په افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه

د ۲۰۲۲ زکال د جون میاشتې په ۲۲ مه د افغانستان په وخت ۰۱:۲۴:۳۶ بجو د افغانستان سویل ختیځې برخې د ریشتر په کچه ۶.۲ درجو ځمک ښویېدنې چې ژوروالی یې ۴ کیلومتره (۲.۵ مایله) و؛ ولړزولې.

دغې ځمک ښویېدنې د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونه او د پاکستان خیبرپښتونخوا تر خپل اغېز لاندې راوستې. دغه ځمک ښویېدنه په ۵۰۰ کیلومتره (۳۱۰ مایله) فاصله کې د لږ تر لږه ۱۱۹ میلیونه کسانو له خوا احساس شوه ځکه چې د پاکستان د پنجاب ایالت او د هند او ایران یو شمېر برخې هم په کې شاملې وې. د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې د ادارې په خبره، دغې ځمک ښویېدنې د مرکالي د اصلاح شوي شدت د مقیاس تر ټولو لوړه کچه یا VIII شدت درلود.

د دغې ځمک ښویېدنې له امله په افغانستان او پاکستان کې له ۱۰۵۲ څخه تر ۱۱۶۳ تنه مړه او له ۱۶۲۷ څخه تر ۲۹۷۶ نور ټپیان شول. په افغانستان کې یې ډیر زیان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې واړوه. په خیبر پښتونخوا کې یې هم تلفات او زیانونه لرل. لږ تر لږه ۱۰ زره کورونه په کې ونړېدل یا یې هم شدید زیان ولید. د ځمک ښویېدنې د مرکز لږ ژوروالی، له وګړو څخه ډکو سیمو ته یې نږدې توب او د استوګنې د ودانیو ټیټ کیفیت لامل وګرځېدل څو ویجاړونکې اغېزې یې زیاتې شي.

ځمک ښویېدنه

په افغانستان کې د ځمک ښویېدنې له امله په تېره لسیزه کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ تنه مړه شوي چې په اوسط ډول هر کال ۵۶۰ تنه کېږي. په ۲۰۱۵ زکال کې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې پیاوړې ځمک ښویېدنه په دغه هېواد او پاکستان کې د ۲۰۰ کسانو د مړینې لامل وګرځېده. په ۲۰۰۸ زکال کې د ۶.۴ ریشتر درجو په شدت د پاکستان په لویدیځ کې ځمک ښویېدنې ۱۶۶ تنه ووژل او ګڼ شمېر کلي یې ویجاړ کړل. په ۲۰۰۲ او ۱۹۹۸ زکال کې ځمک ښویېدنو په زرګونو کسان ووژل.

اغېزې

افغانستان

باختر خبري آژانس راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه د دغې زلزلې له امله مړه شوي او ۱۶۰۰ تنه نور هم ټپیان دي. د ملګرو ملتونو سازمان بیا د مړو شمېر ۱۰۳۹ تنه او د ټپیانو شمېر ۲۹۴۹ تنه اعلان کړ. په دغو تلفاتو کې ۲۳۰ مړه شوي ماشومان او ۵۹۱ ټپي ماشومان هم شامل و. دا د ۲۰۰۲ زکال له ځمک ښویېدنې وروسته په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ځمک ښویېدنه وه، چې په هغې کې نهرین ته څېرمه ۲۰۰۰ تنه مړه شول او شاوخوا ۱۰ زره کوره په نسبي یا هم بشپړ ډول ویجاړ شول. 

د ۲۰۲۲ زکال په ځمک ښویېدنه کې ۲۵ کلي ویجاړ شول. ښوونځي، روغتونونه، کورونه او جوماتونه ونړېدل. په تلفاتو کې یې ۷۳۸ تنه پکتیکا، ۳۸۱ تنه پکتیا، ۴۰ تنه خوست او پنځه تنه ننګرهار ولایت ته اړوند و.

