موریس الیس: فرانسوی اقتصادپوه (۱۹۱۱-۲۰۱۰)

موریس فلیکس چارلز الیس (د ۱۹۱۱ ز کال د مې ۳۱- د۲۰۱۰ ز کال د اکتوبر ۹) یو فرانسوی فزیک پوه او اقتصاد پوه ؤ، الیس د جان هکس (ارزښت او پانګه، ۱۹۳۹ز کال) او پاول ساموئلسون (د اقتصادي تحلیل بنسټونه،۱۹۴۷ز کال) په څېر د نیوکلاسیک جوړښت لپاره په اقتصادي علومو کېد بازارونو په تیوري او د سرچینو د کټورې کارونې په برخه کې د هغه د مخکښو آثارو په پار  د ۱۹۸۸ز کال د نوبل د یادښت جایزې ګټونکی شو.

دوی د بازارونو خپلواکه نظم رسمي کوي، چې د کینز له لوري رد شو، په داسې حال کې چې د هغه ځینې نظرونه یې تکرار کړل.  

موریس الیس
موریس الیس
موریس الیس

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ مې ۱۹۱۱
پاريس   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 اکتوبر 2010 (99 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت موریس الیس: اقتصاد پوه , سرچينې فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
عملي ژوند
تعلیم
ڈاکٹری شاگرد
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
مؤثر
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الیس د فرانسې په پاریس کې زیږېدلی او د لاکانال په لیسه کې یې تعلیم وکړ، په پاریس کې د اکول پولي تخنیک څخه فارغ شو او پهÉcole nationale supérieure des mines de Paris  کې یې زده کړې وکړې. په علمي او نورو پوسټونو کې یې (له ۱۹۴۴ ز کال راهیسې)  په École nationale supérieure des mines de Paris  پوهنتون کې د اقتصاد د پروفیسور او (له ۱۹۴۶ ز کال راهیسې) د دې پوهنتون د اقتصادي تحلیل د مرکز د رئیس په ټوګه پاتې شوی دی. د پاریس پوهنتون د ساینس پوهنځۍ څخه یې په ۱۹۴۹ ز کال کې د ډاکټر-انجینر لقب ترلاسه کړ. هغه د پاریس اکس-نانتېري یا Paris X–Nanterre پوهنتون په ګډون په ​​بېلابېلو انسټيټیوټونو کې د استادۍ دندې هم په غاړه درلوده. لومړني آثارو د نوموړي پام د کانکریټ علومو او د بنسټیز فزیک تجربو ته راواړو، چې ډېر آثار به په ځانګړې توګه د رقاصې اهتزاز او د جاذبې قوانینو په اړه هم خپاره کړي. په ۱۹۳۳ ز کال کې د ستر ناورین پرمهال متحده ایالاتو ته د سفر څخه وروسته ؤ چې پرېکړه یې وکړه چې اقتصاد ورغوي. الیس د ۹۹ کلونو په عمر پاریس ته نږدې په سینټ کلاوډ کې په خپل کور کې له دنیا سترګې پټې کړې.   

الیس خپل لومړني اغېزناک کسان لیون والراس، ویلفریډو پاریټو او اروینګ فشر وګڼل. هغه لېوالتیا نه درلوده چې خپل اثر په انګلیسي ژبه ولیکلي یا یې وژباړي او خپل ګن شمېر اصلي آثار یې برلاسې ټولنې ته یوازې هغه وخت آشنا شول، چې د انګلیسي ژبو اقتصاد پوهانو له لوري په خپلواکه توګه تر سترګو یا رایج شول. په ورته وخت کې یې د کینز لیبرالیزم ادعا وکړه او ځان یې د یوه مهم عامه سکتور ملاتړی اعلان کړ. الیس د مونټ پیلرین ټولنې په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ، خو د ګډون کوونکو په منځ کې یوازینی کس ؤ چې د بیانیې د لاسلیک کولو څخه یې ډډه وکړه، ځکه چې د ملکیت د حقونو د کچې پر سر اختلاف موجود ؤ. هغه د جګړې په پای کې په فرانسوي اقتصاد پوهانو لکه جرارد دیبرو، جاک لیسورن، اډمونډ مالینواډ او مارسیل بویتیکس باندې مهمه اغېزه خوره کړه.  

