د انسان مایکروبیوم

د انسان مایکروبیوم د ټولو هغو مایکروبایوټونو یا مایکرو ارګانېزمونو مجموعه ده چې د انسان د نسجونو پر مخ یا د ننه او د بدن په مایعاتو کې ژوند کوي، د دې تر څنګ په نورو اړوندو اناتوميکو برخو لکه جلد، د تیونو په غدو، مایع منیو، رحم، د تخمدان په فولیکولونو، سږيو، د خولې په لاړو، د خولې په مخاط، صفراوي دستګاه، ملتحمه (د سترګې د ننه نازکه پرده) او هضمي سیستم کې هم موجود دي.

د انسان د مایکرو بایوټونو په ډولونو کې باکتریا، لرغونې باکتریا یا ارکيا، فنجي، پروتوزوا او ویروسونه شامل دي. که څه هم کوچني حیوانات هم د انسان په بدن کې ژوند کولی شي، خو هغوی معمولاً په دغه تعریف کې نه شاملیږي. د جینومیک په برخه کې د انسان مایکروبیوم اصطلاح کله ناکله د موجودو مایکرو ارګانېزمونو ډله‌ییزو جینومونو ته د راجع کولو لپاره کارول کېږي؛ همدا راز د انسان میټاجینوم اصطلاح هم دې ته ورته معنا لري.

د انسانانو بدن ته ګڼ مایکرو ارګانېزمونه دننه کېږي. ځینې هغه مایکرو ارګانېزمونه چې د انسان بدن ته راځي، له انسان سره هم‌خوراک دي. یعنې له دې پرته چې زیان ورته ورسوي، له انسانانو سره یوځای اوسېږي؛ نور له خپلو انساني کوربنو سره دوه اړخیزه اړیکه لري. برعکس، ځینې هغه مایکرو ارګانېزمونه چې ناروغۍ نه تولیدوي، ښايي خپل انساني کوربه [یعنې هغه کس ته چې دوی یې په بدن کې اوسېږي] د هغو میټابولیتونو له لارې زیان ورسوي چې دوی یې تولیدوي، لکه «ټرای میتایل امین» چې د انسان بدن یې د FMO3 په مرسته د اکسیډېشن له لارې پر «ټرای میتایل امین ان اکسایډ» بدلوي. ځینې مایکرو ارګانېزمونه داسې دندې اجرا کوي چې د کوربه انسان لپاره ګټورې دي، خو د اکثرو رول یې په سم ډول نه دی پېژندل شوی. هغه موارد چې د شتون تمه یې کېږي او په عادي شرایطو کې د ناروغۍ لامل نه کېږي، کله ناکله نورماله فلورا یا نورماله مایکروبیوټا ګڼل کېږي.

د انسان د مایکروبیوم پروژې یا (HMP) د انسان د مایکروبایوټا د جینوم تسلسل ټاکنه پر غاړه واخیسته، په ځانګړي ډول یې تمرکز پر هغه مایکروبایوټا و چې معمولاً په پوستکي، خوله، پوزه، د هاضمې لاره او اندامونو کې ژوند کوي. دې پروژې مهم پړاو هغه مهال بشپړ کړ چې په ۲۰۱۲ کال کې یې خپلې لومړنۍ پایلې خپرې کړې.

اصطلاح پېژندنه

که څه هم په پراخه کچه د فلورا یا مایکرو فلورا په نامه پېژندل کېږي، خو دا په تخنیکي لحاظ یو ناسم نوم دی، ځکه چې د کلمې ريښه یعنې «فلورا» په نباتاتو پورې اړه لري او بایوټا په یوه ځانګړي ایکوسیستم کې د ژوندیو موجوداتو مجموعې ته ویل کېږي. په دې وروستیو کې یوه څه ناڅه مناسبه اصطلاح یعنې «مایکروبایوټا» ورته کارول کېږي، خو استفادې یې د باکتریاوو او نورو مایکرو ارګانېزمونو په برخه کې د فلورا ریښه نه ده اغېزمنه کړې. دا دواړه اصطلاحات په بېلابېلو ادبیاتو کې کارول کېږي.

ډولونه

باکتریا

ګڼ میکروبونه (لکه باکتریا او تخمیروونکي) د بدن په بېلابېلو برخو کې په پوستکي او مخاطي سطحو کې ژوند کوي. دوی د نورمال او سالم انسان د فزیولوژۍ یوه برخه جوړوي، که چېرې د میکروبونو شمېر د دوی له عادي کچې هاخوا وده وکړي (تر ډېره د معافیت د کمزوري سیستم له امله) یا که میکروبونه (د کمزورې حفظ الصحې یا ټپي کېدو له امله) د بدن په هغو برخو کې را ټول شي چې عفوني شوې نه دي، ښايي د ناروغۍ (باکتریمیا/سیپسېس، سینه بغل او پیریټونیټ) د رامنځته کېدو لامل شي.

