په امریکا کې پرمختګپالنه یوه سیاسي فلسفه او د سمون خوزښت دی چې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې اوج ته ورسید.
د منځنۍ طبقې خلک اوهغوی چې طبیعتا سمون غوښتونکي وه د غبرګون په توګه د هغو بدلونونو په وړاندې ودریدل چې له عصري کولو را ولاړ شوی وه لکه د سترو کارپورېشنونو وده، ککړتیا او په امریکایي سیاست کې درغلي.
تاریخ لیکونکی الونزو هامبي Alonzo Hamby شرحه ورکوي چې امریکایي پرمختګپالنه یوه سیاسي خوزښت دی چې هغه مفکورې، انګیزې او مسایل تر پوښښ لاندې نیسي چې د امریکایي ټولنې له عصري کولو نشأت کوي. د نولسمې پیړۍ په پای کې له برسیره کیدو سره پرمختګپالنې امریکایي سیاست ته ډیر رنګ وکړ.
په یویشتمه پیړۍ کې، دا اصطلاح ډیری وخت د ټولنیز عدالت او چاپیریال ساتنې پلويتوب دملاتړو د تشریح لپاره کارول کیده. په داسې حال کې چې عصري پرمختللی خوزښت د طبیعت له اړخه سیکولر بلل کیږي، خو په پرتله یې، د تاریخي پرمختللي خوزښت ریشې له مذهب څخه راوتلې او ځواک یې ورڅخه اخیست.
تاریخ پوهان د پرمختللي عصرد د قیق مطرح کیدو په اړه بحث کوي، خو په ټوله کې هغوی د پرمختللي عصر د مطرح کیدو نیټه له ۱۸۹۰ لسیزې د طلا د عصر د ډیرېدو په ځواب کې تر دویمې نړۍ والې جګړې یا د ستر اقتصادي رکود تر پیل پورې بللې ده. د پرمختللي خوزښت مهم پرنسیبونو د یوې ټولنې د ټولو اړخونو بشپړوالي په اړتیا تمرکز کاوه. د ضایعاتو او ککړتیاو د له منځه وړلو لپاره تطهیر، د کارګرله امتیازاتو مترقي ملاتړ، د کارګرو ماشومانو لپاره په قوانینو کې سمون راوستل، د اقل حد اجورې په اړوند قانون جوړول، د کار محدوده اونۍ، دعایداتو درجه بندي شوي مالیې او ښځو ته د رأیې ورکولو اجازه د دې خوزښت عمده عناصر و. آرتور اېس وینسینت Arthur S. Linkاو وینسنت پي دي سانتیس Vincent P. De Santis دا بحث کوي چې ډیری پرمختللو د سیاست تصفیه غوښتله. د جیمی فرانکلن Jimmie Franklin د وینا له مخې د تطهیر معنی په سویل کې له تورپوستو د رأیې د حق اخیستل وه.
د تاریخ پوه ویلیم لیوچنتربرګ William Leuchtenburg د وینا له مخې، "پرمختلونکو په هامیلتوني نظریې چې داسې مثبت او ملي حکومت غواړي چې د هیواد په دننه او بهر کې د ملت برخلیکونه رهبري کړي باور درلوده. هغوی د محافظه کارو قاضیانو په لاس د دقیق اساسي قانون جوړولو په وړاندې چې د ټولنیزو بدمرغیو په وړاندې د دولت د اقدام کولو او دلږ علاقې وړ هیوادونو ته د دیموکراسۍ د ګټو په رسولوکې د دولت ځواک محدوداوه کرکه درلوده. رښتینی دښمن د خاصې موخې لټه، د دولت حقونه او محدود حکومت و."
پرمختګپالونکو څو ځلي خبرداری ورکړ چې غیر قانوني رأیې ورکولو سیاسي سیستم ککړ کړی دی. هغوی د سترو ښارونو مشران د سالون له ساتونکو او د حوزو له کارکوونکو سره تشخیص کړي وه چې د مجرمینو په توګه یې د رأیو صدوقونه ډکول. د رأیو د تصفیې لپاره حل لاره تحریم ( د سالونونو د تړلو طرحه)، د رأیې ورکوونکي د راجستر شرایط ( د څو ځلې رأیې ورکولو د پاې ته رسولو طرحه)، او دسواد ټسټونه ( د نا لوستو رأیې ورکولو د کمولو طرحه) وبلل شوه.
د پرمختګپالو په عصر کې ټولو سویلي ایالتونو داسې آلې وکارولې چې تورپوستې رأیه اچوونکي کې یې د رأیې له حق څخه محرومول. په معمول ډول، پرمختلليو عناصرو په نوموړو ایالتونو کې د رأیې د حق له سلبولو ملاتړکاوه، او ډیری وخت به یې د مبارز تور کمر بند لرونکو سپین پوستو د محافظه کارۍ په وړاندې مبارزه کوله. یو ورکړل شوی دلیل دا و چې سپین پوستو په روتین ډول د تورپوستو رأیې پیرودلې ترڅو په ټاکنو کنترول ولري، همدارنګه له دې لارې د رأیې له ورکولو د تورپوستو محرومول د دې په پرتله چې یوه ځواکمن سپین پوستي پسې لاړ شي ډیر آسانه و.
