شپاړسم لوييس

شپاړسم لوييس (لویيس – اګوست؛ فرانسوي تلفظ یې: ؛ زېږېدنه، د ۱۷۵۴ ز کال د اګست ۲۳مه – مړینه د ۱۷۹۳ ز کال د جنوري ۲۱ مه) د فرانسې د انقلاب په بهیر کې د پاچاهۍ تر نسکورېدو مخکې د فرانسې وروستی پاچا و.

هغه څلور میاشتې مخکې له دې چې له ګليوټین (په فرانسوي ژبه د اعدام هغې وسیلې ته ویل کېږي چې د سر پرې کولو لپاره کارول کېده، ژباړن) سره اعدام شي د لوييس کپېت د ښاروال په توګه پېژندل کېده. هغه د فرانسې د ډوفین، لويي زوی او د پاچا پنځلسم لوييس او له ساکسوني څخه د ماریا ژوزفا وارث او زوی و. کله یې چې پلار په ۱۷۶۵ ز کال کې ومړ، هغه نوی [1]ډوفین شو. د ۱۷۷۴ ز کال د مې میاشتې په لسمه يې د نيکه تر مړینې وروسته د ۱۷۹۱ ز کال د سېپټمبر تر څلورمې پورې د فرانسې د پاچا او ناوار مسؤلیت پر غاړه واخیست، نوموړي ترهغه مهال د فرانسې د پاچا لقب خپل کړ تر څو چې د ۱۷۹۲ ز کال د سپټمبر په ۲۱ مه پاچاهي ړنګه شوه.

شپاړسم لوييس
(فرانسوي: Louis XVI د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شپاړسم لوييس
شپاړسم لوييس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ اگسټ ۱۷۵۴
مړینه 21 جنوري 1793 (39 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه ماري انتوانېت (۱۶ مې ۱۷۷۰–۱۰ اگسټ ۱۷۹۲)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
هسپاني   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
شپاړسم لوييس
شپاړسم لوييس

شپاړسم لوييس  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د هغه د واکمنۍ لومړۍ برخه د روښانګرۍ له نظریو سره سم د فرانسې په دولت کې د سمونو له هڅو سره مشخصه شوه. چې د مرییتوب سیستم، ټېل (د ځمکو ماليه) او کوروې (د کار مالیه) لغوه کول او د غیر کاتولیکو کسانو پر وړاندې د زغم زیات‌والی او همدارنګه د تښتېدلو کسانو لپاره د اعدام سزا له‌منځه وړل په‌کې شامل وو. فرانسوي اشرافو د وړاندیز شويو سموونو پر وړاندې خصمانه غبرګون ښکاره کړ او په بریالیتوب سره یې د هغوی له پلي کېدو څخه مخنیوی وکړ. لوييس د غله‌جاتو له مارکېټ څخه د مقرراتو لرې کول پلي کړل چې د هغه د اقتصاد د لېبرال وزیر تورګو له خوا يې ملاتړ کېده، خو دې چارې د ډوډوۍ قیمت لوړ کړ. د بد حاصل په دورو کې، د خوراکي توکو د کمښت لامل شو چې په ۱۷۷۵ ز کال کې يې د خورا بد حاصل په بهیر کې د خلکو لویې کتلې بلوا ته اړ کړې. شپاړسم لوييس له ۱۷۷۶ ز کال څخه د شمالي امریکا په مستعمره کې له مېشتو هغه کسانو څخه ملاتړ وکړ چې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ غوښتنې په لټه کې وو، چې په ۱۷۸۳ ز کال کې د پاریس په تړون کې ريښتیا شوه. راتلونکي پور او مالي کړکېچ د لرغوني رژیم له نه محبوبیت سره مرسته وکړه.    

دا چاره په ۱۷۸۹ ز کال کې د عمومي غونډې د رامنځته کېدو لامل شوه. د فرانسې د متوسطو او ټيټو طبقو د غړو تر منځ نارضایتۍ د فرانسې د اشرافو او له مطلقې واکمنۍ سره د مخالفت د زیاتېدو لامل شوې، چې لوييس او د هغه مېرمن ملکه ماري انتوانت يې د استازو په توګه په پام کې ونیول شول. د کړکېچونو او تاوتریخوالي زیاتېدل د [2]باستېل توپان په څېر پېښو سره مشخص شول، چې په ترڅ کې یې په پاریس کې کړکېچونو لوييس اړ کړ تر څو په غوڅ ډول د ملي اسامبلۍ قانوني صلاحیت په رسمیت وپېژني.

