مومند: ده کوټ ذکر پکښې نشته کوټوال هم دی

مومند د پښتنو د يو لوی ټبر نوم دی.

مومند د کوزې پښتونخوا او برې پښتونخوا کې اوسېږي. مومند دپښتنو د سړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ډیره ستره قبیله ده اوپه غوریاخیلو پښتنو ورگډ یږي. د غوریاخیلو لوی نیکه غری یا غوریا نومید. د پښتني د دودیزو شجرو پر بنسټ غوریا څلورزامن درلودل چې دولت یار، خلیل، څمکنی( څوکنی) او زیړانی نومیدل. دولت یار دوه زامن درلودل چې یو یې مومند او بل یې داود نومید(۱). مشهور گرامرپوه او دسنسکربت دژبې عالم پانینی هم دعیسی مسیح علیه السلام ترزیږیدو پنځه پیړۍ وړاندې دهمدغې قبیلې یادونه کړې ده او هغه یې دمدهومنت په بڼه لیکلی دی چې مقصد او مراد ترې هم دا مومند دي. د تاریخي روایتونو پر بنسټ د مومندو لومړنی استو گنځی غوړه مرغه و چې وروسته له هغه ځایه د غزني لویدیزپه مقر او قره باغ او اوسني زابل کې دترنک دسین غاړو ته ولیږدیدل. بابر په خپل مشهور تاریخي کتاب توزک بابري کې چې په ۱۴۵۰ زیږدیز کال یې لیکلی و دمومندو دقبیلې ذکر او یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې مومند دغزني په جنوب کې اوسیدل. کله چې بیا ددوی په شمیر کې زیاتوالی راغی نو دوی له غزني نه کابل ته او بیا له هغه ځایه ننگرهار ته و خوځیدل او د خیبر دتاریخي درې پر لارې پيښور او ددوي داستوگنې په اوسنۍ سیمه کې میشته شول. د مومندو هغه شمیر خلک چې په میداني او اوارو سیمو کې میشته دي هغوی ته کوز مومند او هغه مومند چې په غرنیو سیمو کې میشته دي هغوی ته بر مومند وایی، خو په اصل کې دواړه یو مومند دي. شمال ته یې باجوړ و لویدیز ته یې دکونړ سیند، جنوب لویدیز ته یې د خیبر تاریخي دره او ختیز ته یې پيښور پروت دی(۲). ویل کیږي چې داسلام دسپیڅلي دین تر خپریدو دمخه لوی کنیشکا هم ددوی داستوگنې داوسنۍ دسیمې په شاو خوا کې یوه موده اوسیدلی او یو شمیر بودایي راهبانو هم دلته ژوند تیر کړی دی.

مومند
عامه معلومات
عمومي معلومات

په افغانستان کې میشته مومند:

دننگرهار په ولایت کې :

مومند دننگرهار ولایت په مومنددرې، لال پورې (لعلپورې )، کامې، باریکاب، لاچه پور، غازي اباد، گوشتې، کوز کونړ،د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو، للمه، تریلي، غزوکلي او غور آباد په کلیواو همداراز په هډې، باسول، هزارناو.،گردي، ډکه، شگې، اړخي، سورډاگ بټي کوټ، روداتو،بهسودو، شینوارواو دننگرهار په مرکز دجلال ابادپه ښارکې کې استوگنه لري.

دکونړپه ولایت کې :

دکونړدولایت مومند ددغه ولایت په مرکز اسعدآباد،پشد، خاص کونړ، سرکاڼیو، نورگل او نرنگ کې میشته دي.

دلغمان په ولایت کې :

دلغمان په ولایت کې هم سرخکانو ته نږدي اتمرخیل مومند استوگنه لري. همداراز دافغانستان په نورو ولایتونو لکه : بلخ، سمنگان، لوگر، کندز، هرات، زابل، غزني او دکابل په شاو خوا سیمو کې هم مومند میشته دي. یو شمیر مومند په افغانستان کې دکوچیتوب ژوند هم تیروي.