په شمالې ایالتونو کې، پرمختګپالونکو رابرت ام ما فولیت Robert M. La Follette او ویلیم سامون یورین William Simon U'Ren بحث کاوه چې منځني وګړي باید د هغه په حکومت ډیر کنترول ولري. د اوریګن Oregon د سیستم ( یو سیستم ده چې خلکو ته ځواک ورکوي چې نوي قوانین وړاندیز او نوی اساسي قانون جوړ کړي) د " نوښت، ټولپوښتنې او احضارولو " برخي د ایداهو Idaho، واشنګتن اوویس کونسین Wisconsin په ګډون ډیرو ایالتونو ته ولیږدول شو. ډیرو پرمختګ پالونکي لکه جورج ام فوربس George M. Forbes دا هیله درلوده چې یوداسې حکومت په امریکا کې جوړ کړي چې د خلکو مستقیم غږ ته ځواب ویونکی وي هغه استدلال کوي:
موږ اوس په شدت سره د دموکراسۍ د سامان الاتو لکه لومړنۍ مستقیمې ټاکنې، نوښت، ټولپوښتنه، احضارول، لنډ مهاله رأیه او ددولتي کمیسیون په جوړولو اخته یو، خو له دې خپل جدیت سره، نه ښکاري چې موږ به له دې خبر یو چې دا سامان الات به هیڅ اهمیت و نه لري مګر دا چې د هغو خلکو له خوا وکارول شي چې دورورۍ له حس نه ډک وي. د[ ټولنیزو مرکزونود خوزښتونو] مفکوره داده چې په هره ټولنه کې یوه مؤسسه جوړه شي چې د ګاونډیتوب، ناحیې، ولسوالۍ او په ټوله کې د ښار له سوکالۍ سره مستقیمه او حیاتي اړیکه ولري.
فلیپ جې ایتینګتون Philip J. Ethington د مستقیمې دموکراسې له دې لوړنظرڅخه ملاتړ کوي اووایي “د مقدماتي مستقیمو ټاکنو، د امریکایي سناتورانو د مستقیمې ټاکنې ترڅنګ نوښتونه، ټولپوښتنې او احضارول د دوه ویشتمې پیړۍ په دوه لومړیو لسیزوکې د پرمختګپالو د نسل په لاس د مستقیمې دموکراسۍ مهمې لاس ته راوړنې وې. پرمختګپالو د ښځو له خوا د انتخاب د حق لپاره جګړه وکړه ترڅو د فرضي ښځینه لاپاکو رأیه ورکوونکو د کارولو له لارې ټاکنې پاکې شي. په سویل کې پرمختګپالو د ټاکنو په غرفو کې دتور پوستو رأیه ورکوونکو په وړاندې د فساد د له منځه وړلوملاتړ وکړ. تاریخپوه میکاییل پرمن Michael Perman وایې د دواړو ایالتونو تکزاس او جورجیا په ټاکنو کې د ټاکنې له حق څخه محرومول د یوې وسلې او د سمون لپاره د راټولونکې چیغې حیثیت درلوده. په ویرجینیا کې د ټاکنې له حق څخه محرومول د هغو نارینه وو له خوا پیل شو چې ځانونه یې سمون غوښتونکي حتی پرمختګپال بلل.
په داسې حال کې چې د پرمختګپالنې د خوزښت وروستی اهمیت د نن ورځې په سیاست کې تر اوسه د بحث وړ ده نو الونزو ال هامبي Alonzo L. Hamby پوښتنه کوي: هغه مهم موضوعات چې د پرمختګپالنې له ځوروونکي غږ څخه راپورته شول څه وه؟ دیموکراسی که مشرسالاري؟ ټولنیز عدالت که ټولنیز کنترول؟ وړوکي کار وبار که متمرکزه سرمایه داري؟ او د امریکا د بهرني سیاست اغیزه څه وه؟ ایا پرمختګپال نه مداخله کوونکي و که د مداخلي ملاتړي؟ ښکیلاک ګر و که د ملې ځانې عزیمت ملاتړي؟ هغوی نور څه وه؟ دهغوی انګیزه څه وه؟ معنوی تخېل پالنه؟ ګیچ کوونکی نسبیتي عمل پالنه؟ لاسبری پانګه ایزنظام؟ د حیرانتیا وړنه وه چې ځپل شوو پوهانو چیغه کړي " د جشنونو نمانځل نور بس کړئ". په ۱۹۷۰ ز کې پیتر فیلن اعلان وکړ چې د پرمختګپالنې اصطلاح بې معنی شوې ده.
پرمختګپالانو په ټوله کې په ښار او ایالتي حکومت تمرکز درلوده او دا چې ښارونو په چټکۍ وده کوله نو د زبالوراټولولو اود خدماتو وړاندې کولو په غوره لارو په لټه کې شول. دا بدلونونه د یوه لاجوړښتي سیستم لامل شو هغه ځواک چې د مقننه قوې په دننه کې متمرکز شوی وه اوس په محلې برخه کې متمرکز شو. په سیستم کې دا بدلونونه رامنځته شول تر څو قانونې بهیرونه، په بازار کې معاملات، د بیروکراسۍ اداره او دموکراسې آسانه مدیریت کړي اودا موارد د ښاري مدیریت په طبقه بندۍ کې شامل کړي. د دې سیستم د واک لپاره هم یو بدلون رامنځ ته شو ځکه باورکیده چې هغه واک چې په ښه توګه نه تنظيمیده اوس مسلکي خلکو، ماهرینو او بیوروکراتانو ته د دې خدماتود وړاندې کولو لپاره ورکړل شو. دې بدلونونو د زاړه سیستم په پرتله چې لږ پرمختللی وه او کمزوري ډول جوړ شوی وه یو لا ټینګ ښاري مدیریت را منځ ته کړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article په امریکا کې پرمختګپالنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.