بهرامچه یوه خورا ځانګړې سيمه ده چې د افغانستان د جنوب غربي ولایت هلمند په جنوب کې د بلوچستان سره پر ډيورنډ کرښه باندې موقيعت لري.
ديشو ولسوالۍ چی مرکز یې هم بهرامچه دی، دهلمند يوه له مهمو ولسواليو څخه ده ځكه چې له ګاونډي هيواد پاكستان سره ۱۶۳ كيلومتره د ډيورنډ کرښه شريکوي. بهرامچه هغه سيمه ده چي په ۲۰۰۹ م کال کې امريکايانو نژدې ۳۵ ساعته مسلسل بمبار پر وکړ او له امله يې ددي سيمې بازار او مهمات په بشپړ ډول ويجاړ او سيمه يې په کنډواله بدله کړل. په نومبر ۲۰۱۷ کې امريکايانو بيا په دې سیمه کې پر ملکي اهدافو بمبارۍ وکړې، او پکښې ډیری عام وګړي مړه بې ځايه او ووژل سول . ددي سيمي خلګ ځينې د بلوچستان سيمو کې هم کارونه کوي، او ځينې نور يې بيا بزګران يا کروندګر دي. او دا سيمه هميشه د طالبانو د مرکز په توګه او يا د هغو د مهمو اسلامي کارو لپاره استعمال سوې ده.
بهرامچه برامچه براپچه | |
---|---|
د لوړې لورې څخه:١ د بهرامچې ښار چي د ددې علاقې د د الله اکبر غر هم پکښي ښکاري٠ ٢ د بهرامچې شاوخوا تر بمبارۍ وروسته ٠ ٣ د دهلمند والي مولوي طالب جان د بهرامچې د بلوڅانو سره. | |
کورډيناټ | ۲۹°۲۵′۱۰″شمال ۶۴°۰۰′۰۴″ختیځ / 29.4194°شمال 64.0012°ختيځ |
د سيمې اړوند | |
هیواد | افغانستان |
اداري سیمه | دېشو ولسوالۍ |
د اوسېدونکو شمېر | ٣ يا ۴ زره |
جيو کوډ | 1147473 |
سمول |
دا سیمه د وسلوالو طالبانو يو مهم مركز وو؛ دا هغه وخت د وسوالو مرکز شو کله چی امریکا پر کندهار حمله وکړه نو بهرامچه د ځان د دفاع لپاره یو ډیر خوندی ځای وو، افغان دولت او بهرنيو ځواكونو په ۲۰۰۵م کال کی دلته عمليات هم وکړه البته هیڅ نتیجه یې ورنکړه.
د افغانستان پر سطحه هلمند ولایت د تاریاکو د تولید تر ټولو زیات تولید کونکی ولایت ګڼل سوی دی او یو نوم یی له دی لحاظه ډیر مشهور دی، نو ځکه دا ولسوالۍ د قاچاقبرو ډير لوى مركز و، دتيرو سو كلونو راهېسې دنشه يي توكو دقاچاقبرو په لاس كې وه. اوپه عين حال كي دمخدره توكو ليږدونكو په بهرامچه كې ډيرې لويې فابريكي جوړې كړ ې وې .
پاکستان ډېر کله ددې سيمې د لاندې کولو کوښښ کړی دی او کوي يې، هغو د و خت په تېرېدو سره دلته ﺯيات شمېر تاسيسات جوړ کړل،او د بهرامچې او براپچې تر منځ يې بشپړ اغزن تار تېر کړ؛ چي ورسره يې پاکستاني ځواکونو په دې وتونېدل چي د برابچې پر خوا بشپړه قبضه تر لاسه کړې. تر دې وړاندې چي هغو براپچه د بهرامچې څخه جلا کړي، پاکستاني ځواکونو دا کوښښ وکړ چي بهرامچه هم تر يو حده په خپلې قبضې کي راولي، د پاکستانيانو دې کړنې ته د هغه وخت د اشرف غني حکومت چې په سيمه کي واکمن نه وو، هيڅ ډول خبريز غبرګون لا ونښود. پاکستاني پوځيانو ته په سيمه کې د هغه وخت د طالب ځواکونو شتون تر ټولو لویه ستونزه وه، او طالبان ددې سيمې د دفاع لپاره هر وخت د پاکستاني چارواکو سره مخالفت څرګند کړی وو، کله چي په افغانستان کي اسلامي اماﺭت ﺭامنځته سو، نو د طالبانو دا مخالفت نوﺭ هم قوي او سخت سو.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بهرامچه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.