پاول ساموئلسون وویل "که د الیس لومړنۍ لیکنې په انګلیسي ژبه وئ، نو د اقتصادي تیورۍ یو نسل به بل ډول تحصیلي دوره غوره کړې وئ" او دا احساس یې وکړ چې د نوبل جایزه به هغه ته ډېر مخکې ورکړل شوې وئ. اسار لیندبک د غوراوي کمیټې رئیس، الیس "د اقتصادي تحلیل په نړۍ کې یو لوی شخص" وګاڼه. 

اقتصاد پوه 

نوموړی چې د اقتصاد ګڼ شمېر نظریو او تطبیقي څېړنو لیکوال دی، کار یې د ریاضیکي اقتصاد په پراختیا باندې په ځانګړي توګه د عمومي تعادل تیوري، د پانګې تیوري، د پریکړې تیوري او د پولي سیاست په برخو کې متمرکز دی. دا اقتصاد پوه چې د لوی اقتصاد په پولي تحلیلونو کې مخکښ ؤ، د خطر په اړه د خپلو نظري څېړنو په پار معتبر پاتې شوی دی، چې د مشهور تناقض یا پاراډکس په وسیله یې روښانه شوی: "څومره چې خطر کم وي، هومره محتکرین تښتي." هغه په ​​بېلابېلو برخو لکه د مرکزي بانکونو ونډه او د عامه خدمتونو د قیمت-ټاکلو کې کې هم مخکښ پاتې شوی.  

لومړی یې د والراس څخه الهام اخیستی

لومړی کتاب یې د کوچني اقتصاد په اړخ را څرخېږي. د Traité d'économie pure کتاب یې د ۱۹۴۱ز کال د جنوري او ۱۹۴۳ ز کال د جولای ترمنځ د خپلو آثارو پر بنسټ د هکس او ساموئلسون سره د نیوکلاسیک جوړښت په مفهوم کې ولیک. هغه د هکس، ساموئلسون او نورو له خوا زیاتره وړاندې شوي فرضیې او قضیې اټکل کوي، کله ناکله دوی ته ډېر عمومي او دقیق جوړښت ورکوي. په ځانګړې توګه، نوموړی د تعادل قضیې څرګندوي چې کنیت ارو او جرارد ډیبرو په ۱۹۵۴ ز کال کې ومومندلې: " د بازار په اقتصاد کې هر تعادلي وضعیت د اعظمي مثمریت وضعیت دی او برعکس، د اعظمي مثمریت هر وضعیت د بازار په اقتصاد کې تعادلي وضعیت دی." له دې امله مارکېټ په هېواد کې اقتصادي مثمریت او د عاید غوره وېش تضمینوي. په ورته وخت کې، ساموئلسون د آزموینې او تېروتنې پروسه چې د بازارونو د تعادل لامل کېږي، را برسېره کړه.  

الیس په ۱۹۴۷ز کال کې د خپل اثر Économie et Intérêt په دویمه برخه کې وخت او پیسې معرفي کړې او په دې توګه یې د پانګواله اقتصادونو تحرکاتو او ودې ته خنډ په ګوته کړ. یوځل بیا یې څو وړاندیزونه وکړل، چې وروسته نورو ډېرو مشهورو اقتصاد پوهانو ته منسوب شول. هغه د متداخل نسلونو لومړنی موډل (OLG موډل) معرفي کړ (وروسته په ۱۹۵۸ ز کال کې رایج شو او پاول ساموئلسون ته منسوب شو)، د تریور سوان او اډمونډ فلپس څخه وړاندې یې د غوره ودې زرین قانون معرفي کړ، او ښيي چې د د ودې له نرخ سره د سود مساوي نرخ د اعظمي مصرف لامل کېږي. د ویلیم بومول او جیمز ټوبین څخه یې مخکې د پیسو په دندو کې د معاملې دنده هم بیان کړه.  

