی پی پي) له نظره ۲۹۶.۹۵۹ میلیارده امریکايي ډالر ارزښت درلود.

د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې دې هیواد ۶.۴ سلنه کلنۍ وده تجربه کړې وه، چې له خپلو سیمه يیزو سيالانو څخه ډیر ښه و. دا وده د ناسوداګریزو سکتورونو د ودې له امله وه، د کوم په اړه چې نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې دواړه بې ثباته او د برابرۍ وړ نه دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۳۶۲۰ پی پي پي ډالرو یا ۳۸۵۲ (۲۰۱۹) اسمي امریکایی ډالرو د سړي سر عاید په لرلو سره، د نړیوال بانک له خوا سریلانکا له پخواني حالت څخه چې د منځني عايد حالت څخه پورته و، له منځني حالت څخه کم عايد هېواد حالت په توګه ډلبندي شو.

د سریلانکا اقتصاد

سریلانکا د زریزې پرمختیایي هدف (MDG) پوره کړ چې موخه یې د زیاتې بې وزلۍ مخه نیول دي او د نورو (MDG) د پوره کولو پر لاره روان هېواد دی چې د نورو سويلي اسیایي هیوادونو په پرتله یې ښه فعالیت کړی. تر ۲۰۱۶ز کال پورې د سریلانکا د بې وزلۍ د سرشمیرنې شاخص ۴.۱٪ و. د سریلانکا د درې لسیزو اوږدې کورنۍ جګړې را پدېخوا، سریلانکا د اوږد مهاله ستراتیژیکي او ابادونې پرمختګ پر ننګونو تمرکز پيل کړی. دا هیواد د لوړ منځني عاید هیواد ته د بدلون هڅه کوي. سریلانکا د ټولنیز مداخلت، حکومتدارۍ او پایښت ننګونو سره هم مخ هېواد دی.

په ۲۰۱۹ز کال کې چوپړياوو د سریکا په صنعت کې ۵۸.۲٪ ونډه درلوده چې دا شمېره په ۲۰۱۰ز کال کې ۵۴.۶٪ وه، د صنعت ونډه ۲۷.۴٪ وه په داسې حال کې چې يوه لسيزه مخکې دا سلنه ۲۶.۴٪ وه او د کرنې ونډه ۷.۴٪ وه. که څه هم رقابتي کرنيز سکتور شته، خوندي کورني سکتور ته د داخلېدو لپاره ټیکنالوژیکي وړاندې تګ کرار شوی. سریلانکا په نړۍ کې تر ټولو لوی د غښتلي او صنعتي ټایرونو د تولید مرکز دی او د پوښاک (لباس/جامې) یو سکتور لري چې د ارزښت لړۍ مخ لوړوي. خو د تیرې لسیزې په اوږدو کې له سوداګرۍ څخه زياتېدونکی ملاتړ د داخلي تګلارو بیا راژوندي کیدو په اړه د اندیښنو لامل ګرځېلی.

خدمتونه، بندرونه او هوايي ډګرونه د بار وړلو او هوايي چلند مرکز په توګه د هیواد په نوي منځ ته راغلي حالت کې مرسته کوي. د کولمبو بندر په سويلي اسیا کې د لیږد رالیږد تر ټولو لوی مرکز دی. یو وده کونکی سافټویر او معلوماتي ټیکنالوژي سکتور شته، کوم چې سیال او نړیوالې سیالۍ ته پرانیستی سکتور دی. ګرځندويي یوه چټکه پراخیدونکې برخه ده. په ۲۰۱۹ز کال کې «Lonely Planet» سریلانکا ته د سیل تر ټولو ښه ځای او سفر+ تفریح تر ټولو ښه ټاپو نوم ورکړ. د سریلانکا لوړې صادراتي سيمې متحده ایالات، انګلستان او هندوستان دي. چین، هندوستان او متحده عرب امارات یې د وارداتو عمده ملګري دي.

