چارلېس، د ويلز شهزاده

چارلېس، د ويلز شهزاده (چارلېس فيليپ ارتور جورج، د ۱۰۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه زېږېدلی) د ملکې دويمې الزابت د مشر زوی په توګه د بریتانيې د تخت څرګند وارث دی.

هغه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې څرګند وارث او د کارنوال ډوک او د روتسي ډوک دی، نوموړی د بریتانيې په تاريخ کې تر ټولو مشراو د اوږدې مودې لپاره د څرګند وارث په توګه کار کوي. هغه د اوږدې مودې لپاره د ويلز شهزاده دی چې دا منصب يې د ۱۹۵۸ز کال د جولای له مياشتې خپل کړی دی. د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په نهمه نېټه د هغه د پلار شهزاده فيليپ تر مرګ وروسته، چارلېس د ايډنبرګ د ډوک د وارث لقب هم خپل کړ.

چارلېس د پاچا شپږم جورج او ملکې الزابت لومړی لمسی دی چې د بکنګهم په ماڼۍ کې زېږېدلی دی. هغه په چيم او ګوردونسټن په ښوونځيو کې زده کړې کړې، د هغه پلار هم په ماشومتوب کې دې دواړو ښوونځيو ته تللی و. هغه وروسته د استراليا په ويکټوريا کې د جيلانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې يو کال تېر کړ. له کمبريج پوهنتون نه په فنونو کې د لېسانس سند له تر لاسه کولو وروسته، چارلېس له ۱۹۷۱ ز نه تر ۱۹۷۶ز کال پورې په شاهي هوايي ځواکونو او شاهي سمندري ځواکونو کې خدمت وکړ. په ۱۹۸۱ز کال کې هغه له ليډي ډيانا سپنسر سره واده وکړ، له هغې نه دوه زامن لري: وليام او هري. په ۱۹۹۶ ز کال کې، د دواړو له خوا له واده دباندې اړيکو له خپرېدو وروسته، د دواړو تر منځ طلاق رامنځ ته شو. له دې يو کال وروسته ډيانا په پاريس کې د موټر د ټکر له امله مړه شوه. په ۲۰۰۵ز کال کې، چارلېس د اوږدې مودې ملګرې کاميلا پارکر بولز سره واده وکړ.

د ويلز د شهزاده په توګه، چارلېس د ملکې په استازيتوب رسمي دندې تر سره کوي. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Prince's Trust» بنسټ کېښود، د شهزاده خيريه چارو مالي ملاتړ کوي، له څلور سوو نه د زیاتو نورو خيريه او نورو سازمانونو ملاتړ کوونکی رئيس يا غړی دی. د ژوند چاپيريال د ماهر په توګه، چارلېس په څرګند ډول د طبيعي کروندګرۍ او اقليم د بدلون په اړه څرګندونې کړې دي، له همدې امله هغه د چاپيريال ساتنې د ډلو له خوا جايزې او پېژندنه تر لاسه کړې ده. غه له هوميوپيتي نه د ځای ناستي درملنې په توګه ملاتړ کوي چې د ډېرو نېوکو لاندې راغلې ده. په ټولنه کې د معمارۍ د ونډې او له تاریخي ودانيو نه د ساتنې په اړه د هغه اندونه د بریتانوي معمارانو او پر جوړښتونو د نيوکه کوونکو له خوا د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. له ۱۹۹۳ز راهيسې، چارلېس د معمارۍ فن سره د خپلې لېوالتيا پر بنسټ، هغه د «پاونډبري» په نوم د يوه نوي تجربوي ښار په جوړولو کار وکړ. هغه په خپله هم کتابونه لیکلي، يا يې له بل چا سره په ګډه کتابونه ليکلي دي.

