کاسیان

کاسیان (/ˈkæsaɪts/) لرغوني نږدې ختیځ ته اړوند وګړي و چې د بابل د لرغونې سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته یې له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۵۳۱ کال څخه تر ۱۱۵۵ کال پورې په بابل واکمني وکړه.

دوی له میلاد وړاندې ۱۵۳۱ زکال کې د هیتیانو له خوا د بابل له لوټ کولو وروسته د بابل واګې خپلې کړې او داسې یوه لړۍ یې رامنځته کړه چې د ټولیز باور له مخې په پیل کې په همدغه ښار کې استوګنه وه او له یوې وقفې وروسته یې خپل حکومت د دور- کوریګالزو نوي ښار ته ولېږدوه. د بابل د سقوط پر مهال کاسیان له یوې نیمې پېړۍ راهیسې د دغې سیمې برخه و چې ځینې وختونه یې د بابل په ګټه او ځینې وختونه به یې هم د هغو سره په مخالفت عمل کاوه. ورته مهال د بابلي پاچاهانو هر یو؛ سامسو- ایلونا (واکمني: له میلاد وړاندې ۱۶۸۶ کال  - ۱۶۴۸ کال) ابي اشوه او امي ډیتانا د واکمنۍ پر مهال د پوځي استخدام په برخه کې د کاسي او بابلي تعاملاتو شواهد شتون لري.

د کاسي ژبې ریښه او ډلبندي هم د سومري او هوري ژبو په څېر ناڅرګنده ده، د وروستیو دوه یادو شوو ژبو په څېر هغې ته هم اړوند داسې ګمانونه شتون لري چې ګویا له سانسکریت سره اړوند وه. د کاسیانو مذهب معلوم نه دی خو د یو شمېر اصلي خدایانو نومونه یې موندل شوي ځکه چې د پاچایانو خدایان یې د شوقومونا او شومالیا په نومونو یادېدل. هماغه ډول چې په دغه سیمه کې دود و، د نورو سیمو له مذاهبو سره یې هم یو لړ اړیکې لرلې.

تاریخچه

کاسي لړۍ ته اړوند شواهد په کلکه سره نیپور ته له اړوندو بېلابېلو لیکل شوو لوحو سره اړیکه لري، چېرې چې په زرګونو لیکل شوي قطعات او لوحې له خاورو څخه راویستل شوې دي. په دغو کې اداري او قانوني متون، لیکونه، مهر شوې کتیبې، خصوصي چارو ته اړوندې کتیبې او همدارنګه یو ادبي متن (چې په معمول ډول د یوې تاریخي حماسې په توګه ګڼل کېږي) شامل دي. په خواشینۍ سره چې د دغو لوحو ګڼ شمېر یې تر اوسه نه دي خپرې شوې، چې په سلګونو یې په استانبول کې د عثمانیانو واکمنۍ ته په اړوند موزیم کې ساتل کېږي.

په دور کوریګازلو یا د کاسایانو په پلازمېنه کې شاوخوا ۱۰۰ لوحې موندل شوې دي. ورته مهال د لومړي کوریګازلو واکمنۍ ته اړوند یو شمېر ودانیز توکي هم موندل شوي. سربېره پر دې د بحرین د قلا په ډیلمون کې هم د دریم اګوم مهال ته اړوندې ګڼ شمېر لوحې موندل شوې دي. په ټولیز ډول د کاسیانو دورې ته اړوند ګڼ شمېر شواهد موندل شوي چې له دغو څخه یوازې ۱۰ سلنه یې تر اوسه خپاره شوي دي. سربېره پر دې یو شمېر داسې ساختماني کتیبې هم شتون لري چې یوازې له یوې پرته نورې ټولې یې په سومري ژبه لیکل شوې دي، هغه ژبه چې د اکدیانو پر خلاف کاسیانو په معمول ډول کاروله. د دې په خوا کې یو شمېر مهرونه (ټاپې) هم موندل شوي دي. په دغو کې کودروس ډبرینه ټاپه چې د کاسي تاریخ بله منبع جوړوي، په سومري ژبه پرې لیکنه شوې او د ځمکې او اموالو معاملاتو ته اړوند ده. دغې چارې د کاسیانو د لړۍ له پای ته رسېدو وروسته د څو پېړیو لپاره دوام درلود. ډیری له دغو څخه چې تر ډېره د ځمکې په سطح موندل شوې دي؛ د دغې لړۍ اړوند د پلټنو په لومړیو کې پیدا او د نړۍ بېلابېلو موزیمونو ته یې لار پیدا کړې ده.