د لويي محافظه کري او دوه زړه‌توب د دې لامل شو چې د فرانسې د خلکو ځینې عناصر یې د پخواني استبدادي رژيم نښان وبولي او په ورو وورو يې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ. د مشروطه پاچاهۍ تر اعلان څلور میاشتې مخکې داسې برېښېده چې د ۱۷۹۱ ز کال په جون کې وارين ته د هغه نابریالی سفربه دا اوازې توجیه کړې چې د سیاسي ژغورنې لپاره پاچا خپلې هيلې د بهرنۍ مداخلې له لرلید سره غوټه کړې دي. د پاچا باور په ژور ډول کمزوری شو او ورځ تر بلې د پاچاهۍ د له‌منځه تللو او د جمهوریت د رامنځته کېدلو امکان زیاتېده. د انقلابیانو تر منځ له ملاواکۍ (د مذهبیونو واکمنۍ) سره مخالفت د ډيمه (د مذهبیونو د ځمکو مالیات/ عشر) د له‌منځه تللو او د فرانسې د عیسوي کولو په موخه د څوګونو دولتي سیاستونو لامل شو.

د کورنۍ او نړیوالې جګړې په شرایطو کې شپاړسم لويي د ۱۷۹۲ ز کال د اګست د لسمې ڼېټې د پاڅون پر مهال موقوف او ونیول شو. یوه میاشت وروسته پاچاهي ونړېده او د ۱۷۹۲ ز کال د سپټمبر په ۲۱مه د فرانسې لومړی جمهوریت اعلان شو. وروسته لويي د ملي کنوانسیون (چې په‌خپله د دې مناسبت د محکمې په توګه رامنخته شوی و) له خوا محکمه شو، د لوی خیانت په تور مجرم وپېژندل شو او د ۱۷۹۳ کال د جنورې په ۲۱مه له ګلوتین سره اعدام شو،  هيوکاپت ته په اشاره د لويي کاپت په نوم، چې د کاپتيانو د لړۍ بنسټګر و او انقلابیونو هغه د لويي د کورني د نوم په توګه تفسیر کړی، د یو فرانسوي ښاريځ په توګه سپک/ له بې حرمتۍ سره مخ شو.  شپاړسم لويي تر دې مهاله د فرانسې یوازینی پاچا و چې اعدام شوی او د هغه مړینې د فرانسې له زرګونه کلونو څخه زیاتې دوام لرونکې پاچاهۍ ته د پای ټکی کېښود. د هغه دواړه زامن په ماشومتوب کې د بوربن تر بیارغونې مخکې مړه شول. د هغه یوازینی اولاد چې د لوی‌والي عمر ته ورسېد، ماري ترز وه چې د فرانسوي جنګي اسیرانو په بدل کې اتریش‌یانو ته وروسپارل شوه او په پای کې پرته له دې چې کوم ماشوم وزېږوي په ۱۸۵۱ ز کال کې مړه شوه.

ماشومتوب

لوييس – اګوست ډي فرانس ته له ماشومتوب څخه د ډک ډي بېري لقب ورکړل شو، هغه د ورسای په ماڼۍ کې نړۍ ته راغی. هغه د فرانسې د ډوفین لويي له اوو بچیانو څخه دویم ژوندی پاتې شوی زوی او د فرانسوي پنځلسم لوييس او د هغه د مېرمنې ماریا لزچنسکا لمسی و. مور یې ژوزوف ساکسوني د ساکسوني د امیر ټاکونکي شهزاده او د پولنډ د پاچا درېم اګوستوس لور وه.

مور او پلار يې اګوست له پامه غورځولی و او د هغه له مشر ورور لوييس ډک ډي بورګون سره یې مینه لرله چې یو ځیرک او ښکلی هلک و، خو په ۱۷۶۱ ز کال کې په نهه کلنۍ ومړ.  لوييس اګوست یو رمټ او پياوړی خو ډېر خجالتي هلک و. په زده‌کړو کې ډېر غوره و او له لاتیني ژبې، تاریخ، جغرافيې او ستور پېژندنې سره يې ډېره مینه لرله، په ایټالوي او انګلیسي ژبو يې بشپړه بلدتیا ومونده. هغه له فزیکي فعالیتونو لکه له خپل نيکه سره ښکار کول او له خپلو کوچنیو وروڼو لوييس ستانیسلاس، کنټ ډي پرووېنس او چارلز فلیپ، کنټ ډارټوی سره یې له توندو لوبو څخه خوند اخیست. لوييس اګوست له کم عمر څخه خپلې بلې لېوالتیا ته چې سوهان کاري/قفل جوړول وو وهڅول شو، دا د یو ماشوم لپاره ګتور کار بلل کېده.

