د څارويو ازمايښت

د څارويو ازمايښت چې د څاريو د ازمويلو، د څارويو د څېړنې او د بدن دننه ازمايښت په توګه هم پېژندل کېږي، ازمايښت کې د نا انساني څارويو کارونې ته وايي، چې د هغه بدلېدونکو د اداره کولو غوښتنه کوي، چې تر څېړنې لاندې کړو وړو يا بيولوژيکي سيستم باندې اغېزه کوي.

دا لاره چاره له ساحوي څېړنو سره توپير لري، چې په کې څاروي د هغوی په طبيعي چاپيريالونو يا د استوګنې ځايونو کې کتل کېږي. له څارويو سره ازمايښتی څېړنه په عمومي ډول پوهنتونونو، طبي ښوونځيو، د دوا جوړونې شرکتونو، د ساتندويۍ يا دفاع رامنځته کولو او سوداګريزو اسانتياوو برخو کې تر سره کېږي، چې صنعت ته د څارويو د ازمايښت خدمات چمتو کوي. د څاريو د ازمايښت تمرکز له خالص څېړنې څخه (چې د يو ژوندي موجود د بنسټيزې پوهې پر وده باندې تمرکز کوي) تر تطبيقي څېړنې (چې ښايي د ستر عملي اهميت د ځينو پوښتنو پر ځواب باندې تمرکز وکړي. لکه: يوې ناروغۍ لپاره د درملنې موندل) پورې توپير لري. د عملي يا تطبيقي څېړنې بېلګې د ناروغۍ د درملو ازمويل، د مثل توليد، دفاعي څېړنه او د سينګار توکو د ازمايښت په ګډون زهر پوهنه يا توکسيکولوژي رانغاړي. د زده کړې په برخه کې د څارويو ازمايښت ځيني وختونه د بيولوژي يا فزيولوژي مضامينو يوه جوړونکې برخه ده. دا عمل په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو درجو تنظيم شوی دی.

په ۲۰۱۰ ز کال کې اټکل شوې وه، چې (له خر ماهي څخه تر نا انساني تي لرونکو ژويو پورې) د ملا تير لرونکو څاريو کلنۍ کارونه له لسګونو څخه تر له سلو څخه زياتو ميليونو پورې دي. په اروپايي اتحاديه کې د ستون فقرې يا ملا تير لرونکې نوعې څېړنه کې د څارويو ۹۳٪ وړاندې کوي او په ۲۰۱۱ زکال په کې ۱۱،۵ ميليونه څارويو څخه ګټه اخېستل شوې وه. د يو اټکل له مخې په ۲۰۰۱ ز کال يوازې متحده ايالتونو کې د کارول شويو موږکانو مږو شمېر ۸۰ ميليونه و. په ۲۰۱۳ ز کال کې راپور ورکړل شوی و، چې تي لرونکي ژوي (موږکان او مږې)، کبان، دوه ژوند لرونکي يا ذوحياتين ژوي او خزندو په ګډه د څېړنې اړوند څاريو له ٪۸۵ څخه زياته سلنه جوړه کړه.

پېژندنې

د څارويو د ازمايښت، د څارويو تجربه، د څاروي څېړنه، د بدن دننه ازمايښت او ويوسيکشن اصطلاحګانې ورته معناګانې، مګر بېلابېل مفهومونه لري. ويوسيکشن په لفظي ډول د يو څاروي د «ژوندۍ ټوټه يا برخه کولو) معنا لري او په تاریخي ډول يوازې هغو ازمايښتونو ته وايي، چې د ژونديو څاريو نا راضه کول رانغاړي. ياده اصطلاح ځيني وختونه په سپکونکي يا تحقيري ډول هر هغه ازمايښت ته هم کارول کېږي، چې له ژونديو څارويو څخه په کې ګټه اخېستل کېږي؛ د بېلګې په ډول: انسايکلوپيډيا بريتانيکا ويويسيکشن داسې راپېژني: «د رغونې د موخو په پرتله د ازمايښتي موخو لپاره د ژوندي څاروي عمليات يا په يو څه پراخ ډول «پر څارويو باندې ټول ازمايښت» ته ويويسيکشن وايي، که څه هم قاموسونو په ګوته کوي چې د يادې اصطلاح يو څه پراخه پېژندنه يوازې د هغو خلکو له لورې کارول کېږي، چې د دې کار مخالف دي. ياد ويی منفي مفهوم لری، چې د ځورونې، کړولو او مړينې معناګانې ترېنه تر لاسه کېږي. د ويويسيکشن ويي ته د دې څېړنې د مخالفينو له لورې لومړيتوب ورکول کېږي، په داسې حال کې چې ساينس پوهان په عمومي ډول د څاروي د ازمايښت “animal experimentation” اصطلاح کاروي.

راتلونکی متن د شونتيا تر بريده د بدن دننه د وترنري جراحي اړوند هغه لارې چارې نه رانغاړي، چې د ويويسيکشن بحت ته پاتې دي.