په پښتونخوا کې میشته مومند:

په پښتونخوا کې میشته مومند په لاندنیو سیمو کې میشته دي :

دمومندو په ایجنسۍ کې :

دپښتونخوا دمومندوپه ایجنسۍ کې ډیرشمیر مومند استوگنه لري چې ددغې ایجنسۍ مرکز یا هیډ کوارټر غلنۍ ده. دمومندو دایجنسۍ لویدیز ته افغانستان، جنوب ته یې دخیبر ایجنسي ختیز ته یې پيښور او دیر او شمال ته دباجوړ دایجنسۍ سره پوله لري. دغه ایجنسی په فاټا کې شامله ده او شپږلکه خلک پکې اوسیږی چې زیاتره یې مومند دي. همداراز دخیبر او باجوړ په ایجنسیو کې هم مومند میشته دي. دپښتونخوا په مرکز پیښور کې هم زیات شمیر مومند استوگنه لري.

دپښتنو په شجرو،

حسن، مهلي، عمر، مندو،بایزید خیل، کوکو، میار، موسی زي، ترل، شجاع، سلیمان خیل،مند رزي، غبازي، امازي، موسی زي، ابراهیم، ابا خیل، غازي،متي زي، احمد، منډو، ایوب، شابو خیل، ساک، تور، بائیک زي، اکا خیل، پایخیل، بهلول خیل، داودزي، مریم زي، خواجه زي، تاجوزي، عمرزي، باقي زي، حا جي خیل، عثمان خیل، سدوخیل، ابوزي، اتمانزي، اکازي حلیم زي، موسی خیل، خوگاخیل، ماما خیل، نظر خیل، باره خیل، اتمر خیل، عیسی خیل، مټاخیل، بوتو خیل، مدوخیل، ضرب علی خیل، بران خیل، عیسی خیل، شاه منصور خیل، مورچه خیل، سلطان خیل، اټوخیل، دریا خیل او نور. . .

په اوسني وخت کې دمومندو مشهور خیلونه :

خویزي، حلیم زي ( الیم زي )، اتمانزي، بایزي، کوډاخیل، کاچي، اتمر خیل، ترکزي، نظر خیل، عیسی خیل، برهان خیل، باره خیل، موسی خیل، خوگا خیل، میرو خیل، بابازي,حسن خیل.

دمومندو دځینو مشهورو خیلونو داستوگنې ځایونه :

خویزي :

خویزی دمومندو یومشهور خیل دی چې ختیز ته یې گنداب. لویدیز ته یې کوډاخیل او بابا زي او جنوب ته یې دکونړ سیند بهیږي. دخویزو ځمکې للمې دي،دخویزو مشهور کلي دادي : محمد کور، کنگ، سم غاښی، وچه ژوره، ملافهیم کلی، زناور چینه، سور ابیلن او شین ورسک.

حلیمزي (الیمزي) :

دوی دبایزو په شمال ختیزه برخه په کمالي دره او گنداو کې استوگنه لري او په مومندو کې دډیر نفوذ او واک خاوندان شمیرل کیږي.

اتمانزي:

ددغې قبیلې ختیز ته دانشکول، لویدیز ته یې کندهاري، شمال ته یې ددویزو غرونه او جنوب ته یې کمالي دره مو قعیت لري. داتمانزو ځمکه اواره، خاورینه او للمي ده. خلک یې اکثره دکرکیلې له لارې خپله گوزاره کوي او ددوی لوی کلي یخ ډنډ او هاشم کور دي چې ددوی ټول کلی دیخ ډنډ په نامه یادیږي.

بایزي :

دا څانگه دمومندو په قبیله کې ډیره مشهوره ده چې دمومندو دلمر پریواته خواته غرونو کې میشته دي.

کوډاخیل :

ددې څانگې ختیز ته خویزي، لویدیز ته یې داتمرخیلودلښکر کلی او جنوب ته یې بره دره موقعیت لري،ددغه ښاخ خلکو دانگریزي ښکیلاکگرو سره ډیرې مبارزې هم کړي دي.

