انارکو سنډیکالیزم یوه سیاسي فلسفه او انارشيستي مکتب دی چې په کپیتالیستي ټولنه کې انقلابي صنعتي اتحادیه پالنه یا سنډیکلیزم د کارګرانو لپاره د یوې تګلارې په توګه انګېرې ترڅو اقتصاد کنټرول او د هغه له لارې په پراخه ټولنه کې نفوذ کنټرول کړي.
د سنډیکلیزم نهایي موخه د مزد د سیسټم لغوه کول دي، او هغه مزدي غلامي بولي. د انارکو-سنډیکالیسټ تیوري عموما د کارګرانو په غورځنګ تمرکز کوي. انارکو – سنډیکالیزم چې انارشیستي فلسفه له هغه ځایه منعکس کوي چې له هغې یې خپل لومړني الهام اخیستی، په داسې نظر متمرکز دی چې ځواک فاساد راوړي او هر هغه مراتبي سلسله چې په اخلاقي توګه توجیه کېدای نشي باید له منځه یوړل شي.
د انارکو سنډیکالیزم بنسټیز اصول پیوستون، مستقیم عمل (هغه عمل چې د دریمې ډلې، لکه سیاستوالو، بیوروکراټانو او منځګړیو، له مداخلې پرته ترسره کېږي) او مستقیمه ولسواکي یا د کارګرانو ځان-مدیریت دي. د دې فلسفې د پلویانو په اند دی د دوی اقتصادي تیورۍ د پرولتاریا یا ګرګرانو د خودکار-فعالیت د اسانتیا لپاره ستراتیژي وړاندې کوي او د ډیموکراتیکو ارزښتونو او تولید پر بنسټ یو بدیل تعاوني اقتصادي نظام رامنځ ته کوي چې د بشري اړتیاوو په پوره کولو تمرکز کوي. د دې لیدلوري ملاتړي وایې چې د دولت لومړنی دنده د سرمایوي اجناسو په بڼه د فردي مالکیت ساتنه او په دې توګه د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي امتیازاتو دفاع ده. د دې ډول چارو په ساتنه کې، دولت د خپلو ډېری اتباعو له هغه وړتیاوو انکار کوي چې د مادي خپلواکۍ او هغه ټولنیزې خپل اختیارۍ څخه چې له هغې څخه سرچینه اخلي، خوند واخلي.
هوبرټ لاګاردیل لیکلي چې پییر جوزف پرودون د انارکو سنډیکالیزم بنسټیز نظریات وړاندې کړل او په دې بهیر کې یې کپیتالیزم او دولت دواړه رد کړل ځکه چې هغه ازاد اقتصادي ګروپونه او مبارزه، لکه څنګه چې په انسانانو کې حاکم دي، د سوله ایز نه ویني.
د ۱۹۰۳ کال په سپټمبر او د ۱۹۰۴ کال په مارچ کې، سیم مینوارینګ په انګلستان کې د عمومي کاربندیز تر نوم لاندې د یوې لنډمهاله ورځپاڼې دوه نخسې خپرې کړې. دا یوه داسې نشریه وه چې د اتحادیې د بیوروکراسي په "رسمیت پلوۍ" یې پراخې نیوکې وکړې او د اتحادیه پلوه تګلارو پر مټ یې په اروپا کې کاربندیزونه عام کړل.
