د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړه چې د هند او پاکستان د دویمې جګړې یا د کشمیر جګړې په نوم هم یادیږي د ۱۹۶۵ کال له اپرېل څخه تر سېپټمبر میاشتې پورې د هند او پاکستان تر منځ یوه وسلهواله نښته وه.
نښته د پاکستان تر جبل الطارق عملیاتو وروسته چې په جمو او کشمیر کې د هند د حکومت پر وړاندې د پوځي نفوذ لپاره طرحه شوي وو، پیل شوه. ۱۷ اونۍ دوام لرونکې جګړه دواړو لورو ته د زرګونه تلفاتو لامل شوه چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لویه نښته وه چې د لویو ټانګونو او زغره والو موټرو شاهده وه. د دواړو هېوادونو تر منځ دوښمني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۱۱م پرېکړهلیک په واسطه د اوربند تر اعلان وروسته د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د دیپلوماتیکې مداخلې په بهیر کې د تاشکند اعلامیې تر صادرېدو وروسته پای ته ورسېده. ډېره جګړه د دغو هېوادونو د ځمکنيو ځواکونو پهواسطه په کشمېر او د هند او پاکستان پر پوله وشوه. دا جګړه په ۱۹۴۷ کال کې د هند له تجزیې راهیسې په کشمیر کې د پوځيانو تر ټوله لویه راټولېدنه وه، هغه شمېر چې د هند او پاکستان تر منځ یوازې د ۲۰۰۱-۲۰۰۲ کلونو د پوځي انډول په بهیر کې له پامه وغورځول شو. ډېری جګړې د هوايي ځواکونو او سمندري علمیاتو په ملاتړ پليو پوځيانو او مخالفو زغرهوالو واحدونو ترسره کړې.
کله چې اوربند اعلان شو، هند پر پاکستان برلاسی و. که څه هم دواړو هېوادونو تر يو بن بنست پورې جګړه وکړه، دا نښته د پاکستان لپاره یوه سیاسي او ستراتيژیکه ماته بلل کېږي ځکه په کشمير کې د پاڅون په راپارولو کې بریالی نه و. که څه هم د هوايي جکړي له پلوه د PAF (د پاکستان هوايي ځواک) له عددي ټیټوالي سره سره پاکستان پر جنګي سیمو برلاسی و. هند ونه شو کولی چې خپله موخه یعنې پوځي راګرځونه ترلاسه کړي.
جګړه په نړیواله کچه د یوې لویې سړې جګړې په چوکاټ کې وکتل شوه او په قاره کې د پاموړ ژیوپولتیک بدلون لامل شوه. تر جګړې مخکې متحده ایالات او بریتانیا د پوځي سخت افزارو او د خارجي مرستو د پراختیا د اصلي تامینوونکو په توګه د هند او پاکستان اصلي مادي ملاتړي وو. د جګړې په بهیر کې هند او پاکستان دواړو په خپلو ګوښیو موقفونو کې د لویدیځو هېوادونو له نه ملاتړ څخه د خیانت احساس وکړ؛ د خیانت دا احساسات مقابلو خواوو ته پر پوځي مرستو د امریکا او بریتانیا له بندیزونو سره زیات شول. په پایله کې هند او پاکستان په څرګند ډول په ترتیب سره له شوروي اتحاد او چين سره نږدې اړیکو ته پراختیا ورکړه. د نښتو او د ۱۹۷۱ کال جګړې په بهیر کې د لویدیځو قدرتونو منفي موضع همدارنګه د لویدیځ او فرعي قارې تر منځ اړیکې هم اغېزمنې کړې. د سړې جګړې راهیسې له متحده ایالاتو او بریتانیا سره د اړیکو له رغېدو سره سره دې نښتې په فرعي قاره کې د دواړو هېوادونو پر وړاندې ژوره بېباورې رامنځته کړه چې لاهم دوام لري.
د ۱۹۴۷ کال په اګست کې د هند او پاکستان له تجزیې راهیسې، هند او پاکستان پر څو موضوعاتو سره اختلاف درلود. که څه هم د کشمیر شخړه د دواړو هېوادونو تر منځ اصلي اختلافي موضوع وه، نور سرحدي اختلافات هم په ځانګړې ډول د هند د ګجرات ایالت په بایر سیمه کې د ران کوچ سرحدي سیمې پر سر موجود وو. دا موضوع د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کال کې مطرح شوه چې پر لانجمنه سیمه د هند تر بیا ولکې او کنترول وروسته پای ته ورسېده. پاکستان په ۱۹۵۴ کال د دفاعي هوکړه لیک له لاسیک کولو سره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې له متحده ایالاتو څخه ۷۰۰ میلیون ډالره پوځي مرسته ترلاسه کړه چې د پاکستان پوځي وسایل يې د پام وړ نوي کړل. په ۱۹۶۲ کال کې د هند او چین جګړه کې تر ماتې وروسته د هند پوځ د پوځي پروسونل او پوځي وسایلو په برخه کې د پراخو بدلونونو په حال کې و. په دې دوره کې د پاکستان وسلهوال پوځيان له دې سره سره چې د شمېر له پلوه د هند تر پوځ لږ و خو د زغروال او هوايي ځواک په برخه کې د هند په پرتله له کیفي غورهوالي څخه برخهمن وو، داسې چې پاکستان د هند د دفاعي سیستم تر جوړېدو مخکې له هغه څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې و.
