سټیفن ګاري ووزنیاک (/ˈwɒzniæk/؛ د ۱۹۵۰ ز کال د اګست په ۱۱ مه زېږېدلی)، هغه په مستعار نوم «ووز» هم پېژندل شوی، یو امریکایی الکترونیکي انجنیر، د کمپیوټر پروګرامر، اختراع کونکی، انسان دوست او د ټکنالوژۍ متشبث دی.
په ۱۹۷۶ ز کال کې یې د سوداګرۍ له ملګري سټیو جابز سره، Apple Inc په ګډه تاسیس کړ، چې وروسته د عاید له پلوه د نړۍ ترټولو لوی معلوماتي ټکنالوژیکي شرکت او د بازار پانګوونې له مخې د نړۍ تر ټولو لوی شرکت شو. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو کې په اپل کې یې د کار له لارې، په پراخه کچه د شخصي کمپیوټر په انقلاب کې د مخکښانو په توګه پېژندل شوی.
سټیو ووزنیاک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۱ اگسټ ۱۹۵۰ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات سربيا (۷ ډيسمبر ۲۰۲۳–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سوداگر ښوونکی لوبگر |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي |
د کړنې څانګه | برېښنايي انجنيري |
کار ورکوونکی | اپل شرکت |
ځانګړي کړنې | اپل شرکت |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په ۱۹۷۵ ز کال کې، ووزنیاک د Apple I په کمپیوټر کې رامنځته کول پیل کړل، کله چې هغه او جابز په لومړي کال کې یې بازار موندنه پیل کړه؛ نو د اپل شرکت یې پیل کړ. هغه لومړی د اپل II طراحي وکړه، چې په ۱۹۷۷ ز کال کې معرفي شوی، دا د لومړي خورا بریالي تولید شوي مایکرو کمپیوټرونو په توګه پېژندل شوی، په داسې حال کې چې جابز د دې د فوم جوړ شوي پلاستيکي بدنې د پراختیا څارنه کوله او د اپل لومړني کارمند راډ هولټ د برېښنا رسولو بدلولو ته وده ورکړه. له سافټ ویر انجینیر جیف راسکین سره، ووزنیاک له ۱۹۷۹ ز کال نه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې د اصلي اپل مکینتاش مفکورو په ابتدايي پراختیا کې خورا لوی نفوذ درلود، دا هغه مهال و، چې جابز د یوې ټراماتیکې الوتکې پېښې له امله له شرکت نه د ووزنیاک تر لنډ وتون وروسته پروژه په غاړه واخیسته. په ۱۹۸۵ ز کال کې د تل لپاره له اپل پرېښودو وروسته یې، Wozniak CL 9 تاسیس کړ او لومړی یې د پروګرام وړ یونیورسل ریموټ جوړ کړ، چې په ۱۹۸۷ ز کال کې خپور شو. هغه بیا د خپل مسلک په اوږدو کې زیاتره نور کاروبارونه او انسان دوستانه پانګونې تعقیب کړې، چې په لویه کچه د K-12 په ښوونځیو کې پر ټیکنالوژۍ تمرکز کول وو.
د ۲۰۱۹ ز کال تر نومبر پورې، ووزنیاک په ۱۹۸۵ ز کال کې د دندې له ګوښه کېدو وروسته په تشریفاتو کې د اپل کارکوونکی پاتې شوی دی. په وروستیو کلونو کې، هغه د مخابراتو، فلش حافظې، ټیکنالوژۍ او پاپ کلتور کنوانسیونونو، ایکولوژي، سپوږمکۍ، تخنیکي زده کړې او نورو برخو کې د ډېری سوداګریزو هڅو په تمویل کې مرسته کړې.
سټیفن ګاري ووزنیاک د ۱۹۵۰ ز کال د اګست په ۱۱ مه د کالیفورنیا په سان جوز کې زېږېدلی و. له واشنګټن ایالت نه و او پلار یې فرانسیس جیکب «جیري» ووزنیاک (۱۹۲۵-۱۹۹۴) له میشیګان نه و، د لاک هیډ کارپوریشن انجینیر و. ووزنیاک په ۱۹۶۸ ز کال کې د کالیفورنیا په کیوپرټینو کې د هومسټیډ عالي لیسې نه فارغ شوی دی. هغه د لیسلي ووزنیاک په نامه خور هم لري. هغې په کاپرټینو کې د هومسټیډ په عالي لیسه کې زده کړې کړې دي. هغه د پینځو پلونو په بنسټ کې د مرستې سلاکاره ده، چې په سان فرانسسکو کې له خطر سره مخ ځوانانو سره مرسته کوي. هغې یو ځل وویل چې دا د هغې مور وه چې هغې او د هغې خویندو ته یې فعالیت معرفي کړ.