د کویډ-۱۹ وبا په پيل کیدو سره، د سریلانکا پر ورو ودې، د پیسو پر چاپ او دولتي پور دوامداره اندیښنو د خپلواکې درجه بندۍ ښکته کیدو لړۍ پیل شوه. د وارداتو په مديريت او د وارداتو په متبادل کې زياتوالی راغلی، په داسې حال کې چې په پيسو د پورونو د بدلولو په پايله کې منځ ته راغلې مالياتي بې ثباتي هم زياته شوې. سریلانکا د خپل کویډ-۱۹ وبا په اداره کولو کې د نړۍ په لسو لومړيو هیوادونو کې ځای لري. په ۲۰۲۱ز کال کې، د سریلانکا دولت په رسمي توګه په هیواد کې له دري اويا کلونو وروسته تر ټولو بد اقتصادي بحران اعلان کړ. د مالياتو کمولو ملاتړ موخه د دوه کلونو لپاره د پیسو چاپولو وروسته، سریلانکا وویل چې د ډېريو بهرنيو پورونو تاديه کول د اپریل له دولسمې  نېټې څخه وځنډیدل او په دې ډول يې د پور خدماتو بې مخينې زيان پای ته ورساوه.

اقتصادي تاريخ

دتاريخ لومړي کلونه

د ختیځ-لویدیځ سوداګرۍ په مرکز کې د موقیعت لرلو او په لرې پرتو سیمو کې خړوبې شوې کرڼې په پايله کې سریلانکا د سوداګریز مرکز په توګه یو اوږد تاریخ لري، کوم چې په دې ټاپو کې د خوندي پاتې شوي تاریخي متنونو او د بهرنیو مسافرو له روايتونو څخه پیژندل کیږي. دا ټاپو د زېرمو په نوم د اوبو لګولو زیرمې لري چې د پخوانیو پاچايانو له خوا د هند – اریايي کډوالۍ وروسته پیل شوي، کوم چې ډیری یې تر نن ورځې پورې خوندي پاتې دي. دا د اوبه خور نظام یوه برخه جوړوي او له نورو عصري جوړښتونو سره تړاو لري.

فاکسین (همدا راز فا هسین) یو چینایي راهب و چې په شا او خوا  ۴۰۰ مخزېږديز کې یې هندوستان او سریلانکا ته سفر کړی و، د هغه وخت د موجوده افسانو په اړه لیکي چې د نورو هیوادونو سوداګرو په ټاپو کې د هند - آریایي میشت کیدو دمخه د اصلي قبیلوي خلکو سره سوداګري کوله. یو هیواد چې په بنیادي توګه هیڅ انسان پکې میشت نه و، خو د روحونو او ناګاس (د ښامار عبادت کونکي) له خوا اشغال شوی و، له کومو سره چې د مختلفو هیوادونو سوداګرو سوداګري پر مخ وړله، فاکسین دا په (د بودایی سلطنت ثبت تاريخ) کې لیکلي دي. هغه د قیمتي ډبرو او د صدف نيولو (هغه کبان يا ژوندي موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي او په منځ کې صدف يا ملغلرې لري) د پاچا له خوا د ۳۰٪ مالیې په هکله هم لیکلي.

دا راهب له هند څخه په یوه لویه سوداګریزه بېړۍ کې روان شو، څو دې ټاپو ته ورسیږي.چين ته د بېرته تګ لپاره، هغه د يو ستر سوداګر وړونکې بېړۍ په مرسته ولاړ، په کومه کې چې له دوه سوه زيات کسان سپاره وو، دا بېړۍ له يو ستر توپان سره مخ شوه، چېرته چې سوداګر اړ شول چې د خپل سامان ځینې برخه وغورځوي او «جاوا-ډويپا» (اندونيزيا) ته ورسېد، دا د دې ښودنه کوي چې له سريلانکا سره فعالې ساحلي او اوږد واټن سمندري سواګريزې اړيکې موجودې وې.

«کاسماس انډیکوپلیسټس» (هندي سمندري مسافر) د مصر د سکندر یو سوداګر/راهب و چې د هند نیمه لويه وچه یې په شپږمه پیړۍ کې کتلی وه، هغه د سوداګرۍ د مرکزيت په توګه د سریلانکا په اړه په تفصیل سره لیکلي چې دا ټاپو د «ټاپوربین» او «سایلادیبا» په نومونو يادوي.

