د عثمان اوغلو کورنۍ د عثماني خلافت (عثماني کورنۍ) غړي دي، کوم چي د 1299څخه تر 1923 کې د ترکیې جمهوریت تر تاسیس پوري د عثماني امپراتورۍ یوازینۍ واکمنه کورنۍ وه.
په امپراتورۍ کې 36 عثماني سلطانان تېر سوي دي چي هر یو یې د لومړي عثماني سلطان (سلطان عثمان اول)له اولادې څخه وه. په ۱۹۲۲ کال کي د وروستي سلطان محمد شپږم له ګوښه کېدو او په ۱۹۲۴ کال کي د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته د شاهي کورنۍ غړي جلاوطنۍ ته اړ ایستل سول. د دوی اولادونه اوس وخت د اروپا په ډیرو هیوادونو او همدارنګه په متحده ایالاتو اومنځني ختیځ کي ژوند کوي، او له هغه وخت راوروسته چي دوی اوس خپل هیواد ته د راستنیدو اجازه هم لري ډیری یې اوس په ترکیه کي ژوند کوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د عثمان خان اوغلو کورنۍ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.