کاچي :

دا دمومندو یوه څانگه ده چې خلک یې زیاتره دکابل او پيښور تر مینځ دسوداگرۍ دمالونو دوړلو راوړلو له لارې خپل ژوند تامینوي.

اتمرخیل:

اتمرخیل دجړوبي درې په سهیل کې استوگنه لري. لویدیزه څنډه یې د دوړخیلو سره نښتې ده. ختیز ته یې بابازي او کوډاخیل او شمال ته یې هم بابا زي پراته دي. ددوی مشهورکلي تورخیل، خنجرکلی، وتکی، تنی، حاتم کلی، لښکر کلی، قاسم کور، مته، هرلي او مزرۍ چینه دي.

ترکزي :

ترکزي دتورگړي نه تر دانشکوله پورې دالیزیو او ترکزیو پوله ده او بیا ددانشکول نه تر متي پورې په برابره لیکه پراته دي.

خواجه زي :

دمندوجوړ او الکي کوهي نه چې الیمزو( حلیمزو) او ترکزو پوله ده تر خا پښ او اتمر خیلو پورې پراته دي.

نظرخیل:

داتمرخیلو په جنوب کې دنظرخیلو قبیله میشته ده،ددوی سیمه غرنۍ ده او خلک یې په مالدارۍ خپله گوزاره کوي. دد وی د کلیو نومونه په لاندې ډول دي : کوزکلی، برکلی،او دملا خیلو کلی.

بابا زي :

بابا زي دبیدمنۍ او شمشاد په درو کې میشته دي. ددوی د سیمې ځمکي للمي دي او غنم، اوربشې یې دکرنې پیداوار جوړوي. ډیر شمیر خلک یې دسوداگرۍ چارې هم پر مخ بیایي. همداراز برانخیل، عثمان خیل او مساخیل هم دمومندو مشهورې څانگې دي.

د مومندو مشهورې درې او ډاگونه:

دگنداب دره :

دگنداب په دره کې حلیمزي اوسیږي. ددې درې ختیز ته دکړپې دغونډیو لړۍ پرته ده. لویدیز ته یې دخاپښ غر پروت دی او جنوب ته یې دکونړسیند بهیږي. ددې درې زیاتره ځمکې للمي دي. ددې درې لوی کلي دادي : توره تیږه، شاتي کور، سور ډاگ، ظفر غونډۍ او کټه سنگ.

دپنډیالۍ دره :

په دې دره کې دترکزي دښاخ دعیسی خیلو او برهان خیلو څانگې استوگنه لري. دادره لکنډي ته وتلې ده. په دې دره کې للمي او آبي ځمکې هم شته او لوی کلي یې یخ ډنډ او هاشم کوردی.

۳کمال دره :

په دې دره کې دحلیمزي دښاخ دپو شاخیلو او ابراهیم خیلو څانگې استوگنه لري. خلک یې زیاتره دبزگرۍ په کارونو بوخت دي او مشهور کلي یې اتو خیل، غازي بیگ کور او کجشاه دي. ۴- په دې دره کې میټاخیل استوگنه لري چې په خوگا خیلو ورگډیږي. په دې دره کې دکرنې ځمکې لږې دي او خلک یې په مالدارۍ گوزاره کوي. ددې ځای خلک دخپلو غرونو لرگي په کامه او کونړ کې خرڅوي. ددوی کلي سپین جومات، نرۍ اوبه، سپین تنگی، باره خان، څپري، سربند او بیله دي. همداراز شونکړۍ دره، جړوبۍ دره، شالي هولي دره او سلالا دره هم دمومندو دلویو او مشهورو درو نه شمیرل کیږي.

ددانشکول او یخډنډ ډاگ:

په دې ډاگ کې اتمانزي او ترکزي عیسی خیل مومند استوگنه لري چې ځمکې یې ښې او للمي دي.

بهي ډاگ:

داډاگ (۲۴) میله اوږدوالی او بنځلس میله پلنوالی لري چې په دې ډاگ کې کوډاخیل، خویزي او بایزي پراته دي (۳).