د ووزنیاک نوم په پېژندپاڼه کې «سټیفان ګاري ووزنیاک» دی، خو مور یې وویل چې هغې اراده درلوده چې نوم یې سټيفن شي، چې له هغه نه کار اخلي. وزنیاک خپل نوم لهستانی بللی دی.
د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې، د ووزنیاک د نیلي بکس ډیزاین هغه ته د فریکینګ په ټولنه کې د «برکلي بلیو» لقب ورکړ.
ووزنیاک د اپل د نوښتونو په ثبت کې د اختراع کونکي په توګه لیست شوی:
په ۱۹۹۰ ز کال کې، ووزنیاک د برېښنایي سرحدي بنسټ په موندلو کې مرسته وکړه، د سازمان لومړۍ بودجه یې چمتو کړه او په بنسټ اېښودونکي بورډ کې یې خدمت وکړ. هغه د ټیک میوزیم، سیلیکون ویلي بیلټ او د سان جوز د ماشومانو د کشف میوزیم بنسټ اېښودونکی سپانسر دی. همدارنګه د اپل تر پرېښودو وروسته، ووزنیاک په لاس ګاتوس کې د هغه د ځایي ښوونځي په سیمه کې د ټکنالوژۍ پروګرام لپاره ټولې پیسې او ډېری تخنیکي مرستې چمتو کړې. (Unite Us In Song) یوه موسسه ده، چې د متحده ایالاتو د دوو جشنونو د تنظیمولو لپاره جوړه شوې وه، اوس په ابتدايي توګه د هغه د تعلیمي او خیریه پروژو د ملاتړ دنده ووزنیاک په غاړه لري. په 1986ز کال کې، ووزنیاک خپل نوم سټیفن جي ووزنیاک ایوارډونو ته ورکړ (چې تر ډېره د «وزي ایوارډز» په نوم پېژندل کېږي، چې هغه د سوداګرۍ د هنر په برخو کې د کمپیوټرونو د نوښت کارولو لپاره د Bay Area عالي لیسې او کالج زده کونکو ته وړاندې کړل.
سټیو ووزنیاک د اپل له تاسیس نه تر نن ورځې پورې په رسنیو کې بې شمېره یاد شوی، استازی شوې یا ورسره مرکه شوې. وایرډ مجلې هغه د «زغمونکي، نوښتګر عزت النفس» شخص په توګه راپېژندلی، چې له «بې دمې غږ او سندرغاړي» سره مرکه کوي.
ووزنیاک د کالیفورنیا په لاس ګاتوس کې ژوند کوي. هغه په ۲۰۱۲ ز کال کې د اسټرالیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړه او ویلي یې دي چې هغه غواړي په راتلونکي کې د اسټرالیا په میلبورن کې ژوند وکړي. ووزنیاک په مکرر ډول د «ووز» په مستعار نوم یاد شوی؛ هغه ته د «ووز د حیرانتیا جادوګر» او «دویم سټیو» (د هغه د لومړني سوداګریز شریک او د اوږدې مودې ملګري سټیو جابز لپاره) هم ویل کېږي. د ووزنیاک شرکت په ۲۰۰۲ ز کال کې تاسیس شوی، خو په ۲۰۰۶ کې وتړل شو.
ووزنیاک په ۱۹۷۹ ز کال کې له فري میسنسن سره د یوځای کېدو لپاره د هغه هڅونه بیانوي، چې د خپلې مېرمنې الیس رابرټسن سره، چې له Order of Eastern Star سره او دا له میسن سره تړاو لري، ډېر وخت تېر کړي. ووزنیاک ویلي چې هغه په چټکۍ سره د درېیمې درجې فري میسن ته ورسېد؛ ځکه چې هر څه چې کوي؛ نو هڅه کوي چې ښه یې ترسره کړي. هغه خپل کار په ۱۹۷۹ ز کال کې د کالیفورنیا په کمپبل کې د خیریه لاج له ۳۶۲ شمېرې سره پیل کړ، چې اوس په لاس ګاتوس کې د ماټ موریا لاج ۲۹۲ شمېرې برخه ده. نن ورځ هغه نور ایسار نه دی: «زه یو فری میسن شوم او پوهېږم چې دا د څه لپاره دی، خو دا په رېښتیا زما د فني / جیک شخصیت سره سمون نه لري. بیا هم زه کولای شم د ژوند له نورو اړخونو نه نورو ته متوجه شم. وروسته له دې چې زموږ طلاق ثبت شو؛ نو ما بیا هېڅکله په کې ګډون ونه کړ، خو ما د ټول عمر غړیتوب لپاره کافي مرسته وکړه».
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سټیو ووزنیاک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.