اټکل کېږي چې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې باکتریايي نوعې د انسانانو په کولمو کې ژوند کوي، خو یوازې په څو فایلمونو یا شاخو پورې اړه لري: باسیلوټا او باکټروییډونه غالب دي، خو پروټیوباکټریا، وروکومایکروبایوټا، اکیټینوباکټر، فوزوباکټریوټا او ساینوباکټریا هم شته.

د باکتریا ډېر شمېر ډولونه لکه «اکټینومایسس ویسکوسوس» او«اکټینومایسس ناسلونډی» په خوله کې ژوند کوي چې د پلاک په نوم د سرېښناکې مادې یوه برخه ده. که دا د بورس په مرسته لرې نه‌شي، پر غاښونو کلکېږي او همدا باکتریا هغه تېزابونه تولیدوي چې د غاښونو ځلا له منځه وړي او د غاښونو د تخریب لامل کېږي.

ارکیا

ارکیا یا لرغونې باکتریا د انسان په کولمو کې موجوده ده، خو په کولمو کې د باکتریاوو د ډېر بېلابېوالي پر خلاف د دا ډول باکتریاوو شمېر ډېر محدود دی. دلته غالبه ډله میتانوجینونه په ځانګړي ډول «میتانوبرویباکتر سمیتي» او «میتانوسفیرا سټادمنای» دي. بدن ته د میتانوجین راتګ توپیر لري او یوازې شاوخوا ۵۰ سلنه انسانان د دا ډول ژونديو موجوداتو ډلې په ځان کې لري.

تر ۲۰۰۷ کال پورې د ارکیايي پتوجینونو هېڅ بېلګه نه وه پېژندل شوې، که څه هم د ځینو میتانوجینونو او د انسان د دوره‌يي ناروغیو تر منځ اړیکه ښودل شوې ده.

فنجي

فنجي، په ځانګړي ډول تخمیروونکي، د انسان په کولمو کې موجود دي. په دې کې تر ټولو ښې څېړلې شوې نوعې «کانډيډا» دي چې په ټيټ معافیت او حتا په سالم انسان کې د ناروغۍ د تولید وړتیا لري. د مالاسیزیا په څېر تخمیروونکي هم په پوستکي کې شته دي چې له سیباسیوس غدو څخه ترشح شوي غوړ مصرفوي.

ویروسونه

ویروسونه، په ځانګړي ډول باکتریايي ویروسونه (باکتریو فاژ)، د بدن بېلابېلو برخو ته ننوځي. په دغو برخو کې پوستکی، کولمې، سږي او خوله شامل دي. ویروسونه له ځینو ناروغیو سره تړاو لري او د باکتریاوو په څېر نه دي.

اناتومیکي برخې

جلد

یوې څېړنې د هرو لسو روغو انسانانو د جلد په ۲۰ برخو کې د ۱۹ باکتریایي فایلمونو ۲۰۵ ډوله پېژندلي دي چې ډېری یې په څلورو فایلمونو پورې مختص دي. په دې کې (۵۱.۸ سلنه) اسټینومایسیټوټا، (۲۴.۴ سلنه) بسیلوټا، (۱۶.۵ سلنه) سیوډوموناډوټا او (۶.۳ سلنه) باکترویډوټا شاملېږي. د انسان د سالم جلد پر مخ د فنجي ډېر ډولونه موجود دي چې د بدن برخو ته په کتو سره بېلابېل دي؛ د پتالوژۍ د شرایطو په جریان کې ځینې ځانګړي ډولونه دې ته لېوال دي چې د جلد پر زیانمنه برخه غالب شي. مثلاً «مالاسیزیا» په« اتوپیک ډرماټيټ» کې او« اکرمونیوم» د سر د جلد د پخو (سبوس) پر  رامنځته کېدو غالبېږي.

