تاریخلیکوالو په وروستیو لسیزو کې استدلال کړی چې له نړیوال نظره د لومړنۍ معاصرې دورې تر ټولو مهمه ځانګړنه مخ پر وده نړیوالتوب و.
نوي اقتصادونه او مؤسسات راڅرګند شول چې د همدې دورې په جریان کې لا پسې غښتلي او په نړیواله کچه وپېژندل شول. دغه بهیر د منځنیو پېړیو د شمالي ایټالیا په ښاري حکومتونو، په ځانګړي ډول په لوېديځ کې په جنیوا، ونیز او میلان او په ختیځ کې د هند په بنګال کې پیل شو. همدا راز په لومړۍ معاصره دوره کې د میرکانټلېزم اقتصادي تیورۍ تسلط راڅرګند شو. د امریکا په لویه وچه کې تر کلمبیا مخکېنیو خلکو یو لوی او متنوع تمدن جوړ کړی و چې ازتک امپراتوري، اینکا تمدن، د مایا تمدن او د هغه ښارونه او مویسکا پکې شامل وو. د امریکا په لویه وچه کې د اروپا استعمار د لومړۍ معاصرې دورې په جریان کې پيل شو او همدا راز په آسیا او افریقا کې یې اروپايي سوداګریز مرکزونه پرانیستل چې په ټوله نړۍ کې یې د مسیحیت له پراختیا سره مرسته وکړه. د نړۍ د مخکې منزوي شویو برخو تر منځ د پایدارو اړیکو ډېروالي، په ځانګړي ډول کلمبیايي مبادله چې پخوانۍ او نوې نړۍ یې سره وتړله، انساني محیط ډېر زیات بدل کړ. د یادونې وړ ده چې د اتلانتیک د غلامانو تجارت او د بومي امریکایانو استعمار هم په دې دوره کې پیل شو. عثماني امپراتورۍ جنوبختیځه اروپا او د لوېديځې آسیا او شمالي افریقا ځینې برخې فتح کړې. روسیه په ۱۶۴۷ کال کې د آرام سمندرګي څنډو ته ورسېده او په ۱۹مه پېړۍ کې یې د روسیې پر لرې ختیځ ولکه ټینګه کړه. لوی بدلون هله رامنځته شو چې لوېديځه اروپا د تکنالوژۍ او سړي سر شتمنۍ له لحاظه تر ډېره له چین څخه مخکې شوه. په اسلامي نړۍ کې د تېموري رنسانس یا روښانوالې له سقوط وروسته د عثماني، سوري، صفوي او مغولو د امپراتوریو په څېر ځواکونو وده وکړه (چې درې هغه یې د هغې پوځي ټکنالوژۍ له کبله چې هغوی یې ځواکمن کړل، د باروتو د امپراتوریو په نامه پېژندل کېږي). په ځانګړې توګه د هند په نیمه وچه کې د مغولو معمارۍ، کلتور او هنر خپل اوج ته ورسېدل، په داسې حال کې چې باور دا دی چې دغې امپراتورۍ په خپله د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد درلود چې د ټولې لوېدیځې اروپا تر اقتصاد لوی او د نړۍ د ۲۵ سلنه ناخالصو داخلي تولیداتو (GDP) په کچه ارزښت لري او د پروتو-صنعتي یا صنعتي کولو وړاندې دوره ښيي. بېلابېلو چیني شاهیو او جاپاني شوګونونو د آسیا حوزه کنټرول کړه. په جاپان کې له ۱۶۰۰ تر ۱۸۶۸ پورې د اېدو دوره هم د لومړۍ عصري دورې په توګه پېژندل کېږي. په کوریا کې بیا لومړۍ عصري دوره د جوزون د پاچاهۍ له عروج څخه د پاچا ګوجونګ پر تخت کېناستلو ته رسېدلې ګڼل کېږي. په شپاړسمه پېړۍ کې د مینګ تر پاچاهۍ او مغل بنګال تر واکمنۍ لاندې آسیایي اقتصادونه له پرتګالیانو، هسپانویانو او هالنډیانو سره د سوداګرۍ له لارې په خوځښت راغلل، په داسې حال کې چې جاپان د ازوچي – مومویاما په دوره کې د لومړي اروپايي پرتګالي له راتګ وروسته د نانبن په سوداګرۍ کې ښکېل شو. د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې لومړنيو معاصرو بهیرونو له سیاسي او اقتصادي نظره د سازماني طریقو د بدلون ښکارندويي کوله. فیوډالېزم په اروپا کې مخ پر ځوړ روان شو او مسیحیان او مسیحیت د صلیبي جګړو د پای او د روم تر کاتولیکې کلسیا لاندې د مذهبي وحدت شاهدان وو. پخوانی نظم د پروتستانتي اصلاحاتو په واسطه بېثباته شو چې ډېر غبرګونونه یې را وپارول او د عقایدو د تفتیش لمنه یې پراخه کړه، په اروپا کې یې د خونړیو مذهبي جګړو څپه راويښه کړه چې دېرش کلنه خونړۍ جګړه یې برخه وه او د وسټفالیا د سولې په تړون کې د نوي نړیوال نظام په ټینګښت سره پای ته ورسېده. د امریکا په لویه وچه کې د اروپا د استعمار تر څنګ په دې دوره کې سوداګریز انقلاب او د سمندري غلا طلايي دوره هم شامل وو. د لومړۍ معاصرې دورې په مهمو بهیرونو کې د تجربوي علومو پراختیا، د تکنالوژۍ چټک پرمختګ، سیکولر ټولنیز سیاست، د کښتیو په ډیزاین او نقشه اخیستنه کې د پرمختګ له امله چټکو سفرونو او د ملي دولتونو تشکیلېدو ته اشاره کولی شو. سرچينې او ياداښتونه |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لومړۍ معاصره دوره, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.