تاريخچه

د څارويو د ازمايښت تر ټولو لرغونۍ يا لومړنۍ سرچينې له ميلاد څخه د مخکې دويمې او څلورمې پېړيو په يوناني ليکنو موندل کېږي. ارستو او ايراسيستراتس “Erasistratus” له هغو لومړنيو اشخاصو څخه وو، چې پر ژونديو څارويو باندې يې ازمايښتونه تر سره کړل. ګالين چې د دويمې پېړۍ رومي ډاکتر و، د خوګانو او اوزو له مړينې څخه وروسته يې د هغوی د بدن څېرل “Post-mortem” تر سره کړ. اوينزور “Avenzoar” چې په مراکشي هسپانيه کې د ۱۲ پېړۍ عرب ډاکتر و، مخکې له دې چې انساني ناروغانو باندې پلی شي، د جراحي پروسيجرونو يا تګلارو د ازمويلو يو ازمايښتي مېتود وړاندې کړ.

څاروي د حياتي طبي څېړنې د تاريخ په اوږدو کې په پرله پسې ډول کارول شوي دي. په ۱۸۳۱ ز کال کې د دوبلين ژوبڼ “Dublin Zoo” بنسټګران د طبي مسلک غړي وو، چې د مړينې او ژوند دواړو حالتونو کې يې د څارويو د څېړنې لېوالتيا درلوده. په ۱۸۸۰ ز لسيزه کې لوی پاستور پسونو کې د انترکس ناروغۍ په هڅولو سره په قانع کونکي ډول د طبابت د مکروب نظريه “germ theory” وښودله. په ۱۸۸۰ ز لسيزه کې روبرت کوچ “Robert Koch” موږکان او خوګان په انترکس او نري رنځ اخته کړل. په ۱۸۹۰ ز لسيزه کې ايوان پاولوف “Ivan Pavlov” د کلاسيکي حالت ښه کولو “classical conditioning” د تشرېح کولو په موخه په څرګند ډول له سپانو څخه ګټه پورته کړه. الماني استازو (جاسوسانو) په لومړۍ نړيواله جګړه کې روسيې لپاره ټاکلې سيمه يا بريد کې پسونه په انترکس ککړ يا اخته کړل او د فرانسوي عسکرو اسونو او قچرو ته يې د اس وزمه ګلېنډر ناروغۍ ستنۍ وکړي. المانيانو د ۱۹۱۷ او ۱۹۱۸ ز کالونو تر منځ امريکايي ځواکونو لپاره د ارجنټاين پوله کې کچرې په ناروغيو مبتلا کړې، چې په پایله کې يې ۲۰۰ کچرې مړې شوې. انسولين په لومړي ځل ۱۹۲۲ ز کال کې له سپيانو څخه رابېل شو او وروسته يې د شکر ناروغۍ درملنه کې اوښتون رامنځته کړ. د ۱۹۵۷ ز کال د نومبر په ۳ نېټه د لايکا “Laika” په نوم يو شوروي سپي د هغو زياتو څارويو له ډلې لومړنی هغه شو، چې د ځمکې ګردچاپېر يې مدار وکړ (وګرځېد). په ۱۹۷۰ ز لسيزه کې د ارماډيلوس “armadillos” څاروي په کارونې سره د جذام ناروغۍ لپاره انتي بيوتيک درمل او واکسينونه رامنځته او وروسته انسانانو ته ورکړل شول. د انسانانو د ارثي ځانګړتيا يا جنيټيک د بلون په موخه د انسانانو وړتيا د ۱۹۷۴ز کال هغه مهال ستر ګام پورته کړ، چې رډولف جاينيش “Rudolf Jaenisch” له بيزوګانو څخه د موږکانو جينوم ته د دای اکسي ريبونيوکليک اسيد “DNA” د بشپړونې په واسطه په ارثي ډول لومړنی بدل شوی تی لرونکی ژوی توليد کړای شو. جنيټيکي څېړنې په چټکۍ سره وده وکړه او په ۱۹۹۶ ز کال کې “Dolly the Sheep” وزېږېد، چې له يوې بالغې حجرې څخه دوه نسخه يي شوی لومړنی تی لرونکی ژوی و.