دسرکو ډاگ:

دا ډاگ دخوگا خیلو او اتمر خیلو دغرونو دلمنو نه را غزیدلې اوپه دیرش میله اوږدوالي او شل میله پلنوالي د گوشتې او خویزو سیمې ته ورغزیدلی پروت دی. په دې ډاگ کې خوگا خیل، ماما خیل، دوړ خیل او لږ شمیر اتمر خیل میشته دي. دمومندو مشهور شخصیتونه او نومیالي : ۱- ایمل خان مومند چې دمغولو پر خلاف ستر مبارزو. ۲- دپښتو ژبې نامتو شاعر رحمان بابا ۳- دپښتو ژبې نازک خیال شاعر حمید مومند بابا ۴- دپښتو ژبې لیکوال او ستر ملي شخصیت ارواښاد وزیر صیب محمد گل خان مومند بابا ۵- دپښتو ژبې مشهور لیکوا ل او شاعر ارواښاد قلندر مومند ۶- ملي مبارز کاکا جي صنوبر حسین مومند ۷- دهیواد دخپلواکۍ دلارې لوی مبارز غازي ماسل خان مومند( محصل خان) ۸- دخپلواکۍ دلارې مبارز او دمومندو دقبیلې نامتو مشر سعادت خان مومند ۹- مشهور روحانی مشر اودهیواد دخپلواکۍ دلارې سترمبارز مولانا امیر محمد چې دچکنور په ملا صاحب سره یې شهرت درلود. ۱۰- دپښتونخوا مشهور لیکوال ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند ۱۱- دپښتو ژبې لیکوال او دمومندو ملي مشر ارواښاد میراجان سیال. ۱۲- دپښتو ژبې نامتو لیکوال ارواښاد استاد قیا م الدین خادم ۱۳- د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه دواکمنۍ په وخت کې صدرا عظم ارواښاد محمد موسی شفیق

Tags:

مومند په افغانستان کې میشته :مومند په پښتونخوا کې میشته :مومند دپښتنو په شجرو،مومند په اوسني وخت کې دو مشهور خیلونه :مومند دو دځینو مشهورو خیلونو داستوگنې ځایونه :مومند خویزي :مومند د و مشهورې درې او ډاگونه:مومند ۳کمال دره :مومند ددانشکول او یخډنډ ډاگ:مومند بهي ډاگ:مومند دسرکو ډاگ:مومندپښتونخوا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

جاپانالکساندر هميلټنچارلز ګېتس داوسد افغانستان پېښليکجنسي اړيکېاډوارډ برنشټاینجودی لین اوکیفصحيح بخاريد اوکراین شوروي سوسالیستي جمهوریتد منجمنټ اساساتبريلوي فکري مکتبانټرنېټد بدر غزاشمالي داکوتاکوويډ-۱۹ وباحیض7 اگسټټولنيزې رسنۍد الله نومونهدرسدنمالټهکريکټپولينډي ژبهجمالیاتد امریکا متحده آیالاتونهشاعرعدلي طبپوهنهپاکستاند جنازې لمونځاحمد شاه درانینازي جرمني8 مارچمارشال غلام حيدر خان چرخيامريکا لويه وچهیوزنېټازاد شعرننګرهار ولایتد امریکا کورنۍ جګړهد محمد هجرتبرند نيوټن د نړيوالې جاذبې قانونلونگتصوفمایتوکاندري ډي.اېن.اېاحسان الله درملد مستهلک اصالتپښتو ويکيپېډياارګزرين خاند افغانستان ژبېسویلي قزاقستان ولایتانګلیسيسپينه ادىټولنيزه ارواپوهنه28 اگسټدېنیس دیدېروتد مونیخ هوکړهګرودنوپه افغانستان کې د کوېډ-۱۹ وباپیداګوژي (د ښوونې او روزنې علم)هډوکید خلق ډموکراتيک ګوندميانمارډياګو مارادوناګلاسګود روسيې هېوادنی وېشد کاناډا تاریخسویلي کوریاسالمون پی چیسد انټرنټ تاریخهونولولولومړۍ صليبي جګړهوولګوګراد ولايتغنموربشه🡆 More