کازمېکي وړانگې (په انگریزي: Cosmic ray) کيهاني وړانگې دي چې د فضا څخه لکه لمر، کهکشان (Milchstrasse) او دنورو ستورو یانې گالاکسي (Galaxy) څخه راځي او دپروتونو، الفا ذرو، الکترونو او درند و هستو څخه جوړې شوې دي.
کله چې نوموړې وړانگې او ذرې د ځمکې پر اتموسفير باندې و لگيږي، نو هلته د څه ناڅه پينځه ويشت کيلومترو په ارتفاع کې د هوا د مالېکولو سره هستوي تعا ملونه تر سره کوي، چې په پايله کې نورې هستوي ذرې په تېره بيا لکه میون (Meon)، پيون (Peon) ، نيوترون او الکترونه منځ ته راځي. کله چې فضا ته ساينس پوهان په فضايې بيړۍ کې سفر کوي، نو ښايي چې د هغې د کاپسل جوړښت دومره کلک وټاکل شي، چې دنوموړو لوړ انرژي وړانگو لکه لس په طاقت د يوويښت الکترون ولټه (1021eV) د خطر څخه خوندي وساتل شي. دا ځکه چې ازمېينو وښووله چې د فضايي بيړی په کاپسل یانې باندنۍ سطحه کې د نوموړو زرو د لگيدلو په پايله کې، لږ څه لس زره گرې په يوه ساعت کې (10 000 Gy/h) انرژي ډوز تو ليد کيږي. په داسې حال کې چې که ټول بدن ته په يووار سره شل گرې ورسيږي نو سمدلاسه سړی مړ کيږي.
د بېلگې په ډول که څوک په الوتکه کې د لندن څخه تر نيويارک پورې يو ځل تگ او راتگ وکړي، نو هغه ته لږ څه سل مايکرو سيورت (100μSv) انرژي ډوزرسيږي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کازمېکي وړانگې, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.