پولاد د وسپنې او کاربن الیاژ دی چې ۱،۷ سلنه یې کاربن وي.
د کاربن سربیره نور عناصر لکه: S , P , Cr , Mn , Mg , Mo , Cu , Al , Co هم په ټیټه سلنه په پولادو کې شتون لری. د چودن څخه د پولادو د لاس ته راوړلو په بهیر کې ځیني عناصر په پولادو کې پاتې کیږي او ځیني نور لکه: کروم (او داسې نور) د باندیني لاملونو په وړاندې د پولادو د مقاومت د زیاتولو په پار په پولادو کې ور ډېروي. د دغو ټولو توکونو د یو ځای کولو څخه راز راز پولاد په لاس راځي. پولادو کلک والی او پاوړی توب د کاربن په کچه پورې تړاو لري. د پولادو د کارون ساحه ډېره پراخه ده او نن ورځ پرته له پولادو ډېر کارونه نه شي تر سره کېدای. پولاد د ماشینونو په جوړولو کې، په ودانیزه کې، د اسلحې په جوړولو کې، د کور په سامان کې او داسې نورو کې کارېږي.
د کیمیا قاموس - پوهاند خیر محمد ماموند
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پولاد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.