د پکتیکا په مهم ښارګوټي ارګون کې ۴۰ جسدونه له خاورو راوویستل شول. د همدغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې نږدې ۱۸۰۰ کورونه چې د دغې ولسوالۍ د ټولو کورونو ۷۰ سلنه برخه یې جوړوله ویجاړ او ۲۳۸ تنه په کې مړه شول. همدارنګه ۳۹۳ تنه په کې ټپیان شول. د ګیان ولسوالۍ روغتیايي مرکز چې د ۵۰۰ ناروغانو د بستر ظرفیت یې درلود په شدیده توګه ویجاړ شو. له دغو ۵۰۰ ناروغانو څخه ۲۰۰ یې مړه شول. د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه مړه او په زرګونو نور ټپیان شول. په دغه ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴۵۰ کورونه ویجاړ شول. ۶۶ ښوونځي ړنګ شول، ۷۶ زده کوونکي ووژل شول او ۱۴۹ تنه نور په ګیان، نکه، برمل او زېړوک ولسوالیو کې ټپیان شول.

په خوست ولایت کې لږ تر لږه ۶۰۰ کورونه ویجاړ شول. په سپېرې ولسوالۍ کې چې د ځمک ښویېدنې مرکز ته نږدې وه ۴۰ تنه مړه او ۹۵ نور ټپیان شول. همدارنګه په دغه ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴۱۶ کورونه ویجاړ شول.

داخلي غبرګونونه

د افغانستان دولت د ژغورنې عملیات پیل کړل. د ژغورنې ډلې د ملي دفاع وزارت له چورلکو څخه په کار اخیستنې زیانمنو سیمو ته ورسېدې. چارواکو څرګنده کړه چې کېدای شي د ژغورنې د هڅو په اوږدو کې د تلفاتو شمېر لا زیات شي. راپورونه ورکړل شول چې ګڼ شمېر خلک لا د خاورو لاندې بند پاتې دي. د مرستې او ژغورنې هڅې د شدیدو بارانونو او د ځینو کلیو د لرې والي له امله له ستونزو سره مخ شوې.

د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د طبیعي پېښو وزارت ته امر وکړ چې «له ځنډ پرته زیانمنو سیمو ته خپلې مرستندویه ډلې ولېږي» او له نړیوالې ټولنې څخه یې د بشري مرستو غوښتنه وکړه. د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا حسن اخوند وویل چې یو میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۱.۳ میلیونه امریکايي ډالر) یې د زیانمنو شوو وګړو د اړتیاوو لپاره ځانګړې کړې دي. نوموړي همدارنګه زیانمنو سیمو ته د مرسته شوو توکو د لېږد اجازه ورکړه. د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې بیا په زلزله ځپلو سیمو کې وګړو ته کمپلې، خیمې او د پخلي وسایل ورسول.

د دغو سیمو ډېری ټپي شوي وګړي د چورلکو څخه په ګټنې نورو سیمو ته ولېږدول شول. د جون په ۲۲مه منصوري قل اردو څرګنده کړه چې ۱۰۰ تنه ټپیان یې له پکتیکا ولایت څخه نورو ولایتي روغتونونو ته لېږدولي. د دفاع وزارت وویل چې اووه چورلکې یې د مرستې په موخه زیانمنو سیمې ته لېږلې. دغو چورلکو زیانمنو سیمو ته طبي توکي او خواړه هم لېږدول.

د ایټالیا د طبي مرستو بنسټ، ایمرجنسي، اووه امبولانسونه او خپل کارکوونکي زیانمنو شوو سیمو ته ولېږل. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (OCHA) څرګنده کړه چې له ۱۳۰ څخه زیات ټپیان یې څلورو روغتونونو ته لېږدولي. د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې پنځو چورلکو د پکتیکا ولایت له زیانمنو شوو سیمو څخه د تخلیې په عملیاتو کې ونډه لرله. یو روغتیايي ټیم ګیان ولسوالۍ ته ولېږل شو. یونیسف وویل چې خپلې روغتیايي او د خوړو رسونې ډلې یې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست سپېرې ولسوالۍ ته لېږلي دي. کېیر انټرنېشنل (Care International) یو سیار روغتیايي مرکز جوړ کړ چې د روغتیايي متخصصینو په لرلو سره یې زیانمنو کسانو ته لومړني طبي خدمات وړاندې کول.