کله یې چې پلار د ۱۷۶۵ ز کال د ډېسمبر په ۲۰مه د نري رنځ ناروغۍ له امله ومړ، یوولس کلن لویيس د فرانسې نوی ډوفین شو. مور یې د خاوند تر مړینې وروسته هېڅکله ونه رغېده او د ۱۷۶۷ ز کال د مارچ په ۱۳مه نېټه هغه هم د نري رنځ ناروغۍ له امله مړه شوه. د هغه محافظه کارانه او سخت‌چارو زده‌کړو چې هغه د ډک ډي لا ووریان له پړاو راهیسې تر واده پورې له « gouverneur des Enfants de France» (د فرانسې د شاهي کورنۍ د بچیانو حکمران) څخه زده کړې وې ونه شو کولی نوموړی د هغه تاج او تخت لپاره چمتو کړي چې تمه کېده په ۱۷۷۴ ز کال کې به یې د خپل نیکه پنځلسم لوييس تر مړينې وروسته په میراث کې تر لاسه کړي. لویيس اګوست د خپلو زده‌کړو په بهیر کې د دین، اخلاقو او انساني علومو په برخه کې د ځانګړو مطالعاتو ترکیب ترلاسه کړ. ښايي د لوييس اګوست ښوونکو هم د هغه د زړه نا زړه پاچاهۍ په جوړولو کې ښه رول درلود. د هغه ښوونکی ابه برتیه هغه ته وروښودل چې بې زړه‌توب په پیاوړو پاچاهانو کې یو ارزښت دی او ابه سولدیني د هغه اعتراف کوونکي هغه ته امر وکړ چې خلکو ته اجازه ورنه کړي تر څو د هغه افکار ولولي.

کورنی ژوند

لوييس اګوست په ۱۵ کلنۍ کې د ۱۷۷۰ ز کال د مې میاشتې په ۱۶مه نېټه د خپل تره له دویمې لور ۱۴ کلنې ماریا انتونیا ارچېدوشس هابسورګ (چې تر ډېره د هغه له فرانسوي نوم ماري انتوانت سره پېژندل کېده) سره واده وکړ، هغه یو ځل ګوښه شوې وه او د روم د سپيڅلي امپراتور لومړي فرانسیس او د هغه د مېرمنې ماریا ترزا تر ټولو کوچنۍ لور وه.

سرچينې


[1]  دا هغه لقب دی چې په فرانسه کې به د پاچا مشر زوی ته ورکول کېده چې تر خپل پلار وروسته به هغه پاچا کېده.

[2]  د باستېل کلا د سیاسي زندان فتحې ته اشاره کوي، چې هغه مهال د پاچاهۍ مرکز و. 

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کټرينا کیفیوزنېټمحمدتورېزم په افغانستان کېچین د خلکو جمهوریتاباسين يوسفزید افغانستان اسلامي امارتمسکود رواندا فرانکتکبرانزايمسردار محمد يوسف خاناسحاق ننگيالډنمارکامير حمزه شينواریخالد بن ولیدمیلانکلا، ارغندابارګانېزمد ګنډلو ماشینمنرالبست کلاتور زېړید انسان جنسي غوښتنېاروپایي ټولنهد قسطنطنیې ايالت ( فتحه)د بدر غزاکمول (مارغه)ابن سينا بلخيخېبر پښتونخواد کتاب نړيواله کره شمېرهد جنازې لمونځد اقليمي بدلون اغېزېد اسټرالیا لویه وچهپير بابافرانسهمومندرسمي ژبهاکسيجند انګليستان اقتصادي تاريخښځینه تناسلي طرق اناټوميد کمپیوټر ځانګړتیاويکابل سيندچاپیریالی روغتيا ساتنهجمهوریت غوښتنهانوشکا شيټيپښتانهتلمودد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهمايتوکاندرياسوېل ختيځه اسياکابلد ویکیپېډیا لړليکد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهلېزرانرژي په بریتانیا کېکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)اسلامد یونان د خپلواکۍ جګړهميرويس هوتکخاورهوزهحميد مومندډاکتر کبير ستوریغسلاروپايي ټولنهدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهغوږمريم نوازد افغانستان – تاجکستان پولهپېليپينمحمد (ص) په اسلام کې🡆 More