د نړۍ پاچا

د نړۍ پاچا د هر څه پاچا، د ټول پاچا، د ټولو پاچا يا د نړۍ پاچا په توګه هم ژباړل شوې، د هغه ستر حيثيت سرليک يا وړ نوم و، چې د نړۍ د واکمنۍ ادعا يې کوله او د لرغوني بين النهرين کې د پياوړو پاچاهانو له لورې کارول کېده.

دا سرليک ځيني وختونه په جودیو – عيسوي او ابراهمي دود کې خدای ته هم کارول کېږي.

د وړ نوم يا سرليک ايتمولوژي له کېش “Kish” سومريايي لرغوني ښار (سومريايي: kis، اکادي: kissatu) څخه سرچينه اخلي، چې اصلي معنا يې «د کېش پاچا» ده. که څه هم د šar kiššatim موازنه لکه څرنګه چې په لفظي ډول «د نړۍ پاچا» معنا لري، د اکادي دورې “Akkadian period” پر مهال رامنځته شوه، مګر «د کېش پاچا» وړ نوم د دې په پرتله پخوانی دی او وار له مخه ځانګړی وقار ځکه ګڼل کېده، چې د کېش ښار د بين النهرين پر نورو ښارونو باندې د لومړيتوب او غوره والي درلودونکی ګڼل کېده. په سومريايي نکل يا افسانه کې کېش هغه درک يا سيمه وه، چې له افسانوي سيلاب څخه وروسته په کې له اسمان څخه پاچاهي راښکته شوې وه.

لومړنی واکمن چې «د نړۍ پاچا» وړ نوم يې وکاروه، د اکاد اکادي سرګون “Akkadian Sargon of Akkad” و، چې له ميلاد څخه مخکې له ۲۳۳۴ څخه تر ۲۲۸۴ پورې يې پاچاهي وکړه؛ ياد وړ نوم په وروستيو پرله پسې سترواکيو کې هم کارول کېده، چې د سرګون له اکادي سترواکۍ څخه يې د نښه ييز يا سمبوليکي پښت ادعا کوله. وړ نوم په وروستي ځل د سيليوسايدانو “Seleucids” تر واکمنۍ لاندې د لومړي انټيوکس “Antiochus” له لورې وکارول شو، چې له ميلاد څخه مخکې له ۲۸۱ څخه تر ۲۶۱ پورې يې پاچاهي وکړه او وروستی پېژندل شوی واکمن و، چې «د نړۍ پاچا» په توګه يادېده.

شونې ده چې د نړۍ پاچا وړ نوم لږ تر لږه د اشوري واکمنانو په منځ کې د عادي وسيلو له لارې په ميراث نه و راپاتې. دا چې ياد وړنوم د نيواشوري ټولو پاچاهانو لپاره نه دی ثابت شوی او د ځينو لپاره يوازې د دوی د پاچاهۍ د څو کالونو لپاره ثابت شوی دی، نو ښايي په انفرادي ډول د هر پاچا له لورې د شونتيا تر بريده د اوه برياليو فوځي مبارزو د بشپړولو له لارې يې تر لاسه کړی وي. د šar kibrāt erbetti (د نړۍ د څلور ګوټونو پاچا) ورته وړنوم ښايي د قطب نما په ټولو څلورو ټکو کې د برياليو فوځي هلو ځلو غوښتنه کړې وي. ځيني پوهان باور لري، چې د نړۍ پاچا او د نړۍ د څلور ګوټونو پاچا وړ نومونه يو له بل سره د نږدې کټ مټ معناګانو په درلودلو سره همدومره توپير درلود، چې د نړۍ پاچا پر کاسموليوژيکي يا نړيواله سيمه باندې حکومت اشاره کوي او د نړۍ د څلور ګوټونو پاچا په ځمکه باندې واکمنۍ ته ويل کېده.

تاريخچه

شاليد (له ميلاد څخه مخکې ۲۹۰۰ – ۲۳۳۴)

