د هسپانیې – امریکې جګړه (د ۱۸۹۸ کال د اپریل ۲۱ – د اګست میاشتې ۱۳) د هسپانیې او متحده ایالاتو ترمنځ د وسله والې جګړې دوره وه.
دا دښمني هله پیل شوه کله چې د کیوبا په هاوانا بندر کې د USS Maine داخلي چاودنه وشوه، او همدا ددې لامل شو چې متحده ایالاتو د کیوبا د خپلواکۍ په جګړې کې مداخله یا منځګړیتوب وکړي. جګړه د دې لامل شوه چې د کارابین په سیمه کې متحده ایالات ځای ونیسي، او همدارنګه ددې لامل شوه چې په ارام سمندر کې د هسپانیې ملکیتونه او شتمنۍ د متحده ایالاتو له خوا ونیول شي. دا ددې لامل هم شو چې متحده ایالات د فیلیپین په انقلاب کې او وروسته د فلیپین ــ امریکې جګړې کې ښکیل شي.
د هسپانیې سترواکۍ لپاره نولسمه پیړۍ د یوه روښانه سقوط یا زوال پیلامه وه، په داسې حال کې چې متحده ایالات د یوه نوي تاسیس شوي هیواد پر ځای په منځني سیمه ییز ځواک بدل شو. د هسپانیې سقوط چې له تېرو پېړیو یې زمینه برابره شوې وه، لومړی یې د ناپلیون له یرغل سره چټکتیا ومونده، چې وروسته د امریکې د مستعمراتو د لویې برخې خپلواکۍ، او وروسته هم سیاسي ناټیکاوي (اعلامیې، انقلابونه او کورنۍ جګړې ...) له ټولنیز او اقتصادي اړخه هېواد ویجاړ کړ. بل خوا، متحده ایالاتو د دې پیړۍ په اوږدو کې د لوزیانا او الاسکا په څیر سیمو د پیرودلو له لارې، او له نظامي اړخه د میکسیکو-امریکې جګړې او د ګڼ شمېر کډوالو په منلو سره اقتصادي وده وکړه. یوازې د څو کلونو لپاره دا پروسه د امریکا د کورنۍ جګړې او بیارغونې لپاره درول شوې وه.
د کیوبا خپلواکي اصلي موضوع وه. له څو کلونو راهیسې په کیوبا کې د هسپانیوي استعمار پر وړاندې پاڅونونو دوام درلود. د هسپانیې - امریکې جګړې ته د متحده ایالاتو تر ننوتلو وروسته له دې پاڅونونو ملاتړ وکړ. تر دې دمخه هم د جګړې په اړه لکه په ۱۸۷۳ کال کې د ویرجینیوس مسایلو په اړه وېر شتون درلود. خو د ۱۸۹۰ لسیزې په وروستیو کې د امریکا عمومي نظرونه د پاڅون د ملاتړ په اړه د خلکو د کنټرول د جبري کار کولو د کمپونو د رامنځته کولو په پار متزلزله شو. د خلکو د لیوالتیاوو د ډېروالي او د ډیرو ورځپاڼو او مجلو د پلورلو لپاره ژېړ ژورنالیزم له اغراقه ډکو مبالغو ته دوام ورکړ.
د سوداګرۍ ټولنه له ژورې اقتصادي لوېدنې یا رکود څخه نوې رغېدلې وه او دا ویره ورسره وه چې جګړه ددوی لاسته راوړنې بېرته وانخلي. پر دې بنسټ، ډیریو سوداګریزو منافعو د جګړې پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړه. ولسمشر ویلیم مک کینلي له مبالغو ډکو خبرونو نه سترګې پټې کړې او د سوله ییزې حل لارې په لټه کې شو. په هرحال، وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو سمندري زغره لرونکي کروزر ماین کښتۍ د ۱۸۹۸ کال د فبروري په ۱۵ نېټه په پټه توګه د هاوانا په بندر کې چاودنه وکړه او ډوبه شوه، مک کینلي د ډیموکراتیک ګوند سیاسي فشارونو هغه یوې داسې جګړې ته اړ کړ چې هغه غوښتل ترې ډډه وکړي.
تر کومه ځایه چې هسپانیې پورې اړه لري، یو ملتپال غورځنګ شتون درلود، چې هغه کې لیکل شويو مطبوعاتو کلیدي رول درلود، او ددې لامل شو چې د هسپانیې حکومت تسلیم نه شي او کیوبا هم متحده ایالاتو باندې وپلوري، لکه څنګه چې یې مخکې په ۱۸۲۱ کال کې هغه هېواد ته فلوریډا سپارلی و. که د هسپانیې حکومت کیوبا ته انتقال ورکړی وای نو د هسپانیې ټولنه به خاینه ګڼل کېده او په ډېر احتمال سره چې یو نوی انقلاب به رامنځته شوی و. نو حکومت دا غوره وګڼل چې له مخکې یوه ماتې خوړلې جګړه په لار واچوي ددې پر ځای چې له خطره ډک انقلاب رامنځته شي.