نړیوال غبرګونونه

واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې له طبیعي پېښو سره مبارزه د افغانستان د بېړنو خدمتونو د وړاندې کوونکو ادارو پر وړاندې یوه ستونزه وه. دې ته په پام چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته ګڼ شمېر مرستندویه نړیوالې ادارې له دغه هېواده ووتلې، د ژغورنې هڅې هم په لږ سرعت سره مخ ته تللې. دغه مهال چې افغانستان له سېلابونو او اقتصادي ستونزو سره مخ و دا هم ورته لویه ستونزه شوه. ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دوی باندې یو شمېر بندیزونه ولګول چې په ځانګړې توګه د بانکوالۍ په برخه کې و او دغه هېواد ته یې د نړیوالو مرستو په ترلاسه کولو کې خنډونه رامنځته کړل.

تمه کېدله چې له پاکستان څخه به د مرستې په توکو بار موټر چې کمپلې، خیمې او درمل په کې و د جون میاشتې د ۲۲ مې نېټې په شپه د لومړي وزیر شهباز شریف په امر افغانستان ته راورسېږي. خو په ټولیز شمېر دغه دیارلسو موټر د جون په ۲۳ مه حرکت وکړ چې خیمې، کمپلې او درمل یې په افغانستان کې قربانیانو ته راولېږدول. د آزاد کشمیر لومړي وزیر سردار تنویر الیاس هم له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه هندي کلدارو د مرستې اعلان وکړ. د پاک – افغان دوستي د ترتیباتو له مخې دوه موټره خوراکي توکي هم د غلام خان بندر له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته ورسېدل.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هند «د افغانستان د خلکو په غم کې شریک» او «په کلکه توګه د فوري مرستو رسولو ته ژمن دی». هند هم خپلې مرستې په دوه الوتکو کې چې کمپلې، د خوب بسترې او خیمې په کې وې افغانستان ته ولېږدولې. د دغې فاجعې اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په توجیهي غونډه کې هند د همدردۍ څرګندونه وکړه او د ملاتړ ژمنه یې وکړه، خو له دې سره یې د «مالي مرستو د هر ډول انحراف او همدارنګه یې د  بندیزونو له معافیت څخه د هر ډول ناوړه ګټنې اړوند» خبرداری ورکړ. د هند یوه تخنیکي ډله کابل ته راغله څو د بشري مرستو ویش تنظیم کړي.

دوه ایراني الوتکې چې خوراکي توکي، خیمې او قالینې په کې باور وې د ویش په موخه د خوست نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدلې. د دغه هېواد د بشري مرستو دریمه الوتکه راتلونکې ورځ کابل ته ورسېده. د ایران د سرې میاشتې ټولنې وویل چې دغه بنسټ له زیانمنو شوو سره د مرستې په موخه روغتیايي مرستو او د ژغورنې په برخه کې مرستې ته چمتو دی.

عربي متحده اماراتو د ولسمشر محمد بن زید النهیان په لارښوونه ۳۰ مټریک ټنه مرسته وکړه. د جولای په ۳ مه دغه هېواد ۱۶ مټریک ټنه نور طبي توکي هم راولېږل. د دغه هېواد درې الوتکو د ۱۰۰۰ متر مکعبه (۳۵۰۰۰ فوټ مکعب) مساحت په لرلو ګرځنده روغتون د خوست ولایت ته ولېږدوه چې د ۷۵ کسانو د بستري کېدو ظرفیت یې درلود.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خواشینۍ له څرګندولو سربېره څرګنده کړه چې دغه هېواد چمتو دی له افغانستان سره بېړنۍ مرسته وکړي. همدارنګه یې د ۷.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د خیمو، کاغذي دستمالونو، بسترو او نورو توکو د مرستې ژمنه وکړه. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی به د پېښې له قربانیانو سره د ۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي. شپږ وای – ۲۰ (Y-20) الوتکې د جون په ۲۸مه کابل ته ورسېدې چې ۱۰۵ ټنه کومکي مواد په کې بار و. په افغانستان کې د چین سفیر وویل چې د دوی د هېواد اووه الوتکې به مرستې انتقال کړي. له دې سربېره په افغانستان کې د چین سفیر د ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت توکي افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورکړل.

