د روسیې دولتي کتابتون ، په روسي ژبه کې (Российская государственная библиотека) پخوانی نوم يې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد د ولاديمير ايليچ لېنین په نامه کتابتون» .
د کتابتون دغه نوم د ۱۹۹۴ زېږدي کال د جنوري پر ۲۹ بدل او د روسیې د دولتي کتابتون په نامه ونومول شو . د روسیې دولتي کتابتون ددغه هېواد تر ټولو لوی کتابتون گڼل کيږي . په دغه کتابتون کې د نړۍ د ۳۶۷ ژبو بهرني لاسوندونه او کتابونه شتون لري . د کتابتون د کتابونو پر زېرمه سربېره ، په هغه کې یولک او پنځوس زره نقشې ، درې لکه پنځوس زره نوټونه او ثبت شوي غږيز لاسوندونه ، کمپېښه کتابونه ، د نوماندۍ رسالې ، ورځپاڼې او نور لاسوندونه خوندي دي . په دې کتابتون کې د یو شمېر کتابونو ډېرې کمپېښه نسخې خوندي دي : لکه د ۱۰۹۲ زېږدي کال انجيل ، د ۱۴ پېړۍ پای او پېنځلسمې پېړۍ په سر کې ليکل شوی انجيل او داسې نور . چاپي کتابونه پکې د ۱۶ پېړۍ له دویمې نیمايي نه راهیسې شتون لري . روسي مهالنۍ ، له هغه شمېر نه «مسکوفسکيې ويدوموستي» له ( ۱۷۵۶ ) ز کاله راهیسې خوندي دي . د روسیې فدراسیون د ۱۹۹۴ / ۱۲ / ۲۹ نېټې د تصویب شوي او منل شوي قانون له مخې ، په روسیه کې د هر چاپ شوي کتاب او نورو ټولو چاپ شویو توکيو یو یو ټوک او یوه یوه گڼه هرو مرو باید دغه کتابتون ته ورکړ او په هغه کې خوندي شي . په هغه ځای کې چې اوسمهال پکې د روسیې د دولتي کتابتون ودانۍ ولاړه ده ، د ۱۵۶۴ ز کال د اپرېل تر ۱۸ د میخاییل تېمریوکوویچ چېرکاسکي کور وو ، خو د ۱۵۶۶ ز کال په مني کې د روسیې د وخت پاچا یوان گروزني د ځان لپاره نوی مېشتځای جوړ کړ . د کتابتون نوم د پېښليک په اوږدو کې ډېر ځله بدل شوی ، چې دلته يې موږ په لنډ ډول بیانوو : - پر ۱۸۲۸ ز کال د روسیې د وخت پاچا لومړي نیکولای له خوا امر صادر شو ، چې د رومیانڅېفسکي موزیم په نامه کتابتون جوړ شي .
په کتابتون کې د خوندي شویو چاپي توکيو د زېرمو شېمر :
د روسیې دولتي کتابتون ، په روسي ژبه کې (Российская государственная библиотека) پخوانی نوم يې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد د ولاديمير ايليچ لېنین په نامه کتابتون» .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د روسيې دولتي کتابتون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.