د زهر پوهنې يا توکسيکولوژي ازمايښت ۲۰ پېړۍ کې مهم شو. په ۱۹ پېړۍ کې د درملو تنظيمونکي قوانين يو څه زيات نرم وو. په متحده ايالتونو کې حکومت يوازې هغه درمل بندولی شول، چې جوړونکی شرکت به يې د درملو له کارونې څخه وروسته د پېرودونکي د زیانمنولو له امله محاکمه کړی و. که څه هم د ۱۹۳۷ زکال الکسير سلفانېلامايد “Elixir Sulfanilamide” ناورين په غبرګون کې، چې ايپينيموس “eponymous” درملو په کې له ۱۰۰ څخه زيات کارونکي ووژل، د متحده ايالتونو کانګرس هغه قوانين تصويب کړل، چې بازار ته د درملو له وړاندې کولو څخه وړاندې يې پر څارويو باندې د هغې د خوندې ازمايښت غوښتنه کوله. نورو هېوادونو هم ورته قوانين تصويب کړل. په ۱۹۶۰ ز لسيزه کې د تاليدومايد “Thalidomide” غميزې په غبرګون کې نور قوانين هم تصويب شول، چې د درملو له پيرلو څخه وړاندې يې پر امينداورو څارويو باندې د خوندي ازمايښت غوښتنه کوله.

تاريخی مناظره

پر څارويو باندې د ازمايښتونو او په ځانګړي ډول د ويويسيکشن له زياتېدلو سره يو ځای نيوکې او مخالفت هم زيات شو. په ۱۶۵۵ز کال کې د ګاليني فزيالوژۍ ګټندوی (مدافع) ايډمنډ اوميرا “Edmund O’Meara” وويل، چې: «د ويويسيکشن د اندازې وړ ځورونه بدن په يو غير طبيعي حالت کې ځای کوي». اوميرا او نورو بحث وکړ، چې د ويويسيکشن پر مهال درد د څاروي فزيالوژي اغېزمنولی شي، چې تر لاسه کېدونکې پايلې يې د باور وړ نه دي. په اخلاقي ډول هم ځيني نيوکې وې، چې له مخې يې انسانانو ته ګټه رسول بايد څارويو ته زيان رسول عادلانه نه وو. د څارويو د ازمايښت پر وړاندې لومړنۍ نيوکې له يوې بلې زاويې څخه هم راپورته شوې؛ زياتره خلکو باور درلود چې څاروي د انسانانو په پرتله ټيټ او دومره بېل يا متفاوت دي، چې له څارويو څخه تر لاسه کېدونکې پايلې پر انسانانو باندې نه شي پلې کېدلی.

د مناظرې په بل اړخ کې هغوی چې د څارويو د ازمايښت پلوي دي، په پام کې نيسي چې د طبي او بيولوژيکي پوهې د ودې په موخه څارویو باندې ازمايښتونه اړين وو. کلاوډي بيرنارد “Claude Bernard” چې ځينې وختونه د ويويسيکتورانو شهزاده او د فزيالوژي د پلار په توګه پېژندل کېږي او مېرمن يې ماري فرانکويسي مارتين په ۱۸۸۳ ز کال فرانسه کې د ويويسيکشن ضد لومړنۍ ټولنه جوړه کړه. دوی په نامتو ډول ۱۸۶۵ز کال کې وليکل چې: «د ژوند پوهه برم لرونکي او برېښېدونکي رڼه لويه خونه ده، چې يوازې د يو اوږد او وېرونکي پخلنځي د تېرېدنې په واسطه ښايي ورسېږي». دا استدلال چې پر څارويو باندې ازمايښتونه د يو انسان د توکسولوژي او د روغتيا ساتنې پوهې لپاره په بشپړ ډول پرېکنده دي. پر انسانانو باندې د دې مادو اغېزې پر څارويو د دوی د اغېزو په څېر دي، پرته له دې چې د درجې له مخې توپير ولري. بيرنارد د څارويو ازمايښت د معياري پوهنيز مېتود د مېتود د برخې په توګه رامنځته کړ.

سرچينې

Tags:

د څارويو ازمايښت پېژندنېد څارويو ازمايښت تاريخچهد څارويو ازمايښت سرچينېد څارويو ازمايښت

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کفنجگړهآزاد تجارتد افغانستان لومړی وزيرد کمپيوټر امنيتروغتوند برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهاډولف هټلراختصاصي مجازي شبکهتوېرپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهد هیوادونو نوملړچاریکارد زړه ناروغۍسراج الدين حقانيلویه وچه۸۰۰ (عدد)افغانستان ته د اسلام راتگاسټرالیاپوځګوګلکولاليعبدالحميد محتاطمیوهچغرزیمتالورژيجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)پښتو نومځري او د هغو کارونهجودی لین اوکیفشاتو مچیبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)چین د خلکو جمهوریتسلووانياسیډنيد راتلونکي څېړنېبانکنوټباچا خانغوره ويناوېهندي هنرiz3asسینټ پیټرزبورګکيمياوي تعاملونهچيلياسلامپالنهد امپراطوریو هدیرهغرانور شاه کشميريکانډوملېزرخرقه شريفهپکتيا ولايتزده کړهتوره تتۍلایوش کشوتد افغانستان وزارتونهمخابراتتاي ژبهد ګنډلو ماشین5 نومبرسپوږميز لېږديز کالهندارهغسلکيمياسوېلي امريکاساراتوفبدخشان ولايتمالیه🡆 More