په بين النهرين کې د لومړنۍ ډيناسټيک دورې “Early Dynastic Period” پر مهال (له ميلاد څخه مخکې ۲۹۰۰ – ۲۳۵۰) سيمه کې د بېلابېلو ښاري دولتونو واکمنانو (چې تر ټولو څرګند يې يور، يوروک، لاګاش، عما او کېش وو) به زياتره وخت له خپلو سيمو ښارونو څخه لرې پر نورو هغو باندې بريدونه کول، چې زياتره وختونه به يې د پام وړ پايلې نه درلودې، مګر موخه يې د لنډمهاله او کوچنيو سترواکيو رامنځته کول وه چې په واسطه يې د نورو ښاري دولتونو پر وړاندې ستر دريځ تر لاسه يیا وساتي. د سترواکۍ دا لومړنۍ جوړونه ځکه وهڅول شوه، چې ډېری ځواکمن پاچاهانو ته زياتره وختونه خورا پتمن يا حيثيت لرونکي وړ نومونه ورکول کېدل. لکه: ليوګال “lugal” وړ نوم چې په لفظي ډول د «ستر انسان» معنا لري، مګر زياتره وخت شوني نظامي معناګانو په درلودلو سره د «پاچا» په توګه ژباړه کېږي. ډېری دې لومړنيو واکمنانو ښايي دا وړ نومونه تر لاسه کړې وي، نه دا چې ورته په ميراث پاتې شوي دي.

په پای کې د نورو ښاري دولتونو په پرتله د خورا پتمن او ځواکمن اوسېدلو لپاره دا پلټنه د نړيوال حکومت لپاره د عمومي هيلې لامل شوه. له هغه وخته چې بين النهرين له ټولې نړۍ سره برابر و او سومريايي ښارونه لرې او پراخه جوړ شوي وو (د سوسا، ماري او اشور غوندې ښارونه د نړۍ درک شويو ګوټونو ته نږدې پراته وو)، د نړۍ څنډو ته رسېدل شوني برېښي (چې په دې وخت فکر کېده چې ښکتنی سمندر، د فارس خليج، پورتنی سمندر او مديترانه د نړۍ څلور څنډې وې).

د نړيوالې واکمنۍ دريځ ته د رسېدلو په موخه د واکمنانو هڅه د “Early Dynastic IIIb” دورې (له ميلاد څخه مخکې ۲۴۵۰ – ۲۳۵۰) پر مهال زياتې عامې شوې، چې د دې دورې پر مهال دوه نامتو بېلګې ثابتې شوې دي. لومړۍ بېلګه د سومريايي پاچاهانو د لښتليک “Sumerian King List” (که څه هم دا يو څه زياته وروستۍ نسخه ده، چې د ليوګالانيمنديو پراخه واکمني يو څه تر شک لاندې راولي) د ادعا له مخې د ادب “Adab” پاچا ليوګالانيمنديو “Lugalannemundu” په اړه ده، چې داسې يوه ستره سترواکي يې جوړه کړې وه چې ټول بېن النهرين يې رانغاړه، له اوسنۍ سوريې څخه تر ايران پورې رسېدله او ويل کېدل چې نوموړي «څلور ګوټونه د ځان تابع کړل». دويمه بېلګه د يوروک د پاچا لوګالزاګيسي “Lugalzaggesi” په اړه ده، چې د ښکتني بين النهرين “Lower Mesopotamia” ټوله سيمه يې فتحه کړه او ادعا يې وکړه، چې د نفوذ سيمه يې له پورتني سمندر څخه تر ښکتني پورې غزېدلې ده. لوګالزاګيسي ته په اصل کې په ساده ډول «د يوروک پاچا» وړ نوم ورکړل شوی او «د ځمکې پاچا» وړ نوم يې د نړيوالې واکمنۍ د ادعا کولو په موخه په خپله خوښه اخيستی و. دا وړ نوم د ځينو وروستيو سومريايي پاچاهانو لکه د يوروک اينشاکوشانا “Enshakushanna” له لورې هم کارول شوی و، چې پر ټول سومر باندې د واک ادعا يې کوله.

د اکاد سرګون او د هغه ځايناستي (له ميلاد څخه مخکې ۲۳۳۴ – ۲۱۵۴)

د بين النهرين د سترواکۍ جوړونې لومړۍ ورځې زياتره وخت د خورا نامتو ښارونو د پاچاهانو تر منځ د مبارزې کولو ورځې وې. په دې ورځو کې د «کېش پاچا» وړ نوم د يو ځانګړي پت يا حيثيت په توګه وار له مخه پېژندل شوی و او ښار پر نورو ښارونو باندې د يو لړ غوره والي درلودونکی ګڼل کېده. د اکاد د سرګون “Sargon of Akkad” په وخت کې «د کېش پاچا» د هغه حق په درلودلو سره د اسماني واک ورکړل شوې واکمن معنا درلوده، چې پر ټول سومر باندې واکمني کوي او ښايي وار له مخه په “Early Dynastic IIIb” دوره کې يو څه د نړيوال واکمن په معنا هم کارول شوی وړ نوم وي. د سرليک يا وړ نوم کارونه چې په اصل کې په خپله د ښار په ملکيت کې پاچاهانو پورې تړلې نه وه، دا معنا درلوده چې واکمن د ښارونو جوړونکی، جګړه کې بريالی او يو عادل قاضي دی. د سومريايي پاچاهانو د لښتليک يا () له مخې د کېش ښار هغه ځای و، چې له سيلاب څخه وروسته په کې له اسمان څخه پاچاهي راښکته شوې وه او واکمنان يې د انساني پاچاهۍ شخصيت ورکونکي وو.