جلد د یوه مانع په توګه کار کوي تر څو د ناروغۍ تولیدوونکو میکروبونو د برید مخه ونیسي. انسان جلدي میکروبونه لري چې یا پر جلد برسېره یا په جلد کې د ننه ژوند کوي او ښايي دا هلته پاتې کېدونکي یا انتقالي وي. د ساکنو یا اوسېدونکو مایکرو ارګانیزمونو ډولونه د انسان په بدن کې د جلد له ډول سره توپیر لري. ډېری میکروبونه د جلد په سطحي حجرو کې ژوند کوي یا غواړي له غدو سره په اړیکه کې وي. دا غدې چې د جلد د غوړو یا د خولو غدې یې د بېلګې په توګه یادولی شو، میکروبونو ته امینو اسیدونه او نور غوړ اسیدونه چمتو کوي. دا ډول باکتریا چې د غوړو له غدو سره تړاو لري، ډېری یې ګرام مثبت وي او ښايي ناروغۍ تولید کړي.

ملتحمه (د سترګې دننه نازکه پرده)

لږ شمېر باکتریاوې او فنجي معمولاً په ملتحمه کې موجود دي. د باکتریا په ډلو کې ګرام-مثبت کوکسي باکتریاوې (لکه سټفیلوکوکس او سټریپټوکوکس) او ګرام-منفي میلې او کوکسي (لکه هیموفیلس او نایسیریا) باکتریاوې شاملې دي. په فنجي ډولونو کې کانډیډا، اسپرجیلیوس او پني‌سیلیوم شامل دي. د اوښکې غدې په پرله پسې ډول ترشحات کوي او ملتحمه مرطوبه ساتي، په داسې حال کې چې په پرله پسې ډول سترګې رپول ملتحمه لمده ساتي او بهرني مواد له منځه وړي. اوښکې د «لیزوزوم» په څېر باکتریا وژونکي لري، له همدې امله مایکرو ارګانېزمونه د لیزوزوم په ژوندي پاتې کېدو او په اپیتیلیل سطحو کې په ځای پرځای کېدو کې ستونزې لري.

هضمي سیستم

په انسانانو کې د هضمي سیستم د مایکروبیوم جوړښت د زیږون پر مهال رامنځته کېږي. د عملیات له لارې زیږون یا طبیعي زیږون هم د کولمو پر میکروبي جوړښت اغېز کوي. هغه ماشومان چې په نورمال یا طبیعي ډول زیږېږي، مایکوربایوټا یې ګټوره او غیر پتوجینیک ده [یعنې ناروغۍ زیږوونکې نه ده]. د هغو ماشومانو د کولمو مایکروبایوټا چې د علمیات له لارې زیږېدلي دي، د «اشریشیا کولي» او« سټفیلوکوک» په څېر ډېرې ناروغۍ تولیدوونکې باکتریاوې لري او دا ډېر وخت نیسي چې په کولمو کې داسې مایکروبایوټا رامنځته شي چې ناروغۍ ونه زیږوي او ګټوره وي.

د کولمو د مایکروبایوټا او انسانانو تر منځ اړیکه یوازې یوه عادي اړیکه نه ده (چې انسان ته زیان نه رسوي او په بدن کې یې اوسېږي)، بلکې دوه اړخیزه اړیکه ده. د انسان د کولمو ځینې مایکرو ارګانېزمونه انسان ته ګټه رسوي. مثلاً دوی غذايي فایبر پر غوړو اسیدونو، اسیټیک اسید او بټیریک اسید تخمیروي چې وروسته بیا د انسان له‌خوا جذبېږي. د کولمو باکتریا هم د ویټامین B  او ویټامین K په ترکیب کې رول لوبوي او د بایل اسیدونو، سټیرولونو او زینبیوټیکس په میټابولیز کولو کې رول لري. د غوړو اسیدونو او نورو مرکباتو سیستماتیک اهمیت چې دوی یې تولیدوي، د هورمونونو په څېر دی او د کولمو فلورا په خپله د انډروکراین غدو په څېر کار کوي او د کولمو د فلورا بې نظمۍ له ډېرو التهابونو او د وجود د مقاومت له شرایطو سره تړاو لري.

رِحم

تر دې وروستیو پورې د ښځو رحم یو عقیم محیط ګڼل کېده. یو ډول مایکرو ارګانېزمونه د روغو ښځو په رحم کې له څه نښانې پرته د زیږون تر وخته موجود وي. د رحم مایکروبیوم د ښځینه تناسلي آلې او د هضمي سیستم له مایکروبیوم سره پام وړ توپیر لري.

د خولې داخلي محیط

د انسان په خوله کې موجود محیط د ځانګړو مایکرو ارګانېزمونو ودې ته مناسب دی او مرسته ورسره کوي چې وده په کې وکړي. دغه محیط د اوبو او مغذي موادو سرچینه او معتدله تودوخه برابروي. په خوله کې موجود میکروبونه په غاښونو او اوریو پورې نښلي تر څو له خولې څخه معدې ته د تللو پر وړاندې مقاومت وکړي، ځکه هلته میکروبونه د هایدروکلوریک اسید له‌خوا له منځه وړل کېږي.