د بریتانیا دولت ژمنه وکړه چې ۲.۵ میلیونه پونډه به د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي. ترکمنستان د ۲۰ ټنه خوراکي توکو او درملو مرسته وکړه. له دې سربېره ازبکستان هم د ۷۴ ټنو توکو مرسته وکړه.

متحده ایالات

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د یوې مطبوعاتي اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړه چې متحده ایالات د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ ته ژمن دي. ولسمشر جوبایډن د امریکا پراختیايي ادارې (USAID) او نورو فدرال همکارو ادارو ته امر وکړ چې د مرستې په ډول غور وکړي. د جون په ۲۲ مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرایس، وویل چې متحده ایالات په دې اړوند خبرو ته کېدای شي چمتو شي.

طالبانو هم څو ځله له متحده ایالاتو وغوښتل څو د دغه هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي او پرې مالي بندیزونه راکم کړي څو د بیارغونې چارې ورته اسانه شي.

د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې (USAID) په خبره ۵۵ میلیونه ډالر د چټکو بشري مرستو په توګه د زیانمنو شوو کسانو لپاره ځانګړي شول. د USAID مرستې د زیانمنو شوو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د نامناسبې حفظ الصحې له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه په پام کې ونیول شوې. دغه مرستې د هغو ۷۷۴ میلیون ډالرو سربېره وې چې د ۲۰۲۱ زکال له اګست میاشت را وروسته د متحده ایالاتو له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو په نامه ورکړل شوي و. د جون په ۲۹ مه د متحده ایالاتو د دولت استازو او طالب چارواکو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین اړوند خبرې وکړې. د دغو خبرو اترو موضوع د افغانستان په کنګل شوې شتمنۍ څرخېده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره په دغو خبرو اترو کې ونډه لرله. په دغه خبرو اترو کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوې د متحده ایالاتو له اړخه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ او د متحده ایالاتو د مالیې وزارت چارواکو ونډه لرله.

سرچينې

Tags:

په افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه ځمک ښویېدنهپه افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه اغېزېپه افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه داخلي غبرګونونهپه افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه نړیوال غبرګونونهپه افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه سرچينېپه افغانستان کې د ۲۰۲۲ زکال په جون میاشت کې ځمک ښویېدنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د یونېسکو نړیوال میراثانسانلمونځ څه ته وايي؟بریدګرې نوعېعمده افسردګيکوچنی اخترپېغلتوبسعدالدين شپونرابعه بلخيناپولیوني جګړېمحمدرسولډيويډ هيوماټومامام بخاريدوهمه ملکه الیزابتد واده بلنليکنا خالص داخلي تولیدد انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښوونېغني خانارتروپودامحمد نجيب اللهممنون مقصوديټرانزېسټورپښتو واټساپد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)سپوږمکۍمادهډياګو مارادوناباچا خان۱۰۰ (عدد)په انسانانو کې د تذکیر آلهتوماس مورکمپیوټر ساینسقهوهپښتانه ټبرونهابو حنيفه (امام اعظم)کاتولیکه کلیساصبغت الله مجدديمولانا بجلی ګهرریچارډ میلهوس نیکسوند انګلستان دویم جېمزلرغونې ژوند پوهنهحسن خاتمة ( ښه پایله )آزاد تجارتلیونل مېسيالکساندر هميلټنچایروژه- فقهي مسایلعبدالقادرنانو تکنالوژيیوګسلاویاطالبانغنملیبرال فیمینیزمټينګوالی (غلظت/تراکم)د اختر لمونځپيغمبران په قرآن کېشمالي کارولیناپښتو ابېڅيهوموفون ( ورته ږغ لرونکي )په متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانويښ زلميانلړمکمبوديافوکلور پېژندنهفهمولټېج🡆 More