پورته وړونکې قوه

هغه سیال (د فزیک پر بنسټ په کې مایعات، ګازات او پلازما شاملېږي) چې د یو جسم په چاپېر کې جریان لري پر هغو قوه واردوي.

پورته وړونکې قوه (په انګلیسي ژبه: Lift) هم د دغه قواوو یو ډول دی چې په عمودي توګه د سیال د جریان په جهت واردېږي. دغه قوه د جاذبې قوې پر خلاف ده او د سیال د جریان له موازي قواوو څخه شمېرل کېږي. پورته وړونکې قوه په معمول ډول د هغو د نوم له مخې پورته خوا ته عمل کوي څو له جاذبې قوې سره مقابله وکړي، خو کېدای شي د جریان په هر جهت کې د قایمې زوایې له مخې عمل وکړي.

که چېرې د هغو چاپېر سیال هوا وي دغې قوې ته بیا ایروډینامیکي قوه ویل کېږي. که چېرې اوبه او یا هم بله مایع وي ورته هایدرو ډینامیکي قوه ویل کېږي.

ډینامیکي پورته وړونکې قوه د سیالاتو له نورو پورته وړونکو قواوو څخه توپیر لري. په ایروستاتیک پورته وړونکې قوې یا د لامبو په قوې (buoyancy) کې داخلي سیال باید د هغو له چاپېر کوونکي سیال څخه سپک وي چې حرکت ته اړتیا نه لري او له هغو څخه په بالونونو، پروازي پراشوټونو، بېړیو او اوبتلونو کې ګټنه کېږي. له بادباني پورته وروړنکې قوه (Planing lift) څخه چې یوازې د بېړۍ کښتنۍ ډېره لږ برخه په اوبو کې وي په موتور لرونکو بېړیو، د امواجو پر سر ګرځېدونکو تختو، په موجونو باندې په پورته کېدونکو بېړیو، باد چلېدونکو بېړیو او د اوبو پر سر په سکي کولو کې ګټنه کېږي.

لنډه کتنه

هغه سیال چې د یو جامد جسم په چاپېر کې جریان لري په هغو یوه قوه وارده کوي. دا توپیر نه کوي چې جسم په ساکن سیال کې حرکت کوي (لکه الوتکه چې په هوا کې پرواز کوي) یا هم جسم ساکن وي او سیال حرکت کوي (د بېلګې په توګه په یو باد لرونکي تونل کې وزر) یا دا چې دواړه په حرکت کوي (لکه بادباني بېړۍ چې له باد څخه په ګټنې مخ پر وړاندې ځي). پورته وړونکې قوه هم د دغو قواوو برخه ده چې په مقابل جریان باندې په عمودي توګه واردېږي. پورته وړونکې قوه په دایمي توګه له مقاومت کوونکې قوې (drag force) سره مخ ده چې د جریان له جهت سره د موازي سطحي قواوو برخه ده.

پورته وړونکې قوه د ثابتو وزر لرونکو الوتکو له وزرو سره اړونده ده، په داسې حال کې چې په پراخه کچه د ګڼ شمېر نورو ساده اجسامو یا وسایلو لکه د کشتۍ د مخته وړونکي څرخ، کاغذ باد، د هلیکوپترو د وزرو، د سیالۍ کوونکو موټرو د وزرو، بادباني بېړیو، بادي توربینونو، د بادباني بېړیو د لېږدونکي تیر یا ستون فقرات، د کشتۍ د مسیر بدلونکو څرخونو او همدارنګه په اوبو کې د بېړیو د هایډورفویل وزرو پر مټ رامنځته کېږي. له دغې قوې څخه همدارنګه الوتونکي مارغان او نور وزر لرونکي په ځانګړې توګه مرغۍ، آسمان څکالي او حشرات ګټنه کوي؛ آن تر دې چې د بوټو په نړۍ کې د یو شمېر ځانګړو بوټو د تخم له خوا کارول کېږي. په داسې حال کې چې د «لیفټ یا پورته کوونکي» عامه معنی د وزن سره مخالفه ده، دغه قوه کېدای شي د جاذبې قوې سره په هر جهت کې مخالفه وي له همدې امله هم هغه د جاذبې قوې پر ځای د سیال د جریان جهت ته په پام تعریف کېږي. هغه مهال چې یوه الوتکه د مستقیم پرواز یا د سطحې سره د برابر پرواز په حالت کې وي پورته وړونکې قوه تر ډېرې کچې له جاذبې قوې سره په مخالفت راځي. له دې سره هغه مهال چې یوه الوتکه د پورته کېدو، څرخ خوړلو یا کوزېدو په حالت کې وي دغه قوه په عمودي بڼه هغو ته کږه کېږي. پورته وړونکې یا لېفټ قوه کېدای شي په یو شمېر اکروباټیک مانورونو یا د سیالي کوونکو موټرو په وزرو کې د مخ پر ځوړ کوونکې قوې په توګه عمل وکړي. همدارنګه کېدای شي تر ډېرې زیاتې کچې پورې په افقي بڼه هم وي د بېلګې په توګه په یوه بادباني بېړۍ کې چې د باد پر مټ چلېږي.

په دغه بحث کې پورته وړونکې قوه تر ډېرې کچې پورې ایروفویل جوړښت لرونکو اجسامو ته اړونده ده، په داسې حال کې چې هایدروفویل او مخته وړونکي څرخونه له ورته فزیکي اصولو څخه کار اخلي او په ورته ډول کار کوي له دې سره چې د اوبو او هوا کثافت، تراکم او غلظت له یو بل سره توپیر لري.

