زړه گراف يا الېکټروکارډيوگرافي (په انگرېزي: Electrocardiography) (اي سي جي يا اي کې جي د الماني الېکټروکارډيوگرام لنډون) د وخت په يوې ټاکلې مودې کې په ټټر او د بدن په نورو برخو کې د زړه د برېښنايي بهير د کچې موندنې کړنې او د همدغې کړنې تعبير ته وايي.
دغه کړنه د الېکټرودونو، چې په بدن پورې نښلول کېږي، او د يوې باندنۍ الې په مرسته چې برېښنايي چارجونه د کاغذ په مخ کاږي ترسره کېږي. هغه ثبت شوی گراف چې د همدغې عمليې نه وروسته لاس ته راځي د الېکټروکارډيوگراف په نامه يادېږي او هغه کاغذ چې همدا گراف پرې کښل شوی وي الېکتروکارډيوگرام بلل کېږي.
د دې نومونې آرپوهه دا څرگندوي چې همدا لغت د يوناني ژبې د "الېکټرو"، "کارډيو" او "گراف" د وييونو يو تړنگ نوم دی چې "الېکټرو" د "برېښنايي کړنو"، "کارډيو" د "زړه" او "گراف" د "کښلو" په مانا دی.
اکثراً اي سي جي په انسانانو کې د زړه اړونده تشخيصي کتنو او يا هم په انساني زړه باندې د څېړنو په بهير کې کارېږي، خو په ژويو کې هم د ساينسي څېړنو په موخه کارېدای شي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article زړه گراف, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.