د نیپور لرغونی ښار د کاسیانو اصلي پام وړ ځای و. په لومړیو کې د دغه ښار بېلابېلې مذهبي او اداري ودانۍ ورغول شوې چې د رغول شوو ودانیو لومړۍ یې لومړي کوریګالزو ته ورسېده. پام وړ ودانیزې چارې د کادشمان- انلیل، کودور- انلیل او شاګارتي- شوریاش د واکمنیو پر مهال ترسره شوې چې د اداد- شوما- اوشور او ملي شیپک پر مهال د دغو چارو کچه کمه وه. د کاسیانو د دورې پر مهال په نورو مهمو مراکزو کې لارسا، سیپار او شوش شامل وو. کاسیان په اور کې هم په پریمانه کچه فعال وو. په ایسین کې چې د سامسو- ایلونا له مهال راوروسته ویجاړ شوی و، د ګولا د معبد په ګډون مذهبي برخې ته اړوندې د بیارغونې لویې پروژې پلې شوې دي. په ایسین کې کار د لومړي کوریګالزو پر مهال پیل شو چې بیا د لومړي کادشمان- انلیل او له یوې وقفې وروسته د آداد- شوما- اوشور او دویم ملي شیپک له خوا یې دوام وموند. له میلاد وړاندې ۱۱۵۵ کال کې د کاسي لړۍ له راپرځېدو وروسته ایالتي مدیریتي سیستم دوام وموند او د راتلونکې لړۍ یعنې د دویمې ایسین لړۍ د واکمنۍ پر مهال هم دغه هېواد یو موټی پاتې شو.

ریښه

په داسې حال کې چې د کاسیانو ریښه ناڅرګنده ده، خو اړوند یې یو شمېر نظریاتو هم پراختیا موندلې. یو شمېر مشکوک کاسي نومونه د دریم اور د دورې (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۱۱۲ کال څخه له میلاد وړاندې ۲۰۰۴ کال پورې) په یو شمېر هغو اقتصادي اسنادو کې شتون لري چې د بابل سوېل ته اړوند و، خو د دغو ریښه هم ناڅرګنده ده.

د لومړي ځل لپاره له میلاد وړاندې ۱۸مې پېړۍ پر مهال په بابل په ځانګړې توګه د هغو په نږدې سیپار سیمه کې د کاسیانو د شتون خبر ورکړل شوی. د بابل د پاچا (واکمني: له میلاد وړاندې ۱۷۴۹ زکال – ۱۷۱۲ زکال) سامسو- ایلونا د واکمنۍ ۹ کال د حمورابي زوی په داسې توګه یاد کړی، («هغه کال چې پاچا سامسو- ایلونا د کاسیانو ټول پوځي ځواک/ سرتېرو ته ماته ورکړه).

د برونزو د دورې منځنی مهال

په راتلونکو کلونو کې د بابل د سترواکۍ په کمزوري کېدو سره، کاسیان د راتلونکې واکمنۍ په لیدلوري کې ورګډ شول، آن تر دې چې په یو شمېر مواردو کې یې د بابل لپاره ځواکونه هم برابرول. هیتیانو د دوی د خدای، مردوک بت له ځانه سره وړی و، خو کاسي واکمنانو یو ځل بیا هغه خپل مالکیت وګرځاوه، مردوک یې بابل ته راووړ او هغه ته یې له کاسي خدای شوقومونا سره برابر درناوی درلود. د بابل نوم د کاسي واکمنانو د واکمنۍ پر مهال کاراندونیاش ته واوښت او یوځل بیا په بین النهرین کې د سیاسي او پوځي ځواک د مرکز په توګه راڅرګند شو.