د پزې سوری

د روغې پزې مایکروبیوم د «کورینیباکټیریم» او «سټفیلوکوکس» تر اغېز لاندې دی. مخاطي میکروبیوم د ویروس د عفونت په تعدیل کې مهم رول لوبوي.

سږی

د خولې په څېر پورتنی او ښکتنی تنفسي سیستم د میکروبونو د له منځه وړلو لپاره میخانیکي مخنیوونکي لري. د مخاط ترشح کوونکې حجرې مخاط تولیدوي چې میکروبونه نیسي او له تنفسي سیستم څخه یې په دوامداره توګه د سیلیټ اپیتیلیل حجرو د حرکت په مرسته بهر کوي. یو باکتریا وژونکی اغېز د پوزې د مخاط له لارې رامنځته کېږي چې لیزوزوم انزایم لري. پورتنی او ښکتنی تنفسي جریان داسې ښکاري چې خپله مایکروبایوټا لري. د سږو باکتریایي مایکروبایوټا په ۹ لویو باکتریايي ډلو پورې اړه لري چې پریووټېلا، سفینگوموناس، سوډوموناس، اسینټوباکټر، فوزوباکټریوم، مگاسفارا، ویلونلا، سټافیلوکوک او سټرېپټوکوک دي. ځینې ​​باکتریاوې چې په تنفسي مجرا کې "نورمال بایوټا" ګڼل کېږي، ښايي په هغو اشخاصو کې جدي ناروغۍ رامنځته کړي چې معافیت یې ټيټ وي؛ په دې کې سټرېپټوکوک پیوژنز، هموفیلوس انفولانزا، سټرېپټوکوک پنومونیا، نایسریا مننژیټیډیس او سټافیلوکوکوس اوریوس شاملېږي. د فنجي هغه ډولونه چې د سږو مایکروبیوم جوړوي، کانډيډا، مالاسیزیا، نیوسارتوریا، ساکرومیسس او اسپرګیلس په کې شامل دي.

ناروغي او مړینه

د انسان بدن د اړینو مغذي موادو د سرچینې په توګه پر بې‌شمېره باکتریایي جینونو تکیه دی. دواړه میټاجینومیک او ایپیډیمولوژیکي څېړنې له دویم ډول شکر او چاغوالي څخه نیولې د کولمو تر التهابي ناروغیو، پارکینسون ناروغۍ او ان د رواني ناروغیو په مخنیوي کې د انسان د مایکروبیوم حیاتي رول څرګندوي. د کولمو د مایکروبایوټا او بېلابېلو باکتریاوو تر منځ سمبیوټیکه اړیکه ښايي د یوه کس د معافیت پر غبرګون اغېز وکړي.

سرچينې

Tags:

د انسان مایکروبیوم اصطلاح پېژندنهد انسان مایکروبیوم ډولونهد انسان مایکروبیوم اناتومیکي برخېد انسان مایکروبیوم ناروغي او مړینهد انسان مایکروبیوم سرچينېد انسان مایکروبیوم

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

لندند قسطنطنیې ايالت ( فتحه)عدداختصاصي مجازي شبکهمیوهامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )زکاتعنايت الله عنايتسورة المجادلةد رواندا فرانککالکندهارسوريبدخشان ولايتمنځنۍ پېړۍد دوهم ګروپ عناصرزده کړهمايتوکاندرياکانډومابن سينا بلخيډاکتر کبير ستوریمايکروسافټ وېنډوزقانونساپوهنهحقوقسراج الدين حقانيخالص صادراتګرجستانمينهنغمهمريم نوازد شهیدانو چوکمړینهپلار څوک دیزنکناټود انټرنټ تاریخکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)ابو حنيفه (امام اعظم)جنرال عبدالرازقد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچمتلونهد فلم تاريخډنمارکاروپایي ټولنهسردار محمد يحيا خاند درود شريف ځانګړتیا او ګټيد افغانستان باندنۍ اړيکېمحمد عثمان نژندطبيعتتکبركابلی تفسيرکيمياپکتيا ولايتجنتیکژويد بشري منابعو مديريتپښتانه ټبرونهناروغيعبدالرحمان باباپښتو متلونهمنرالونهسینټ پیټرزبورګمصنوعي ځيرکتیااهل سنت او جماعتتقواجلغوزهله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهپيرواسلامي دولت – خراسان ولایت🡆 More