پاکستاني پوځیانو د ۱۹۶۵ کال په جنورۍ کې د هند تر کنټرول لاندې سیمو کې ګزمې پیل کړې، چې ورپسې د ۱۹۶۵ کال د اپریل په اتمه د دواړو هېوادونو له خوا د یو بل پر پوستو بریدونه وشول. په لومړیو کې د دواړو هیوادونو سرحدي پولیس په کې ښکېل وو، دا لانجمنه سیمه ډیر زر د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د متقابلو نښتو شاهده وه. پاکستان د شاهین دښتې (Desert Hawk) عملیات پيل کړل او کنجارکوټ کلا سرحدي سیمې ته نږدې يې د هند څو پوستې ولکه کړې. د ۱۹۶۵ کال په جون کې د بریتانیا لومړي وزیر هارولډ ویلسون په بریالیتوب سره دواړو هېوادونو ته قناعت ورکړ چې دوښمنیو ته د پای ټکی کېږدي. دواړو هېوادونو د ۱۹۶۵ کال د جون په ۳۰مه د عدالت نړیوالې محکمې په واسطه د نړیوال عدالت له لارې د لانجمنې پولې د حل لپاره یو هوکړه لیک امضا کړ. د دغو اختلافاتو د حل لپاره يوه محکمه جوړه شوه او د هغه فرمان پر اساس چې وروسته په ۱۹۶۸ کال کې صادر شو د دې لامل شو چې پاکستان په ران کوچ کې له خپلې اصلي ادعا څخه چې ۹۱۰۰ کیلومتر مربع وه ۷۸۰ کیلو متره مربع (۳۰۱ مایله مربع) هند ته اهدا کړي.
پاکستان د محمد ایوب خان په مشرۍ په ران کوچ کې تر بریالیتوب وروسته په دې باور و چې به هند د کشمیر په لانجمنه خاوره کې د یو چټک لښکر لېږد پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع ونه شي کړی، ځکه د هند پوځ په ۱۹۶۲ کال کې د چین او هند په جګړه کې د چین پر وړاندې له یوې ماتې څخه اغېزمن شوی و. پاکستان باوري و چې د کشمیر خلک په ټوله کې د هند له حکومت څخه ناراضه دي او کولی شي د څو نفوذي ورانکاریو له طریقه هغوی وپاروي. پاکستان هڅه وکړه د جبل الطارق عملیاتو په پټ نوم له یو پټ نفوذ څخه په ګټې اخیستنې د مقاومت غورځنګ اور ولګوي. پاکستاني نفوذي افراد ډېر زر کشف شول او سیمهییزو کشمیریانو د هغوی د حضور راپور ورکړ او عملیات له ناکامۍ سره پای ته ورسېدل.
د ۱۹۶۵ کال د اګست په ۵مه له ۲۶۰۰۰ تر ۳۳۰۰۰ پاکستاني سرتېري د سیمهیزو کشمیریانو په جامو کې چې د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د حرکت په حال کې وو د کنترول له کرښې څخه تېر شول. هندي پوځیان چې سیمهییزو خلکو خبر کړي وو، د اګست په ۱۵ د اوربند له کرښې څخه تېر شول.
د هند پوځ په لومړيو کې د پاموړ بری وموند او د توپخانې د پرلپسې اوږدې کلابندۍ وروسته یې درې مهم غرني موقعیتونه ولکه کړل. که څه هم د اګست په پای کې دواړو لورو نسبي پرمختګ درلود؛ پاکستان د تیتوال، اوري او پونچ په سیمه کې پرمختګ کړی و او هند د پاکستان په ولکه کې کشمیر په ۸ کیلو مترۍ کې د حاجي پير غاښی ولکه کړی و.
پاکستان د ۱۹۶۵ کال د سېپټمبر په لومړۍ د ګرنډ سلم په نوم عملیاتو سره یو ځوابي برید وکړ تر څو په جامو کې د اکهنور مهم ښار چې هندي سرتېرو ته د تدارکاتي لارو او اړیکو د پرې کولو لامل کېده ولکه کړي. ایوب خان محاسبه وکړه چې د «هندیانو روحیه په مناسب وخت او مناسب ځای کې تر څو سختو ضربو ډېر تاب نه شي راوړی» که څه هم هندیانو په دې وخت کې جبل الطارق عملیات مات کړي وو او د حاجي پير غاښی يې نیولی و.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.