سرګون خپل سياسي مسلک د کېش ښار د واکمن اورزبابا “Ur-Zababa” د ساقي په توګه پيل کړ. په يو څه ډول له وژنې څخه له تېښتې وروسته سرګون په خپله د کېش واکمن شو، چې ځان لپاره يې šar kiššatim وړ نوم غوره او په پای کې له ميلاد څخه مخکې ۲۳۳۴ کال کې يې د بين النهرين لومړۍ ستره سترواکي جوړه کړه، چې نوم يې ورته د اکاد “Akkad” په نوم د خپلې دويمې پلازمېنې په وياړ اکادي سترواکي “Akkadian Empire” وټاکه. سرګون په لومړيو کې د اکاد پاچا وړ نوم وکاروه.

د šar kiššatim وړ نوم د سارګون د ځايناستو له لورې په پراخه ډول کارول کېده، چې له ډلې يې د نوموړي لمسی نارام سېن Naram-Sin” (له ميلاد څخه مخکې ۲۲۵۴ – ۲۲۱۸) يادولی شو، چې «د نړۍ د څلور ګوټونو پاچا» ورته وړ نوم يې هم وړاندې کړ. له šar kiššatim څخه چې يوازې «د کېش پاچا» معنا لري «د نړۍ پاچا» ته لېږد وار له مخه د لرغونې اکادي دورې پر مهال پېښ شوی و. د يادونې وړ ده چې سرګون او ځايناستو يې په سيده يا مستقيم ډول د کېش ښار باندې واکمني ونه کړه او د همدې له امله يې پرې د پاچاهۍ ادعا هم نه ده کړې. د نارام سېن تر وخته پورې کېش ښار د اينسيک “ensik” وړ نوم په درلودلو سره د نيمه خپلواک واکمن له لورې اداره کېده. «د کېش پاچا» ښايي سومري ژبه کې د “lugal kis” په توګه کارول کېده، په داسې حال کې چې اکادي پاچاهانو خپل نوی وړ نوم سومري کې د “lugal ki-sar-ra” يا “kis-ki” په توګه کاروه.

شونې ده چې šar kiššatim د کاسموليوژيکي سيمې د اداره کولو واک ته ويل کېده، په داسې حال کې چې «د څلور ګوټونو پاچا» د ځمکې د اداره کولو واک ته ويل کېده. هر ډول چې وي، مګر د دې سرليکونو کارونه په دې معنا وه، چې د بين النهرين پاچا د ټولې نړۍ پاچا و.

سرچينې

Tags:

د نړۍ پاچا تاريخچهد نړۍ پاچا سرچينېد نړۍ پاچا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مولانا بجليګرنورزيډېوېډ کامروند سريلانکا کلتورزرغونه اناد ساسانيانو واکمنيدآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )سپېرکۍهالنډ په دویمه نړیواله جګړه کېدرسي پلاند لوېدیځې اروپا د منځنیو پېړیو طبلرغونی مصربلوک مشرد فزیک تاریخچهد جو بایډن ولسمشريهارسټ کوهلرګوګلملا مشک عالمد پرتګال اقتصادمحمد نجيب اللهنړیوال بانکد چین تاریخرسولځمکپوهنهحرکترومي ژبېب ام واسد الله غضنفرلنډۍټانگ كورنۍد ايټالیا اتحادافغانستانهستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)گل پاچا الفتمیاشتنی عادتبریتانوی هندسومریان9 اکتوبرآرام سمندرلوګر ولایتلمانځه ترجمهانګلیسيکیګالید جین مصنوعي سنتېزواورین پړانګماسټر علي حيدرسیرت النبی سوال او ځوابپښتو پښتو تشريحي قاموسچرسداوودمطيع الله تورابجو بایډنسردار محمد داود خاند ډيزلو سون توکيسولگریز جالقهوهزده کړهژباړهروهتاس کلابارثنوند غواگانو روزنهپه انسانانو کې د تذکیر آلهسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟له افغانستان نه د متحده ايالاتو د ځواکونو وتل (۲۰۲۰-۲۰۲۱)د هوتکيانو ټولواکمني🡆 More