مک کینلي د ۱۸۹۸ کال د اپریل میاشتې په ۲۰، د کانګرس یو ګډ پریکړه لیک لاسلیک کړ چې د هسپانیې د شاتګ غوښتونکی شو او ولسمشر ته یې واک ورکړ چې د کیوبا د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره پوځي ځواک وکاروي. هسپانیې په ځواب کې د اپریل میاشتې په ۲۱ نېټه له امریکې سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د امریکا سمندري ځواکونو په همدې ورځ د کیوبا محاصره کول پیل کړه. دواړو خواوو په داسې حال کې د جګړې اعلان وکړ چې یوه لوري هم متحدین نه درلودل.
د ټاپووزمې له جګړې (۱۸۰۷- ۱۸۱۴) نه ګډې ستونزې را ولاړې شوې، د هسپانیې او امریکې د خپلواکۍ په جګړو کې چې د ۱۹ پیړۍ په لومړیو کې پېښ شوې په امریکا کې یې خپلې ډېری مستعمرې له لاسه ورکړې او همدارنګه درې کارلیستي جګړې (۱۸۳۲- ۱۸۷۶) هم د هسپانیوي استعمار د ضعف ښکارندويي کوي. هسپانيوي لیبرالي اشرافو لکه انتونیو کانواس ډیل کاستیلو او ایمیلیو کاسټیلر د «سترواکۍ» د مفهوم نوي تفسیرونه یا څرګندونې وړاندې کړې ترڅو چې د هسپانیې د نوې راټوکېدلې ملتپالنې مفکورې سره همغږي شي. په ۱۸۸۲ کال کې کینووس د مادرید پوهنتون په یوې وینا کې د هسپانیې د ولس په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ چې د کلتوري او ژبنیو عناصرو پر بنسټ ــ د اتلانتیک په دواړو خواوو کې ــ شتون لري او د هسپانیې اړوند سیمې سره تړي.
د هسپانیې استعمار د کینووس په اند د نورو اروپایی استعماري ځواکونو پر پرتله ډیر «خیر غوښتونکی» و. تر جګړې دمخه په هسپانیې کې عام نظر د «تمدن» او عیسویت خپراوی و او ددوی په اند دا د نوې نړۍ لپاره د هسپانیې اصلي موخه او یوه مرسته وه. د کیوبا لپاره د کلتوري یووالي مفهوم چې څه د پاسه څلور سوه کاله هسپانیوي وه او د هسپانیې ولس لپاره د نه بېلېدونکې برخې په توګه ګڼل کېده، ځانګړی ارزښت ورکړ.
د کیوبا د پاڅون راپارېدنه، د ویلر اقدامات، او د هغهو خلکو غوسه کومو چې دا پیښې رمنځته کړې، د ورځپاڼو د صنعت لپاره په نیویارک ښار کې ښه زمینه برابره کړه. جوزف پولیټزر له New York World نه او ویلیم رانډولف هیرسټ له New York Journal نه د لویو سرلیکونو او غورو کیسو د پلورل شویو کاپیانو لپاره یو پټ بالقوه سیسټم رامنځته کړ. دواړو ورځپاڼو هسپانیه وغندله خو دې ورځپاڼو له نیویارک نه بهر لږ نفوذ درلود. د امریکایانو له نظره هسپانیه ډېری یو وروسته پاتې او ناهیلی ځواک و چې له کیوبا سره د عادلانه چلند په برخه کې پاتې راغلی و. د جګړې له پیل نه دمخه امریکایی کاتولیکان سره ویشل شوي وو خو کله چې جګړه پیل شوه نو په ډېرې لیوالتیا سره یې له یو او بل نه ملاتړ وکړ.
متحده ایالاتو مهمې اقتصادي ګټې درلودې چې دا ګټې یې د اوږدې مودې جګړې او د کیوبا د راتلونکي د ژورې ناڅرګندتیا له امله زیانمنې کېدې. هغه د کښتۍ چلونې شرکتونو چې له کیوبا سره یې پر سوداګرۍ باندې ډیره تکیه درلودله اوسمهال د جګړې د ناڅرګندتیا له امله له زیان سره مخ شوې وې. دغو شرکتونو کانګرس او مک کینلي باندې فشار راووست ترڅو چې د بغاوت پای ته رسېدو لپاره کوښښ وکړي. د امریکا د نورو سوداګریزو اندیښنو له ډلې، په ځانګړې توګه هغه کسانو چې د کیوبا د بورې په برخه کې یې پانګونه کړې وه، له هسپانیویانو یې تمه درلوده چې بېرته نظم ټینګ کړي. د دواړو خواوو موخه (ثبات، جګړه نه) وه. ثبات ته لاسرسی تر ډېره د هسپانيې او متحده ایالاتو له وړتیاوو پورې تړاو درلود ترڅو چې دوی په دې توانېدلي وای چې خپل مسایل یې له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي وای.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د هسپانیې ــ امریکې جګړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.