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړه

چارلېس د ۱۹۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه نېټه د پکنګهم په ماڼۍ کې د خپل مورني نیکه شپږم جورج د واکمنۍ پر مهال زېږېدلی دی، نوموړی د اډنبرګ د دوشس شهزادګۍ الزابت او د ايډنبرګ د ډوک فيليپ لومړی بچی و. هغه ته د ۱۹۴۸ز کال د دسمبر په پنځلسمه نېټه د کانتربري د ستر مذهبي مشر جفري فيشر له خوا مذهبي غسل ورکړل شو. د هغه د نیکه مرګ او په ۱۹۵۲ز کال کې د ملکې په توګه د دويمې الزابت پر واک کېناستل، چارلېس د څرګند وارث په توګه وګرځاوه. د پاچا د مشر زوی په توګه، هغه په طبيعي ډول د کورنوال د ډوک، روتسي د ډوک، ايرل کريک، د رونفرو بارون، د ايسليس د مالک او د سکاټلينډ د ستر مهتمم لقبونه تر لاسه کړي دي. چارلېس د ۱۹۵۳ز کال د جون په دويمه نېټه، په ويسټ منسټر ايبي کې د خپلې مور د تاجپوشۍ مراسمو کې ګډون کړی و.

لکه چې هغه مهال د لوړې طبقې د ماشومانو لپاره دا دود و، د کاترين پيبلیف په نوم يوه پالونکې مېرمنې د پنځه کلنۍ او اته کلنۍ تر منځ موده کې د هغه د زده کړې مسئولیت په غاړه واخيست. په ۱۹۵۵ز کال کې د بکنګهم ماڼۍ اعلان وکړ، چې چارلېس د دې پر ځای چې شخصي ښوونکی ولري، ښوونځي ته به ځي، په دې ډول هغه لومړی څرګند وارث دی چې په دې ډول زده کړه تر لاسه کوي. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په اوومه نېته، چارلېس د لويديځ لندن په هيل هاوس ښوونځي کې ټولګي ته تګ پيل کړ. هغه د ښوونځي د بنسټ اېښودونکي او سرښوونکي ستوارټ تاونند نه ترجيحي چلند نه تر لاسه کاوه، چا چې ملکې ته سپارښتنه کړې وه چې چارلېس ته په فوټبال کې روزنه ورکړي، ځکه چې د فوټبال په ډګر کې هلکانو هېڅکله او د هېچا په وړاندې درناوی نه کاوه. چارلېس له دې وروسته د هغه پلار دوه پخوانيو ښوونځيو ته ولاړ، له ۱۹۵۸ز کال نه د انګلستان په برکشاير کې د چيم چمتووالي ښوونځی، له دې وروسته د سکاټلينډ په شمال ختيځ کې د ګورډونسټن ښوونځی، چې هلته يې د ۱۹۶۲ز کال د اپريل په مياشت کې ټولګي ته تګ پيل کړ.

که څه هم ګوردونسټن چې د خپلو سختو درسي پروګرامونو له امله شهرت لري، د معلوماتو پر بنسټ چارلېس دا ښوونځی «کلديتز په زندان کې» بللی و، خو هغه وورسته د ګورډونسټون ستاينه وکړه او ويې ويل چې: «ماته يې د خپل ځان  او زما د وړتياوو او نيمګړتياوو په اړه ډېر څه رازده کړل. ماته يې راوښودل چې ګواښونه ومنم او نوښتونه په لاس کې و اخلم». د ۱۹۷۵ز کال په يوه ملکه کې هغه وويل چې: هغه خوشحاله دی چې ګورډونسټون ښوونځی ته تللی دی او دا چې د هغه ځای سختوالی له مبالغې ډک و. هغه په ۱۹۶۶ز کال کې د استراليا په ويکټوريا کې د جيلاانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې دوه پړاوه تېر کړل، پر دې مهال هغه د تاریخ له ښوونکي، مايکل کالينز پرس سره يو ځای د ښوونځي په يو سفر کې د پاپا نوي ګيني نه لیدنه وکړه. په ۱۹۷۳ز کال کې، په ټيمبرټاپ کې خپل تېر کړی وخت د خپلې زده کړې د ټولې مودې تر ټولو خوندوره برخه وبلله. ګورډونسټون ته له بيا راستنېدو سره سم، د خپل په پيروۍ سره چارلېس د هلکانو په مشر بدل شو. هغه په ۱۹۶۷ز کال کې د شپږ GCE O-levels او په تاريخ او فرانسوي کې د دوه A-levels سره، په ترتيب سره د B  او C درجو په تر لاسه کولو سره پرېښود. چارلېس د خپلو لومړيو زده کړو په اړه وروسته وويل: «ما له ښوونځي دومره خوند نه دی اخیستی، څومره مې چې بايد اخیستی وای، خو دا يوازې له دې امله و چې ، زه له بل هر ځای نه په کور کې خوشحاله يم».