د یو پورته تلونکي ایرفویل په چاپېر کې جریان د سیالاتو د میخانیک یوه ښکارنده ده چې کېدلای شي هغه په دوه سطحو کې درک شي: ریاضیکي نظریات شتون لري چې د فزیک د ثابتو شوو قوانینو پر بنسټ جریان په کره توګه ښيي، خو په جزیي بڼه د ډیفرانشیل معادلاتو حل ته اړتیا لري. همدارنګه له ریاضیکي محاسبې پرته فزیکي توضیحات شتون لري چې هغه بیا لږ دقت لري. په دغه کیفي شرایطو کې د لېفټ قوې توضیح ستونزمنه چاره ده ځکه چې د معلول او علت ترمنځ اړیکې ډېرې ظریفې رامنځته شوې دي. هغه جامع توضیح چې وکولای شي اساسي اړخونه په ځان کې راونغاړي بیا نو باید پېچلې وي. له دې سره ډېری ساده شوي توضیحات شتون لري خو د دغې ښکارندې له ډېرو مهمو برخو څخه په سادګۍ تېرېږي په داسې حال کې چې یو شمېر نور یې بیا داسې عناصر لري چې په سادګۍ کې ناسم دي.

په یو ایرفویل باندې د پورته وړونکې قوې ساده فزیکي توضیحات

ایرفویل (ماهي ډوله) جوړښت هغه په کار راتلونکی شکل دی چې کولای شي په پام وړ توګه د مقاومت د قوې پر وړاندې د کشش قوه رامنځته کړي. یوه مسطحه تخته کولای شي پورته وړونکې قوه جوړه کړي خو نه د یو ساده ایرفویل په څېر چې په لوړه کچه د کشش قوه رامنځته کولای شي. ډېری ساده شوي توضیحات یو له دوه اساسي کړنلارو څخه تعقیب کوي چې یا هم د نیوټن د حرکت د قوانینو او یا هم د برنولي د اصل پر بنسټ دي.

د نیوټن د قوانینو او جریاني انحراف پر بنسټ توضېح

یو ایرفویل په هوا کې د تېرېدو پر مهال لاندې خوا ته پورته وړونکې قوه رامنځته کوي. د نیوټن د دریم قانون پر بنسټ هوا باید په ایرفویل باندې پورته خوا ته مساوي او مخالفه قوه وارده کړي چې پورته وړونکې قوه بلل کېږي.

ایرفویل ته د هوا د جریان په نږدې کېدو سره هغه په پورته خوا کې کږېږي خو له ایروفویل څخه په تېرېدو خپل جهت ته تغیر ورکوي او هغه مسیر تعقیب کوي چې د لاندې خوا ته کږېږي. د نیوټن د دویم قانون له مخې د جریان د جهت تغیر مخ پر ځوړ قوې ته اړتیا پېښوي هغه چې د ایرفویل له خوا په هوا واردېږي. وروسته د نیوټن دریم قانون له هوا غواړي څو مخ پر پورته قوه په ایرفویل وارده کړي؛ له همدې امله غبرګون ښوونکې پورته وړونکې قوه د جهت د تغیر پر خلاف رامنځته کېږي. د الوتکو د وزرو اړوند؛ وزرې په هوا باندې مخ پر ځوړ قوه او هوا هم په وزرو باندې پورته وړونکې قوه واردوي.

لاندنۍ خوا ته د جریان بدلون یوازې د ایرفویل د لاندنۍ سطحې پر مټ نه رامنځته کېږي بلکې د ایرفویل په پورتنۍ خوا باندې د هوا جریان لاندې خوا ته د راګرځېدو په چاره کې مهم رول ځانته ځانګړی کوي.

سرچينې

Tags:

پورته وړونکې قوه لنډه کتنهپورته وړونکې قوه په یو ایرفویل باندې د پورته وړونکې قوې ساده فزیکي توضیحاتپورته وړونکې قوه سرچينېپورته وړونکې قوه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

جنسي غلاميدافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېانډرايد (د عامل سيستم)انگوردرمليورانيمامير حمزه شينواریمصرصلاح الدين ايوبيفرانسوي ژبهد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)غسلد ډيورنډ کرښهنړېواله سوداگريمورفولوژياداري حقوقصحيح بخاريڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟انګولاننواتېد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتد صابون جوړولپوهنغونډد ډبرې دورهدعناصرو دوراني جدول26 ډيسمبرالکايناحساساتي نښېتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟تفسير بيضاويتسلطپښتونستاند متحده ایالاتو تاریخ (۱۷۸۹-۱۸۴۹ ز کال)د اوبو کمښتهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهورځپاڼهويکيپېښليکد پوښتنو کولو مهارتروسي ژبهمتحده عرب اماراتاشرف غنيپه افغانستان کې جنګي جنایتونهمنار جامغور ولايتسنن ترمذيهواد چارلس داروين مذهبي اندونه (نظريات)آنګ سان سو چيامام مالک بن انسيار محمد خان الکوزیويکيخونديځعبدالرحمان باباله تاریخي پلوه د ښځو قانوني حقونهلېبراليزمد ساسانيانو واکمنيرومي بانجانمونالیزاد سږو بوغمهاينهگل پاچا الفتحامد کرزید افغانستان ژبېارواپوهنهد کندهار – هرات لویه لارد حج مسایلخبرونهملارياجرمنيهومو🡆 More