هغه په عیسوي توپوګرافي کی لیکلي چې دا ټاپو، لکه څنګه چې په مرکزي موقعیت کې دی، د هند له ټولو برخو، فارس او ایتوپیا څخه ورته بيا بيا بېړۍ راځي او په ورته ډول دوی خپلې بېړۍ هلته استوي. «او له لېرې پرتو سیمو څخه زما موخه «زنسټا [چین] او نور سوداګریز ځایونه دي چې وریښم، الوي، لونګ، سینډل لرګي او نور محصولات تر لاسه کوي او دا بیرته د دې غاړې بازار ته استول کیږي، لکه «مال» [مالابر یا سويل لویدیځ هندي ساحل] ... او کالیانا ته ... له دې وروسته همدا «سيليډيبا»، کوم چې کېدای شي يو تن ووايي چې د انډيز په منځ کې اېښودل شوی دی او له هغه ځايه «هياسنت» [نيل] تر لاسه کوي... او به خپل وار سره دا دوی ته صادروي او په همدې بنسټ دا خپله د سوداګرۍ يو ستر مرکز دی».

له خپلواکۍ تر ۱۹۷۷

کله چې سریلانکا په ۱۹۴۸ز کال کې له برتانيط خپلواکي تر لاسه کړه، سریلانکا د زیاتو اسیايي هیوادنو څخه مخکې وه او د جاپان سره د مقایسې وړ اقتصادي او ټولنیزې نښې يې درلودې.

د سریلانکا ټولنیز نښه کوونکي په استثنايي توګه لوړ ګڼل کیدل. د نولسمې پیړۍ په وروستيو کې سوداد لا دمخه ۲۱.۷٪ و. د ۱۹۴۶ز کال د ملاریا د له منځه وړلو تګلارې له ۱۹۴۶ز څخه تر ۱۹۴۷ز کال پورې د مرګ کچه په زرو کې له شل څخه څوارلس ته راښکته کړه. په ۱۹۴۸ز کال کې د یو سریلانکایی د زیږون په وخت کې د ژوند اټکل څلور پنځوس کاله و، يعنې له جاپان څخه لږ څه ښکته چې ۵۷.۵ و. په سریلانکا کې په ۱۹۵۰ز کال کې د ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زیږونونو کې ۸۲، مالیزیا ۹۱ او فلیپین ۱۰۲ وه.

په هندي سمندر کې د سريلانکا ستراتژيک موقعيت ته په کتنې سره تمه کېده چې دا هېواد به د نورو اسیایي ګاونډیو په پرتله زیات ښه فرصت ولري، څو یوه چټکه اقتصادي وده ثبت کړي او داسې برېښېده چې یو له زیاتو ژمنو نویو هیوادونو څخه به وي. خو په ۱۹۴۸ز کال کې دغه هيله مندي تر ۱۹۶۰ز کال پورې تته شوه. ملتپالنه هم رامنځ ته راغله، چې قومي تاوتریخوالی یې زیات کړ.

سرچينې

Tags:

د سریلانکا اقتصاد اقتصادي تاريخد سریلانکا اقتصاد سرچينېد سریلانکا اقتصاد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د ګوګل تاریخچهدولت وزیريتفسير بيضاويد دښمن پیژندلګوګل مېپسمړینهمولوي رفيع الله موذنمحمد ظاهر شاهاستاد قيام الدين خادماکباردافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېاستقلابپولنډپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانفنانةکامچاټکا سيمهملا محمد عمر4 جونهوموګرافمقدوني سکندرفزیکد بدر غزاد فوکوشیما اټومي ناورین / بدبختيد انګستان درېیم ویلیامد رومانیا انقلابحیضکوويډ-۱۹ وباد خندق غزانېلسن مانډېلاد افشارو عملیاتسیرت النبی سوال او ځوابمحمد (ص) په اسلام کېمعلوماتي ټیکنالوژيصربیاډيويډ هيومد ویکیپېډیا لړليکتاندچرسعربي ژبهاسلامي دولتدوهم اسماعیلجرمنيصلی الله عليه وسلمدهوا ککړتيابادرنگگوډ تېمورپر ښځو تاوتريخوالیحميد مومندد ښځو حقونهراشد خانګانميډمنځنۍ پېړۍوختسولپوهنهوزلوبهنړیوال تشيال تمځایسيد جمال الدين افغانيانسانروهتاس کلالاسهمغږی نړیوال وختطبیعي ګازد ښځو وژل (د کرکې په بنسټ د ښځو وژل)پوهنغونډچينایتجويدشمالي کارولیناتصوفلاهورد ارتقاء الګوريتمسيتياروم🡆 More