د برونزو د دورې وروستی مهال

له میلاد وړاندې ۱۴۶۰ کال کې د سیلاند د لومړنۍ لړۍ پاشل کېدو د قدرت تشه رامنځته کړه او دغه تشه هم کاسیانو ډکه کړه. له میلاد وړاندې څوارلسمې پېړۍ په لومړیو کې د هیتیانو له خوا د میتانیانو په له منځه وړو سره آشور واک ته ورسېد چې د کاسیانو، هیتیانو او آشوریانو ترمنځ یې د درې اړخیز ځواک جوړښت اعلان کړ او په دغو کې ایلام له ختیځ او مصر هم له سویل څخه نفوذ درلود. د آمارنا یو شمېر لیکونه د اړوندو حاکمانو ترمنځ مکتاباتو ته اړوند دي (له دې ډلې ۱۴ یې د فرعون او کاسي حاکم ترمنځ دي). د دغو ډلو ترمنځ یو نړیوال سیستم رامنځته شوی و چې د پراخه سوداګرۍ، هوکړو او همدارنګه د حاکمو طبقاتو ترمنځ (په ځانګړې توګه د کاسیانو او ایلامیانو ترمنځ) د ودونو پر مټ و. په معمولي هوکړو کې یې بیا د هیتي او مصر د سولې هوکړه (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۲۵۹ کال) او همدارنګه د کاراینداش د کاسي حاکم او د بل نشیشو په نامه د آشور د آشوري حاکم ترمنځ تړون (له میلاد وړاندې ۱۴۱۰ کال) شامل دی.

کاسیانو له میلاد وړاندې څوارلسمې پېړۍ په نیمايي کې د لومړي کوریګالزو د واکمنۍ پر مهال چې د قدرت په اوج کې وو، ایلام یې ونیو او د شوش پلازمېنه یې لوټ کړه. ورته مهال دغه واکمن په اور او د بین النهرین په نورو سویلي ښارونو کې پام وړ ودانیزې هڅې پیل کړې. له دغو هڅو څخه تر ټولو پام وړ یې د دور- کوریګالزو په نامه د نوي ښار جوړونه وه. په دغه نوي ښار کې یو شمېر ماڼۍ او همدارنګه د انلیل، نینلیل او نینورتا په ګډون د بابلي خدایانو لپاره ګڼ شمېر معبدونه جوړ شول. همدارنګه کاسیانو د خپل ځواک لمن تر فارس خلیج پورې پراخه کړه چې په دغو کې د بهرین قلا هم شامله وه. دغه مهال اشوریان او کاسیان چې له یو بل سره په خوا کې و، د راتلونکې یوې پیړۍ لپاره د یو بل پر وړاندې په سیاسي او پوځي کړکېچ کې ښکېل شول. آشوریان د یو څه مودې لپاره د توکولتي- لومړي نینورتا د واکمنۍ پر مهال لاس بري شول، تر دې چې د کیدین- دریم هوتران تر مشرۍ لاندې ایلامیانو مداخله وکړه. دغه دوره په بابل کې د یوې داسې ودانیزې وقفې پر مټ ځانګړې کېږي چې په بشپړه توګه د لومړنۍ بابلۍ لړۍ له سقوط وروسته وقفې ته ورته وه.

سرچينې

Tags:

کاسیان تاریخچهکاسیان سرچينېکاسیان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

غوږجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)بيولوژيانزايمځاځيغسلد انګستان درېیم ویلیامافغانستانقانون څه ته وايي؟آنتونیو د الیویرا سالازار28 سپټمبراضطرابسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟امير دوست محمد خاند نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهمحمد عثمان نژندډاکتر کبير ستوریمخابراتويکياقتصادي نظامپرمخ (جنسي عمل)جرمنيد ښکلا کاریال راښکته کولاتڼولادمیر پوتینچيليالفرېډ نوبلښوونځیغرمني (مايع)عربي ژبهبازارموندنهرسمي ژبهزنک (جست/کوټ)نیوتروني ستوریملګري ملتونهد ښځو نړیواله ورځعضوي مادهمشاهدهخاورهکابل ولايتفلسفهد زړه حمله (ناروغي)ژوندد اسټرالیا لویه وچهعامه روغتیاد راتلونکي څېړنېعددله مذهبي ټولنې څخه شړلسیال په سیال (شبکه)ژباړهکمول (مارغه)پښتو اوسنى شعردويمه نړېواله جګړهفیسبوکاندونيزياد امریکا متحده آیالاتونهناټولایوش کشوتمطالعهد کمپیوټر ځانګړتیاويد بکارت پردهپښتونستان🡆 More