چارلېس د دويم ځل لپاره هغه مهال شاهي دود مات کړ،کله چې هغه د A پړاو له بشپړولو نه وروسته د بریتانيې وسله والو ځواکونو ته د ورتګ پر ځای نېغ په نېغه پوهنتون ته ولاړ. د ۱۹۶۷ز کال په اکتوبر کې، هغه د کمبريج په ترينيټي کالج کې ومنل شو، چېرې چې هغه د Tripos لومړۍ برخه کې لرغون پېژندنه او انسان پېژندنې علوم ولوستل، په دويمه برخه کې يې تاریخ ته زده کړې بدلې کړې. د دويم کال په اوږدو کې چارلېس د ولز د ابريستويټ  کالج پوهنتون ته ولاړ او د يوې دورې لپاره يې د ويلز تاریخ او ژبه ولوستل. نوموړی د ۱۹۷۰ز کال د جون په دروېشتمه نېټه له کمبريج پوهنتون نه د ۲:۲ درجې په حاصلولو سره د لېسانس سند تر لاسه کړ، په دې سره هغه لومړی څرګند د بریتانيې وارث و، چې د پوهنتون سند تر لاسه کوي. د ۱۹۷۵ز کال د اګست په دويمه نېټه، هغه ته د کمبريج له خوا په فنونو کې د ماسترۍ سند (MA Cantab) ورکړل شو. په کمبريج کې د فنونو ماستري د زده کړې د بشپړېدو سند نه دی، بلکې يوه علمي رتبه ده.

د ويلز شهزاده

د ۱۹۵۸ز کال د جولای په شپږوېشتمه نېټه چارلېس د ويلز د شهزاده او چستر د ارل په توګه وټاکل شو، که څه هم د ۱۹۶۹ز کال د جولای تر لومړې نېټې پورې تر هغه وخته نوموړی ته دا منصب ونه سپارل شو، تر څو چې د هغه مور د کرنارفون په کلا کې د يو لړ مراسمو پر مهال چې په تلويزيون خپاره شول، تاج د هغه په سر کېښود. نوموړي په ۱۹۷۰ز کال کې د مشرانو په مجلس کې خپله چوکۍ اشغال کړه او د ۱۹۷۴ز کال د جون په مياشت کې يې لومړۍ وينا وکړه. چارلېس له اډوارډ اووم ( ۱۸۸۴ز) نه وروسته، لومړی شاهي کس و چې د مجلس له غولي نه يې وينا وکړه. نوموړی دويم ځل وينا په ۱۹۷۵ز کال کې وکړه.

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عبدالله مقریملګري ملتونهغنمځاځيفدرالي قبايلي سيمېاحمد يوسف نورستانيتلمودعمر بن عبدالعزيزد هوا ککړتيابیل کلینټنCaliforniumڅارنهسوسياليستی دولتخير محمد خندانډاکتر کبير ستوریسید مرچ آغاحکومتد ګنډلو ماشینزده کړهاسټرالیارحيم شاهبودجهماري انتوانېتاسلامي بانکوالیچاريکاردپښتو اصل او ريښهاډمنډ برکقانون څه ته وايي؟اکسايدخرقه شريفهد هیوادونو نوملړاستقلابد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهجنتیکاروپاشراب د اسلام له نظرهاقتصادي ستونزهدرملجودی لین اوکیفسود ( ربا )درېیمه نړۍامير امان الله خانباچا خانکورګاند ثور انقلاببازارموندنهد افغانستان بيرغبانکوالی په افغانستان کېد پښتو ژبې ليکنښېعنايت الله عنايتمخابراتیوزنېټپوتاشیمموسی قلعهد چین لوی دیوالمايکروسافټ وېنډوزتودوخه بدلونکیاضطراباوټ(جودر)د کتاب نړيواله کره شمېرهاقتصادي نظامدعناصرو دوراني جدوللندنمتلونهگل پاچا الفتغوږ🡆 More