په ۱۹۱۰ کال کې، د کار ملی کنفدراسیون یا Confederación Nacional del Trabajo (CNT) په بارسلونا کې د بیا رغونې په اوږدو کې د کاتالونیا د سوداګرۍ اتحادیې، سولیدارداد اوبریرا (د کارګرانو پیوستون) په یوه کنګره کې تاسیس شو. موخې یې د هغه وخت د سوداګرۍ د اکثریت اتحادیې، لکه سوسیالیست پلوه د کارګرانو عمومي اتحادیې، سره د مخالف ځواک را منځ ته کول او "د بورژوا یا سوداګرې طبقې د مالکیت د انقلابي سبلب له لارې د کارګر طبقې اقتصادي آزادي ګړندی کول وو". د CNT پیل کوچنی و چې ۲۶۵۷۱ غړو د څو سوداګریزو اتحادیو او نورو کنفدراسیونونو له لارې استازیتوب ترلاسه کړ. CNT په ۱۹۱۱ کال کې چې له لومړي کانګرس سره یې سمون درلود، یو عمومي کاربندیز پیل کړ چې د بارسلونا قاضي یې غوسه کړ او تر ۱۹۱۴ کال پورې یې اتحادیه غیرقانوني اعلان کړه. همدارنګه په ۱۹۱۱ کال کې، سوداګریزې اتحادیې په رسمي توګه خپل نوم وټاکه. CNT له ۱۹۱۸ کال راهیسې پیاوړې شوه او د لا کاناډاینس په عمومي کاربندیز کې، چې په ۱۹۱۹ کال کې یې په کاتالونیا کې ۷۰٪ صنعت فلج کړ، پراخه ونډه درلوده. په دې کال کې د CNT غړیتوب ۷۰۰۰۰۰ کسانو ته ورسېد. په دې وخت کې، د کار ګمارونکو ترمنځ وېره خپره شوه، د پستولریسمو کړنو (د فعالو اتحادیه پالو د ډارولو او وژلو لپاره د لڼدغرو او وژونکو ګمارل) ته یې وده ورکړه، چې د یولړ تاوتریخوالي لامل شو او د سوداګرۍ اتحادیه یې په پراخه کچه اغېزمنې کړې. دا لڼدغر او وژونکي په ۴۸ ساعتونو کې د اتحادیې د ۲۱ مشران په ووژلو بریالي شول.
په ۱۹۲۲ کال کې، د کارګرانو نړیواله ټولنه (IWA) په برلین کې تاسیس شوه او CNT سمدلاسه ورسره یوځای شوه، خو د میګیل پریمو ډی ریویرا د دیکتاتوري نظام په راتګ د کارګرانو اتحادیه په راتلونکي کال کې یو ځل بیا غیرقانوني اعلان شوه. خو د روسیې د انقلاب څخه وروسته د کارګرانو د غورځنګ په بیا راژوندي کېدو سره، اوسنۍ IWA رامنځ ته شوه، او ځان یې د اصلي پخوانۍ نړیوالي ټولنې "ریښتینی وارث" ګڼه. په روسیه کې د ۱۹۱۷ کال کال د بالشویک په مشرۍ بریالی انقلاب په ټوله نړۍ کې د سنډیکالیستي بریالیتوبونو د څپو پر مټ منعکس شو، چې په کې په متحده ایالاتو کې د نړۍ د صنعتي کارګرانو خوځښت (IWW) همدارنګه په ټوله لاتین امریکا کې د ډله ایز انارشیستي اتحادیو تاسیس او په جرمني، پرتګال، هسپانیه، ایټالیا او فرانسه کې د سنډیکالیزم تر مشری لاندې لوی کار بندیزونو، ګډوڼ درلود، او دا یادونه وشوه چې "خنثي (اقتصادي، نه سیاسي) سنډیکالیزم نور له منځه وړل شوی". د دې نوي نړیوالې ټولنې، چې مخکې د کارګرانو د نړیوالې ټولنې په نوم یادېده وروستی جوړښت د ۱۹۲۲ کال په ډسمبر کې په برلین کې په یوه غیرقانوني کنفرانس کې ترسره شو، چې د نړیوال سنډیکالیسټ غورځنګ او بالشویکانو ترمنځ یې قطعي بېلتون را منځ ته کړ. د ایټالیا سنډیکالیسټ اتحادیه (۵۰۰۰۰۰ غړي)، د ارجنټاین د کارګرانو سیمه ایز بنسټ (۲۰۰۰۰۰ غړي)، په پرتګال کې د کارګرانو عمومي کنفدراسیون (۱۵۰۰۰۰ غړي)، د آلمان د آزاد کارګرانو اتحادیه (۱۲۰۰۰۰ غړي)، په فرانسه کې د انقلابي سنډیکالیزم دفاع (۱۰۰۰۰۰غړي)، د پاریس څخه د جنګیالیو فدراسیون (۳۲۰۰۰ غړي)، د سویډن د کارګرانو مرکزي سازمان (۳۲۰۰۰ غړي)، د هالنډ د کار ملي سکرتریت (۲۲۵۰۰ غړي)، په چیلي کې د نړۍ صنعتي کارګران (۲۰۰۰۰ غړي) او په ډنمارک کې د سنډیکالیسټ تبلغ اتحادیه (۶۰۰ غړي) په IWA کې ګډون درلود.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article انارشي-اتحادیه پالنه (انارکو-سینډیکالیزم), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.