هغه د چلند په اقتصاد کې د لومړني کار برلاسی هم ؤ، چې په متحده ایالاتو کې عموماً ډانیل کانمن او آموس ټورسکي ته نسبت ورکول کېږي. الیس په ۱۹۴۰ ز کلونو کې کې د "پرېکړې په تیوري" (یا "د ټاکنې په تیوري") باندې په احتمالي شرایطو کې کار وکړ او د عددي مطلوبیت یوې نظریې ته یې وده ورکړه. د جګړې شرایطو او په فرانسوي ژبه کې د خپرولو لپاره د خپلې ژمنې له امله، د هغه کار د لوبې تیوري او اقتصادي چلند څخه چې د جان وان نیومن او اوسکار مورګنسټرن لوري وده ورکړل شوه، په خپلواکه توګه ترسره شو. په ۱۹۵۳ ز کال کې یې د الیس پاراډوکس جوړ کړ، چې د ټاکنو د عقلانیت دودیز موډل تر پوښتنې لاندې راولي او د مطلوبیت اټکل شوې فرضیې سره په تضاد کې دی. دا ښیي چې کله یو کس د پچې اچونې سره مخامخ کېږي، د خپلو لاسته راوړنو تمه نه اعظمي کوي، بلکې موخه یې ډاډ وي. 

لیبرالیزم او سوسیالیزم 

که څه هم الیس د مونټ پلرین په ټولنه کې ګډون وکړ، خو ډاډ یې درلود چې د لیبرالیزم او سوسیالیزم تر منځ تړاو شته او څرګندوي: "د ریښتینی لیبرال او ریښتینی سوسیالیست ته، تر هغه چې اړینې موخې لکه مثمریت او عدالت ترلاسه کوي، دومره اهمیت نه لري چې د تولید وسایل خصوصي وي یا ټولنیز."  هغه د "لیبرالیزم او سوسیالیزم د احتمالي ترکیب" په توګه د "د رقابتي پلان شوي نظام" پلوي وکړه. ده او د مونټ پلرین نورو فرانسوي غړو لکه جاک رویف په ۱۹۵۹ ز کال کې د Mouvement pour une société libre په نوم یو سازمان جوړ کړ، چې د سوسیال لیبرالیزم په اړه یې په پراخه کچه خبرې کولې، چې "د آزاد اقتصاد او سوسیالیزم څخه باندې" هاخوا بحث و. 

سرچينې

Tags:

موریس الیس اقتصاد پوه موریس الیس سرچينېموریس الیس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د فلسفې وييپانگهسوالبردسیرت النبی سوال او ځوابخېبر پښتونخوانیویورکمحمد نجيب اللهاسټرالیاطبیعي ګازانځورگريروژه- فقهي مسایلچرگد رحمان بابا لنډه پېژندنهاذانعمر بن خطابفلسفههستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)مجسمه سازيلايم ناروغيامير دوست محمد خانآسيادويمه نړېواله جګړهزړه پوهنهنانو تکنالوژيمحمد (ص) په اسلام کېمونتاناحامد کرزیکنفوسیانیزمنوې پارسي ( دری )د مرګ سزا (اعدام)سردار محمد داود خاند جین مصنوعي سنتېزد انګليستان د بېوزلۍ قوانينمصرنوحمحمود خان اڅکزید خندق غزاکورنی تاوتريخوالیغږيز توريشمېرپوهنهتور اېلډرپښتونوليملا محمد يعقوبروژهفلزد ارتقاء الګوريتمانفلاسيوند انګليستان اقتصادي تاريخرسولپاکستاند تهجد لمونځننګرهار ولایتتهمت/تور پورې کوللمرمرزا علم حميديد افغانستان لرغونی تاریخملاله ميوندوالهد ښځې تناسلي آلهبارثنونامانوېل کانتناپليون بوناپارتتاندويکي مانياډي آکسي رايبونيوکليک اسيدتياره مادهد انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښوونېسمپسنزرانجه🡆 More